BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ټرمپ د تعرفو لګولو له ګواښه پر شا شو او وايي، د ګرينلنډ 'راتلونکي توافق پر چوکاټ' بحث شوی
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له هغه وروسته چې له ناټو سره یې خبرې وکړې او له هغه پلانه لاس پر سر شو، چې پر اروپايي متحدینو به تعرفې ولګوي، چې د ګرینلنډ ترلاسه کولو لپاره یې د ده هڅې رد کړې وې، هېواد یې د ګرينلند په تړاو د یوې احتمالي موافقې ارزونه کوي.
اووه نورو هېوادونو د ټرمپ له 'سولې بورډ' سره د یوځای کېدو موافقه وکړه
اووه هېوادونو چې سعودي عرب، ترکیه او مصر هم پکې شامل دي، په یوه شریکه اعلامیه کې ویلي چې دوی به د غزې لپاره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ''د سولې بورډ'' سره یوځای شي. بل لور سعودي عرب وايي، د مسلمان اکثریت لرونکو هېوادونو دا ډله، چې سعودي عرب، ترکیه، مصر، اردن، اندونیزیا، پاکستان او قطر هم پکې دي، د غزې د دایمي اوربند ټینګښت، د بیا رغونې د ملاتړ، او د هغه څه د پرمخ وړلو ملاتړ کوي چې دوی یې ''عادلانه او تلپاتې سوله'' بولي.
د طالبانو حکومت وایي په هرات کې یې د تیکواندو یوه روزونکې نیولې ده
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت تایید کړې خدیجه احمدزاده، چې په هرات ښار کې د تیکواندو ښځینه روزونکې ده، نیول شوې او دا مهال محکمې ته معرفي شوې ده. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې "نوموړې نجونو ته په تلخونه کې د تیکواندو روزنه ورکوله، هغه کار چې د طالبانو له نظره غیرقانوني بلل کېږي".
پاکستان کې ولې بهرنۍ پانګونه کمه شوې؟
رسمي شمېرې ښيي چې په پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۴۳ سلنه کمه شوې ده. د پاکستان مرکزي بانک (سټېټ بانک آف پاکستان) لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي، چې د روان مالي کال له جولای میاشتې تر دسمبر پورې د بهرنۍ پانګونې ټول حجم نږدې ۸۱۰ میلیون ډالره و، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې بهرنۍ پانګونه یو میلیارد او ۴۲۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه.
بي بي سي ته افشا شويو عکسونو کې د ایران د خونړيو لاریونونو پر مهال د سلګونو وژل شویو کسانو مخونه ليدل کېږي
په سلګونو هغه عکسونه چې د ایران د حکومت ضد لاريونونو پر مهال د تاوتریخوالي په ترڅ کې د وژل شويو کسانو څېرې ښيي د بي بي سي وریفای ډلې ته افشا شوي دي. دا عکسونه چې ډېر بوږنونکی دي له تت او بلر کېدو پرته نشي ښودل کېدی. په دوی کې د لږترلږه ۳۲۶ قربانيانو وينلړلې، پړسېدلې او وهل شوې څېرې ليدل کېږي چې په دوی کې ۱۸ مېرمنې هم شاملې دي.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
ګوادر: هند ته وړاندیز شوی بندر چې پاکستان وپېره
ګوادر بندر چې له عرب نړۍ سره د چین او منځنۍ اسیا د نښلولو لپاره اوس ستراتیژیک اهمیت لري، یو وخت د عمان له لوري اداره کېده. هند دې بندر ته زړه ښه نه کړ، پر ځای یې سیال پاکستان وپېره او بل اقتصادي او سیاسي سیال یې چین له دې لارې له عرب نړۍ سره نښلېدو ته مټې نغښتې دي.
ولې برېتانیا کې د جومات یو ملا د بند په سزا محکوم شوی؟
د برېتانیا یوې محکمې هغه ملا امام په زندان سزا محکوم کړی، چې د کم عمره جینۍ او هلک نکاح یې تړلې وه. په ۲۰۲۳ کال کې چې دا نکاح کېده، د هلک او نجلۍ عمرونه یوازې ۱۶ کاله و. د جومات ملا اشرف عثماني نارتهمپټن شاهي محکمې ته وویل، ده ته معلومه نه وه، چې د نکاح تړلو له نېټې نهه میاشتې مخکې په انګلنډ کې د واده لپاره لږ تر لږه قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی و.
پر چینایي وګړو بریدونه افغانستان، تاجیکستان او پاکستان کې د چین پروژې ګواښلی شي؟
د دوشنبې پر ورځ د جنورۍ پر ۱۹مه پلازمېنه کابل کې د (لېنزا بېف نوډل) په نامه پر یوه خوړنځي برید کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، ویل کېږي دغلته تر ډېره بهرني وګړي ورځي چې چینايي خواړه په کې تیارېږي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کابل پوليسو ویاند خالد ځدراڼ په وينا په چاودنه کې د یوه چينايي وګړي تر څنګ شپږ تنه افغانان وژل شوي دي. بريد د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) منلی دی. په تېر کې هم د یادې ډلې خراسان څانګې د دا وړ بریدونو مسولیت قبول کړی چې یو یې په ۲۰۲۲ دېسمبر کې په کابل کې د چینايي وګړو پر میلمستون برید و.
ولې افغانۍ د ډالر پر وړاندې د پاکستاني روپۍ او ایراني تومان پرتله ډېره باثباته ده؟
افغانستان څنګه وتوانېد چې په تېرو دوو لسیزو کې د ډالرو او د سیمې د نورو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت باثباته وساتي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د اسعارو له بې ثباتۍ او سختو بدلونونو ځورېږي. موږ د دغه څه لاملونه د افغانستان بانک له پخوانیو لوړپوړو چارواکو، د مالیې وزارت له مسؤلینو او افغان اقتصادي کارپوهانو سره شریک کړل.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۲ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲۱ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۱ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۱ جنوري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.









































