افغانستان کې د پنبې سوړ بازار؛ بنګلهدېش یې پېرلو ته لېوالتیا ښودلې

د عکس سرچینه، Taliban
- Author, هدایتالله همیم
- دنده, بيبيسي
د طالبانو حکومت وايي، د بنګلهدېش د البسې تولید او صادراتو ټولنې یا (BGMEA) د افغانستان پنبې (مالوچو) پېرلو ته لېوالتیا ښودلې ده.
هغو شرکتونو او کمپینو چې یادې اتحادیې په اډانه کې کار کوي، تېر کال د کابو ۴۰ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
د طالبانو حکومت وايي له دغې اتحادیې سره د افغان پنبې د پېر او پلور سربېره د ټوکر د تولید په باب هم د پانګونې پر میکانیزم خبرې وشوې.
د بنګلهدېش له لوري افغانستان ته د درملو د صادراتو لېوالتیا څرګنده شوه
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد بيبيسي ته ویلي، د بنګلهدېش د سوداګرۍ له مرستیال سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزې معاملې خبرې وکړې.
نوموړی وايي، "بنګلهدېش د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، په تېره د پنبې او وچې مېوې لپاره غوره مارکېټ دی، بنګلهدېش د نساجۍ او درملو په برخه کې هم ښه ظرفیت لري چې موږ افغانستان ته د دوی طبي محصولات او د رخت په برخه کې له دوی سره ښه تجارت ولرو".
ښاغلی زاهد وايي، د بنګلهدېش په دې سفر کې له دوی سره د بېلابېلو سکټورونو شاوخوا ۵۰ ملي سوداګر ملګري وو، چې له بنګلهدېشي سوداګرو سره افغانستان کې د پانګونې او بنګلهدېش کې د تړونونو په برخه کې بي ټو بي B2B ناستې ولري.
د طالبانو دغه چارواکی وايي، له بنګلهدېشي اړخ سره یې د سوداګرۍ د ودې او پرمختګ لپاره د کابل- ډاکې ترمنځ د مستقیمو الوتنو په اړه هم خبرې وکړې او په ټوله کې یې بحثونه هیلهبښونکي وو او هیله یې دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او راکړې ورکړې کچه لوړه او دغه هېواد د افغانستان د صادراتو لپاره یوه ښه بازار وګرځي.
د بنګلهدېش لوري څرګنده کړه چې چمتو دي معیاري درمل او طبي محصولات په منظم او دوامدار ډول افغانستان ته صادر کړي، ځکه چې د دغه هېواد د درمل جوړونې سکتور پرمختللی دی او له نړیوالو معیارونو سره سمون لري.
په پای کې، دواړو لورو هوکړه وکړه چې خپلې اړیکې له دوستانه کچې عملي اقتصادي مشارکت ته لوړې کړي، چې ورسره به له یوې خوا د سوداګرۍ کچه لوړه شي او له بله خوا متقابل باور پیاوړی شي او د دواړو ملتونو لپاره ملموس اقتصادي ګټې رامنځته شي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې سفر موخه د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول، د ګډو پانګونو فرصتونه ارزول او په راتلونکي کې د ګډو هوکړهلیکونو لاسلیک کول دي.

د عکس سرچینه، Taliban
که څه هم بنګلهدېش تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ رسمي اړیکه نهشته، خو د اقتصاد په برخه کې یې د دواړو هېوادونو چارواکو کابل او ډاکې ته سفرونه کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، افغانستان په ډاکه کې سفارت لري، خو په افغانستان کې د بنګلهدېش هېڅ فعاله سیاسي استازولي نهشته.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونه وایي، د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د سوداګرۍ لپاره ښه ظرفیتونه شته او د افغانستان یو پلاوی به په بنګلهدېش کې په یوه سوداګریز نندارتون کې ګډون وکړي.
د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي بيبيسي ته ویلي وو چې بنګلهدېش د جامو او کالیو د تولید، وریجو، چای او درملو په برخه کې پراخې وړتیاوې لري.
هغه زیاته کړه، په بنګلهدېش کې د افغانستان تازه او وچه مېوه او نور درملیز بوټي هم ډېر پېرېدونکي لري.
د الکوزي په وینا، د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ سوداګري د ایران د چابهار او بندرعباس له بندرونو ترسره کېږي او دا مهال له دې هېواد سره د سوداګرۍ لېوالتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال وایي، دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا شل میلیونه ډالره ده خو داسې لوی ظرفیتونه شته چې دا کچه په کال کې تر یو میلیارد ډالرو لوړه شي.
کابل او ډاکې ترمنځ اړیکې

د عکس سرچینه، Social Media
د مرغومي پر ۲۸مه (جنوري ۱۸مه) د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د ۵۰ سوداګرو په ملتیا ډاکې ته ولاړ چې مشري یې د یاد وزارت مرستیال احمد الله زاهد کوله.
د دوی د سفر موخه د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول، د ګډو پانګونو فرصتونه ارزول او په راتلونکي کې د ګډو هوکړهلیکونو لاسلیک کول دي.
د بنګلهدېش د لنډمهالي حکومت لوړپوړي سلاکار پروفیسور محمد یونس د ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې لندن ته د سفر پر مهال، د نړیوالو اړیکو د شاهي انسټیټیوټ (چتم هاوس) کې وویل، هېواد یې نوې بهرنۍ تګلاره غوره کړې، داسې تګلاره چې "ټولو ته د دوستۍ لاس غځوي."
د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې د بنګلهدېش د دیني عالمانو یو اوه کسیز پلاوي چې مشري یې مولانا مأمونالحق کوله، د "طالبانو د حکومت په بلنه" افغانستان ته سفر وکړ.
همدارنګه، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په وروستیو کې څو سیمهییزو رسنیو د فرانس پرېس له قوله راپور ورکړ، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت لومړي سکرتر نور احمد نور (چې دا مهال په نوي ډيلي کې د طالبانو استازی بلل کېږي) بنګلهدېش ته سفر کړی دی.
افغانستان کې د پنبې سوړ بازار

د عکس سرچینه، Getty Images
څو ورځې وړاندې بي بي سي وموندله چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د پنبې تولید ډېر شوی خو عاید یې بیا برعکس شاوخوا څلوېښت سلنه ټیټ شوی دی.
افغانستان وړم کال (۲۰۲۴) کې د ۱۶۲ میلیونه ډالرو په ارزښت له ۱۷۰ زره ټنه ډېره پنبه صادره کړې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې یې له ۱۵۳ زره ټنه پنبې صادرولو ۲۳۳ میلیونه ډالره عاید کړی و.
که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان کې د پنبې کښت ډېر شوی و او په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې وه، چې د وړم کال پرتله دېرش سلنه ډېروالی ښيي، خو په کور د ننه بازار یې سوړ شوی دی.
په ۱۵ ولایتونو کې د ترسره شوې سروې له مخې، تر ټولو ډېره پنبه په هلمند، بلخ، کندهار، جوزجان او ننګرهار ولایتونو کې ترلاسه شوې ده.
ښايي په کور د ننه د خرڅلاو او بیې راټېټېدو لامل یې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدل وي.
د طالبانو حکومت ویلي وو هڅه یې دا ده چې د افغانستان پنبې ته په سیمه او نورو هېوادونو کې بازار ومومي چې وړاندې قزاقستان ته د طالبانو حکومت د سوداګرۍ د وزیر سفر کې هم دا موضوع یاده شوې وه.













