ولې په افغانستان کې د پنبې بازار سوړ دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
بي بي سي موندلې چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د پنبې تولید ډېر شوی خو عاید یې بیا برعکس شاوخوا څلوېښت سلنه ټیټ شوی دی.
افغانستان وړم کال (۲۰۲۴) کې د ۱۶۲ میلیونه ډالرو په ارزښت له ۱۷۰ زره ټنه ډېره پنبه صادره کړې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې یې له ۱۵۳ زره ټنه پنبې صادرولو ۲۳۳ میلیونه ډالره عاید کړی و.
د پنبې د کښت ډېرېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په ۲۰۲۵ کال کې یې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د پنبې سروې کړې چې له مخې یې په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې چې د تېر۲۰۲۴ کال پرتله دېرش سلنه ډېروالی ښيي.
د مسوولینو په خبره د دې سروې له مخې تر ټولو ډېره پنبه په هلمند او ورپسې په ترتیب سره په بلخ، کندهار، جوزجان او ننگرهار ولایتونو کې ترلاسه شوې.
د حکومتي سرچينو په وینا د افغانستان په اوولس ولایتونو کې سږ کال پنبه کرل شوې او پروسږ کال یې تر کښت لاندې ساحه دوولس سلنه پراخه شوې ده.
په افغانستان کې له پنبې ترلاسه کېدونکي عواید کم شوي، خو کروندګر وايي، ګټه یې بیا هم د جوارو، غنمو او ممپلیو پرتله ښه ده.
د مالوچو پر بازار له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړل پاتې کېدو اغېزې

د عکس سرچینه، Getty Images
د هلمند یو اوسېدونکی کروندګر سمیع الله سعید وايي، سږ کال په افغانستان کې د پنبې بیه تر نورو کلونو ټیټه وه او له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو له کبله دا بیه نوره هم ټیټه شوه.
د ښاغلي سعید په ګډون ځینې کروندګر له حکومته غواړي چې یا دې په نورو هېوادونو کې د افغانستان پنبې ته بازار ومومي او یا دې په کور دننه فابریکې ورته جوړې کړي.
د طالبانو حکومت هم وايي، هڅه کوي چې د افغانستان پنبې ته په سیمه او نورو هېوادونو کې بازار ومومي.
قزاقستان ته د طالبانو حکومت د سوداګرۍ د وزیر سفر کې هم دا موضوع یاده شوې.
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، د دواړو هېوادونو چارواکو وویل چې پنبه قزاقستان ته د افغانستان د صادرېدونکو کرنیزو توکو د لومړيتوب په توګه یاده شوه.
په هېواد کې دننه د پروسس ټیټ ظرفیت

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د دولتي تصدیو اداره وايي، دوی سږ کال یو من پنبه په شاوخوا دوه سوه افغانۍ پېرله، خو دا بیه په تېرو څو کلونو کې تر دې دوه برابره لوړه وه.
د دولتي شرکتونو لوی ریاست د اړیکو او عامه پوهاوي امر محمد نبي تنها بي بي سي ته وایي، په کور دننه د پنبې د پروسس شرکتونو شمېر هم په ډېرېدو دی.
د نوموړي په وینا یوازې په هلمند کې "شپېته " فابریکې جوړې شوې چې یوازې یوه یې دولتي ده.
خو نوموړی مني چې په هېواد کې دننه د پنبې د پروسس ظرفیت ډېر ټیټ دی. په هلمند کې سږ کال په پنځوس زره هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې او ټول محصول یې ښايي له اتیا زره ټنه ډېر شي، خو هلته فعال دولتي شرکت هر کال یوازې تر پنځه زره ټنه پنبه پېرودلی شي.
ښاغلی تنها زیاتوي چې له دې پنبې غوړي، کونجاړه، لنتر پنبه چې په بالښتونو او کوچونو کې کارېږي او د صابون د جوړولو تر څنګ په نجارۍ کې کارېدونکې یو ډول پوستکی هم جوړېږي.
پنبه د کوکنارو بدیل؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې نژدې ۵۰ کاله وړاندې په کلنۍ کچه پر ۱۲۸۰۰۰ هکټاره ځمکه باندې پنبه کرل کېده او شاوخوا یو لک او پنځوس زره ټنه پنبه ترې ترلاسه کېده، خو په دغه هېواد کې سیاسي بدلونونو، ناارامۍ او پایله کې یې د نړۍ له هېوادونو سره د اړېکو خرابېدو له کبله د دغه بوټي ځای تر ډېره کوکنارو او بنګو ونیو.
خو د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکیله له بندیز وروسته په تېره بیا دغو سیمو کې د پنبې کرکیله ډېره شوې.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي شېر احمد وايي، سږ کال په شاوخوا ۱۰۵ زره هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې او دوی یې د کوکنارو د بدیل کښت په توګه د دودېدو هڅه هم کوي.
هغه زیاتوي: "پنبه هغه نبات دی چې د ودې په اوږدو کې لږو اوبو ته اړتیا لرو. خو اقتصادي ارزښت یې لوړ دی او هغو کروندګرو ته چې پخوا یې کوکنار کرل غوره بدیل کښت دی. کرنې وزارت هم په هغو سیمو کې چې د پنبې کښت ته مناسب شرایط لري، کروندګرو ته یې د مناسب بدیل په توګه ورپېژندلی".
د راپورونو له مخې هلمند، کندهار او فراه ولایتونو کې د پنبې کښت سلګونه کاله مخینه لري او د افغانستان له لومړنیو سیمو ګڼل کېږي چې د پنبې کښت پکې دود شوی.
د مالوچو د بازار ښه کېدو لپاره لارې شته؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پنبه اوس په افغانستان کې له کرل کېدو وروسته له لږ یا په نشت حساب پروسس وروسته صادرېږي او په نورو هېوادونو کې په داسې ګرابیه محصولاتو بدلېږي چې بېرته افغانستان کې د همدغو کروندګرو په ګډون خلک پرې ډېرې پیسې ورکوي.
کارپوهان سپارښتنه کوي چې په افغانستان کې دې د پنبې د پروسس او ترې د بېلابېلو محصولاتو جوړېدو پخوانۍ فابریکې فعالې شي او حکومت دې د نوو فابریکو جوړولو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې پنبه په اړتیا وړ محصولاتو بدلوي.
په افغانستان کې د کرنې کارپوه حماد امین بي بي سي ته وایي، په افغانستان کې د پنبې د تولید له ډېرېدو سره سره د بیو د ټیټېدوعمده لامل دا دی چې افغانستان یې صادراتو لپاره سیمهييزې او نړیوالې همکارۍ او تړونونه نه لري.
هغه زیاته کړه، که موږ د سویلي اسیا هېوادونو سره تړونونه لرلی او یا مو له فابریکو سره د پنبو د صادرولو تړونونه لرلی په دې ډول به مو په ښه قیمت پنبه صادرولی شوی".
ښاغلی امین زیاتوي، د افغانستان د پنبې هم کیفیت ښه دی او هم يې په افغانستان کې د تولید شرایط برابر دي، خو دی په دې باور دی چې حکومت باید د بازار موندنې، د کروندګرو د ملاتړ او د پنبې د پروسس کوونکو فابریکو ملاتړ کې جدي هڅې وکړي.











