ژوندۍ پاڼه, اسرائیل وايي، د ایران د ملي امنیت شورا مشر وژل شوی

د اسرائیلو د دفاع وزیر وايي، د ایران د ملي امنیت شورا مشر، علي لاريجاني د اسرائیلو برید کې وژل شوی دی. د اسرائیلو خبري رسنۍ وايي دی خپل زوی سره په یوه اپارتمان کې په نښه شوی و، خو دایران خبري رسنۍ وايي ډېر ژر به د ښاغلي لاريجاني يو پیغام خپروي.

لنډیز

  • په بغداد کې د امریکا پر سفارت د ډرون او توغنديز برید خبرونه ورکړل شوي
  • په متحده عرب اماراتو کې له لنډمهاله ځنډ وروسته الوتنې بیا پيل شوې دي
  • د برېتانیا لومړی وزیر سر کیېر سټارمر وايي، له شخړې وروسته د خبرو اترو له لارې ترلاسه شوې داسې هوکړې ته اړتیا ده، چې د ایران لخوا د خپل اټومي پروګرام د بیارغونې وړتیا محدوده او 'هرمز تنګي' کې د کښتیو تګ راتګ خوندي کړي
  • د ایران سپاه پاسداران ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي د بریدونو ۵۵مه څپه پیل شوې او په اسرائیل کې یې تل ابیب، د وسلو د تولید مراکز او د جنګي الوتکو د سون د اکمال مرکزونه په نښه کړي دي
  • د اسرائيل پولیس وايي‌ په تل ابیب کې د ایران د یوه کلسټر بم لګېدو ۳ کسان ټپي کړي دي
  • د بریتانیا پخوانی لوی درستیز جنرال سر نیک کارټر وايي، د دغه هېواد لومړی وزیر باید له ایران سره په جګړه کې د امریکا ملاتړ لپاره منځني ختیځ ته جنګي کښتۍ او ډرونونه واستوي
  • د اسرائيل پوځ په یوه بیان کې ویلي چې په لبنان کې یې د حزب‌الله د مرکزونو پر وړاندې محدود او هدفمن ځمکني عملیات پیل کړي دي
  • د اسرائيل پوځ په یوه بیان کې ویلي چې په لبنان کې یې د حزب‌الله د مرکزونو پر وړاندې محدود او هدفمن ځمکني عملیات پیل کړي دي

ژوندی پوښښ

  1. اسرائیل وايي د ایران د ملي امنیت شورا مشر وژل شوی

    د اسرائیلو د دفاع وزیر وايي، د ایران د ملي امنیت شورا مشر، علي لاريجاني د اسرائیلو برید کې وژل شوی دی. د اسرائیلو خبري رسنۍ وايي دی خپل زوی سره په یوه اپارتمان کې په نښه شوی و، خو دایران خبري رسنۍ وايي ډېر ژر به د ښاغلي لاريجاني يو پیغام خپروي.

    که چېرې د اسرائیلو دا ادعا تائید شي دا به ایران لپاره یو لوی زیان وي، ځکه چې هغه د ایران حکومت جګړې کې مهم رول لري.

    د اسرائیلو پوځ وايي چې بیګاه د شپې شوي یو بل برید کې د بسیج نیمه پوځي ځواک قوماندان هم وژل شوی دی.

    اخوا ایران هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی او د متحده عربي اماراتو فجیره ښار کې یې د انرژۍ پر مرکز بریدونه کړي.

  2. وروستی, بغداد کې د امریکا پر سفارت برید، ابوظبي کې د توغندیو پاتې شویو له کبله یو کس ټپي شوی

    تېره شپه په بغداد کې د امریکا پر سفارت د توغندیو او ډرون بریدونه شوي. عراقي چارواکي واي، ''له څه وخت راهیسې چې بریدونه پیل شوي، د تېرې شپې هغه تر ټولو سخت بریدونه وو.''

    دلته لولو چې نور څه پېښ شوي دي.

    د بغداد په یوه سیمه کې چې سخت امنیت یې ساتل کېږي، په یوه عصري هوټل کې د ډرون لګېدو له کبله اور ولګېد. په همدې سیمه کې د امریکا سفارت او حکومتي ودانۍ هم موقعیت لري.

    په ابوظبي کې چارواکي د یوه توغندي پاتې شونو غورځېدو له کبله یو پاکستانی وژل شوی دی.

    په داسې حال کې چې پر لبنان د اسرائیل بریدونه دوام لري، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او برېتانیا له هغه وروسته چې دوی یې په دې هېواد کې د سخت بشري وضعیت په هکله خبرداری بولي، له دواړو هېوادونو غوښتي، چې خبرو ته کېني.

  3. وروستی, په بغداد کې د امریکا پر سفارت د ډرون او توغنديز برید خبرونه ورکړل شوي

    د رویټرز او اې اېف پي خبري اژانسونو په وینا، په بغداد کې د امریکا پر سفارت د ډرون او راکټونو برید شوی دی.

    عراقي امنیتي سرچینو اې اېف پي ته ویلي چې دا "د بریدونو له پیل راهیسې تر ټولو سخته حمله وه."

    سفارت شاوخوا شپږ ساعته وړاندې په عراق کې د امریکايي وګړو لپاره یو نوی امنیتي خبرداری خپور کړ، چې په وینا یې "له ایران سره تړلي ترهګرې ملیشې په مکرر ډول د بغداد په مرکزي نړیوال زون برید کوي."

  4. وروستی, په متحده عرب اماراتو کې له لنډمهاله ځنډ وروسته الوتنې بیا پيل شوې دي

    متحده عرب اماراتو هوايي ډګر

    د عکس سرچینه، Reuters

    د رویټرز خبري اژانس په وینا، دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د متحده عربي اماراتو الوتنې د سې شنبې په سهار د هېواد د هوايي حریم د لنډمهاله بندېدو وروسته بیرته پيل او عادي حالت ته ستنې شوې دي.

    له دې وړاندې، د متحده عربي اماراتو د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې ويلي وو چې د هېواد هوايي حریم به په سیمه کې د چټکو امنیتي پرمختګونو له امله په لنډمهالي ډول وتړل شي.

    اوس، دولتي خبري اژانس وام راپور ورکړی چې د متحده عربي اماراتو په ټوله فضا کې هوایی تګ راتګ بیرته عادي حالت ته ستون شوی دی.

    د سې شنبې په سهار، د ایران دننه خبري اژانسونو د ایران د توغندیو او ډرون بریدونو د نوي څپې د پیل خبر ورکړی و.

  5. وروستی, اسرائیل وايي د ایران له خوا پرې تازه توغندي توغول شوي

    د اسرائیلو پوځ وايي له ایرانه توغول شوي توغندي د اسرائیلو پر لور روان دي او له وګړو یې غوښتي چې سمدلاسه پناه واخلي.

    د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو په ټېلېګرام کانال د بېړنۍ خبرتیا پیغام خپور کړی چې ويلي یې دي، "دفاعي سیسټمونه د دې ګواښ د مخنیوي لپاره کار کوي."

    په تیرو اتلسو ورځو او د روانې جګړې پر مهال، ایران پر اسرائیلو او په شاوخوا سیمه کې په مختلفو هدفونو سلګونه بالستیک توغندي او زرګونه ډرونونه توغولي دي.

  6. تهران کې تازه هوايي بریدونه شوي

    د سې شنبې پر سهار د مارچ پر ۱۶مه، د تهران په ښار کې د هوايي بریدونو ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي.

    په دې راپورونو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي، د ایران پلازمېنه په مختلفو ځایونو کې د بریدونو خبر ورکړل شوی دی.

  7. وروستی, متحده عرب اماراتو خپل هوايي حریم تړلی دی

    رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د متحده عرب اماراتو هوايي دفاعي سیسټمونه د ایران له خوا د توغندیو او ډرون ګواښونو ته ځواب ورکوي.

    د رويټرز په وینا د متحده عرب اماراتو د هوايي چلند ادارې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هېواد هوايي حریم په لنډمهالي ډول تړل شوی دی.

    په بیان کې ویل شوي چې دا اقدام د امنیت ساتلو لپاره اخيستل شوی دی.

  8. د خلیج په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو رپوټونه ورکړل شوي، تر اوسه څومره معلومات لرو؟

    Men inspect a site of overnight Israeli airstrikes in the southern suburbs of Beirut

    د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    د عکس تشریح، دلته د بیروت په سویلي څنډه کې هغه ځای لیدل کېږي، چې اسرائیلي ځواکونو تېره شپه پرې بمباري کړې.

    اسرائیل د پلازمېنې تهران په ګډون د ایران پر څو ښارونو د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده. په خلیج کې هم ځینو هېوادونو لکه متحده عربي اماراتو او قطر ویلي چې دوی د ایران توغندي شنډ کړي دي.

    دلته د نن ورځې د سیمې د بریدونو مهم ټکي دي:

    • د اسرائيل پوځ (ای ډي ایف) وایي دوی په تهران، شیراز او تبریز کې د ایران حکومت د بنسټیزو تاسیساتو پر ضد ''پراخ بریدونه'' پیل کړي دي. اسرائيل وایي، پلازمېنه کې یې د فضايي چارو اړوند یو ځای هم په نښه کړی دی.
    • د اسرائيل پوځ دغه راز وایي چې د لبنان په سویلي برخه کې یې د حزب‌الله پر ضد «محدود او هدفمند عملیات» ترسره کړي دي.
    • د اسرائيل په بېلابېلو سیمو کې د خطر زنګونه وغږېدل، ځکه چې په شمال کې د حزب‌الله توغندي او په سویل کې د ایران توغندي روان وو.
    • قطر وایي، د ورځې په پیل کې له برید وروسته یې د ایران د توغندیو دویمه څپه هم شنډه کړې ده. د بي بي سي خبریاله مریم مشیري په دوحه کې وایي چې هغې څلور چاودنې واورېدې.
    • په متحده عربي اماراتو کې د ډرون بریدونو له امله په فجیره کې د تېلو په یوه لویه صنعتي سیمه کې اور ولګېد، او دغه راز په ام القیوین کې په یوه ودانۍ کې اور بل شو. چارواکي وایي، په ابوظبۍ کې یو فلسطینی ملکي وګړی هغه مهال ووژل شو، چې یو توغندی په ملکي سیمه کې وغورځېد.
    • په بیت المقدس کې د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي خبریال په خپل راپور کې د سعودي عرب چارواکو په حواله وایي، تېره شپه یې لسګونه ډرونونه راوغورځول، او عراق او کویت هم د نویو بریدونو راپورونه ورکړي دي.
  9. داسې حال کې چې پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه روان دي، په تصویرونو کې د ایران ځینې په نښه شوي ځایونه لیدل کېږي

    پر ایران داسې حال کې بریدونه روان دي، چې نن ګهیځ وختي د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) وویل، پر تهران، شیراز او تبریز ښارونو د بریدونو یوه ''پراخه څپه'' پیلوي. په تصویرونو کې لوګي او مرستندویه کارکوونکي لیدل کېږي، چې د ویجاړو شویو ودانیو په خاورو، خځلو کې ګرځي.

    ځايي خلک په هغه ځای کې راټول شوي، چې یو ګاډی په نښه شوی

    د عکس سرچینه، Reuters

    ایران

    د عکس سرچینه، Reuters

    مرستندویان د تهران په هغه سیمه کې لیدل کېږي، چې نن وختي پرې برید شوی و.

    د عکس سرچینه، Reuters

    په تهران کې تېره شپه او نن ورځ د چاودنو او لوګو لیدل کېدو رپوټونه ورکړل شوي.

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، په تهران کې تېره شپه او نن ورځ د چاودنو او لوګو لیدل کېدو رپوټونه ورکړل شوي.
  10. په متحده عربي اماراتو کې هغې ودانۍ اور واخیست، چې ډرون ورسره ټکر شو

    د متحده عربي اماراتو ام القوین سیمې پر یوه ودانۍ د ډرون لګېدو له کبله اور لګېدلی. دا د خلیج په لویدیځ ساحل کې موقعیت لري. دغه راز دا د متحده عربي اماراتو تر ټولو کم نفوسه ښار بلل کېږي. ځايي حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، د چا ټپي کېدو په تړاو کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی.

  11. دوې هندۍ بېړۍ د موقعیت له خپرولو پرته له هرمز تنګي تېرې شوې, شروتي مینن او باربرا میټزلر

    د بېړیو څارنې وېبپاڼې میرین ټرافیک په وینا، دوې مایع ګاز لېږدونکې بېړۍ- نندا دیوي او شیوالک - د شنبې پر ورځ له هرمز تنګي تېرې شوې او د هند ګجرات ایالت بندر ته نږدې شوې دي.

    معلومات ښیې چې نندا دیوي او شیوالک دواړه د قطر په راس لافان بندر کې بار شوې او د اې ای اېس سیګنالونو بندیدو سره له تنګي تېرېشوې.

    اې ای اېس هغه څه دي چې کښتۍ د خپل موقعیت ښودلو لپاره خپروي او انلاین تعقیب یېکېدای شي.

    د مارچ پر ۱۴مه دوې هندۍ جنګي بېړۍ هم هغه مهال په سیمه کې لیدل شوې، چې دې ټانکري بېړیو خپل اې ای اېس سګنالونه بند کړي وو.

    د کښتیو لار

    د عکس سرچینه، MarineTraffic

    نندا دیوي د څو ورځو لپاره د قشم ټاپو له لوري د ایران په اوبو کې لنګر وه او ټاکل شوې، چې سبا د هند کنډلا بندر ته ورسېږي. شیوالک بیا نن سهار د موندرا بندر ته ورسېده.

    د هند د بهرنیو چارو وزیر فایننشل ټایمز ته ویلي، چې داسې هیڅ "کمپل انتظام" نشته چې ټولې هندۍ بېړۍ له تنګي تېرې شي، خو حکومت له خپلو ایراني سیالانو سره په خبرو بوخت دی.

  12. ایرانیانو له ترکیې سره پر پوله بي بي سي ته وویل، ''هېڅ ویره نه شته''

    ځینې ایرانیان د کاپیکویرازي بندر ترکیې لور ته د بي بي سي فارسي څانګې سره غږېدلي دي.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ځینې ایرانیان د کاپیکویرازي بندر ترکیې لور ته د بي بي سي فارسي څانګې سره غږېدلي دي.

    یوه ایراني سړي له ترکیې سره د ایران پر پوله بي بي سي فارسي څانګې ته وویل: ''هېڅ وېره نه شته. ایران زموږ هېواد دی او موږ هلته ستنېږو.''

    دی د ایران په شمال لویدیځ کې خپل ښار ته ستنېږي: ''زموږ ټول خپلوان هلته دي. د وېرې هیڅ خبره نه شته.''

    یاد سړی وایي، کورنۍ او ملګرو یې ورته ویلي چې له یوې یا دوو شپو سختې بمباریو وروسته وضعیت ''ارام'' دی.

    دی وايي:

    ''انشاالله، هر څه چې پېښ شي د خیر لپاره به وي. زه رښتیا نه پوهېږم نور څه ووایم.''

    یو بل سړی، چې له همدانه یې د ایران په لویدیځ کې پولې ته سفر کړی، موږ ته وایي چې ''ژوند عادي روان دی. هو، د لارې په اوږدو کې ځینې سیمې زیانمنې شوې… خو ډېری ځایونه چې هدف وګرځول شول پوځي مرکزونه وو.''

    هغه وایي، د ایران-عراق جګړې تجربه لري، نو جګړه ورته ''یوه اندازه پېژندل شوې'' او زیاتوي چې دا ''معنی نه لري چې موږ یې هرکلی کوو، خو د جګړې له وېرې سره نه ډارېږو''.

    یوې ښځې، چې د ترکیې پولې ته له نژدې ارومیه استانبول ته سفر کوي، وایي: ''ټول خلک خپل ژوند عادي پرمخ وړي او موږ له هېچا نه وېرېږو.''

    دا وایي، ډېری خلکو د ایران-عراق جګړې تجربه کړې، نو ''موږ هر څه تجربه کړي دي، خلک رښتیا نه وېرېږي''.

  13. په ایران کې د جګړې له پیل راهیسې متحده عرب اماراتو کې ۷ کسان وژل شوي، ۱۴۵ ټپیان شوي

    متحده عربي امارات

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت تازه معلومات خپاره کړي، چې ښيي د ایران لخوا لهبریدونو وروسته د ټپیانو او وژل شویو کسانو تابعیتونه معلوموي.

    یاد وزارت وايي، چې ټولټال اووه کسان وژل شوي دي. په دې کې د متحده عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو دوه غړي، او دغه راز پنځه ملکي وګړي شامل دي، چې د پاکستان، نیپال، بنګله دېش او فلسطین بهرنیان دي.

    نور ۱۴۵ کسان ټپیان شوي دي، چې ځینې یې برسېرن او د ځینو ټپونه بیا د منځنۍ کچې او سخت ټپي کېدو تر منځ دي.

    د دفاع وزارت وايي، د ټپیانو په لیست کې د سویډن، ترکیې، نایجریا، هند، ګانا او ځینې نور شامل دي.

    په ایران کې د جګړې له پیل راهیسې، متحده عربي امارات وايي چې د دوی هوايي دفاع تر دې دمه ۳۰۴ بالسټیک توغندي، ۱۵کروز توغندي او ۱۶۲۷ ډرونونهله منځه وړي دي.

  14. سټارمر: بریتانیا له خپلو متحدانو سره د هرز تنګي د پرانیستل کېدو پر پلان کار کوي

    سټارمر

    د عکس سرچینه، PA Media

    د بریتانیا لومړی وزیر سر کیېر سټارمر وايي، څرګنده ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو پوځي عملیاتو د "ایران د کرغېړن رژیم" پوځي وړتیا "په پراخه کچه کمزورې" کړې ده.

    خو نوموړي ویلي، له شخړې وروسته د خبرو اترو له لارې ترلاسه شوې داسې هوکړې ته اړتیا ده، چې د ایران لخوا د خپل اټومي پروګرام د بیارغونې وړتیا محدوده او [هرمز تنګي] کې د کښتو تګ راتګ خوندي کړي.‌

    د بریتانیا لومړی وزیر زیاتوي، "بازارونو کې د ثبات ډاډمنتیا" لپاره اړینه ده، چې هرمز تنګی باید بېرته پرانیستل شي.‌

    د هغه په وینا دا کار اسان نه دی او بریتانیا له همدې کبله له خپلو "ټولو متحدانو" سره په ګډه کار کوي چې بېرته په سیمه کې د کښتیو ازاد تګ راتګ ته د شرایطو برابرولو لپاره یو "عملي پلان" رامخ ته کړي.

    دا څرګندونې داسې مهال کېږې چې ورمخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ فاينشل ټايمز ورځپاڼې ته ويلي وو "دا بالکل طبیعي ده"، هغه هېوادونه چې له هرمز تنګي ګټه اخلي، باید د بيا پرانيستلو په هڅو کې یې مرسته وکړي.

    د نوموړي په وینا اروپا او چين په پراخه کچه په هغو تېلو متکي دي چې د خليج له سيمې راځي.

    هغه دا ګواښ هم کړی و چې که متحدان یې د هرمز تنګي پرانيستلو کې مرسته ونه کړي دا به ناټو لپاره "ډېرې ناوړه" پايلې ولري.

  15. پر تهران، تبریز او شیراز د اسرائیل هممهاله بریدونه

    اسرائيل وايي د ایران پلازمېنه او څو ښارونو کې یې تازه بریدونه کړي دي.

    د اسرائيل پوځ لخوا پر ایکس پاڼه یوه خپاره شوي بیان کې راغلي، چې ځواکونو یې په تهران، تبریز او شیراز کې د ایران د حکومت پر زېربناوو د "هممهاله" بریدونو پراخه څپه پیل کړې ده.

    ورمخکې د ایران فارس خبري اژانس ویلي وو چې د امریکا او اسرائيل جنګي الوتکو څو د تهران په ختیځ کې د شهدا میدان او پیروزي واټ شاوخوا بریدونه کړي.

    ایراني رسنیو تهران کې پر نارمک، غرب ښارګوټي او د پولیسو پر نیاوران حوزې هم د بریدونو خبر وکړی دی.‌

  16. سپاه پاسداران: د بریدونو ۵۵مه څپه کې مو اسرائيل او د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړي

    د ایران سپاه پاسداران ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د رښتیني ژمنې-۴ عملیاتو په لړ کې د بریدونو ۵۵مه څپه پیل شوې او په اسرائیل کې یې تل ابیب، بن‌ګورین هوايي ډګر، د وسلو د تولید مراکز او همدا ډول د جنګي الوتکو د سون د اکمال مرکزونه په نښه کړي دي.‌

    په بیان کې راغلي چې د عملیاتو په دې څپه کې "عماد، قدر او فتاح هایپرسونیک توغندي او ویجاړونکي ډرونونه" کارول شوي.

    سپاه پاسداران زیاته کړې چې په الظفره او شیخ عیسي هوايي او جُفیر سمندري اډه کې یې د امریکا پوځي مرکزونه هم د "منځني واټن او جامدو سون‌توکو د دقیقو هدف ویشتونکو توغندیو فاتح، ذالفقار، دزفول او ځیرکو ویجاړونکو ډرونونو" په وسیله په نښه کړي دي.

    الظفره هوايي اډه د متحدو عرب اماراتو د پلازمېنې ابوظبۍ په ۳۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

    شیخ عیسی هوايي او جُفیر سمندري اډه بیا، چې د امریکا سمندري ځواکونه پکې مېشت دي، دواړه په بحرین کې دي.

  17. د تهران ختیځ کې هوايي بریدونه

    د ایران فارس خبري اژانس وايي د امریکا او اسرائيل جنګي الوتکو څو دقیقې مخکې د دغه هېواد د پلازمېنې په ختیځ کې د شهدا میدان او پیروزي واټ شاوخوا بریدونه کړي دي.

    تر اوسه مالومه نه ده چې په دغو بریدونو کې دقیقآ کوم ځایونه په نښه شوي او څومره زیان اوښتی دی.