BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • یاسمین پراز ډیسیموز

    نړیوال سور صلیب: "نړیواله ټولنه دې افغانان یوازې نه پرېږدي"

    د سره صلیب د نړیوالې کمېټې (ICRC) یوې جګپوړې چارواکې ویلي، سره له دې چې د افغانستان خلک له "خورا شدیدو اړتیاوو" سره مخ دي، دا هېواد د نړیوالو له پاملرنې لوېدلی دی. هغې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې "افغان ټولنې یوازې نه پرېږدي". د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د عملیاتو مدیرې یاسمین پراز ډیسیموز په کابل کې له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې افغانان د "کافي لویو بشري اړتیاوو" او د روغتیايي سیستم له رالوېدو سره د ژوندي پاتې کېدو لپاره "سختې مبارزې" کوي.

  • ډانیل ډریسکول

    ژوندۍ پاڼه, د امریکا د پوځ وزیر له هګسیټ سره له میاشتو اختلافاتو وروسته استعفا وکړه

    د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا د پوځ وزیر ډانیل ډریسکول، له دفاع وزیر (پېټ هګسیټ) سره له میاشتو اختلافاتو وروسته، د دې هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته خپله استعفا سپارلې او تمه کېږي چې په رتلونکو ورځو کې پنټاګون پرېږدي. وال سټریټ ژورنال د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړی چې د ډریسکول او هګسیټ ترمنځ اختلاف د امریکا د اردو د راتلونکي رول کې او د یو شمېر جګپوړو پوځي قوماندانانو د لېرې کولو پر سر سخت شوی و.

  • افغان کډوال

    پاکستان ۱۶ زره افغانان په لنډمهالي ډول له ایستلو مستثنا کړي، ملګرو ملتونو یې هرکلی کړی

    د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د پاکستان د هغه تایید هرکلی کړی چې له مخې یې ۱۶ زره افغانان د بشري دلایلو له کبله له پاکستانه افغانستان ته له اېستلو په لنډمهالي ډول استثنا شوي دي. د ملګرو ملتونو دا خبرپاڼه، چې بي بي سي ته لېږل شوې، وروسته له هغې خپره شوه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د دغه وروستي تصمیم جزییات وړاندې کړل.

  • د افغانستان د پخواني حکومت لوی درستیز جنرال هبت الله علیزی

    د افغانستان د پخواني حکومت لوی درستیز: "د طالبانو پر وړاندې د هېواد دفاع لپاره لارې وې"

    د افغانستان د پخواني حکومت لوی درستیز جنرال هبت الله علیزي له یوې امریکايي رسنۍ "سي بي اېس" سره په یوه وروستۍ مرکه کې ادعا کړې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره او د پخواني حکومت د پرځېدو په وروستیو اونیوو کې د طالبانو‌ پر وړاندې د هېواد دفاع لپاره د پخواني حکومت له دفاع وزارت سره هېڅ پلان نه و. له افغانستانه د امریکا د وروستي سرتېري د وتلو پنځمه کلیزه ده او ښاغلي علیزي د همدې ورځې په مناسبت دا تازه څرګندونې کړې دي. ښاغلي علیزي ادعا کړې چې نوموړي‌ د طالبانو د چټک پرمختګ د مخنیوي لپاره یوه طرحه جوړه او دفاع وزارت ته استولې وه، خو د حکومت د پرېکړو بهیر ورو او د طالبانو پرمختګ په چټکۍ روان و.

  • نيپال کې سېلابونه

    نیپال او تبت کې سېلابونه؛ د مړو شمېر له ۹۰۰ واوښت او نژدې پنځه زره کسان نادرکه دي

    په نيپال او تبت کې د تېرې چهارشنبې ورځې د سېلابونو او ځمکې ښوېدنې له کبله د مړو او لادرکه شويو کسانو شمېر په داسې حال کې مخ په زياتېدو دی چې د شپږمې ورځې لپاره هم دلته د ژغورنې عمليات روان دي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • برقۍ
  • نیپال سېلابونه
  • پولیس
  • قبرس
  • نیپال
  • ګوریلا
  • کابل هوايي ډګر سره د داعش ځانمرګی برید
  • نیپال کې سېلاب
  • تازه مېوې
  • یو خوارځواکی افغان ماشوم

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۱ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي