BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • په ایران کې له پراخو مظاهرو سره، سره انټرنېټ بند شوی

    د ایران پلازمېنې تهران په ګډون د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې پراخې مظاهرې روانې دي. دا مظاهرې چې د ایران اقتصادي بحران له کبله پیل شوې، په ۱۲ مه ورځ هم د دې هېواد په لارو، کوڅو کې روانې وې. د انټرنېټ څارنې ګروپ نېټ بلاکس وايي، د ټول هېواد په کچه انټرنېټي اړیکي پرې شوې دي. بي بي سي هڅه وکړه، چې یو شمېر ایراني خبري وېبپاڼو ته ورسېږي، خو داسې و نه شول او د یوې ستونزې پیغام ترلاسه کېده.

  • د طالبانو حکومت وايي، سلګونه بې اسناده موټر یې نیولي دي

    د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې یې له ۱۳ زرو ډېر بې اسناده او د تورو ښیښو لرونکي موټر توقیف کړي دي. د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع ملي ټلویزیون ته ویلي، دا وسایط د کابل د ترافيک او د عامه نظم پولیسو په همکارۍ د ښارګوټي پولیسو ته لېږدول شوي دي. هغه زیاته کړې چې پولیسو ته لارښوونه شوې کابل ښار ته هغه ګاډي پرېنږدي چې د ولایتونو سټیکرونه لري.

  • په افغانستان کې د پنبې حاصل ډېر شوی، خو بازار یې څنګه دی؟

    بي بي سي موندلې چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پنبې تولید له هغه د یو کال وړاندې پرتله دېرش سلنه ډېر شوی خو بیه یې څلوېښت سلنه کمه شوې. وړم ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د ۱۶۲ میلیونه ډالرو په ارزښت له ۱۷۰ زره ټنه ډېره پنبه صادره کړې په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې یې له ۱۵۳ زره ټنه پنبې صادرولو ۲۳۳ میلیونه ډالره عاید کړی و.

  • ولې له پاکستانه د واده لپاره د مسلمانې شوې هندۍ ښځې د شړلو بهیر وځنډېد؟

    خپل هېواد ته بېرته د هغې هندۍ ښځې د ستنولو بهیر ځنډېدلی چې له یوه پاکستاني سره د واده لپاره دغه هېواد ته ورغلې او مسلمانه شوې ده. د پاکستان حکومت غواړي چې د سربجیت کور په نوم دا مېرمن چې اوس یې اسلامي نوم (نور فاطمه)‌ دی، بېرته هند ته ولېږي. خو ځايي حکومتي چارواکي‌ وايي چې د سفر په اسنادو کې د "نیمګړتیاو" له کبله یې د لېږلو پروسه ځنډېدلې ده.

  • دوه کاله وروسته،‌ غزه کې یو ځل بیا د ماشومانو د زدکړو غږ اورېدل کېږي

    په غزه ښار کې یو ځل بیا د ماشومانو د زد‌کړو غږ اورېدل کېږي. هغه خېمې چې اوس د ټولګیو په توګه کارول کېږي، لږې ګډوډې او له شور ډکې دي، خو ژوندۍ فضا لري. ځینې ښوونکي هغو تورو تختو ته اشاره کوي چې انګلیسي توري پرې لیکل شوي او نور بیا زد‌کوونکي رابولي چې مخې ته راشي او د عربي ژبې ساده کلمې ولیکي.

ځانګړي مطالب

  • دهورندر؛ هغه فلم چې د عاید له پلوه 'په ریکارډ کچه کامیاب' بلل شوی

    په هند کې یشراج فلم شرکت وايي، هغه فلم چې د "دهورندر" تر سرلیک لاندې په دا وروستیو کې نندارې ته وړاندې شو، د هند فلمي نړۍ په تاریخ کې لومړنی فلم دی، چې په یوه ژبه کې ثبت شوی او تر اوسه یې تر ټولو ډېر عاید ترلاسه کړی دی.

  • امریکا د وېنزویلا د تېلو صادراتو په تړاو دوې بېړۍ ونیولې

    امریکا متحده ایالتونه وايي، ځواکونو یې په دوو پرلپسې عملیاتو کې دوه سمندري ټانکرونه نیولي، چې د وېنزویلا د تېلو صادراتو اړوند وو. دغه ټانکرونه په اتلانټیک او کارابین سمندرونو کې نیول شوي دي. امریکايي ځواکونو 'مارینیرا' نومي ټانکر له دوو اونیو تعاقب وروسته د ایسلنډ او سکاټلنډ تر منځ سمندر کې نیولی، چې د روسیې بیرغ پرې رپیده.

  • د افغانستان زعفران د لسم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو غوره زعفران وپېژندل شول

    د هرات زعفران د لسم ځل لپاره د "خوند نړیوال انستیتیوت" له خوا د نړۍ تر ټولو غوره زعفران وپېژندل شول. هرات د افغانستان د زعفرانو د کرکېلې او کاروبار اصلي ځای دی او د راپورونو له مخې د افغانستان ۹۵ سلنه زعفران په همدې ولایت کې تولیدېږي.

  • ایا ټېکنالوژي دماغ بېرته فعالولی شي؟

    ایا د پېرلو یا سودا کوم اوږد لېست مو په یاد دی؟ یا د یوې مهمې ناستې د مېلمنو نومونه؟ خلک د حافظې د پیاوړتیا لپاره بېلابېل تخنیکونه کاروي چې دماغ ښه وروزي. دا د ذهني وړتیا د لوړولو یو ډول "سافټوېري یا ساوتریزه" تګلاره ده. خو ایا موږ ‍له "هارډوېره یا هاوتري" هم کار اخیستی شو؟

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۹ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۸ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۴
      د نړۍ ګرانبیه کور د محمد که د بل چا دی؟
    2. ۸
      فلسطین فوټبال لوبډله کابل کې