امریکا د وېنزویلا د تېلو صادراتو په تړاو دوې بېړۍ ونیولې

امریکا متحده ایالتونه وايي، ځواکونو یې په دوو پرلپسې عملیاتو کې دوه سمندري ټانکرونه نیولي، چې د وېنزویلا د تېلو صادراتو اړوند وو. دغه ټانکرونه په اتلانټیک او کارابین سمندرونو کې نیول شوي دي.

امریکايي ځواکونو 'مارینیرا' نومي ټانکر له دوو اونیو تعاقب وروسته د ایسلنډ او سکاټلنډ تر منځ سمندر کې نیولی، چې د روسیې بیرغ پرې رپیده.

په دې عملیاتو کې له امریکايي پوځ سره د هوايي او سمندري معلوماتو برخه کې د برېتانیا شاهي سمندري پوځ هم مرسته کړې. یو بل ټانکر چې 'ایم/ټي صوفیه' نومېږي، او امریکا په ''غیر قانوني فعالیتونو'' کې ښکېل بللی، په کارابین کې نیول شوی او ضبط شوی دی.

دا ټانکرونه داسې مهال نیول کېږي، چې امریکا متحده ایالات د وېنزویلا ډېری خامو تېلو د صادراتو مخه نیولو هڅه کوي.

امریکايي ځواکونو د جنورۍ پر درېیمه د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلوریس پلازمېنه کاراکاس کې ونیول او امریکا ته یې ولېږدول.

د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسټ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: ''د وېنزویلا پر تېلو لګېدلی بندیز او د غیرقانوني صادراتو محاصره د نړۍ په هره برخه کې په بشپړه توګه عملي ده.''

مسکو بیا د امریکا له لوري د هغه ټانکر نیول سخت غندلي، چې د روسیې بیرغ پرې لګېدلی دی. روسي چارواکو غوښتنه کړې، چې امریکايي چارواکي باید په بېړۍ کې له شته روسي کارکوونکو سره مناسب چلن وکړي او ژر تر ژره روسیې ته د ستنېدو اجازه ورکړي.

بل لور د روسیې ټرانسپورټ وزارت وايي، یادې ټانکر بېړۍ ته په موقت ډول د روسیې بیرغ لګولو اجازه ورکړل شوې وه. دغه وزارت زیاتوي: ''هېڅ یو هېواد حق نه لري، چې په بل هېواد کې د ثبت او راجستر بېړیو پر ضد له زور او ځواکه کار واخلي.''

د یادونې ده، چې د چهارشنبې پر ورځ راپور ورکړل شو چې روسیې د تېلو ټانکر د ساتنې لپاره یو اوبتل استولی دی، خو له هغه مخکې امریکایي ځواکونو وکولای شول چې له کوم مقاومت پرته ټانکر ته ننوځي.

په دې اړه د سپینې ماڼۍ لخوا خپره شوې اعلامیه کې بېړۍ د "وېنزویلا پټې بېړۍ" په توګه یاده شوې چې هڅه یې کوله د جعلي بیرغ په کارولو سره له خپل اوسني حیثیته وتښتي او د هغې پر ضد د محکمې حکم موجود و.