په ایران
کې د اعتراضونو له دوام سره، د ایران مذهبي مشر علي خامنهای خبرداری ورکړی چې اسلامي جمهوریت به "د ورانوونکو پر وړاندې شاته نه شي".
هغه د هغو
زیانونو په یادولو سره چې معترضان یې عامه شتمنیو ته اړولي دي، وویل: "یوه ګډوډوونکې ډله د خپل هېواد ودانول ورانوي چې د امریکا ولسمشر خوشاله شي."
خامنهای
د ډونلډ ټرمپ د ګواښونو او د معترضانو
د ملاتړ په غبرګون کې وویل: "امریکا
وایي که ستاسو حکومت داسې وکړي، زه به ستاسو ملاتړ وکړم؛ یعنې د زیان رسوونکو
کسانو ملاتړ. که توان لري، خپل هېواد دې سم اداره کړي. په خپل هېواد کې یې مهمې
ستونزې شته. د هغه لاس د زرګونو ایرانیانو په وینو ککړ دی. په دوولس ورځنۍ جګړه کې، د قومندانانو،
ساینسپوهانو او مخورو ترڅنګ، ولسي خلک هم وژل شوي دي. خپله یې اعلان وکړ چې ما امر
ورکړی."
هغه زیاته
کړه: "کثافات دانۍ سوځوي چې هغه خوشاله شي. ټول دې پوه شي چې اسلامي
جمهوریت د څو سوه زره شریفو انسانانو په وینو واک ته رسېدلی دی. د ورانوونکو پر
وړاندې، اسلامي جمهوریت به شاته نه شي."
د ایران
رهبر همدارنګه ډونلډ ټرمپ د "نړۍ
له مستکبرانو" وباله او ویې ویل چې هغه به د "فرعون، نمرود، رضاشاه او محمدرضاشاه" په څېر، د غرور په اوج کې نسکور شي.
دا د
اعتراضونو د نوې څپې له پیل وروسته د علي خامنهای دویم غبرګون دی.
هغه تېره اونۍ په خپل لومړي غبرګون کې پر دې ټینګار
کړی و چې باید د "معترض" او "بلواګر" ترمنځ توپیر وشي: "اعتراض پر ځای دی، خو اعتراض له بلواګرۍ سره توپیر لري. موږ له معترض سره خبرې کوو، مسوولین باید له معترض
سره خبرې وکړي؛ له بلواګرو سره خبرې ګټه نه
لري. بلواګر باید پر خپل ځای کېنول شي.
تر دې وړاندې، ډونلډ ټرمپ د ایران د
اعتراضونو په دوولسمه ورځ یو ځل بیا
ګواښ کړی و چې که معترضان د حکومتي ځواکونو له خوا ووژل شي، امریکا به هغوی ته "ډېر سخت ګوزار" ورکړي.
هغه له
خبریال "هیو هیویت" سره په مرکه کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې
اوس "لسګونه کسان په دغو اعتراضونو کې وژل شوي" او امریکا به کله اقدام وکړي، وویل: "ځینې کسان وژل شوي دي، د مظاهره کوونکو د ګڼېګوڼې د کنټرول د ستونزو او نورو لاملونو له
امله. موږ وضعیت په ډېر دقت څارو."
ټرمپ زیاته کړه: "د معترضانو شمېر ډېر زیات و؛ په څو مواردو کې خلک تر پښو
لاندې شوي دي؛ درې ځله سخت ازدحام رامنځته شوی او په پایله کې ځینې کسان تر پښو
لاندې شوي او وژل شوي دي. زه ډاډه نه یم چې لازماً څوک د دغو پېښو مستقیم مسوول
وبولم او حساب ترې وغواړم. خو هغوی پوهېږي او ورته په ټینګه ژبه ویل شوي دي."