ژوندۍ پاڼه, ‌‌د نړۍ بېلابېلو ښارونو کې د ایراني احتجاج کوونکو په ملاتړ د ایرانیانو غونډې او لاریونونه

په ایران کې نن د پراخو احتجاجونو څوارلسمه ورځ ده. له دې سره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې مېشتو ایرانیانو هم په ایران کې د روانو احتجاجونو د ګډونوالو په ملاتړ غونډې او لاریونونه پیل کړي. په ایران کې د انټرنېټ پرې کېدو او د اړیکو محدودیت هلته د روان وضعیت او پېښو انعکاس ستونزمن کړی، خو رپوټونه وايي تېره شپه هم د تهران، کرج، قم، مشهد، اصفهان، تبریز او یزد په ګډون بېلابېلو ښارونو کې ګڼ شمېر خلک لارو کوڅو ته راوتلي وو او احتجاجونو ته یې دوام ورکړی.

لنډیز

  • په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو په داسې حال کې زور اخیستی، چې د بشري حقونو فعالانو دوې ډلې وايي، د دسمبر پر ۲۸مه د دې مظاهرو له پیل راهیسې ۴۸ احتجاجیان وژل شوي دي.
  • له دې مخکې د ایران مذهبي مشر پر احتجاجیانو نیوکه وکړه او دا یې ''یو شمېر ورانکاري'' وبلل، چې د ده په وینا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ''خوشحال'' کولو هڅه کوي.
  • ټرمپ مخکې ویلي و، که حکومت ځواکونه احتجاجیان ووژني، ایران ته به ''سخت ګوزار'' ورکړي.
  • د ایران پخوانی ولیهد شهزاده رضا پهلوي چې په تبعید کې ژوند کوي، له ولسمشر ټرمپ غوښتي چې د ایران د خلکو ملاتړ لپاره باید ''مداخلې ته چمتو'' واوسي.
  • دغه احتجاجونه چې پلازمېنه تهران کې د ایران پولي واحد ارزښت له کمېدو وروسته پیل شوي وو، په چټکۍ سره د هېواد نورو برخو ته خپاره او په حکومت ضد مظاهرو بدل شول.
  • علي خامنه‌ای وایي، ټرمپ د "نمرود او فرعون" په څېر تلونکی دی.

ژوندی پوښښ

  1. د رشت او تهران په دوو روغتونونو کې د "۱۱۰" لاریون کوونکو د جسدونو دوه راپورونه ورکړل شوي

    په رشت کې د یوې باوري سرچینې په وینا، په لاریونونو کې د وژل شویو کسانو "۷۰ جسدونه" د جمعې په ورځ، د جنوري په ۹مه، د هغه ښار د پورسینای روغتون ته لېږدول شوي وو.

    د سرچینې په وینا، د پورسینای روغتون د مړو خونې کې په دې اندازه د مړو جسدونو ځای نه و او جسدونه له روغتون څخه وایستل شول. دی وايي، "امنیتي افسرانو د جسدونو کورنیو ته د سپارلو په بدل کې د۷۰۰ میلیونه تومانو (۷۰۰۰ امریکایي ډالرو) غوښتنه کوله."

    په همدې مهال، د تهران په یوه روغتون کې يوه روغتيايي کارکووونکي، بي بي سي ته ويلي چې "شاوخوا ۴۰ مړي" د پنجشنبې په ورځ، د جنوري اتمه، دې روغتون ته لېږدول شوي وو. د سرچینې د امنیت لپاره، د روغتون نوم نه دی یاد شوی.

    د ایران په بېلابېلو روغتونونو کې د خلکو او روغتيايي کارکوونکود راپورونو له مخې، د مړو شمېره ډېره لوړه ده.

    د انټرنېټ بندېدو اوټلیفوني اړيکو بندیدو سره، د وژل شویو کسانو کره شمېر معلومول او د هغوی پېژندل خورا ګران دي.

    بي بي سي فارسي توانېدلې چې د شنبې، جنوري ۱۰مې نېټې پورې د۲۸ وژل شويو کسانو پېژندګلوي وکړي، له دغوډېری د جنوري له ۸مې نېټې مخکې د لاریونونو په لومړیو ورځو کې وژل شوي وو.

  2. ټرمپ: ایران د ازادۍ په لټه کې دی، امریکا چمتو ده چې مرسته وکړي

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د شنبې په ورځ، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ سوشل ټروټ يوه پیغام کې ويلي، "ایران د ازادۍ په لټه کې دی، ښايي تر بل هر وخت ډېر. امریکا چمتو ده چې مرسته وکړي."

    ښاغلي ټرمپ په تېرو اتو ورځو کې په وار وار ویلي چې که چېرې د ایران حکومت د لاریون کونکو وژل پیل کړي، امریکا به یې مرستې ته را ودانګي.

    د ښاغلي ټرمپ پیغام څو ساعته وروسته له هغه خپور شو چې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بوسیدي په تهران کې د خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ولیدل.

    ښاغلي عراقچي د عمان د بهرنیو چارو وزیر سره په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي وو چې "د هر هېواد داخلي چارې په هغه هېواد پورې اړه لري او هېڅ اړخ حق نلري چې د هېوادونو داخلي چارو کې مداخله وکړي او هغه وټاکي."

    عمان له لسیزو راهیسې د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب کوي او د دوی د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ پیغامونه تبادله کوي.

  3. د ایټالیا پخوانی لومړی وزیر: ایراني ځوانان تاریخ جوړوي

    ایران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ماتیو رېنځي د ایټالیا پخوانی لومړی وزیر

    د ایټالیا پخواني لومړي وزیر ماتیو رېنځي د ایکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې د ایراني احتجاج‌کوونکو ملاتړ کړی او هغوی یې "تاریخ جوړوونکي" بللي دي.

    نوموړي لیکلي په خواشینۍ سره ایران د غزې یا وېنزویلا په څېر د رسنیو په پام وړ مرکز نه دی اوښتی، خو همدا ګړۍ په تهران او نورو ښارونو کې داسې زړور او خارق‌العاده ځوانان شته چې لګیا دي تاریخ جوړوي.

    هغه زیاته کړې، هغو ټولو کسانو ته سلام چې خپل ژوند یې په ایران کې د واکمن رژیم خلاف جګړه کې خطر ته ورکړی دی.

  4. وروستی, لندن کې ایراني لاریونوالو د ایران له سفارته د اسلامي جمهوریت بیرغ راکښته کړ

    Iran

    د عکس سرچینه، SM

    په داسې حال کې چې نن په ایران کې د پراخو احتجاجونو څوارلسمه ورځ ده، دلته د بریتانیا پلازمېنه لندن کې هم له تېرو څو ورځو راهیسې ایرانیان نږدې هره ورځ د دغه هېواد د سفارت مخې ته لاریونونه او اعتراضي غونډې کوي.

    دغو اعتراض کوونکو نن د ایران د سفارت له برنډې د اسلامي جمهوریت بیرغ راکښته او د هغه پر ځای د زمري او لمر نښان لرونکی بیرغ راوځړاوه.

    ډېرو راټولو شویو کسانو د "کېنګ رضا پهلوي" شعارونه ورکول.

    د یادونې ده چې له تېرو څو راهیسې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې مېشت ایرانیان هم په دغه هېواد کې د روانو لاریونونو د کډونوالو په ملاتړ غونډې او لاریونونه کوي.

  5. د اتریش پلازمېنه ویانا کې د ایراني احتجاج کوونکو ملاتړ

    د اتریش پلازمېنه ویانا کې هم نن شنبه د ایراني احتجاج کوونکو په ملاتړ غونډه شوې.

    دغلته راټولو شویو کسانو چې اکثریت یې په خټه ایران وو، د زمري او لمر نښان لرونکي بیرغونه او د شهزاده رضا پهلوي عکسونه پورته کړي وو.

    دوی ایران کې د روانو احتجاجونو له ګډونوالو سره ملاتړ اعلاناوه.

    د یادونې ده چې په ایران کې د انټرنېټ پرې کېدو او د تلیفوني اړیکو جدي محدودیت هلته د روان وضعیت انځورول او د پېښو انعکاس ستونزمن کړی دی.

    خو پر خواله رسنیو ځینو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې تېره شپه هم د تهران، کرج، قم، مشهد، اصفهان، تبریز او یزد په ګډون بېلابېلو ښارونو کې ګڼ شمېر خلک لارو کوڅو ته راوتلي وو او احتجاجونو ته یې دوام ورکړی دی.

    هممهاله د دولتي ځواکونو په اقداماتو کې د مرګژوبلې کچې د لوړېدو خبرونه هم ترلاسه شوي دي.

  6. وروستی, هاګ کې د ایراني احتجاج کوونکو په ملاتړ راټولېدنه

    د هالنډ په اداري پلازمېنه هاګ کې نن سلګونه کسان په ایران کې له احتجاج کوونکو سره د ملاتړ ښودلو په موخه راټول شوي وو.

    دا غونډه د 'ازاد ایران' کمېټې لخوا جوړه شوې وه او د هالنډ د پارلمان ځینو استازو هم پکې ویناوې او د ایراني احتجاج کوونکو ملاتړ وکړ.

    ځینو ایراني ویناوالو له کوربه هېواد وغوښتل چې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر له خپلې خاورې وباسي.

    دوی همدا راز غوښتنه کوله چې د هالنډ حکومت دې د ترهګرو سازمانونو نوملړ ته د سپاه‌پاسدارن ځواکونو د اچولو لپاره جدي ګامونه واخلي.

  7. وروستی, ایراني ډاکټران وایي له اعتراضونو سره هممهاله پر روغتونونو سخت فشار راغلی

    iran

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په ایران کې سراسري اعتراضونه خپلې څوارلسمې ورځې ته ننوځي. د تېرې شپې په غونډو کې هم معترضانو د حکومت پر ضد شعارونه ورکړل او هم یې د پاچاهي نظام په ملاتړ نارې ووهلې.

    له ایرانه راپورونه ښيي چې تېره شپه بیا هم د معترضانو ستره ډله، سره له دې چې انټرنېټ په پراخه کچه پرې شوی و او د سخت ځپلو اندېښنه موجوده وه، کوڅو او سړکونو ته راووتله.

    د ایران حکومت تایید کړې چې د انټرنېټ د پرې کېدو مسؤول دی، چې نژدې ۴۸ ساعته پرې تېر شوي دي.

    په داسې حال کې چې په ایران کې اعتراضونه دوام لري او ایراني چارواکو معترضانو ته خبرداری ورکړی، یو ډاکټر او یو نرس په دوو روغتونونو کې بي‌بي‌سي ته ویلي چې د دوی درملیز امکانات تر سخت فشار لاندې دي او له ډېرو ټپیانو سره مخامخ دي.

    یو له دغو ډاکټرانو ویلي چې په تهران کې د سترګو یو روغتون له بحراني وضعیت سره مخامخ دی. همدارنګه بي‌بي‌سي د بل روغتون د یوې نرسې پیغام ترلاسه کړی، چې پکې ویل شوي په دې شفاخانه کې د ناروغانو د ډېر شمېر د درملنې لپاره کافي جراحان نشته.

    په همدې وخت کې د بشري حقونو بنسټونو د معترضانو د احتمالي عام وژنې په اړه خبرداری ورکړی دی. د دوو بشري حقونو ډلو په وینا، تر اوسه د تېرو دوو اوونیو د حکومت ضد مظاهرو پر مهال ۴۸ معترضان وژل شوي دي.

  8. شاهزاده رضا پهلوي: هېواد ته ستنېدو ته چمتو یم، چې د انقلاب د بریا پرمهال د ملت ترڅنګ واوسم

    رضا پهلوي

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د ایران پخواني ولیعهد په دې ویډیويي پیغام کې د اقتصاد د مهمو سکتورونو له کارګرانو او کارکوونکو هم غوښتي چې سراسري اعتصاب پیل کړي.

    شاهزاده رضا پهلوي په یوه تازه پیغام کې د جمعې په ماښام د ایران په ګوټ ګوټ کې سړکونو ته د خلکو د بېرته راوتلو هرکلی کړی او د اعتراضونو د دوام غوښتنه یې کړې ده.

    د ایران پخواني ولیعهد په دې ویډیويي پیغام کې د اقتصاد د مهمو سکتورونو له کارګرانو او کارکوونکو هم غوښتي چې سراسري اعتصاب پیل کړي.

    هغه د خپل پیغام په پای کې ویلي چې ایران ته د بېرته ستنېدو لپاره "چمتووالی" نیسي، چې په وینا یې"زموږ د ملي انقلاب د بریا" پر مهال د ایران د ستر ملت ترڅنګ واوسي. هغه زیاته کړې: "باور لرم چې هغه ورځ ډېره نژدې ده."

    په تېرو دوو شپو کې، د شاهزاده رضا پهلوي د غوښتنې په تعقیب، په زرګونو کسان د ایران په بېلابېلو ښارونو کې سړکونو ته راوتلي او په بې‌ سارې اعتراضونو کې یې د حکومت پر ضد شعارونه ورکړي دي.

    دې اعتراضونو پراخ نړیوال غبرګون هم راپارولی دی.

  9. وروستی, ایا ایران کې نارامي جنوبي اسیا لړزولی شي؟

    د ویډیو تشریح، ایران کې اعتراضونه پر جنوبي اسیا څه اغېز کولی شي؟

    ایران د تېرو کلونو له تر ټولو سختو نارامیو سره مخامخ دی، خو دا کیسه یوازې د ایران تر پولو پورې محدوده نه ده. د دې وضعیت اغېزې ښايي زرګونه ميله لېرې، د خلکو کورونو او سوداګریزو فعالیتونو ته هم ورسېږي.

  10. علي خامنه‌ای: ټرمپ د "نمرود او فرعون" په څېر تلونکی دی

    خامنه ای

    د عکس سرچینه، khamenei.ir

    په ایران کې د اعتراضونو له دوام سره، د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ای خبرداری ورکړی چې اسلامي جمهوریت به "د ورانوونکو پر وړاندې شاته نه شي".

    هغه د هغو زیانونو په یادولو سره چې معترضان یې عامه شتمنیو ته اړولي دي، وویل: "یوه ګډوډوونکې ډله د خپل هېواد ودانول ورانوي چې د امریکا ولسمشر خوشاله شي."

    خامنه‌ای د ډونلډ ټرمپ د ګواښونو او د معترضانو د ملاتړ په غبرګون کې وویل: "امریکا وایي که ستاسو حکومت داسې وکړي، زه به ستاسو ملاتړ وکړم؛ یعنې د زیان رسوونکو کسانو ملاتړ. که توان لري، خپل هېواد دې سم اداره کړي. په خپل هېواد کې یې مهمې ستونزې شته. د هغه لاس د زرګونو ایرانیانو په وینو ککړ دی. په دوولس ورځنۍ جګړه کې، د قومندانانو، ساینسپوهانو او مخورو ترڅنګ، ولسي خلک هم وژل شوي دي. خپله یې اعلان وکړ چې ما امر ورکړی."

    هغه زیاته کړه: "کثافات دانۍ سوځوي چې هغه خوشاله شي. ټول دې پوه شي چې اسلامي جمهوریت د څو سوه زره شریفو انسانانو په وینو واک ته رسېدلی دی. د ورانوونکو پر وړاندې، اسلامي جمهوریت به شاته نه شي."

    د ایران رهبر همدارنګه ډونلډ ټرمپ د "نړۍ له مستکبرانو" وباله او ویې ویل چې هغه به د "فرعون، نمرود، رضاشاه او محمدرضاشاه" په څېر، د غرور په اوج کې نسکور شي.

    دا د اعتراضونو د نوې څپې له پیل وروسته د علي خامنه‌ای دویم غبرګون دی.

    هغه تېره اونۍ په خپل لومړي غبرګون کې پر دې ټینګار کړی و چې باید د "معترض" او "بلواګر" ترمنځ توپیر وشي: "اعتراض پر ځای دی، خو اعتراض له بلواګرۍ سره توپیر لري. موږ له معترض سره خبرې کوو، مسوولین باید له معترض سره خبرې وکړي؛ له بلواګرو سره خبرې ګټه نه لري. بلواګر باید پر خپل ځای کېنول شي.

    تر دې وړاندې، ډونلډ ټرمپ د ایران د اعتراضونو په دوولسمه ورځ یو ځل بیا ګواښ کړی و چې که معترضان د حکومتي ځواکونو له خوا ووژل شي، امریکا به هغوی ته "ډېر سخت ګوزار" ورکړي.

    هغه له خبریال "هیو هیویت" سره په مرکه کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې اوس "لسګونه کسان په دغو اعتراضونو کې وژل شوي" او امریکا به کله اقدام وکړي، وویل: "ځینې کسان وژل شوي دي، د مظاهره کوونکو د ګڼې‌ګوڼې د کنټرول د ستونزو او نورو لاملونو له امله. موږ وضعیت په ډېر دقت څارو."

    ټرمپ زیاته کړه: "د معترضانو شمېر ډېر زیات و؛ په څو مواردو کې خلک تر پښو لاندې شوي دي؛ درې ځله سخت ازدحام رامنځته شوی او په پایله کې ځینې کسان تر پښو لاندې شوي او وژل شوي دي. زه ډاډه نه یم چې لازماً څوک د دغو پېښو مستقیم مسوول وبولم او حساب ترې وغواړم. خو هغوی پوهېږي او ورته په ټینګه ژبه ویل شوي دي."

  11. د استانبول او دوبۍ هوايي ډګرونو تهران ته د یو شمېر الوتنو د لغوه کېدو خبر ورکړی

    الوتکه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د استانبول د هوايي ډګر د اپلېکېشن له مخې، د ترکیش ایرلاینز هوايي شرکت د جمعې په ورځ تهران ته خپلې پنځه الوتنې لغوه کړې دي.

    د همدې اپلېکېشن د معلوماتو پر بنسټ، پنځه نورې الوتنې چې د ایراني هوايي شرکتونو له‌خوا ترسره کېدې، هغه هم لغوه شوې دي.

    د ترکیې چارواکو تر اوسه په ایران کې د حکومت ضد سراسري اعتراضونو په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.

    د پنجشنبې په شپه، هم‌مهاله له هغو سراسري اعتراضونو سره چې د ایران په بېلابېلو سیمو کې روان وو، راپورونه خپاره شول چې له استانبوله تهران ته روانه یوه الوتنه لغوه شوې ده.

    د دې الوتنې مسافر وایي، داسې ښکاري چې د دوی الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې او تهران ته د تبریز او اصفهان پر لور تلونکې الوتنې هم د ورته لاملونو له کبله بېرته ستنې شوې دي.

    د دوبۍ د هوايي ډګر د اعلان له مخې هم، تر اوسه د جمعې په ورځ له دوبۍ تهران ته پنځه الوتنې لغوه شوې دي.

  12. د کاناډا لومړی وزیر: د ایران د خلکو غږ باید واورېدل شي

    مارک کارني

    د عکس سرچینه، Reuters

    د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې ''د ایران رژیم له لوري د خپلو خلکو مقابل کې د احتجاجیانو وژنې، له زور او ځواکه کار اخیستل، خپلسرې نیونې'' په کلکه غندلې دي.

    ښاغلي کارني لیکلي: ''د ایران له خلکو سره پیوستون کې یو، چې غږ یې باید واورېدل شي، ځکه هغوی د ازادۍ او کرامت غوښتنه کوي.''

    له دې مخکې برېتانیا، فرانسې او جرمني په یوه ګډه اعلامیه کې د احتجاجیانو پر وړاندې د ایران امنیتي ځواکونو د ځواک کارونې په تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

  13. اېکس د ایران بیرغ کې د اسلامي جمهوریت نښان زمري او لمر ته بدل کړ

    ایران

    د عکس سرچینه، UGC

    ټولنیزه شبکه 'اېکس' په وېب په بڼه کې د ایران بیرغ ایموجي کې د اسلامي جمهوریت نښان پر ځای د 'زمري او لمر' نښان کاروي.

    روزبه پورنادر، چې د ازادو سافټویرونو له فعالانو څخه یو دی، پر اېکس د دې اقدام په اړه لیکي چې دا بدلون به د اندروېډ او ایفون په اپلېکېشنونو کې و نه ښودل شي، ځکه هلته د ګوګل او اېپل ایموجيانې کارول کېږي.

    ښاغلی پورنادر وايي: ''که چا مخکې په یوه پیغام کې د زمري او لمر ایموجي کارولې وي، چې اصلا به د اسلامي جمهوریت له نښان سره و، نو په راتلونکي کې به د وېب په نسخه کې د زمري او لمر بیرغ ښکاره شي. او که څوک په راتلونکو ورځو کې د وېب په بڼه کې د زمري او لمر بیرغ وکاروي، نو په اندروېډ او ایفون کې به د اسلامي جمهوریت له نښان سره بیرغ ښکاره شي.''

    دا موضوع له هغه وروسته رابرسېره شوه، چې د ایران اسلامي جمهوریت ځینو چارواکو چې پر اېکس یې له خپل تصویر سره د اسلامي جمهوریت نښان کاراوه، د هغوی نښان د زمري او لمر هغه ته واوښت.

    د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي له اېکس پاڼې د هغه د تصویر له څنګه دا بیرغ سملاسي لېرل کړل شوی، خو د تسنیم په نامه خبري اژانس پر اېکس پاڼه اوس هم د لمر او زمري د نښان بیرغ ښکاري. د تسنیم خبري اژانس پاڼې په وروستۍ برخه کې د نوم تر څنګ د زمري او لمر بیرغ لیدل کېږي.

    ایران

    د عکس سرچینه، UGC

  14. وروستی, اروپايي ټولنې د ایران حکومت له لوري د تاوتریخوالي کارول، خپلسري نیونې او د احتجاجیانو وېرول غندلي

    د اروپايي ټولنې عالي استازي د دې ټولنې په استازیتوب د ایران د خلکو له احتجاجونو سره خپل پیوستون اعلان کړی. په دې هکله یوه بیان کې راغلي: ''اروپايي ټولنه له هغو خلکو سره خپل پیوستون څرګندوي چې په ایران کې د ښه ژوند، ازادۍ او انساني کرامت لپاره خپل مشروع ارمانونه څرګندوي.''

    اروپايي ټولنې ویلي: ''موږ د وژل کېدو په اړه راپورونه له نږدې او په ژورې اندېښنې سره څارو او د امنیتي ځواکونو له لوري د مظاهره‌ کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي کارول، خپلسري نیونې او د وېرولو تاکتیکونه غندو.''

    دې اروپايي بنسټ دغه راز د هغو ''ټولو کسانو'' د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې ''په ناحقه'' نیول شوي دي.

    اروپايي ټولنې د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو غوښتي چې «د ایران نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي او د بیان ازادي، د ټولنې جوړولو او د سوله‌ییزو غونډو حقونه په بشپړه توګه رعایت کړي.»

    اروپايي ټولنې په ایران کې ''معلوماتو ته د لاسرسي د حق تضمین غوښتنه کړې، چې پکې د ټولو لپاره د انټرنېټ لاسرسي بېرته فعالول هم شامل دي.''

  15. ټرمپ: ایران له سترې ستونزې سره مخامخ دی

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته لږ مخکې په سپینه ماڼۍ کې وویل، که ایران د خلکو وژنه پیل کړي، امریکا به مداخله وکړي. نوموړي وخبرداری ورکړ: ''موږ به پر دوی په داسې ځای کې سخت ګوزار وکړو، چې درد به ورکړي.''

    نوموړي زیاته کړه، حکومت یې په ایران کې وضعیت په دقت سره څاري او په خبره یې د امریکا مداخلې معنی به ''پر ځمکه د پوځونو شتون'' نه وي.

    ټرمپ وايي: ''ایران په لویه ستونزه کې دی. ما ته داسې ښکاري خلکو ځینې ښارونه ترلاسه کړي، چې څو اونۍ مخکې هېچا فکر نه کاوه، امکان لري.''

    ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: ''که هغوی د پخوا په څېر د خپلو خلکو وژل پیل کړي، موږ به اقدام وکړو. موږ به پر هغوی داسې ګوزار وکړو، چې ډېر درد به احساس کړي. دا د پوځي شتون معنا نه لري، معنا یې دا ده، چې موږ به پر هغوی په بشپړ شدت سره ګوزار وکړو. له همدې امله موږ نه غواړو چې داسې څه وشي.''

    د ولسمشر ټرمپ تازه څرګندونې د نوموړي پنجشنې ورځې ګواښ تکرار ښکاري، چې ویلي یې و، که دوی ''د خلکو وژل پیل کړل پر دوی (ایران) به سخت ګوزار'' وکړي.

  16. رضا پهلوي د نړۍ په لراوبر کې پر ایرانیانو غږ کړی، چې د احتجاجونو نړیوال پوښښ لپاره مرسته وکړي

    رضا پهلوي

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایران د پخواني پاچا زوی رضا پهلوي، چې اوسمهال په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، له بهر مېشتو ایرانیانو غوښتي چې د نړۍ له بېلابېلو حکومتونو، سیاسي بنسټونو او رسنیو سره اړیکي ونیسي او یو ''مهم رول'' ولوبوي، چې د ده په خبره ډاډ ترلاسه شي په هېواد کې دننه احتجاجیان هېر نه شي.

    پر ایکس یوه ویډیویي پیغام کې رضا پهلوي چې د امریکا په واشنګټن ډي‌سي ښار کې اوسي، له هغو ایرانیانو غواړي چې په نورو هېوادونو کې ژوند کوي، معلومات شریک کړي چې د ایران د احتجاجونو په تړاو د رسنیو پوښښ دوام ومومي.

    هغه وایي:

    "موږ باید اجازه ورنه کړو چې دا غږ په نړیواله کچه غلی کړل شي."

    نوموړی زیاتوي:

    "هغوی باید پوه شي چې د ایران خلک، سره له ټولو محدودیتونو چې پرې لګول شوي، په بې‌ساري زړورتیا سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، او دا چې دننه ایرانیان به وویني چې تاسو ورسره اوږه په اوږه کار کوئ، او دا به هغوی ته نوی توان ورکړي."

    په ایران کې ډېرو احتجاجیانو د رضا پهلوي د بېرته راتګ غوښتنه هم کړې ده.

  17. برېتانیا، فرانسه او جرمني 'د احتجاجیانو وژنه په کلکه غندي'

    د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون، د برېتانیا لومړي وزیر کیئر سټارمر او جرمن صدراعظم فریدریچ میرز

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د برېتانیا، جرمني او فرانسې مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دوی، د ایراني امنیتي ځواکونو لخوا د زورزیاتي رپوټونو سخت اندېښمن کړي او ''د احتجاجیانو وژل کېدل په کلکه غندي.''

    د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون، د برېتانیا لومړي وزیر کیئر سټارمر او جرمن صدراعظم فریدریچ میرز وايي: ''ایراني چارواکي مسوولیت لري چې خپل خلک وساتي او باید د غچ له ډاره پرته د بیان ازادۍ او سوله ییزو غونډو اجازه ورکړي. موږ د ایران له چارواکو غوښتنه کوو چې زغم وښيي، له تاوتریخوالي ډډه وکړي، او د ایران د وګړو بنسټیز حقونه خوندي او رعایت کړي."

  18. عیني شاهدان وایي په مظاهرو کې له ګډون څخه د ډډې کولو پیغامونه ترلاسه کوي

    سارا نامجو

    بي‌بي‌سي فارسي

    موږ نن شپه له تهرانه څو لومړنۍ ویډیويي صحنې ترلاسه کړې دي. ویډیوګانې ښيي چې د پلازمېنې په لارو-کوڅو کې خلک حکومت ضد شعارونه ورکوي.

    د انټرنېټ بندېدو له امله تر اوسه د ویډیوګانو خپرېدل د تېرو شپو پرتله لږ دي.

    موږ په ایران کې دننه له خلکو اورېدلي چې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي او پولیسو لخوا په موبایلونو کې ګواښونکي پیغامونه استول کېږي، چې پکې دوی ته خبرداری ورکړل شوی چې په مظاهرو کې ګډون ونه کړي.

    د سویلي ایران په یوه روغتون کې یو عیني شاهد وایي چې پر ځینو کسانو په سر ډزې شوې دي، او دا چې ډېر ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

  19. ایران حکومت تائید کړه، چې انټرنېټ یې بند کړی

    د ایران حکومت تائید کړه چې په دې هېواد کې د حکومت ضد مظاهرو له پراخېدو وروسته یې انټرنېټ بند کړی دی. د ایران مخابراتو وزارت په دې هکله ویلي، ''د هېواد عمومي وضعیت ته په پام سره'' د ''امنیتي چارواکو په لارښوونه'' انټرنېټ بند کړل شوی دی.

  20. وروستی, د بشري حقونو فعالان وايي، لږ تر لږه ۴۸ مظاهره کوونکي وژل شوي دي

    د بشري حقونو فعالانو خبري اژانس (ایچ ار اې این اې) چې مرکز یې امریکا کې دی وايي، د دسمبر له ۲۸مې راهیسې چې په ایران کې مظاهرې پیل شوې، لږ تر لږه ۴۸ مظاهره کوونکي او د امنیتي ځواکونو ۱۴ کسان وژل شوي دي.

    بل لور په ناروې کې د ایران بشري حقونو خیریه بنسټ وايي، د نهو ماشومانو په ګډون ۵۱ احتجاجیان وژل شوي دي.

    په داسې حال کې چې د بي بي سي په ګډون ډېرو نړیوالو خبري ادارو ته په ایران کې دننه د پېښو خبري پوښښ اجازه نه ورکول کېږي، د خبرونو تائید لپاره پر خواله رسنیو تکیې ته اړتیا لیدله کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې له شپې راهیسې انټرنېټي اړیکي په بشپړ ډول بند شوي دي.

    د بي بي سي فارسي څانګې بیا تر اوسه پورې د ۲۲ کسانو مړینې تائید ترلاسه کړی دی او ایراني چارواکو د امنیتي ځواکونو د شپږ کسانو مړینه تائید کړې ده.