سپينه ماڼۍ وايي، ایران د ۸۰۰ کسانو اعدام سزا درولې

د سپینې ماڼۍ رسنیزې څانګې سکرتره وايي، ولسمشر ټرمپ وضعیت له نژدې څاري

د عکس سرچینه، Graeme Sloan/Bloomberg via Getty

د عکس تشریح، د سپینې ماڼۍ رسنیزې څانګې سکرتره وايي، ولسمشر ټرمپ وضعیت له نژدې څاري

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشرۍ دفتر ادعا کوي، چې ایران د نژدې ۸۰۰ کسانو اعدام سزا درولې ده. دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ رسنیزې څانګې سکرترې کارولین لیوېت کړې دي.

نوموړې وايي: ''ولسمشر (ټرمپ) او ټیم یې ایراني رژیم ته یو پیغام ورکړی، چې که وژنې دوام وکړي، جدي پایلې به ولري.''

هغې زیاته کړه، ''ولسمشر پر پنجشنبه معلومات ترلاسه کړل، چې د اعدام داسې ۸۰۰ سزاګانې ځنډول شوې، چې د جمعې ورځې لپاره په پام کې نیول شوې وې. ولسمشر او ټیم یې وضعیت له نژدې څاري او ټول اختیارات د ولسمشر پر وړاندې دي.''

په ایران کې له تېرو څو ورځو راهیسې احتجاجونه شوي او داسې رپوټونه هم شته، چې ایراني چارواکو یو شمېر احتجاجیان اعدام کړي دي.

مخکې ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې که ایران حکومت احتجاجیان اعدام کړي، امریکا به یې پر ضد ''سخت اقدام'' وکړي.

د رپوټونو له مخې عرفان صدیقي په تهران کې نیول شوی و.

د عکس سرچینه، Hengaw Organization for Human Rights

د عکس تشریح، د رپوټونو له مخې عرفان صدیقي په تهران کې نیول شوی و.

عرفان سلطاني هم له احتجاجیانو یو و، چې په دا وروستیو کې په تهران کې نیول شوی و.

د ده یوه خپلوان بي بي سي فارسي څانګې ته ویلي و، چې دوې وروسته نوموړی په اعدام سزا محکوم شو، خو پر پنجشنبه بیا داسې رپوټونه ورکړل شول، چې د هغه د اعدام سزا ځنډول شوې ده.

د ایران دولتي خبري اژانس د قضایه قوې له قوله ویلي: "عرفان سلطاني د جنوري پر لسمه د ناکراریو پرمهال ونیول شو. هغه د هېواد د داخلي امنیت پر ضد د راټولولو او دسیسې جوړولو او د رژیم پر ضد د تبلیغاتي فعالیتونو په ترسره کولو تورن دی."

د بي بي سي فارسي څانګې د رپوټ له مخې قضايه قوې ویلي، "که چیرې څارنوال خپل تورونه ثابت کړي او د باصلاحیته محکمې لخوا قانوني پرېکړه ورکړل شي، نو د قانون لخوا ټاکل شوې سزا حبس ده. د دې تورونو لپاره د اعدام سزا نه شته."

رپوټ کې ویل شوي چې عرفان سلطاني اوس مهال د کرج سیمې په مرکزي زندان کې بندي دی.

د امریکا ولسمشر دا پرمختګ یو ښه خبر بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې دوام به وکړي. نوموړي مخکې ویلي و، که ایران د اعدام سزاګانې عملي کړي، امریکا به یې پر ضد 'سخت اقدامات' وکړي.

بل لور د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي، حکومت هغو کسانو ته د اعدام سزا ورکولو هېڅ نیت نه لري، چې په احتجاجي مظاهرو کې د ګډون له کبله نیول شوي.