د تېلو بیو لوړېدو امریکا کې انفلاسیون دوو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته ورساوه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ناتالي شيرمان
- دنده, د اقتصادي چارو خبریاله
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
په تېره میاشت کې په متحده ایالاتو کې انفلاسیون (د بیو لوړوالی) نږدې د تېرو دوو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته ورسید.
دا زیاتوالی د تېلو د بیو د لوړېدو له امله دی چې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې په ټس کې رامینځته شوی او اوس یې پر ټول اقتصاد اغېزه کړې ده.
د امریکا د کار وزارت راپور ورکړی چې لګښت کونکي نرخونه په هغه کال کې چې د مارچ په میاشت کې پای ته ورسېد، ۳.۳ سلنه لوړ شوي، په داسې حال کې چې د فبرورۍ په میاشت کې دا کچه ۲.۴ سلنه وه.
دا زیاتوالی د ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوی میاشتنی بدلون دی، هغه وخت چې نړۍ پر اوکرایین د روسیې د برید له امله د انرژۍ له کړکېچ سره مخ وه.
د تېرې میاشتې دا زیاتوالی د سون توکو په بیو کې د ناڅاپي لوړوالي پایله وه، ځکه چې د جګړې له امله د هرمز تنګي تړل کېدل د تېلو د بیو د لوړیدو لامل شوی دی.
۲۳ کلنې "انیل فیلیګاس" دا بیې "ویرونکې" وبللې. هغې وویل: "زه لارۍ چلوم، کله چې ټانکۍ ډکوم، قیمت یې اوس شاوخوا ۷۰ ډالره (۵۲ پونډه) یا ۸۰ ډالرو ته رسیږي." هغې زیاته کړه چې د پټرولو د بیو د لوړوالي له امله یې هڅه کړې چې خپل موټر چلول تر ډېره بریده کم کړي، خو وايي: "زه باید د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل کار وکړم... زه یوازې له پایلو سره مقابله کوم، چې هغه د ډیرو پیسو ورکول دي."
د پټرولو بیې له فبرورۍ تر مارچه ۲۱.۲ سلنه لوړې شوې، چې دا له ۱۹۶۷ کال راهیسې (کله چې حکومت د دې اندازې ثبتول پیل کړل) تر ټولو لوی میاشتنی لوړوالی دی. همدارنګه د سون توکو بیې تر ۳۰ سلنې ډېرې لوړې شوې چې د ۲۰۰۰ کال د فبرورۍ راهیسې تر ټولو لویه کچه ده.
"د لوړو لګښتونو زغمل"
دا اغېز د کلیفورنیا په څېر ایالتونو کې ډېر څرګند و، هلته چې د پټرولو بیې د امریکا د نورو برخو په پرتله لوړې وې. د امریکا د موټرو ټولنې (AAA) په وینا، د پنجشنبې پر ورځ په کلیفورنیا کې د یو ګیلن پټرولو اوسط قیمت ۵.۹۳ ډالره و، په داسې حال کې چې ملي اوسط ۴.۱۶ ډالره و.
د پټرولو لوړو بیو د فبرورۍ او مارچ ترمنځ د انفلاسیون د زیاتوالي نږدې درې پر څلورمه برخه جوړوله. هم مهاله د الوتکو د ټکټونو او جامو بیې هم لوړې شوې، چې لامل یې د انرژۍ د لګښتونو لوړوالی او د ګمرکي تعرفو پرلپسې اغېزې دي، ځکه شرکتونه دا لګښتونه پر مصرفونکو اچوي.
د خوراکي توکو بیو د فبرورۍ او مارچ ترمنځ کوم بدلون نه دی کړی، خو شنونکي وايي چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې د ټرانسپورټ او سرې (کیمیاوي کوډ) د لګښتونو د لوړوالي له امله پورته لاړې شي.

د "ایولین پارټنرز" شرکت مرستیالې مشرې ارییل انګراسیا وویل: "اوس مهال داسې ښکاري چې دا یو چټک لوړېدونکی انفلاسیون دی چې د انرژۍ له امله رامینځته شوی او جانبي اغېزې یې محدودې دي، نه د یوه دوامداره انفلاسیوني څپه." خو هغې خبرداری ورکړ که د انرژۍ بیې همداسې لوړې پاتې شي، خطر دا دی چې دا اغېزې به د وخت په تېریدو سره نورو برخو ته هم وغځېږي.
د هرمز تنګی د اساسي توکو لکه طبیعي ګاز، سرې، المونیم او هیلیم د سوداګرۍ لپاره یوه ستراتیژیکه لاره ده.
که څه هم د امریکا او ایران ترمنځ خبرو اترو د دې لارې د بیا خلاصېدو هیلې راټوکولې دي، خو شنونکي خبرداری ورکوي چې د انرژۍ د اکمالاتو عادي حالت ته راګرځېدل به وخت ونیسي.
دې وضعیت د مېشیګان پوهنتون د لښګت کونکي د باور شاخص د روانې میاشتې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته کړی دی. ۳۷ کلنې روزا کانو وویل چې وروستی ځل یې د خپل جیپ موټر ټانکۍ په ۱۴۰ ډالرو ډکه کړه، په داسې حال کې چې پخوا به یې په ۸۰ ډالرو ډکوله.
هغې دا هرڅه په جګړې پورې وتړل او ویې ویل: "زه حیرانه یم چې موږ ولې په دې جګړه کې یو. دا غیر ضروري ده. د یو هېواد په توګه موږ باید غوره پرېکړې وکړو."
ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټینګار کړی چې د انرژۍ د بیو لوړوالی به لنډمهاله وي. د سپینې ماڼۍ یوه ویاند "کوش ډیسای" په یوه وینا کې د ځینو توکو لکه د هګیو او درملو د بیو کمېدو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د امریکا اقتصاد د مالیاتو د کمولو او د انرژۍ د ډېرېدو له امله په ښه لوري روان دی.
ځینې شنونکي بیا دې ته هیله مند دي چې "بنسټیز انفلاسیون" چې خواړه او انرژي پکې نه شاملېږي، ۲.۶ سلنه و او دا له وړاندوینې لږ و. د "وینګارډ" شرکت اقتصاد پوه "اډم شیکلینګ" وویل: " داسې برېښي چې ټولیز انفلاسیون د انرژۍ د لنډمهاله ټکان له امله پورته ځي، خو په اصل کې بنسټیز انفلاسیون په سمه لاره روان دی."
خو بیا هم، دې وضعیت د ونډو په بازار "وال سټریټ" کې د ډېرو سوداګرو هغه هیلې مړاوې کړې دي چې فکر یې کاوه د امریکا مرکزي بانک به سږکال د سود کچه راکمه کړي.
د بېرنبرګ بانک اقتصاد پوه "اتاکان باکیشان" وویل: " دا هیله چې انفلاسیون به لنډمهاله وي یوازې یو خوب دی؛ د فیډرال ریزرو چارواکي دې خلکو ته د دې خبرې له ویلو وړاندې دوه ځله سوچ وکړي، ځکه دوی له کرونا وروسته انفلاسیون په اړه هم ورته ناسم اټکلونه کړي وو."


















