تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نېسلې شرکت: د ماشومانو لپاره یو ډول تولید کړې شیدې له بازاره ټولوي
د خوړو او څښاک یوه نړیوال شرکت 'نېسلې Nestle' ویلي د ماشومانو لپاره د جوړو شویو ځینو شیدو فارمولې یې بېرته ستنې او په نړیواله کچه یې د خپل دغه تولید د بېرته ټولولو ژمنه کړې.
یاد شرکت دا اعلان له هغو اندېښنو وروسته کړی چې ویل کېږي "ښایي د نېسلې د شیدو ځینې فارمولو کې (ټوکسین) داسې زهرجن مواد وي چې ماشومانو کې د خوړو مسمومیت رامنځته کولی شي."
د خوړو او څښاک یاد نړیوال شرکت منلي چې د کمکیو ماشومانو د SMA فارموله (له ځانګړو کوډونو سره ځینې شیدې) شیدو خورو ماشومانو ته ښايي خوندي نه وي.
د نېسلې دا ډول شیدې په ټوله نړۍ کې پلورل شوي، خو اوس وايي چې وتلي شیدې ماشومانو کې د زړه بدوالي او کانګو سبب کېدای شي.
شرکت ټینګار کړی چې تر اوسه د دې محصولاتو له کبله چېرې د ناروغۍ کوم رپوټ نه دی ثبت شوی، خو د لا زیاتې پاملرنې له مخې یې "دا محصولات بېرته ټولول پیل کړي."
نېسلې چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې خپل تولیدات لري ویلي د ماشومانو خوندیتوب او هوساینه یې خپل لوی لومړیتوب او مسولیت دی.
یاد شرکت ویلي "موږ له ټولو میندو، پلرونو او پېرېدونکو له دې کبله چې که اندېښمن یا زیانمن شوي وي، بښنه غواړو."
نېسلې شرکت همدا راز ټینګار کړی چې د ځانګړي کوډ ور ها خوا د دغې شرکت نورې ټولې شیدې او محصولات خوندي دي او پېرېدونکي یې ډاډمن څښلی او خوړلی شي.
ستونزه څنګه پیدا شوه؟
د خوړو او څښاک دغه معتبر شرکت (نېسلې Nestle) پېرېدونکو ته د پوره پیسو د بېرته ګرځولو ژمنه کړې او ویلي یې دي ستونزه هغه مهال پیدا شوې چې د ماشومانو د شیدو په دې ځانګړي ډول کې یې یو نوی ترکیب ور اضافه کړ.
یاد شرکت ویلي دا ځانګړی ترکیب د شیدو د ترکیب جوړوونکو له خوا ور پېژندل شوی و او فکر نه کېده چې کوم زیان به ولري.
سیریولایډ (Cereulide) ماده د Bacillus cereus باکتریا سره د یو ځای کېدو له کبله ټوکسین ته ورته بڼه غوره کوي چې ځینو ماشومانو کې د خوړو د مسمومیت نښې رامنځته کولی شي.
دا نښې ښايي ډېرې ژر څرګندې شي چې د ماشومانو د زړه بدوالي، کانګو، خېټې خرابېدو یا معدې دردونو سبب شي.
د خوړو د معیارونو ادارې (FSA) خبرداری ورکړی چې دا زهرجنه ماده د پخولو، د جوش اوبو کارولو، یا د ماشوم د شیدو جوړولو پر مهال له منځه نه ځي او نه هم بېاغېزې کېږي.
اغېزمن هېوادونه
یاد شرکت بي بي سي ته منلي چې د خپلو محصولاتو د بېرته ګرځولو دا اعلان یې په ټوله نړۍ کې د پېرېدونکو لپاره د اعتبار وړ دی.
له ټوکسینه اغېزمن د شیدو دا محصولات په څو اروپايي هېوادونو له ډلې یې فرانسه، جرمني، اترېش، ډنمارک، ايټالیا او سوېډن کې خرڅ شوي دي.
په فرانسه کې د نېسلې شرکت څانګې ویلي "دوی په رضاکارانه ډول د ماشومانو د شیدو هغه ډول چې Guigoz او Nidal لري بېرته جمع کوي."
په جرمني کې بیا دا شیدې چې په اړه یې شکونه شته د ( Beba او Alfamino) په نومونو دي او د بېرته ټولولو ژمنه یې شوې.
بریتانیا کې هم د ماشومانو د دغې شرکت کاروونکو ته د ځانګړو کوډونو کتلو لارښوونه شوې چې په دولتي وېبپاڼې او د نېسلې شرکت په وېبپاڼې شته.
بریتانیا کې همداراز خلکو ته ویل شوي چې که له دې درکه کوم شکایت لري او یا یې ماشومان ښه احساس نه لري نو له نژدې کلینکونو او یا دې د روغتیا ملي ادارې سره په اړیکه کې شي.
د خوړو د معیار نړیوالې ادارې یوې مشرې جېن راولېنګ خلکو په تېره ماشومانو پالونکو ته په دې اړه د بېړنیو ګامونو اخېستو ډاډ ورکړی.
نوموړې ویلي "د احتیاطي تدابیرو په توګه هڅه کوو ټول اغېزمن محصولات د خلکو له لاسرسي ووځي" او هغه چې خرڅ شوي بېرته ټول شي.
نوموړي د ماشومانو د شیدو له کاروونکو هم غوښتي چې محصولاتو ته پام وکړي او په دې برخه کې له نېسلې شرکت سره خپله مرسته ونه سپموي.