د ایران په شاهي کورنۍ کې زېږېدلی خو ولې جلا وطنی شو؟

رضا پهلوي د ایران د وروستي پادشاه زوی دی چې له خپل هېواده بهر جلاوطنی دی. نوموړي د تېرې پنجشنبې په ورځ په ایران کې له خلکو د نویو او پراخو لاریونونو د ترسره کولو غوښتنه کړې وه.

ده دا غږ وروسته له هغه وکړ، چې په هېواد کې خلکو بیا لاریونونو ته زور ورکړی دی.

د ۱۹۷۹م کال د اسلامي انقلاب لخوا د لېرې کړل شوي پادشاه مشر زوی په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې وویل، چې د خلکو ګډون "بې‌ساری" و او د ده په ټکو هغه راپورونه یې ترلاسه کړي، چې "رژیم ډېر سخت وېرېدلی دی او یو ځل بیا هڅه کوي انټرنېټ پرې کړي" تر څو د لاریونونو مخه ونیسي.

نو د دغه پخواني ولیعهد په اړه موږ څومره معلومات لرو، چې یو ځل بیا د خپل هېواد د راتلونکي په جوړولو کې د برخه اخیستو غوښتنه کړې؟

رضا پهلوي له زېږون راهیسې د دې لپاره روزل کېده، چې د ایران د طاووس تخت وارث شي.

هغه په متحده ایالاتو کې د جنګي الوتکو په برخه کې د پیلوټ په توګه روزنه ترلاسه کوله، خو د پلار پادشاهي یې د ۱۹۷۹م کال انقلاب نسکوره کړه.

نوموړي له لېرې دا هر څه لیدل چې پلار یې محمد رضا شاه پهلوي چې یو وخت د لوېدیځو متحدینو ملاتړ ورسره و څنګه بل هېواد کې د پناه موندلو لپاره هڅې کولې او بالاخره په مصر کې د سرطان له امله مړ شو.

د واک د ناڅاپي له لاسه ورکولو له کبله دغه ځوان ولیعهد اړ شو له خپلې کورنۍ سره یو ځای بې‌ تابعیته شوي او دوی د جلاوطنه شاهي پلویانو او خیرغوښتونکو مخ په کمېدونکي کړۍ پورې وتړل شول.

په ورپسې لسیزو کې ځینو پېښو څو ځله دا کورنۍ وځپله.

د رضا پهلوي کشره خور او ورور دواړو ځان وژنه وکړه او هغه د یوې داسې سلطنتي کورنۍ سمبولیک مشر پاتې شو، چې ډېرو یې فکر کاوه تاریخ ته سپارل شوی یا هېر شوی دی.

اوس د ایران د وروستي پادشاه زوی ۶۵ کلن دی او دی یو ځل بیا د خپل هېواد د راتلونکي په جوړولو کې د رول لوبولو غوښتنه کوي.

واشنګټن ډي ‌سي ته نږدې په یوه ارامه څنډه کې له خپل کور څخه بهر پلویان یې هغه یو خاکساره او د لاسرسي وړ کس بولي.

د سیمې چای خونو ته یو تکراري مېلمه، چې ډېری وخت له خپلې مېرمنې یاسمین سره یو ځای ورځي، بې له دې چې ښکاره امنیتي ساتونکي ورسره وي.

په ۲۰۲۲م کال کې، چې یوه لاروي ترې وپوښتل، ایا دی ځان د ایران د اعتراضي غورځنګ مشر ګڼي؟ د راپورونو له مخې نوموړي او یاسمین په یوه غږ ځواب ورکړ: "بدلون باید له دننه راشي."

خو په وروستیو کلونو کې د هغه دریځ لا ډېر ټینګ شوی دی.

یو مهم بدلون

په ۲۰۲۵م کال کې د اسرائیلو له هوايي بریدونو وروسته، چې څو لوړپوړي ایراني جنرالان په کې ووژل شول.

پهلوي په پاریس کې په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، که اسلامي جمهوریت ړنګ شي، دی چمتو دی د انتقالي حکومت په مشرتابه کې مرسته وکړي.

له هغه وروسته یې نوموړي د لنډمهالې ادارې لپاره د ۱۰۰ ورځو یو پلان هم وړاندې کړی و.

پهلوي ټینګار کوي، چې دا ډاډمنتیا د جلاوطنۍ له تجربو او له هغه څه سرچینه اخلي، چې دی یې د خپل پلار "ناتمام ماموریت" بولي.

هغه په پاریس کې خبریالانو ته وویل: "دا د تېر وخت د بېرته راوستلو په اړه نه دی. دا د ټولو ایرانیانو لپاره د یو دموکراتیک راتلونکي د تضمینولو په اړه دی."

شاهي روزنه

رضا پهلوي د ۱۹۶۰م کال په اکتوبر میاشت کې په تهران کې وزېږېد.

هغه د پادشاه لومړی نر اولاد و.

له دې مخکې پادشاه له خپلو دوو پخوانيو ودونو نارینه وارث نه درلود.

په شتمنه کورنۍ کې لوی شو او ورته ډېر امتیازونه و ځکه چې د یو پادشاه مشر زوی و.

نوموړي ته خصوصي او ځانګړې زده کړې ورکړل شوې او په کم عمرۍ کې د سلطنت د دفاع لپاره وروزل شو.

په ۱۷ کلنۍ کې هغه ټکساس ته ولېږل شو چې د جنګي پیلوټ په توګه روزنه وویني خو مخکې له دې چې بېرته راستون شي او خدمت پیل کړي انقلاب د هغه د پلار پادشاهي له منځه یوړله.

له هغه وخت راهیسې پهلوي په متحده ایالاتو کې ژوند کوي.

هغه د سیاسي علومو زده کړه وکړه له یاسمین سره، چې وکیله او ایرانۍ الاصله امریکایۍ ده، واده وکړ او درې لوڼې لري: نور، ایمان او فرح.

وېشونکی میراث

پلهوی په جلاوطنۍ کې د شاهي کورنۍ پلویانو لپاره یو پیاوړی سمبول پاتې شوی دی.

ډېر کسان د پهلوي دوره د چټک عصري کېدو او له لوېدیځ سره د نږدې اړیکو د وخت په توګه یادوي.

نور بیا هغه پېر د سانسور، وېرې او د پټو پولیسو(ساواک) له نوم سره تړي؛ هغه ځواک چې د مخالفت د ځپلو لپاره کارېده او د بشري حقونو د سرغړونو له امله بدنام و.

د کلونو په تېرېدو سره په ایران کې د هغه محبوبیت بدلون وموند.

په ۱۹۸۰م کال کې هغه په قاهره کې د تاج‌ اېښودنې یو سمبولیک مراسم ترسره کړل او ځان یې پادشاه اعلان کړ.

که څه هم دا کار عملي جنبه نه درلوده خو ځینې مخالفان وایي، چې دا د هغه اوسنی پیغام، چې د دیموکراتیکو اصلاحاتو په اړه دی کمزوری کوي.

هغه څو ځله هڅه کړې، چې د اپوزېسیون ائتلافونه جوړ کړي، چې په کې د "ازادو ټاکنو لپاره د ایران ملي شورا" هم شامله ده، چې په ۲۰۱۳م کال کې پیل شوه.

ډېری دا هڅې د کورنیو اختلافاتو او د ایران دننه د محدود نفوذ له امله له ستونزو سره مخامخ شوې دي.

پهلوي تل تاوتریخوالی رد کړی او له وسله ‌والو ډلو لکه د مجاهدین خلق سازمان (MEK) څخه یې ځان لېرې ساتلی دی.

هغه پرله‌ پسې ډول د سوله ‌ییز انتقال او د ملي ټولپوښتنې غوښتنه کړې، څو د ایران د راتلونکي سیاسي نظام په اړه پرېکړه وشي.

بهرنی جنجال

په وروستیو کلونو کې پهلوي یو ځل بیا د نورو پام ځانته اړولی دی.

د "رضا شاه، ستا روح دې ښاد وي" شعارونه، چې د هغه نیکه ته اشاره ده د ۲۰۱۷م کال د حکومت ضد لاریونونو پر مهال یو‌ ځل بیا واورېدل شول.

په ۲۰۲۲م کال کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني وژل کېدل په ټول هېواد کې لاریونونه راوپارول او هغه یې یو ځل بیا د رسنیو د پام وړ وګرځاوه.

د ایران د ټوټه ‌ټوټه اپوزېسیون د یو موټي کولو لپاره د هغه هڅو محتاط نړیوال پام ځانته واړاوه، خو په پای کې یې خپل زور ونه ساتلای شو.

منتقدین وایي، چې هغه تر اوسه له څلوېښتو کلونو جلاوطنۍ وروسته هم، نه یو پیاوړی سازمان جوړ کړی او نه یې خپلواکه رسنیزه شبکه رامنځته کړې ده.

په ۲۰۲۳م کال کې اسرائیلو ته د هغه جنجالي سفر نظرونه لا زیات وویشل.

پهلوي د یهودیانو د "هولوکاسټ" د یاد په یوه مراسمو کې ګډون وکړ او د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره یې ولیدل.

ځینو ایرانیانو دا کار عملي او واقعي اړیکه وبلله؛ خو نورو دا د ایران له عربي او اسلامي متحدینو سره د واټن سبب وګاڼه.

د اسرائیلو د وروستیو هوايي بریدونو وروسته، چې په ایران کې وشول، هغه له سختو پوښتنو سره مخامخ شو.

د بي ‌بي‌ سي له خبریالې لورا کونسبېرګ سره په یوه مرکه کې ترې وپوښتل شول، چې ایا هغه د هغو اسرائیلي بریدونو ملاتړ کوي، چې د ملکیانو ژوند په خطر کې اچوي.

هغه وویل، چې عادي ایرانیان هدف نه دي او زیاته یې کړه چې "هر هغه څه چې رژیم کمزوری کوي" په ایران کې د ډېرو خلکو له خوا به یې هرکلی وشي. د نوموړي دا څرګندونې، چې سخت بحثونه یې راوپارول.

نا لیکل شوی راتلونکی

نن ورځ پهلوي ځان "واک ته په تمه" نه بولي بلکې د "ملي پخلاینې" د یو سمبول په توګه ځان وړاندې کوي.

هغه وایي، غواړي د ایران د آزادو ټاکنو، د قانون د حاکمیت او د ښځو د مساوي حقونو پر لور لارښوونه کې مرسته وکړي، دا وروستۍ پرېکړه، چې سلطنت بېرته راوستل شي که جمهوریت جوړ شي د ټول هېواد رایې ته پرېږدي.

د هغه پلویان هغه یوازینی اپوزېسیون بولي، چې هم پېژندګلوي لري او هم "د سوله ‌ییز بدلون" اوږدمهاله ژمنتیا کوي.

منتقدین بیا وایي، چې هغه لا هم پر بهرني ملاتړ ډېر متکي دی او پوښتنه یې دا ده، ایا په هېواد کې ستړي ایرانیان له لسیزو سیاسي ګډوډۍ وروسته دې ته چمتو دي، چې پر هر جلاوطني مشر باور وکړي؟

ځینې ایرانیان لا هم د هغه د کورنۍ نوم ته درناوی لري.

نور بیا وېره لري، چې ښايي یو نا‌ ټاکل شوی واکمن د بل نا‌ ټاکل شوي واکمن پر ځای راشي.

د پهلوی پلار په قاره کې خاورو ته سپارل شوی او شاهي پلویان هیله لري، چې یوه ورځ به په سمبولیک ډول ایران ته راوګرځول شي.

دا چې ایا جلاوطنی ولیعهد به هغه ورځ وویني؟ یا یو ازاد ایران؟ دا لا هم د یوه داسې ملت له ګڼو بې‌ ځوابه پوښتنو څخه ده، چې تر اوسه له سختو حالاتو او تېر سره لاس او ګرېوان دي.