له واده یوه ورځ وروسته د ګاز ډبې چاودنې ناوې او زوم ووژل

د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یکشنبې سهار د ګاز ډبې د چاودنې له امله اته کسان ووژل شول چې په وژل شویو کې یوه نوې واده شوې جوړه (ناوې او زوم) هم دي.

چارواکو ویلي، پېښه د اسلام‌اباد د G-7/2 سیمه کې په هغه کور کې شوې چې د واده مراسم پکې روان وو. د ژغورنې ادارو په وینا، له کنډوالو ۱۹ کسان رایستل شوي چې له دې ډلې اته تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان دي.

د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (PIMS) ویاندې ډاکټرې انیزه جلیل وویل، د ټپیانو د درملنې لپاره بېړنی حالت اعلان شوی و.

د اسلام‌اباد د پولیسو مرستیال صاحبزاده یوسف رسنیو ته ویلي، د چاودنې له امله لږترلږه څلور کورونه زیانمن شوي دي. نوموړي دا هم تایید کړه چې په وژل شویو کې ناوې او زوم شامل دي.

هغه وویل، "د لومړنیو پلټنو له مخې دا چاودنه د ګاز د لیک کېدو له امله شوې ده. د واده ګڼ مېلمانه په کور کې وو چې تر چاودنې وروسته کور نړېدلی دی."

د ژغورنې ډلې توانېدلې چې یو شمېر کسان ژوندي راوباسي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پېښې له امله د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې او ټپیانو ته یې د ژر روغېدو هیله کړې ده.

د سنا د دارالانشاء له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د سنا مشر یوسف رضا ګیلاني هم پر دې پېښه خواشیني ښودلې ده. د هغه له قوله ویل شوي: "دا یوه زړه‌بوږنوونکې پېښه ده چې د یوې کورنۍ خوښي یې په ماتم بدله کړه."

په ژمي کې د ګاز ډبو چاودنې عامې وي، ځکه د تودوخې لپاره د طبیعي ګاز کارول ډېرېږي.

ځینې پلورونکي کم‌کیفیته ګازډبې کاروي چې د ګاز د زیات فشار له امله لیک کېږي او بیا چوي.