تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کراچۍ کې د تحریک انصاف جلسه: د پښتونخوا وزیر اعلی او ګډونوالو پر مخ بیا ' واټونه تړل شوي'
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمد سهیل افریدي یو ځل بیا تور پورې کړی چې د سېند کراچۍ کې د تحریک انصاف جلسې ته د ورتګ پر مهال پر لارو له سختو خنډونو او ستونزو سره مخ شوی دی.
پر ټولنیزو رسنیو یوه خپاره شوې وینا کې ښاغلي افریدي ادعا کړې چې ځای ځای یې پر مخ د لارې بندېدو او غیر معمولي لارو باندې سفر ته د مجبورېدو له کبله د دوی ژوند له ګواښ سره مخ شوی دی.
نوموړي په دغې وینا کې چې مرۍ یې هم ناستې دي ویلي " زموږ د کاروان پر مخ د سفر ټولې لارې تړلې وې ما او ټیم مې درې ساعته په لارو بدلولو را بدلولو ولګول."
ښاغلي افریدي ادعا کړې چې له خنډونو سره د مله اوږده سفر وروسته نن د یکشنبې پر سهار کراچۍ ته په داسې حالت کې رسېدلي چې " ځايي حکومت زموږ د ټول ټيم ژوند په خطر کې اچولی وو."
نوموړي په یوه ویډيویې وینا کې ویلي ' موږ په داسې لارې سفر ته اړ شوو چې نه هلته کومه ابادي نه انسانان او نه هم دوکانونه وو." هغه وايي موږ ته هر ډول ګواښ پېښېدای شو.
د پښتونخوا وزیر اعلی همداراز ویلي د یوه ایالت د وزیر اعلی په خلاف چې په نورو ایالاتونو کې څرنګه چلند غوره کېږي پایلې به یې په نژدې راتلونکي کې ډېرې زیان رسوونکي وي. هغه زیاته کړې " دومره کرکې مه کرئ چې بیا ترې راګرځېده شوني نه وي."
د یادونې ده چې د پښتونخوا وزیر اعلی او ټيم یې په یوه څلور ورځني سفر د پاکستان سېند ایالت ته تللي او پلان کې ده چې نن یکشبنه د قائد اعظم مزار ته ورڅېرمه ولسي جلسه ولري.
د سهېل افریدي د څرګندونو په اړه د سېند حکومت لا څه نه دي ویلي.
له دې مخکې د پښتونخوا د وزیر اعلی محمد سهیل افریدي د لاهور سفر هم ډېر لانجمن شوی و او ښاغلي افریدي شکایت درلود چې ' پنجاب ته یې د سفر پر مهال د مېلمه پالنې' پام او درناوی نه دی شوی.
په یوه ویډيو کې چې تېره میاشت ډېره لاس په لاس شوه د پښتوتوخوا یو ایالتي وزیر د پنجاب له ایالتي شورا په ټيلو وېستل شوی و او د ټیم غړو ته یې ځای ځای لاس ګرېوان ته اچول شوی و.
پنجاب کې د پاکستان مسلم لیګ ګوند حکومت دی چې یو مشر( شهباز شریف) یې دا مهال د پاکستان لومړی وزیر دی. د سېند په ایالت کې چېرې چې بیا ځلي د پاکستان د تحریک انصاف له یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي سره د بد چلند ادعاوې دي د پاکستان پیپلز ګوند حاکم دی چې یو مشر ( اصف زرداري) یې دا مهال د پاکستان ولسمشر دی.
'له خنډونو سره سره د کراچۍ غونډه'
د پاکستان تحریک انصاف نن یکشنبه د سېند کراچۍ کې د ' قائد اعظم ' مزار ته نژدې د ولسي جلسې اعلان کړی دی.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو او نځورونو کې ښکاري چې ځای ځای د تحریک انصاف ګوند سلګونه پلویان د جلسې پر لوري روان دي.
د پښتونخوا وزیر اعلی هم په یوه وروستۍ ویډيو کې چې کراچۍ کې له خپل استوګنځي د غونډې ځای پر لوري روان دی ویلي ' له ټولو خنډونو او بندیزونو سره سره به دا جلسه کوي."
نوموړي ' کراچۍ کې دا د تاریخ یوه ستره ولسي غونډه ' بللې ده.
ښاغلي افریدي چې له یوه لوی کاروان سره په خپل موټر کې جلسې خوا روان و د کراچۍ په ولسونو هم په دې غونډه کې د پراخ ګډون غوښتنه کړې.
اخوا د تحریک انصاف یو شمېر پلویانو ادعا کړې چې پولیس یې غونډې ته نه پرېږدي او ځای ځای ېې خلکو ته ویلي چې هېڅ غونډه نه شته او په کورونو پاتې شي.
د تحریک انصاف یو شمېر پلویانو لاریون ته پر لاره د پولیسو له اخ او ډبه هم شکایتونه کړي دي.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې لاریونوالو ځای ځای پر پولیسو د ډبرو ګزارونه کړي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه یو پولیس ژوبل شوی دی. رسنیو ویلي پولیسو لسګونه اعتراض کوونکي نیولي هم دي.
له دې ټولو خنډونو سره سره پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو حضور د پام وړ ښکاري. هغه ځواک چې د تحریک انصاف پر ټکو مرکزي حکومت او صوبايي چارواکي یې د ځان لپاره خطر بولي.
د تحریک انصاف ګوند وايي د ' رېښتیني ازادۍ ' او د عمران خان لپاره د انصاف په لټه له خنډونو سره سره له اعتراضونو لاس نه اخلي او غواړي په واګو ناست چارواکي او نړۍ د ولسونو غږ واوري.