تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان ښځو په لاس جوړ د برېښنا ګروپونه
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې ځینې افغان ښځې په یوه کاري ورکشاپ کې د برېښنايي ګرپونو او LED ګروپونو د بېلابېلو ډولونو د جوړولو له لارې ښځو ته د کار زمینه او مسلکي مهارتونه برابروي.
په دې کاري نوښت کې ښځې د عاید څښتنانې کېږي او د طالبانو واکمنۍ کې پر ښځو د سختو محدودیتونو خپلې کورنۍ ته د روزۍ سرچینه ګرځي.
دا ورکشاپ د ستاره په نامه (د امنیتي دلایلو له کبله په مستعار نامه یاده شوې) ښځې جوړ کړی، هغې دا ګام وروسته له هغه واخیست چې د کور برېښنا یې پرې شوه او له خپل مېړه یې د برېښنايي مهارتونو زدکول پیل کړل.
د ستارې کار ډېر چټک مخته ولاړ او اوس لږر تر لږه لس نورې ځوانې ښځې د ویلډینګ او ګروپونو د ټینګولو او پېچ ټینګولو کې روزي.
ګډونوالو ښځو دا نوښت په ړه پورې او له زدکړې ډک بللی او وايي چې په کورونو کې د پاتې کېدو له امله له رواني فشار او خپګان نه د راوتلو غوره لاره ده.
دا کاري ډله داسې برېښنايي ګروپونه جوړوي، چې په کور د ننه او بهر لپاره کارېږي او د افغانستان د برېښنا د نامعیاري ټیټ ولټاژ له شرایطو سره برابر یې تنظیموي.
دوی وايي په داسې شرایطو کې کار کوي، چې په هرات کې د ښخو په مشرۍ کاروبارونه او هنري ورکشاپونه د طالبانو له لوري تړل شوي یا محدود شوي دي.
د دوی تولیدات د افغانستان په لویو ښارونو کې وېشل کېږي.