د متقاعدینو لپاره انلاین غوښتنلیک: "شفافیت او چټکتیا" که "د وخت ضایع کول او ګډوډي"؟

    • Author, سجاد محمدي
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې يو شمېر متقاعدين وايي، په داسې حال کې چې ډېری یې د "پاخه عمر" دي او ځيرکو موبایلونو او انټرنېټ ته "لاسرسی نه لري"، د نوبت اخيستنې لپاره د انلاين اپلکېشن يا کاريال پيلول د تېرو څو کلونو "سرګرداني نوره" هم زياتوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ماليې وزارت د روانې اوونۍ د جنورۍ پر ۱۰ اعلان وکړ چې د "وخت د ضايع کېدو د مخنيوي، رونټيا او چټکتيا د رامنځته کولو" لپاره یې د دې وزارت د تقاعد خزانې عمومي رياست له لوري د متقاعدينو د معاشونو د ورکړې د بهير بشپړولو لپاره "يو عصري کاري اپلکېشن" جوړ شوی دی.

دې وزارت په يوه خبرپاڼه کې ټينګار کړی چې د "نوبت اخيستل يوازې په انلاين ډول شوني دي او حضوري ډول نوبت نه ورکول کېږي".

د افغانستان د متقاعدينو د معاشونو د ورکړې بهیر چې د څلورو کلونو ځنډ له کبله متقاعدين څو، څو ځله اعتراضونو او لاريونونو ته اړ کړي وو او همدارنګه د طالبانو حکومت د مشر په فرمان د جوړې شوې ځانګړې محکمې له ارزونې وروسته، شاوخوا پنځه مياشتې مخکې پیل شو.

د ماليې وزارت د تقاعد رياست تر دې مخکې هره مياشت د څو وزارتونو او دولتي ادارو نوملړ اعلاناوه او د دغو ادارو له متقاعدينو یې غوښتل چې د نوم لیکنې او د خپلو چارو د بشپړېدو لپاره ورشي.

د پوځي او ملکي متقاعدينو معاشونه چې هغوی کلونه او ان څو لسيزې د افغانستان په بېلابېلو حکومتونو کې په دولتي ادارو کې خدمت کړی و، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو حکومت له واکه ته رسېدو سره ودرول شول.

متقاعدين څه وايي؟

د متقاعدينو له ډلې يو تن چې ميرويس صالح زاده نومېږي د ماليې وزارت دا ګام د "وخت ضايع کول او د متقاعدينو تېرايستل" بولي.

نوموړي بي بي سي ته وويل، "د (اپلکېشن پيل) زموږ په ګټه نه دی. خلک ټول بېوزله او ناتوانه دي او په لېرې پرتو سيمو کې ژوند کوي. انټرنېټ او ځيرک موبايل ته هېڅ لاسرسی نه لري. دا موږ سرګردانه کوي."

د ده په وينا په داسې حال کې چې متقاعدين له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، اړ کېږي چې د انلاين فورمې د ډکولو لپاره سلګونه افغانۍ نورو کسانو ته ورکړي چې د هغوی لپاره په انلاين ډول نوبت واخلي.

يو بل متقاعد ياور په دې باور دی چې ډېرې متقاعدين "عمرخوړلي" دي او "سترګې یې ښه نه ويني"، انلاين نوبت اخيستل به د "وخت ضايع" وي چې د ده په وینا مياشتې وخت به نیسي.

خو د متقاعدينو د ټولنې مشر افندي سنګر سره له دې چې د متقاعدينو لپاره د انلاين اپلکېشن پيل "ښه او نېک کار" بولي خو په همدې مهال هغه هم د اقتصادي ستونزو او انټرنېټ ته د نه لاسرسي يادونه کوي.

ښاغلي سنګر بي بي سي ته وويل، "په خواشينۍ سره باید ووايم چې متقاعدين سپين ږيري دی، ځينې یې پر بېلابېلو ناروغيو اخته دي، د دوی (انټرنېټ) ته لاسرسی ستونزمن دی. اقتصاد یې هم خراب دی، انټرنېټ له کومه کړي."

نوموړی دا ګام ځکه "ښه کار" بولي چې په وینا یې متقاعدين په ولايتونو او له افغانستانه بهر کولی شي پرته له دې چې کابل ته سفر وکړي، له هماغه ځايه نومليکنه وکړي او نوبت واخلي. خو په عين حال کې ټينګار کوي چې "ښايي شاوخوا ۸۰ سلنه یې انټرنېټ ته لاسرسی ونه لري".

په همدې حال د طالبانو حکومت د ماليې وزارت وياند عبدالقيوم نصير د متقاعدينو د نيوکو په غبرګون کې بي بي سي ته وويل، چې "ډېری متقاعدين زدکړې لري او د دې اپلکېشن کارول اسانه دي".

نوموړي وویل، هغه متقاعدين چې عمرونه یې ډېر دي او نشي کولی موبایل او انټرنېټ وکاروي، د "هغوی اولادونه يا نور کسان کولی شي چې د هغوی لپاره نوبت واخلي".

هغه متقاعدین چې ''د حکومت پوروړي'' بلل شوي

د طالبانو حکومت د ماليې وزارت د تقاعد خزانې عمومي رئیس د روان کال د سنبلې په میاشت کې ویلي وو چې د تقاعد وړ کسانو شمېر ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېږي.

د طالبانو حکومت د ماليې وزارت وياند بي بي سي ته وويل، تراوسه له ۳۰ ډېرې "امارتي" (دولتي) ادارې اعلان شوې دي او د دغو ادارو متقاعدين ورته مراجعه کوي. ده زياته کړه، چې د "څه باندې ۱۲ زرو متقاعدينو اسناد ارزول شوي چې یو شمېر یې خپل معاشونه ترلاسه کړي او تر دې دمه سلګونه ميليونه افغانۍ متقاعدينو ته ورکړل شوې دي."

خو یو شمېر هغه متقاعدين چې د جمهوريت په حکومت کې یې څو کاله د خپل تقاعد معاشونه ترلاسه کړي اوس وايي نه يوازې دا چې د تقاعد حق وړ نه دي بلل شوی بلکې "پوروړي" ګرځول شوی دي.

د متقاعدينو د ټولنې مشر افندي سنګر وايي، په پخوانيو حکومتونو کې د پوځي کارکوونکو له معاشونو پنځه سلنه او د ملکي کارکوونکو له معاشونو اته سلنه معاش د تقاعد تر نامه لاندې ګرځول کېده او "ځکه چې دا پیسې په مرکزي بانک کې ساتل کېدې او وروسته پرې سوداګري او پانګونه کېده، د تقاعد پر مهال د دې هغه پيسې چې له کارکوونکو ګرځول شوې وې سربېره پخوانيو حکومتونو ۱۱ سلنه نور هم د مرستې تر نامه لاندې متقاعدينو ته ورکول".

خو د ښاغلي سنګر په وینا، په هغه طرز العمل کې چې د طالبانو د حکومت له خوا جوړ شوی د دولت د ونډې سلنه د متقاعدينو له معاشونو حذف شوې ده او همدا کار لامل شوی هغه متقاعدين چې د جمهوريت په دوره کې یې څو کاله تقاعد اخيستی و ان "پوروړي" وبلل شي.

نوموړی چې په خپله هم د پوځي برخې متقاعد دی وايي، "زه خپله هم وړ نه بلل کېږم ځکه د جمهوريت پر مهال مې څلور کاله د تقاعد معاش اخيستی و. زموږ له ۸۰ تر ۹۰ سلنه پورې د تقاعد وړ نه بلل کېږو. دا مهال د دولت ۱۱ سلنه مرسته په حساب کې نه نيول کېږي. د جمهوريت د دورې د څلورو کلونو د تقاعد پيسې له هغه تول تقاعد چې ما ورکړ منفي شوې او ما ته هېڅ پيسې نه دي پاتې".

خو د متقاعدينو د ټولنې د مشر په وینا، د هغه قانون له مخې چې د طالبانو حکومت لغوه کړی، متقاعد تر هغه چې ژوندی وي، خپله کولی شي د تقاعد پیسې واخلي او وروسته یې مېرمن او اولادونه د هغه د تقاعد حق ترلاسه کولی شي.

ښاغلي سنګر زياته کړې چې اوس د طالبانو حکومت له متقاعدينو سره د "قطع علاقه" تر عنوان لاندې محاسبه کوي.

يو بل متقاعد ميرويس صالح زاده هم وايي، "هغه کسان چې د جمهوريت په وخت کې یې دری يا څلور کاله پيسې اخيستې دي، هغوی ته هېڅ پيسې نه ورکول کېږي، بلکې ځواب ورکول کېږي، چې ''زیاتې پیسې دې اخیستې، بلکې پوروړی یې.''

د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده نژدې یو کال وړاندې د یوه فرمان له لارې د تقاعد شویو کسانو د حقونو ورکړه د ''تقاعد د حقونو ځانګړې محکمې'' ته وسپارله.

هغه ټینګار کړی و چې د ځینو تقاعد شویو کسانو حقونه دې د محکمې د ''شرعي حکم'' له مخې ورکړل شي.

د طالبانو مشر تر دې وړاندې امر کړی و چې د دولتي کارکوونکو له معاشونو څخه دې د تقاعد پیسې نه ګرځول کېږي، چې دا په عملي ډول په افغانستان کې د تقاعد د نظام له منځه تلو په معنا بلل کېږي.

په افغانستان کې دولتي کارکوونکي هغه وخت تقاعد ته استول کېږي چې یا ۶۵ کلن شي او یا ۴۰ کاله کاري سابقه ولري.

مخکې به دولتي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ له تقاعد وروسته د هماغې تقاعدي ونډې له لارې چې د خدمت پر مهال یې ورکړې وې، او همدارنګه د دولت د مرستو له یوې برخې سره یو ځای، د خپل ژوند لګښتونه برابرول.