د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي څوک دی او کورنۍ یې څومره قدرت لري؟

    • Author, بي بي سي فارسي

هغه احتجاجونه چې په ایران کې د لوړو بیو او انفلاسیون له امله پیل شوي وو اوس د دغه هېواد د ستر مذهبي‌ مشر ایت الله علي خامنه‌اي د مذهبي واکمنۍ د پایته رسولو غوښتنه کوي. ښاغلي خامنه‌اي بیا مظاهره‌چیان د "ورانکارو د یوې ډلې" او "د ستونزو جوړوونکو" په توګه یاد کړي او ویلي یې دي چې ګواکې له دې سره "د امریکا د ولسمشر خوشحالولو" هڅه کوي.

دغه ۸۶ کلن سړي د تېرې جمعې په ورځ (مرغومی ۱۹/جنوري ۹) په یوه تلویزوني وینا کې وویل، "ټول دې خبر وي چې اسلامي جمهوريت د څو سوه زره عزتمندو خلکو په وینې تویېدو سره واکمن شوی او له دې منکرو کسانو به هېڅکله هم دغه نظام په شا قدم وانخلي."

وروسته یې خپلو پلویانو ته پر دولتي تلویزون د یوې خپرېدونکې وینا پرمهال نوره هم تونده لهجه وکاروله او ویې ویل چې ایران به "د داسې ویجاړوونکو عناصرو له ځپلو ډډه و نه کړي."

دلته موږ دې ته کتنه کوو چې د ایران دغه ستر مذهبي مشر څوک دی، په دغه هېواد کې څومره ځواک او قدرت لري او کورنۍ یې د ایران په سیاست کې څه رول لوبوي.

د ۱۹۷۹ کال اسلامي‌ انقلاب راهیسې ایت الله خامنه‌اي د ایران دوهم ستر مذهبي مشر دی او له ۱۹۸۹ راهیسې دا لوړه دنده سبمالوي. یعني د ایران اوسنیو ځوانانو داسې ژوند نه دی تجربه کړی چې د هېواد مشر یې هغه نه وي.

دی د ځواک د وېش د یوه داسې پېچلي جال په منځ کې ناست دی چې هر راز عامه پالیسي ردولی یا منلی شي او د عامه ادارو لپاره په خپله خوښه نوماندان غوره کولی شي.

ښاغلی خامنه‌اي د دولت مشر او د پوځ‌ اعلی سرقومندان دی چې د ایران انقلابي ګارد هم پکې شامل دی او دې هغه ته لا ډېر ځواک او قدرت ور په برخه کړی دی.‌

خامنه‌اي په ۱۹۳۹ کې د ایران په دویم لوی ښار مشهد کې زیږېدلی دی. پلار یې د شیعه مذهب یو منځنۍ رتبه عالم و او دی یې د اتو ماشومانو ترمنځ دویم اولاد دی.

خامنه‌اي قرآن شریف ولوست او په ۱۱ کلنۍ کې یې د یوه عالم وړتیا ترلاسه کړه. خو د هغه مهال د ډېرو مذهبي مشرانو په څېر د هغه کار د روحانیت ترڅنګ سیاسي هم و.

دی یو اغېزناک ویناوال و او د وخت د پاچا له منتقدینو سره یو ځای شو. هغه پاچا چې بلاخره د اسلامي انقلاب په ترڅ کې یې پاچاهي نسکوره کړل شوه.

خامنه‌اي څو کاله په پټه ژوند کړی او یا دا چې زنداني پاتې شوی. د شاه پټو پولیسو دی شپږ ځله نیولی، شکنجې یې زغملې او په کور دننه بې‌ځایه کېدو ته اړ ایستل شوی دی.

په ۱۹۷۹ کال کې له اسلامي انقلابه یو کال وروسته ایت الله روح الله خمیني دی د پلازمېنې تهران د جمعې لمانځه امام وټاکه.

خامنه‌اي په ۱۹۸۱ کې د ایران ولسمشر شو. وروسته چې په ۱۹۸۹ کې ایت الله خمیني د ۸۶ کلونو په عمر مړ شو نو د مذهبي مشرانو لخوا دی د هغه د ځای‌ناستي په توګه ونومول شو.

د هغه زوی مجتبی څومره واک لري؟

علي خامنه‌اي ډېر کم بهر ته ځي او راپورونه وایي چې له خپلې مېرمنې سره د تهران په مرکز کې یو ساده او ډېر کم مصرفه ژوند کوي.

ویل کېږي چې هغه بڼوالي او شاعري خوښوي او دا هم ویل شوي چې په ځوانۍ کې به یې سګرټ څکول، هغه څه چې د ایران د دیني شخصیتونو لپاره کم‌ساری دی. په ۱۹۸۰مو کلونو کې د یوه ترور د هڅې له امله یې ښی لاس فلج شو.

هغه او مېرمن یې، منصوره خجسته باقرزاده، شپږ ماشومان لري - څلور زامن او دوه لوڼې.

د خامنه‌اي کورنۍ ډېره لږه په عام محضر یا رسنیو کې راڅرګنده شوې ده او د هغه د اولادونو د شخصي ژوند په اړه رسمي او کره معلومات محدود دي.

د هغه له څلورو زامنو دویم زوی مجتبی تر ټولو مشهور دی، ځکه چې د خپل پلار په داخلي کړۍ کې د پام وړ نفوذ او مهم رول لري.

مجتبی خامنه‌اي د تهران په علوي لېسه کې زد‌کړې کړې دي، دا هغه ښوونځی دی چې زدکوونکي یې عموماً د اسلامي جمهوریت د لوړپوړو چارواکو اولادونه وي.

هغه د غلام‌ علي حداد عادل له لور سره واده کړی دی، چې یو مطرح محافظه‌کار شخص و، هغه مهال چې مجتبی لا دینی عالم نه و او پلان یې درلود چې د قُم په حوزوي مدرسه کې خپلې دیني زدکړې پیل کړي. هغه د ۳۰ کلنۍ په عمر کې د قم په مشهوره دینی حوزه کې رسمي دیني زدکړې پیل کړې - دا هغه مدرسه ده چې په ایران کې تر ټولو مهمه شیعه دینی حوزه ګڼل کېږي.

تر ۲۰۰۰مو کلونو پورې، د مجتبی خامنه‌اي سیاسي نفوذ ډېر روښانه شو، که څه هم دا خبره ډېره کمه د رسنیو له‌ خوا منل شوې ده.

مجتبی هغه وخت د خلکو پام ځان ته راوګرځاوه چې په ۲۰۰۴ کال کې د لانجمنو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال، یو نوموتی نوماند مهدي کروبي په یوه پرانیستې لیک کې ایت‌الله خامنه‌اي ته وویل چې مجتبی د پردې تر شا د محمود احمدي‌ نژاد په ګټه لاسوهنه کړې ده.

له ۲۰۱۰مو کلونو را وروسته، مجتبی د اسلامي جمهوریت یو له خورا ځواکمنو اشخاصو ګڼل کېږي او ځینې غیر رسمي راپورونه وایي چې هغه د خپل پلار (خامنه‌اي) د ځایناستي کېدو لپاره غوره کس دی. سره له دې، ځینو رسمي سرچینو دا ادعاوې رد کړې دي.

که څه هم علي خامنه‌اي پاچا نه دی او نه هم واک کولی شي خپل زوی ته وسپاري، خو مجتبی د خپل پلار په سخت‌دریځه حلقو کې پراخ نفوذ لري، په ځانګړي ډول د ستر مشر د دفتر دننه، چې له اساسي قانون څخه بهر ارګانونه تر سیوري لاندې راولي.

مصطفی خامنه‌اي د کورنۍ مشر زوی دی. د هغه مېرمن د عزیزالله خوشوقت لور ده، چې یو ډېر محافظه‌کار دودیز دیني عالم و.

هم مصطفی او هم مجتبی د ۱۹۸۰مو کلونو د ایران ـ عراق جګړې پر مهال په جګړه کې د لومړۍ کرښې برخه‌وال وو.

د علي خامنه‌اي درېیم زوی مسعود په ۱۹۷۲ کال کې زیږېدلی دی. هغه د محسن خرازي له لور سوسن خرازي سره واده کړی، چې یو پېژندل شوی دیني عالم دی او د قم د مدرسې د محافظه‌کاره ښوونکو د ټولنې غړیتوب لري. همداراز، سوسن د محمد صادق خرازي خور ده، چې یو پخوانی ډیپلوماټ و او د اصلاح‌پالو تمایلات یې لرل.

مسعود خامنه‌اي له سیاسي کړیو ځان لرې ساتلی او د هغه په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.

نوموړي پخوا د هغه دفتر مشري کوله چې د هغه د پلار د کارونو څارنه کوي او د آیت الله خامنه ای لپاره د تبلیغاتي څانګې په توګه دندې ترسره کوي؛ هغه د خپل پلار د ژوندلیک او یادښتونو د راټولولو مسؤلیت هم په غاړه درلود.

تر ټولو کشر زوی یې میثم په ۱۹۷۷ کال کې زیږېدلی. لکه د خپلو دریو مشرانو وروڼو، هغه هم دیني عالم دی.

د هغه مېرمن - چې نوم یې په رسنیو کې نه دی خپور شوی - د محمود لولاچیان لور ده، چې یو شتمن او با نفوذه سوداګر و او د ۱۹۷۹م له اسلامي انقلاب مخکې یې د انقلابي دیني عالمانو مالي ملاتړ کاوه.

میثم له خپل ورور مسعود سره یوځای د خپل پلار د آثارو د ساتنې او خپرولو په دفتر کې کار کړی دی.

دوې لوڼې

د خامنه‌اي د لوڼو په اړه په عامه توګه ډېر معلومات نشته.

بشری او هدی د کورنۍ تر ټولو وروستۍ غړې دي او دواړه د ۱۹۷۹م له اسلامي انقلاب وروسته زیږېدلي دي.

بشری په ۱۹۸۰ کال کې زیږېدلې او له محمد جواد محمدي ګلپایګاني سره یې واده کړې، چې د غلام‌حسین (محمد) محمدي ګلپایګاني زوی دی. غلام‌حسین د علي خامنه‌اي د دفتر رئیس دی.

هدی، چې د خامنه‌اي تر ټولو کشره لور ده، په ۱۹۸۱ کال کې زیږېدلې ده. هغې له مصباح‌الهدی باقري کاني سره واده کړې، چې بازارموندنه یې لوستې او د امام صادق پوهنتون استاد پاتې شوی دی.