تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه ناوې چې د واده په مهر کې یې کتابونه غوښتي
- Author, شبنم خان دوران
- دنده, بي بي سي
که مادي شتمني او کتابونه د چا پر وړاندې غوراوی وي نو ښايي لږ داسې کسان به وي چې کتابونو ته لاس کړي او دلیل یې دا دی چې د کتابونو ګټه سملاسي نه ده.
په کمساري ډول د پښتونخوا یوې پېغلې د ګډ ژوند تړون کې له خپل مېړه وغوښتل چې په مهر او جهیز کې کتابونه ورته وپېري.
نایله شمال صافۍ د پیسو، سرو زرو او کور پر ځای د کتابونو غوښتنه ډېرو ته حیرانوونکې چاره وبرېښېده.
هغه وايي دا ګام یې د ملا ماتوونکي ولور دود د بدلولو لپاره اخیستی دی.
نایله پښتونخوا د اشنغر په مندني کلي کې زېږېدلې او لومړنۍ زده کړې یې په خپل کلي کې کړي دي.
له پښتو ادبیاتو او کتابونو سره یې ژورې مینې دې ته لار هواره کړه، چې پېښور پوهنتون ته ولاړه شي او هلته خپلې زدکړې پای ته ورسوي.
اغلې ساپۍ په ډېرو لوړو نومرو او د سرو زرو مډال په ګټلو د پوهنتون د بشپړولو بریلیک ترلاسه کړ.
له سجاد سره د ګډ ژوند پیل
نایلې د پوهنتون په کلونو کې له سجاد ژوندون سره پېژنګلوي وشوه.
دواړه د پښتو ادبیاتو محصلان وو او وروسته یې د باچا خان څېړنیز مرکز کې هم ګډ کار پیل کړ.
په ۲۰۲۱ کال کې یې د ګډ ژوند پرېکړه وکړه او سره کوژده شول.
د مهر په نوم کتابتون
سجاد د خپلې ژمنې پوره کولو لپاره د خوب په کوټه کې ځانګړی کتابتون جوړ کړ.
په دغه کتابتون کې په زرګونو کتابونه اېښودل شوي وو.
نایله وایي"زموږ د خوب کوټه د ناوې یوه دودیزه کوټه نه، بلکې یوه د هنرونو یوه ګالري ده، چې د چم ګاونډ خلک د کتابونو لوستلو او معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ورته راځي او ګټه ترې اخلي."
د نایلې د ژوند ملګری سجاد وايي: "پیل کې دا خبره ډېره خلکو او ان زموږ کورنۍ ته عجيبه ښکارېده، خو چې کله دغه خبر بهر خلکو وستایه نو کورنۍ مې هم حس کړه چې ښه کار شوی دی."
نایلې بي بي سي ته وویل، د مېړه ملاتړ او ډاډ یې تر دې ځایه رسولې.
"نېکمرغه یم چې د ژوند ملګری مې ملاتړی دی، په ټولنه کې باید ښځې او سړي د زدکړو یو ډول حق ولري او د یو بل ملاتړ وکړي."
نایله او سجاد دوه زامن لري، چې او عمرونه یې هم د درېیو او څلورو کلونو ترمنځ دي. د دوی ګډ ژوند یوازې د کورنۍ په چوکاټ کې نه دی پاتې شوی، بلکې د ټولنې لپاره یې د مثبت بدلون الهام ورکړی.
دوی دواړو د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې له پېښور پوهنتونه د پښتو ادبیاتو دوکتورا کچې زدکړې بشپړې کړې او د فراغت پر مهال د کور کلي له تود هرکلي سره مخ شول.
نایلې ویل، سره له دې چې په لومړیو کې د ټولنې ځینو کسانو پر خواله رسنیو منفي غبرګونونه ښودل، خو وروسته د نوي نسل ملاتړ د دوی پر لور زیات شو.
نایله د کلي په یوه دولتي ښوونځي او کالج کې د پښتو ژبې ښوونکې ده او ورسره د "پښتون" په نوم د یوې تاریخي مجلې مرستاله ده.
سجاد بیا د همدې مجلې مدیر مسوول دی. دواړه وايي د پښتو ادب د ودې لپاره " نه ستړې کېدونکې" هڅې کوي.
د نایلې او سجاد کیسه یوازې د یو واده نکل نه دی، د ټولنې د بدلون، د پوهې د ارزښت او د هغو دودونو پر وړاندې د زړور دریځ کیسه ده چې د ټولنې لوی شمېر پېغلې او ځوانان یې قربانیان دي.