د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په خاران کې یې ۱۲ وسله وال وژلي دي

د پاکستاني پوځ عامه اړیکو اداره (ای اېس پي ار) وايي، پوځیانو د بلوچستان په خاران سیمه کې هغه ۱۲ وسله وال وژلي، چې دوی یې د ''فتنه الهندوستان'' په نامه یادوي.

تېره ورځ رپوټونو کې ویل شوي و، چې ګڼ شمېر وسله والو د خاران په مرکز کې د پولیسو پر مرکز برید کړی، بندیان یې له ځان سره بیولي او بانکونو ته یې زیان اړولی.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د ۱۵ او ۲۰ تنو تر منځ یوې ډلې وسله والو په خاران کې د پولیسو مرکز تر څنګ په نېشنل او حبیب بانکونو هم بریدونه کړي او درې اعشاریه څلور میلیونه نغدې روپۍ یې له ځان سره وړې دي.

د ای اېس پي ار په اعلامیه کې راغلي، امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۱۲ وسله وال وژلي او د پولیسو په مرکز کې یې د هغوی له لوري د خلکو یرغمل کولو هڅه ناکامه کړې ده.

د یادونې ده، چې پاکستان حکومت په بلوچستان کې د سخت دریځو او بېلتونپالو ټولې ډلې د ''فتنه الهندوستان'' په نامه یادوي. پاکستان حکومت تور لګوي، چې هند د دې ډلو ملاتړ کوي، خو هند په تېر کې دغه ډول تورونه رد کړي دي.

تېره ورځ د خاران پېښې په تړاو عیني شاهدانو ویلي و، وسله والو په ګاډو او پر موټر سایکلونو ښار ته راغلي وو.

یوه ځايي پولیس چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وویل، په برید کې پولیسو ته د سر زیان نه دی رسېدلی، خو د پولیسو موټرو او وسلې ته زیان اړول شوی او وسله والو ځینې وسلې له ځان سره وړې دي.

د دې چارواکي په وینا بریدګرو هغه مشکوک کسان هم له ځان سره بیولي، چې قضیې یې روانې او د پولیسو مرکز په توقیف کې ساتل شوي وو.

خاران د بلوچستانو له هغو سیمو یوه ده، چې د ناامنیو پېښې پکې مخکې هم شوې، خو دا مرکزي ښار ته د دومره لوی شمېر وسله والو ننوتلو لومړنۍ پېښه ده.