افغانۍ څه ډول باثباته شوه؟

    • Author, د بي بي سي حقیقت موندنې څانګه

افغانستان څنګه وتوانېد چې په تېرو دوو لسیزو کې د ډالرو او د سیمې د نورو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت باثباته وساتي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د اسعارو له بې ثباتۍ او سختو بدلونونو ځورېږي.

موږ د دغه څه لاملونه د افغانستان بانک له پخوانیو لوړپوړو چارواکو، د مالیې وزارت له مسؤلینو او افغان اقتصادي کارپوهانو سره شریک کړل.

د افغانستان بانک 'مرکزي بانک' ویاند حسیب نوري بي بي سي ته وویل، په ۲۰۲۵ کال کې د مرکزي بانک د "محتاطانه" تګلارو له مخې، د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت "۶.۵ سلنه" لوړ شوی دی:

"د نغدو پیسو د سم مدیریت، د انفلاسیون د کنټرول او د اسعارو د بازار د تنظیم په پایله کې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ ثبات درلود."

په ۱۳۸۴ لمریز کال کې چې نوي بانکنوټونه معرفي شول، یو امریکايي ډالر د ۴۸ افغانیو په بدل کې په پام کې ونیول شو. له لسو کلونو وروسته، په ۱۳۹۴ کال کې یو ډالر ۵۷ افغانیو ته ورسېد او د روان ۱۴۰۴ کال په مرغومي (جدي) میاشت کې ۶۶ افغانیو ته رسېدلی دی.

د افغانستان نوی پولي او مالي سیسټم

د افغانستان نوي پولي اصلاحات د ۱۳۸۰ لسیزې په لومړیو کې د نړیوالو بنسټونو په مشوره پلي شول. مخکې له دې چې مرکزي بانک نوې پیسې معرفي کړي، د هېواد په مرکز او شمال کې دوه ډوله پیسې دود او چاپېدې، چې هغه وخت د افغانۍ ارزښت په خورا شدت سره راټیټ شوی و.

د افغان ملي بانک پخوانی رئیس، عبدالعزیز بابکرخېل وايي چې د افغانۍ د ارزښت سقوط ځکه و چې له هغه وړاندې په ۱۳۷۰ لسیزه کې افغانۍ په زیاته کچه، بې کنټروله او په "نا مسولانه" ډول چاپېدې.

د اقتصادي چارو څېړونکی ضیا شفايي وايي چې پولي ثبات د هېوادونو د پیاوړي اقتصاد پایله ده، خو د افغانستان اقتصاد په جمهوري نظام او اوسمهال کې نه شوای کولای چې "د افغانۍ د ارزښت ساتلو ملاتړی"وي، نو ځکه: "هغه بدیل چې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوالو بنسټونو وړاندې کړ دا و چې د پولي اصلاحاتو، د دریو صفرونو په ایستلو او د نویو پیسو په معرفي کولو سره، د دې پر ځای چې د افغانستان اقتصاد د دې پيسو ملاتړی وي، د بهرنیو مرستو ډالر یې ملاتړی شي. دا پالیسي له دوو لسیزو جګړو وروسته د هغه وخت افغانستان لپاره د دفاع وړ وه."

افغانۍ څنګه خپل ثبات وساته؟

د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر خالد پاینده وايي: "د پولي پالیسۍ له نظره، د تبادلې انعطاف منونکی نرخ (Flexible Exchange Rate) تل غوره انتخاب وي، په ځانګړې توګه د افغانستان په څېر اقتصاد لپاره چې بهرني ټکانونه یې زیات دي، د اسعارو زیرمې یې محدودې دي او د پولي پالیسۍ اوزار یې ډېر کم دي."

هغه زیاته کړه چې په ډېرو سیمو، په ځانګړې توګه په سوېل او ختیځ کې، پاکستانۍ کلدارې په ورځنیو معاملو کې په پراخه کچه کارول کېدلې، خو اوس افغانۍ په ټول هېواد کې د ورځنیو معاملو یوازینۍ وسیله ده." د تقاضا دا زیاتوالی له بل مهم فکتور سره نور هم پیاوړی شوی داسې چې د افغانۍ د بانکنوټونو کمښت مخې ته راغی. له هغه ځایه چې نوي بانکنوټونه نه چاپېږي، د افغانۍ عرضه محدوده پاتې شوې او همدې کمښت د پیسو ارزښت پیاوړی کړی دی."

د صرافانو د ټولنې مشر، بهرام ځدراڼ هم وايي چې په ټول افغانستان کې د افغانۍ دودېدل او راکړه ورکړه د سوداګرۍ له پراخېدو او له نړۍ سره د اړیکو ترڅنګ د افغانۍ د ارزښت لوړېدو یو له مهمو لاملونو دی.

عبدالعزیز بابکرخېل وايي چې د وروستي افغان جمهوریت په دوره کې هم لویې ننګونې وې، خو په اوسنۍ دوره کې ''منظمه او غوره'' پولي پالیسي رامنځته شوې، ځکه چې تګلارې یې ''د وړاندوینې وړ او بااعتباره'' دي او دې کار په بازار کې د افغانۍ په اړه ''مثبتې هیلې'' پیدا کړې دي.

هغه زیاته کړه چې اوس د صرافانو او مرکزي بانک ترمنځ جوړجاړی هم له منځه تللی دی: ''هغه وخت د مرکزي بانک او صرافانو ترمنځ یو ډول جوړجاړی (تباني) شتون درلود، افغانۍ به تل ژر بې ثباته کېدله او هغه ډالر هم په افغانستان کې نه پاتې کېدل او ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېدل، دا یوه شیطاني کړۍ وه چې د افغانۍ نرخ یې راټیټاوه. د طالبانو په وخت کې دا کار له منځه تللی او د افغانۍ نرخ ښه شوی دی.''

ښاغلی بابکرخېل وايي چې د انفلاسیون کمښت بېلابېل لاملونه لري، خو په هېواد کې د نرخونو ثبات د افغانۍ د ارزښت له ثبات سره مرسته کوي. هغه زیاتوي چې نور فکتورونه لکه ''مالي ډسپلین او د بودیجې د کسر تنظیم'' هم پر نرخ مستقیم اغېز لري.

نوموړی په اوسني مرکزي بانک کې د فساد له منځه تلل او د کډوالو لخوا د پیسو رالېږل هم اغېزمن بولي. اټکل کېږي چې افغان کډوال په کال کې تر یو ملیارد ډالرو ډېرې پیسې هېواد ته رالېږي.

خو ضیا شفايي وايي چې مرکزي بانک بازار ته د افغانۍ د عرضې په کمولو سره د هغې ارزښت ساتي، چې دې ته "مدیریت شوې د اسعارو پالیسي" ویل کېږي. "د نظام په بدلېدو سره، د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې تر ۱۱۰ پورې ولوېد، خو بیا هم د مرکزي بانک په مداخله مدیریت شو او همدا پالیسي اصلي لامل دی چې افغانۍ خپل ارزښت ساتلی دی."

د مرکزي بانک هدف د انفلاسیون کنټرول دی

خالد پاینده وايي: "د افغانستان بانک اصلي هدف باید د انفلاسیون کنټرول وي، نه په مصنوعي ډول د اسعارو د نرخ تثبیت. انفلاسیون په مستقیم ډول د خلکو پر ژوند، په ځانګړې توګه پر بېوزله طبقې اغېز کوي."

ښاغلی بابکرخېل وايي چې د مرکزي بانک په قانون کې راغلي چې د دې بانک دنده د نرخونو د ثبات ساتل دي، او کله چې دا ثبات وي، افغانۍ هم باثباته وي. د مرکزي بانک د ارقامو له مخې په وروستیو کلونو کې انفلاسیون منفي و، چې طالبانو دا خپله لاسته راوړنه بلله، خو ځینې کتونکي او نړیوال بانک بیا دا منفي انفلاسیون د خلکو د پېرلو د ځواک د کمښت له امله بولي.

ارزښناکې پيسې د وارداتي هېواد لپاره "ښې دي"

په افغانستان کې چې په وارداتو متکي دی، د ډالر د بیې لوړېدل د وارداتي توکو د بیو د لوړېدو په معنی دي. ښاغلی شفايي وايي دې پولي پالیسۍ افغانستان یو "وارداتي هېواد" ګرځولی دی. په ۲۰۱۸ کال کې صادرات ۶۰۰ میلیونه او واردات ۶.۵ میلیارده ډالره وو.

سره له دې چې له پاکستان سره سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې له ننګونو سره مخ وه، خو د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۱۳.۹ میلیارده ډالرو ته ورسېدل. صادرات ۱.۸ میلیارده ډالره وو خو واردات تر ۱۲.۱ میلیارده ډالرو واوښتل.

نړیوال بانک په ۲۰۲۵ کال کې وویل چې د افغانۍ پیاوړتیا د دې لامل شوې چې بهرني توکي ارزانه شي او په وارداتو تکیه زیاته شي، چې دا کار د تجارتي بیلانس نابرابري زیاتوي.

د افغانۍ ثبات د ګاونډیو هېوادونو لپاره یوه بېلګه؟

د ایران پر وړاندې د بندیزونو له امله د هغه هېواد د ریال ارزښت په بې ساري ډول راټیټ شوی دی.

بابکرخېل وايي کله چې تومان راټیټېږي، ایراني توکي په افغان بازار کې ارزانه کېږي، چې دا د افغانانو لپاره مثبت ټکی دی، خو د ایران لپاره ښه چاره نه ده. هغه وايي د افغانستان د مرکزي بانک تجربه د سیمې د هېوادونو لپاره "ښه الګو" کېدی شي.

له بلې خوا، په پاکستان کې د کلدارې د ارزښت کمېدو د هغه هېواد صادراتو ته ګټه رسولې ده. شفايي وايي که افغانۍ هم خپل واقعي ارزښت ته لاړه شي، دا به د تولیدي اقتصاد په ګټه وي.

د نغدو پیسو کنټرول

د افغانستان بانک په ویبپاڼه کې راغلي چې دوی د تبادلې نرخ نه ټاکي، بلکې دا په بازار کې د عرضې او تقاضا پر بنسټ ټاکل کېږي.

دوی وايي تر ټولو غوره لاره په اقتصاد کې د نغدو پیسو (Liquidity) مهارول دي. طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په ډېره محدوده کچه د نویو بانکنوټونو د چاپ اجازه درلوده.

نړیوال بانک وايي د افغانستان اقتصاد لا هم شکننده دی او بانکي سکټور د نغدو پیسو له کمښت او نړیوالو محدودیتونو سره مخ دی.

د افغانۍ راتلونکی؟

د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر پاینده پر دې باور دی چې په اوږدمهال کې هیڅ پولي تګلارې د مرکزي بانک له خپلواکۍ پرته شونې او د عمل وړ نه ده. هغه د مسلکي کادرونو ساتل او د مرکزي بانک مسلکي ونډې ته درناوی مهم بولي.

خو د مرکزي بانک ویاند حسیب نوري ټینګار کوي چې په ۲۰۲۶ کال کې به هم د "محتاطانه" پولي تګلارو له لارې په بازار کې د بهرنیو اسعارو د کارېدا مخه ونیسي او پر ملي بانکنوټونو به د عامو خلکو باور نور هم پیاوړی کړي.