تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان لومړۍ لوبه او لومړی بری؛ د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام کې یې جنوبي افریقا ته ماته ورکړه
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو لوبغاړو د کرېکټ یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام سیالیو کې افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې جنوبي افریقا ته په ۲۸ منډو ماته ورکړه.
افغان زلموټو د جنوبي افریقا لوبغاړي پرېنښودل چې د دوی له لوري ورته ټاکلی ۲۶۷ منډې هدف پوره کړي او د دې لوبډلې ټول لوبغاړي یې په ۴۷ اوور کې په ۲۳۸ منډو وسوځول.
دا د کمعمره ځوانانو په روان جام سیالیو کې د افغانستان لومړی بری شو او یو ښه پیل بلل کېدای شي چې په راتلونکو لوبو کې د لوبغاړو مورال ورسره لوړېږي.
د جنوبي افریقا په توپوهونکو کې نن یوازې جېسن رولز ښه وځلېد او ۹۸ منډې یې وکړې. که څه هم بل یوه لوبغاړي یې هم تر ۲۵ ډېرې منډې و نشوای کړای خو لوبډله یې هدف ته ورنږدې شوې وه.
په نننۍ لوبه کې د رن اوټ له پلوه هم د جنوبي افریقا بخت ښه نه و او درې لوبغاړي یې په رن اوټ وسوځېدل.
د افغانستان له لوري بیا عبدالعزیر او خاطر ستانکزي د جنوبي افریقا دوه-دوه او نورستاني عمرزي او حفيظ ځدراڼ یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.
عزیر الله نیازی د ۵۱ ناسوځېدلو منډو او د دوو کېچونو په اخیستلو سره د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی شو.
د افغانستان بله لوبه د راروانې یکشنبې په ورځ (مرغومی ۲۸/جنوري ۱۸) له ویسټانډیز سره ده.
د افغانستان پاڼۍ
د نن جمعې (مرغومی ۲۶/جنورۍ ۱۶) لوبې پچه جنوبي افریقا وګټله خو افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان تر ۱۹ کلنۍ د کمعمره ځوانانو له لوبډلې خالد احمدزی او عثمان سعادت د سر توپوهونکو په توګه لوبغالي ته ور کوز شول.
که څه هم عثمان سعادت ترې په څلورو منډو وسوځېد خو خالد احمدزي او فیصل شینوزاده ښه ملګرتیا وکړه او دواړو په ګډه په ۱۵۰ منډو خبره ور واړوله.
خالد احمدزي د یوې څلوریزې او شپږو شپږیزو وهلو په ګډون ټولټال ۷۴ منډې جوړې کړې او وسوځېد.
فیصل شینوزاده بیا په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېر ۸۱ رنزونه وکړل. هغه اته شپږیزې او دوه څلوریزې هم ووهلې.
عزیز الله هم پنځوسیزه ووهله او په ۵۱ منډو د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. نورو لوبغاړو وېکټ و نشوای ساتلی او یو په بل پسې وسوځېدل.
له دې سره افغان زلموټو په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۶ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې لوبډلې جنوبي افریقا ته یې ۲۶۷ منډې هدف وټاکه.
د جنوبي افریقا ۱۹ کلنو له لوري په دې لوبه کې بیانډا مجوله او کوربن بوټا د افغانستان درې-درې لوبغاړي او جوکب باسون یو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان نورې لوبې کله دي؟
د دې سیالیو د مهالوېش له مخې، په لومړي پړاو کې افغان زلموټي درې لوبې لري چې لومړۍ یې نن جمعه (مرغومی ۲۶/جنوري ۱۶) له جنوبي افریقا سره وه.
- دویمه لوبه یې راروانه یکشنبه (مرغومی ۲۸/جنوري ۱۸) له ویسټانډیز سره ده.
- د افغانستان درېیمه سیالي د راروانې چهارشنبې په ورځ (سلواغه ۱/جنوري ۲۱) له تانزانیا سره ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ د نننۍ لوبې لپاره د لوبډلمشر او وېکټ ساتونکي محبوب خان په مشرۍ یوولس کسیز نوملړ په ډاګه کړی و.
د جنوبي افریقا پر وړاندې په دې لوبډله کې فیصل خان، عثمان خان، خالد احمدزی، عزیر خان، عزیر میاخېل، عبدالعزیز خان، واحد ځدراڼ، حفيظ ځدراڼ، خاطر ستانکزی او نصرت نورستانی شامل دي.
انګلنډ پاکستان ته ماته ورکړه
د همدې سیالیو په یوه بله لوبه کې نن بیا انګلنډ پاکستان ته په ۳۷ منډو ماته ورکړه.
انګلنډ لومړۍ توپوهنه کړې وه او په ۴۶.۵ اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۰ منډې کړې وې.
خو د پاکستان ۱۹ کلنو بیا دا هدف ترلاسه نشو کړای او ټوله لوبډله یې په ۴۶ اوور کې په ۱۷۳ منډو وسوځېده.
په روان نړیوال جام کې څو لوبډلې ګډون کوي؟
د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو لوبغاړو د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام سیالیو کې دا ځل ټولټال ۱۶ لوبډلې ګډون کوي چې پر څلورو بېلابېلو ډلو یا ګروپونه وېشل شوې دي.
په هر ګروپ کې څلور لوبډلې دي.
- په (اې ګروپ) کې اسټرالیا، اېیرلنډ، جاپان او سريلنکا لوبډلې دي.
- په (بي ګروپ) کې بنګلهدېش، هند، نیوزيلنډ او امریکا دي.
- په (سي ګروپ) کې سکاټلنډ، زېمبابوې، انګلنډ او پاکستان دي.
- افغانستان په (ډي ګروپ) کې دی چې ویسټانډیز، تانزانیا او جنوبي افریقا هم ورسره دي.
که افغان لوبډله په لومړي پړاو کې ښه وځلېږي نو دا یې راروانو پړاوونو ته په لار موندلو باندې اغېز پرېباسي.
د یادولو ده چې تر دغو لوبو وړاندې د افغانستان د زلموټو لوبډلې له اسټرالیا او سريلنکا سره تمریناتي لوبې هم لرلې چې له اسټرالیا یې لوبه ګټلې وه خو سريلنکا ته یې بایللې وه.