د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام؛ افغانستان جنوبي افریقا ته ۲۶۷ منډې هدف وټاکه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، دا د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلو د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان لومړۍ لوبه ده.
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن

د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو لوبغاړو د کرېکټ یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام سیالیو کې افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې جنوبي افریقا ته ۲۶۷ ‌منډې هدف ټاکلی دی.

د نن جمعې (مرغومی ۲۶/جنورۍ ۱۶)‌ لوبې پچه جنوبي افریقا وګټله خو افغانستان ته یې د توپ‌وهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان تر ۱۹ کلنۍ د کم‌عمره ځوانانو له لوبډلې خالد احمدزی او عثمان سعادت د سر توپوهونکو په توګه لوبغالي ته ور کوز شول.

که څه هم عثمان سعادت ترې په څلورو منډو وسوځېد خو خالد احمدزي او فیصل شینوزاده ښه ملګرتیا وکړه او دواړو په ګډه په ۱۵۰ منډو خبره ور واړوله.

خالد احمدزي د یوې څلوریزې او شپږو شپږیزو وهلو په ګډون ټولټال ۷۴ منډې جوړې کړې او وسوځېد.

فیصل شینوزاده بیا په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېر ۸۱ رنزونه وکړل. هغه اته شپږیزې او دوه څلوریزې هم ووهلې.

فیصل شینوزاده او خالد احمدزي د خوښۍ په ډول یو بل ته بېټونه ور وړاندې کړي دي.

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، خالد احمدزي او فیصل شینوزاده ښه ملګرتیا وکړه او دواړو په ګډه په ۱۵۰ منډو خبره ور واړوله.

عزیز الله هم پنځوسیزه ووهله او په ۵۱ منډو د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. نورو لوبغاړو وېکټ و نشوای ساتلی او یو په بل پسې وسوځېدل.

له دې سره افغان زلموټو په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۶ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې لوبډلې جنوبي افریقا ته یې ۲۶۷ منډې هدف وټاکه.

د جنوبي افریقا ۱۹ کلنو له لوري په دې لوبه کې بیانډا مجوله او کوربن بوټا د افغانستان درې-درې لوبغاړي او جوکب باسون یو لوبغاړی وسوځاوه.

اوس جنوبي افریقا توپ‌وهنه کوي.

د افغانستان نورې لوبې کله دي؟

دا د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلو د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان لومړۍ لوبه ده.

د دې سیالیو د مهالوېش له مخې، په لومړي پړاو کې افغان زلموټي درې لوبې لري چې لومړۍ یې نن جمعه (مرغومی ۲۶/جنوري ۱۶)‌ له جنوبي افریقا سره روانه ده.

  • دویمه لوبه یې راروانه یکشنبه (مرغومی ۲۸/جنوري ۱۸) له ویسټ‌انډیز سره ده.
  • د افغانستان درېیمه سیالي د راروانې چهارشنبې په ورځ (سلواغه ۱/جنوري ۲۱) له تانزانیا سره ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د نننۍ لوبې لپاره د لوبډلمشر او وېکټ ساتونکي محبوب خان په مشرۍ یوولس کسیز نوملړ په ډاګه کړی و.

د جنوبي افریقا پر وړاندې په دې لوبډله کې فیصل خان، عثمان خان، خالد احمدزی، عزیر خان،‌ عزیر میاخېل، عبدالعزیز خان، واحد ځدراڼ، حفيظ ځدراڼ،‌ خاطر ستانکزی او نصرت نورستانی شامل دي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د لوبغاړو عکسونه

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د افغانستان کرېکټ بورډ د نننۍ لوبې لپاره د لوبډلمشر او وېکټ ساتونکي محبوب خان په مشرۍ یوولس کسیز نوملړ په ډاګه کړی و.

په روان نړیوال جام کې څو لوبډلې ګډون کوي؟

د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو لوبغاړو د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام سیالیو کې دا ځل ټولټال ۱۶ لوبډلې ګډون کوي چې پر څلورو بېلابېلو ډلو یا ګروپونه وېشل شوې دي.

په هر ګروپ کې څلور لوبډلې دي.

  • په (اې ګروپ) کې اسټرالیا، اېیرلنډ، جاپان او سري‌لنکا لوبډلې دي.
  • په (بي ګروپ) کې بنګله‌دېش، هند، نیوزيلنډ او امریکا دي.
  • په (سي ګروپ) کې سکاټلنډ، زېمبابوې، انګلنډ او پاکستان دي.
  • افغانستان په (ډي ګروپ) کې دی چې ویسټ‌انډیز، تانزانیا او جنوبي افریقا هم ورسره دي.

که افغان لوبډله په لومړي پړاو کې ښه وځلېږي نو دا یې راروانو پړاوونو ته په لار موندلو باندې اغېز پرېباسي.

د یادولو ده چې تر دغو لوبو وړاندې د افغانستان د زلموټو لوبډلې له اسټرالیا او سري‌لنکا سره تمریناتي لوبې هم لرلې چې له اسټرالیا یې لوبه ګټلې وه خو سري‌لنکا ته یې بایللې وه.