د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ شل اووریز نړیوال جام لپاره افغان لوبډله اعلان شوه؛ څوک څوک پکې دي؟

راشد خان، نبي او ګڼ نور لوبغاړي د مقابلې لوبډلې د یوه توپ‌وهونکي له سوځولو وروسته خوښي نمانځي.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال شل اووریز نړیوال جام او د ویسټ‌انډیز پر وړاندې د شل اووریزو سیالیو د لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.

د دغه بورډ غوراوي کمېټې د دواړو سیالیو لپاره یوه لوبډله ټاکلې چې لومړۍ به د افغانستان په کوربه‌توب له ویسټ‌انډیز سره په متحده عربي اماراتو کې درې ورځنۍ لوبلړۍ ترسره کوي او ورپسې به هند ته په نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره ځي.

افغان کرېکټ بورډ نن چهارشنبه (مرغومی ۱۰ / دسمبر ۳۱) په دې اړه په خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې افغان لوبډله د نوي میلادي کال جنورۍ پر ۱۹ نېټه له ویسټ‌انډیز سره په متحده عربي اماراتو کې د درو شل اووریزه سیالیو لوبلړۍ پیل کړي چې د همدې میاشتې تر ۲۲ نېټې به روانه وي. په وینا یې، د دې لوبلړۍ تر پای‌ته رسېدو وروسته به لوبډله په شل اووریز نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره هند ته سفر وکړي.

په لوبډله کې څوک څوک دي؟

د افغان لوبډلې د لوبغاړو عکسونه

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې د راشد خان په مشرۍ دې لوبډلې ته ګلبدین نایب چې د بنګله‌دېش او زېمبابوې پر وړاندې سیالیو کې نه و، بېرته ورګرځېدلی. همداراز نوین الحق هم چې له اوږدې مودې راهیسې د اوږې ټپ له امله له سیالیو بهر و، په لوبډله کې اخیستل شوی دی.

په ۱۵ کسیزه لوبډله کې ځای شوي لوبغاړي:

راشد خان (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ (مرستیال لوبډلمشر)، رحمان الله ګوربز او محمد اسحاق (وېکټ ساتونکي)، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نور احمد، مجیب الرحمان، نوین الحق، فضل الحق فاروقي او عبدالله احمدزی.

کرېکټ بورډ ویلي چې د دوی ترڅنګ (الله محمد غضنفر، اعجاز احمدزی او ضیاء الرحمان شریفي) د "احتیاطي لوبغاړو" په توګه له لوبډلې سره شته.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د افغان لوبډلې لوبې کله دي؟

د افغانستان کرېکټ بورډ له ویسټ انډیز سره د لوبلړۍ او په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د سیالیو مهالوېش هم په ډاګه کړی دی.

له ویسټ انډیز سره د افغانستان په کوربه‌توب په متحده عربي‌ اماراتو کې لوبلړۍ:

  • لومړۍ لوبه: (دوشنبه، مرغومی ۲۹/جنوري ۱۹)
  • دویمه لوبه: (چهارشنبه، سلواغه ۱/جنوري ۲۱)
  • درېیمه لوبه: (پنجشنبه، سلواغه ۲/جنوري ۲۲)

د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ شل اووریز نړیوال جام لوبې د هند او سري‌لنکا په کوربه‌توب کېږي او افغان لوبډله پکې په لومړي پړاو کې دا لوبې لري:

  • د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ سیالي (یکشنیه، سلواغه ۱۹/فبروري ۸) چېنی، هند
  • د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ لوبه (چهارشنبه، سلواغه ۲۲/فبروري ۱۱) احمد اباد، هند
  • د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبه (دوشنبه، سلواغه ۲۷/فبروري ۱۶) ډیلی، هند
  • د افغانستان او کاناډا ترمنځ سیالي (پنجشنبه، سلواغه ۳۰/فبروري ۱۹) چېنای، هند

دا چې په دغو لوبو کې افغان لوبډله څنګه لوبېږي، د دغو سیالیو بل پړاو ته یې په لار موندنې باندې اغېز کوي.

د غوراوي کمېټه څه وايي؟

د افغانستان کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې د غوراوي کمېټې مشر احمد شاه سلیمانخېل له قوله ویل شوي چې په لوبډله کې د لوبغاړو د اخیستلو او یا نه اخیستلو پرېکړه "اسانه نه وه."

ښاغلي سلیمانخېل ویلي، "موږ د افغان لوبډلې د ټاکلو په اړه په تېرو څو ورځو کې له اړوند کسانو سره ژور بحثونه وکړل چې په پایله کې مو یې دغه لوبډله وټاکله. ګلبدین نایب د غټو سیالیو ښه لوبغاړی دی چې د نوموړي بېرته راتګ ښه خبره ده. د نوین الحق لپاره هم خوښ یو چې په راتګ سره یې زموږ د چټکې توپ اچوونې برخه نوره هم پیاوړې شي."

د غوراوي کمېټې غړي

د عکس سرچینه، ACB

خو د ده په وینا، "په ۱۵ کسیز نوملړ کې د الله محمد غضنفر نه ټاکل سخته پرېکړه وه چې پرځای یې بل پیاوړی توپ اچوونکی مجیب الرحمن ټاکل شوی دی. شاهدالله کمال په تېرو څو پړاوه کورنیو سیالیو کې ډېر ښه ځلېدلی دی او موږ ته د یو چپ‌لاسي توپوهونکي اپشن هم راکوي چې په سترو سیالیو کې ډېر پکارېږي."

د غوراوي کمېټه دا سپيناوي په داسې حال کې کوي چې په تېر کې پر افغان لوبډله او پکې ځای شوو ځینو لوبغاړو باندې د کرېکټ چارو شنونکو او مینه‌والو یې نیوکې کړې دي.

پر دې کمېټې نیوکه کېږي چې ګواکې ځينې وړ لوبغاړي هم له پامه غورځوي، په لوبو کې یې نه اخلي او پر ځای یې ځینې داسې لوبغاړي په لوبډله کې ځایوي چې له اوږدې مودې راهیسې ښه نه وي ځلېدلي.

د دې کمېټې ترڅنګ پر ځینو مخکښو لوبغاړو هم تور پورې کېږي چې ګواکې د یو شمېر ځانګړو لوبغاړو په ځایولو کې پر دې کمېټې فشار راوړي.

خو د افغانستان کرېکټ بورډ دا ډول ادعاوې او تورونه ردوي او په وار وار یې ویلي چې د غوراوي کمېټه خپلواکه ده او د لوبغاړو د غوره کولو بهیر د هغوی وړتیا او د لوبو حالت ته په کتو ترسره کېږي.

په همدې حال کې په خبرپاڼه کې د کرېکټ بورډ اجرائیه مشر نصیب خان له خولې ویل شوي چې هغه هیله‌من دی چې دا لوبډله به هم له ویسټ انډیز سره لوبلړۍ او هم په نړیوال جام کې "غوره پایلې" ترلاسه کړي.

نصیب خان ویلي، "افغان اتلانو په تېر شل اووریز نړیوال جام سیالیو کې بهترینې لوبې ترسره کړې. موږ له هغو لوبو غوره خاطرې لرو او هیله‌من یو چې په راتلونکي نړیوال جام کې لا غوره پایلې ترلاسه کړو. موږ دغه راز له نړیوال جام وړاندې د ویسټ‌انډیز کوربه‌توب کوو او ډاډه یو چې دغه لوبلړۍ به د افغان لوبډلې په تیاریو کې غوره رول ولوبوي او افغان لوبډله به له بشپړ چمتووالي سره په نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي."

په تېر شل اووریز نړیوال جام کې افغان لوبډله ښه ځلېدلې وه. افغانستان د ۲۰۲۴ کال په شل اووریز نړیوال جام کې د لومړي ځل لپاره د دغو لوبو نیمه پایلوبو ته لار وموندله. خو په نیمه پایلوبه کې یې له جنوبي افریقا سخته ماته وخوړه او پایلوبې ته له وتلو پاتې شوه.

پایلوبه د هند او جنوبي افریقا ترمنځ وشوه چې هند جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه او د ۲۰۲۴ کال د شل اووریزو لوبو نړیوال جام یې وګاټه.