د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل ته ورسېده

کابل
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه نن دوشنبه (د جولای ۶مه) سهار مهال کابل ته رسېدلې ده.

په کابل کې د بي‌بي‌سي خبریال سید عبدالله نظامي وايي، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس ډاکتر عبدالباري عمر په مشرۍ یو جګپوړی دولتي پلاوی او د بېلابېلو قشرونو استازي درناوي لپاره هوايي ډګر ته ورغلي وو.

د کابل له نړیوال هوايي ډګره په خپرو شویو عکسونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې د طالبانو حکومت اړوند د تشریفاتو قطعه هم د ښاغلي مومند جنازې ته ولاړه وه.

عبدالاحد مومند د جون ۲۱مه د ۶۷ کلونو په عمر جرمني کې مړ شوی و.

ټاکل شوې د هغه جنازه د کابل په عیدګاه جومات کې ادا ورپسې په مرنجان تپه کې خاورو ته وسپارل شي.

دا خبر تازه کېږي

کابل افغانستان