د افغانستان او سویلي افریقا د سیالۍ پر ویشتنځي نیوکې؛ کارپوهان وايي، پيچ د نیمه پایلوبې نه و

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ د ټېسټ لوبو مخکښو متخصصانو سټېفن فېن او الېکس هارتلي په ټرېنیداد کې پر هغه "بد" ویشتنځي یا پیچ نیوکه کړې چې په شل اووریز نړیوال جام کې د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ پرې نیمه پایلوبه وشوه.
د افغانستان ټوله لوبډله په دې سیالۍ کې پر ۵۶ منډو وسوځېده، چې تر دې دمه د ترسره شویو شل اووریزو نړیوالو جامونو په نیمه پایلوبو کې تر ټولو کمې منډې دي.
دا لومړی ځل و، چې افغانستان د کرېکټ په شل اووریز نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته رسېدلی و. دا لوبه په برائنلارا کرېکټ اکاډیمۍ کې کېده او افغانستان د پچې له کټلو وروسته لومړی توپ وهنه کوله.
سویلي افریقا ورکړ شوی هدف د نهم اوور په پنځم توپ په داسې حال کې ترلاسه کړ، چې یوازې یو لوبغاړی یې سوځېدلی و.
له ویشتنځي په خورا ناامنظم ډول د توپ را پورته کېدو (بېنظمه بونس) له کبله د سویلي افریقا د توپ وهونکي ناراحتي هم په وار وار ولیدل شوه.
د افغانستان کرېکټ لوبډلې مشر روزونکي جانتن ټروټ هم له لوبې وروسته یوې خبري غونډې ته وینا کې وویل:
''نه غواړم ځان په ستونزه کې ښکېل کړم، دا هم نه غواړم د انګور تروه دي، خبره وکړم، خو په اسانه ټکیو کې خو دا داسې پیچ نه و، چې څوک وغواړي لوبه پرې وکړي، د نړیوال جام نیمه د پایلوبې سیالۍ دې پرې وشي.''
د انګلند پخواني چټک توپ اچوونکي 'سټېفن فېن' ویلي، "واقعآ ښه نه و. پیچ خراب او دا د دې لامل شو چې د یوې ښې شل اووریزې لوبې ننداره ونه شي."
هغه زیاته کړې، دا ویشتنځی به "د یوې ټسټ سیالۍ د پنځمې ورځې لپاره ښه وای، خو د شل اوریزې لپاره بیخي ښه نه و."
همدا راز له انګلنډ سره د نړیوال جام ګټونکي الېکس هارتلي هم ویلي، چې "یوې انډول سیالۍ ته اړتیا وه. دغه ویشتنځي چې څه وکړل هغه دا وو چې توپوهنه یې بیخي له لوبې وایستله."
هغه دا "یوه رښتینې ګډوډي" بللې ده.
پر دغه پېچ که د عظمتالله عمرزي وروستي اوور ته وکتل شي، نو دوه توپه یې له یوه ځایه د زنګانه تر ارتفاع، یو ډېر لوړ او بل تر ټولو ټیټ پاتې شو.
د کرېکوېز مالومات هم ښيي چې په دې لوبه کې چټکو توپ اچوونکو لپاره د پام وړ اندازه اضافي خوځښت موجود و.
په ټوله کې د برائنلارا لوبغالی په روان نړیوال جام کې د تېزو توپ اچوونکو لپاره د چټکتیا او د توپ د سوېنګ کېدو له اړخه لومړی او سپېنرانو یا سوکه توپ اچوونکو لپاره دویم ځای خپل کړی دی.
هارتلي همدې ته په کتو وايي: "روښانه ده چې د پېچ په اړه به خبرې کېږي، ځکه دا په روان نړیوال جام کې څنګه چې موږه وکتل، تر ټولو خراب پېچ و."

د عکس سرچینه، Getty Images
فېن د سویلي افریقا د توپ وهنې پر مهال تبصره کې وویل: "موږ د سویلي افریقا یو توپ وهونکی هم ونه کوت چې په ډاډ سره دې داسې شاټ ووهي، چې پوهېدلی دې وي چې توپ به له کومه ځایه راځي."
"دا د یوې ډېره نابرابره سیالۍ لامل کېږي، خو نابرابره"
همدا راز د کرېکټ مشهور مبصر "ګېوف لېمون" هم ویلي، چې دا پیچ داسې و چې ګوندې د کوم اوږد فارمټ (ټېسټ) لوبه دې پرې کېږي.
د سویلي افریقا لوبډلمشر ایډېن مارکرام هم مني چې د نیمه پایلوبې شرایط "سخت" خو پر دې خوښ دی چې لوبډله یې په لومړي ځل د نړیوال جام پایلوبې ته وتلې ده.
دا اتم ځل و چې سویلي افریقا د نړیوالو یو ورځنیو او شل اووریزو لوبو نیمه پایلوبه کوله خو لومړی ځل شو چې پایلوبې ته لار مومي.











