د کرېکټ شل اووریز نړیوال جام نیمه پایلوبه؛ افغانستان سویلي افریقا ته لوبه په نهو وېکټو وبایلله

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نور محمد سعید
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان او سویلي افریقا تر منځ د ټرینیډاډ او ټوباګو په براين لارا کرېکټ اکاډیمي لوبغالي کې د شل اوریز نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبه سویلي افریقا په نهو وېکټو وګټله. افغانستان د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، خو په خورا چټکۍ سره وېکټې له لاسه ورکړې.

د لوبې تر ۱۱ اعشاریه پنځه اوور پورې افغان لوبډلې ۵۶ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له ډګره بهر شول.

دا د شل اووریز نړیوال جام په یوه لوبه کې تر ټولو لږمنډې دي.

په ځوابي لوبه کې فضل حق فاروقي د افغانستان لپاره لومړۍ وېکټه واخیسته. نوموړي د سویلي افریقا کوینتن دیکاک د لوبې دویم اوور کې د پنځو منډو له جوړولو وروسته له لوبې بهر کړ.

د لومړۍ وېکټې له بایلود وروسته د سویلي افریقا ریزا هینډریکس او لوبډلمشر ایډن مارکرم ښه ملګرتیا وکړه، د لوبې په نهم اوور کې یې هدف پوره کړ او په اسانۍ سره یې لوبه په نهو وېکټو لوبه وګټله.

مخکې رحمان الله ګوربز او ابرهیم ځدراڼ د افغانستان له لوري لوبه پیل کړه او رحمان الله ګوربز په لومړي اوور کې له هېڅ منډې پرته وېکټه له لاسه ورکړه.

د روان نړیوال جام سیالیو کې افغان لوبډلې لومړی ځل په لومړي اوور کې وېکټه له لاسه ورکړه.

ورپسې ګلبدین نائب هم نهه منډې وکړې او وسوځېد، بیا ابراهیم ځدراڼ هم له میدانه بهر شو او بیا محمد نبي هم خپله وېکټه له لاسه ورکړه. ننګیال خروټی پنځم لوبغاړی و، چې وېکټه یې له لاسه ورکړه.

د لوبې په شپږم اوور کې عظمت الله عمرزی هم د لسو منډو له جوړولو وروسته وسوځېد. د لسم اوور پر درېیم توپ کریم جنت هم وسوځېد، چې له راشد خان سره یې ملګرتیا کوله. په ده پسې د راشد خان ملګرتیا ته راغلي نور احمد او نوین الحق هم له لوبې بهر شول.

د کرېکټ شل اووریز نړیوال جام؛ څه وخت به څه کېږي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

په داسې حال کې چې افغانستان له دې سیالیو بهر شو، اوس به دوی لوبډلې په دویمه نیمه پایلوبه کې سیالي وکړي او بیا به له هغوی نه یوه په پایلوبه کې له سویلي افریقا سره ولوبېږي.

افغانستان لومړی ځل د شل اووریزو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لار موندلې وه او نیوزیلنډ او اسټرالیا یې له دې سیالیو بهر کړي وو.

په اوسني جام کې افغانستان په اوو کې پنځه لوبې ګټلې او په دریو کې له ماتې سره مخامخ شوی دی. افغانستان د څلورو لوبډلو پړاو ته بیا له بنګله دېش سره له یوې خورا سختې سیالۍ وروسته د اتو منډو په بریا ورسېد.

له نننۍ نیمه پایلوبې وروسته به دویمه نیمه پایلوبه هم نن (جون ۲۷مه) د ګیانا په پرویډینس لوبغالي کې د هند او انګلنډ تر منځ کېږي.

د هرې لوبډلې لپاره لږ تر لږه د ۱۰ اوورونو لوبه اړینه ده، چې پایله ولري، چې د مخکینیو پړاونو د پنځو اوورونو پرتله زیاتوالی ښيي.

د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د نورو ټولو سیالیو په څېر د شل اووریزو نړیوال جام نیمه پایلوبو لپاره هم په پام کې ده، چې ټوله هڅه به کېږي، چې که د اوورونو کمولو ته هم اړتیا پېښه شي، خو په ټاکلې ورځ لوبه تر سره شي.

که لوبه له پیل وروسته وځنډول شي، په احتیاط ورځ به بېرته له هماغه ځایه پیلېږي، چې په کوم ځای کې درېدلې وه. د کرېکټ شل اووریزو نړیوال جام سیالیو پایلوبه به د جون پر ۲۹مه (شنبه) د بارباډوس په کینزینګټون اوول لوبغالي کې ترسره شي.

پر یکشنبه د پایلوبې لپاره د احتیاط ورځې په توګه په پام کې نیول شوې ده او پر دواړو ورځو ۱۹۰ دقیقې اضافه وخت هم په پام کې نیول شوی دی.