د ټرمپ لخوا د علي خامنه يي وژل کېدو تائید: د ایران د مذهبي مشر اته لسيزې ژوند

 د ايت الله خامنه يې ځواني او زړتوب

د عکس سرچینه، leader.ir

د عکس تشریح، د ايت الله خامنه يې ځواني او زړتوب
    • Author, پوریا ماهرویان
    • دنده, د بي بي سي فارسۍ ډيجيټل څانګې مشر
  • د لوستلو وخت: ۳۷ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ همدا اوس اعلان وکړ، چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه وژل شوی دی. دلته د هغه شخصي او سیاسي ژوند ته یوه کتنه شوې.

خامنه يي ۱۳۱۸ لمريز کال کې د ازربايجان خامنې سيمې له پلاره، او د نجف آباد ميرداماديانو له موره په مشهد کې زېږېدلی و.

پېژندپاڼه کې يې راغلي چې دی د چنګاښ پر ۲۴ مه زېږېدلی و، خو ژوندليک کې يې چې په رسمي وېبپاڼه کې خپور شوی، د زېږون مياشت یې وری ياد شوې ده.

پلار يې، جواد خامنه يي، چې په خپله يو روحاني کس و، نجف کې زېږېدلی و، او تبرېز کې له کلونو ژوند وروسته، پای کې مشهد کې مېشت شو، او دغه ښار کې د ازريانو د جومات امام يا ملا شو.

علي خامنه يي، يې د پلار له دوهمې ښځې دوهم زوی و. جواد خامنه يي له خپلې لومړۍ ښځې درې لوڼې لرلې.

د علي خامنه يي مور، د هاشم ميردامادي نجف ابادي لور وه. دی له هغو روحانينو و، چې نسب يې د صفويانو پېر متکلم او فقيه ميرداماد ته غځېږي.

علي خامنه يي، د حوزې خپلې زده کړې په مشهد کې پيل کړې، بيا يوه کمه موده نجف ته لاړ، او بيا يې د قم علميه حوزه کې زده کړو ته دوام ورکړ.

ايت الله حسين بروجردي، ایت الله روح الله خميني، ایت الله محمد حسين طباطبايي او ایت الله حسین علی منتظري په قم کې د ده له استاذانو وو. دی بيا له قمه مشهد ته ستون شو او هلته يې زده کړو ته دوام ورکړ.

علي خامنه يي له خپل پلار سره

د عکس سرچینه، موسسه مطالعات تاریخ معاصر ایران

د عکس تشریح، علي خامنه يي له خپل پلار سره

مشهد کې يې له زده کړو او د محمد رضا پهلوي مخالفو روحانيانو سره له تړاو وروسته، د پاچا پر وړاندې پر ويناوو پيل وکړ، او په وار وار د ساواک (د ايران استخباراتي او امنيتي ادارې) له لوري ونيول شو، او يوه موده ايرانشهر ته هم جلاوطنی شو.

علي خامنه يي سره له دې چې د ايت الله خميني له شاګردانو ګڼل کېده، خو له انقلاب مخکې او د انقلاب درشل کې د ده د نژدې ملګرو کړۍ کې نه و، او د ځينو سرچينو پر بنسټ، د انقلاب پيلنۍ شورا کې چې د مرتضا مطهري په وړانديز او د ايت الله خميني په تایید د ايران له انقلاب مخکې جوړه شوې وه، ګډون نه لاره، او بيا د محمد بهشتي او اکبر هاشمي رفسنجانی په وړانديز شورا کې ورګډ شو.

عزت الله سحابي، چې د دغې شورا له غړو و، د شورا د جوړښت په اړه ويلي: "داسې وټاکل شوه، چې د علماوو شپږ کسان، د انقلاب شورا اصل او محور وي، او له دوی پرته څو کسان داسې هم وي چې روحانيان نه وي. خو يوازې داسې کسان چې باور وړ وي، په دې معنا چې تېرو څو کلونو کې يې مذهبي توب او مذهبي باور ثابت شوی وي، له هغو شپږو روحاني کسانو سره دې په ګډه د انقلاب شورا جوړه کړي. هغه روحانيان چې وروسته بيا موږ ته روښانه شول، دغه ايات حضرات په کې وو، ښاغلی مطهري، ښاغلی بهشتي، ښاغلی موسوي اردبيلي، ښاغلی هاشمی رفسنجاني، ښاغلی باهنر او شپږم ښاغلی مهدوي کني او ايت الله خامنه يي هم چې وروسته وراضافه شو"

علي خامنه يي ځوانۍ کې

د عکس سرچینه، د معاصر ايران تاريخ څېړنيز بنسټ

د عکس تشریح، علي خامنه يي ځوانۍ کې چې د ايت الله خميني شا ته ولاړ دی

د انقلاب برياليتوب سره بيا هم خامنه يي چې د ۴۰ کلنۍ درشل کې و، او مشهد کې اوسېده، د روحانيانو وروستيو ليکو کې ودرېد. لومړۍ لیکه، چې تر ډېره یې د انقلاب سلاکار او نظر ورکوونکو رول لاره، د محمود طالقاني، مرتضا مطهري او حسين علي منتظري په څېر کسانو نه جوړه وه.

ورپسې ليکه کې بيا، يو څه لا ځوان روحانيان وو، چې تر ډېره د ایت الله خميي شاګردان وو. د دوی واک تر ډېره د انقلاب پر اجرايي چارو راغونډ و. دوی د محمد بهشتي، اکبر هاشمي رفسنجاني، محمد جواد باهنر او عبد الکريم موسوي اردبيلي په څېر کسان وو.

ایت الله خمیني لومړیو کې نه غوښتل، روحانيان دې، په مخامخ ډول په دولتي او اجرايي چارو کې دندې ولرې، نو له همدې مخې کله چې د مهدي بازرګان په مشرۍ لنډمهالۍ حکومت جوړ شو، د ټکنوکراټانو ترمنځ روحانيانو لپاره کوم ځای پام کې نه و نيول شوی.

د مسئوليتونو پيل

د ۱۳۵۸ لمريز کال چنګاښ کې د لنډمهالي حکومت او انقلاب شورا ګډولو سره، د انقلاب شورا ځينې روحاني غړي، حکومت کې د مرستيالو وزيرانو په توګه په کار بوخت شول. د مصطفی چمران وزارت پر مهال، د دفاع وزارت انقلاب چارو مرستیالي (يا لکه چې ځينو سرچينو کې سياسي مرستیالي یاده شوې) د اسلامي جمهوريت حکومت کې د ښاغلي خامنه يي لومړی مسئوليت و. دی هماغه کال کې د ايت الله خمینی له لوري د دفاع لوړې شورا غړی هم شو.

دی بيا څو میاشتې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران (يا ساتندويه ځواک) چارسمبالی شو، چې مشرتابه کې یې ډېر توپيرونه وو. خو د اسلامي شورا لومړۍ دورې ټاکنو کې یې د نوماندۍ لپاره له دغې دندې ځان ګوښه کړ.

دا ۱۳۵۸ لمريز کال کې وو، چې د محمود طالقاني له مړينې وروسته چې له انقلاب وروسته د تهران جمعې لومړی امام و، او د پلازمېنې له امامته د حسين علي منتظري له استعفا وروسته، ایت الله خمیني، علي خامنه يي ته د "نېکې مخينې" دلیل پر سر، د تهران د جمعې امامت وروسپاره. يو داسې لقب چې له ۴۳ کلونو وروسته هم ورسره و.

علی خامنه يي د روغتون کټ کې

د عکس سرچینه، khamenei.ir

د عکس تشریح، د چنګاښ پر شپږمې چاودنې کې ژوندی پاتې شو

په ۱۳۵۹ لمريز کال کې د تهران له ټاکنيزې حوزې د اسلامي شورا لومړۍ دورې استازولۍ ته نوماند شو. دی چې همدې وخت کې د جمهوري اسلامي ګوند او د تهران روحانيت مبارزې ټولنې غړی و، د همدغو دوو جوړښتونو او څو نورو اسلامي ډلو په ملاتړ، د تهران پنځم استازي په توګه شورا ته لاړ. د ده دوه نور وروڼه، محمد او هادي هم، د همدې دورې استازي وو.

دی چې د ايران لومړي ولسمشر ابو الحسن بني صدر له سختو ګوتنيوونکو او د ده د سياسي وړتيا نشتوالي په اړه د رايې پلانوونکو له ډلې و، د ۱۳۶۰ لمريز کال د غبرګولي پر ۲۹ یې شورا کې د همدغه پلان د موافق په توګه وينا وکړه.

د ښاغلي بني صدر د سیاسي ناوړتيا، پلان د غبرګولي پر ۳۱مه په ۱۷۷ موافقو، يوې مخالفې او ۱۲ ممتنعو رايو، له دندې د هغه په لرې کولو، او د اسلامي جمهوريت تاريخ کې د څو ترينګلو مياشتو پر پيل تمام شو، چې د ښاغلي خامنه يي سياسي ژوند بهير کې يې پرېکنده بدلون راوست.

څه کم يوه اوونۍ وروسته بيا، د چنګاښ پر ۶ مه، د تهران ابوذر جومات کې يوې چاودنې ښاغلی خامنه يي سخت ژوبل کړ، او ښی لاس یې د تل لپاره له کاره وغورځاوه. خو ښايي همدا د دې لامل شوی وي، چې پر ورپسې ورځ د جمهوري اسلامي ګوند دفتر ته د ورتلو پر ځای روغتون کې تېره کړي، او د چنګاښ ۷ مې چاودنې کې د وژل شوو ترمنځ نه وي.

د لومړي وزير دفتر کې له یوې بلې چاودنې وروسته، چې دا ځل په کې ولسمشر محمد علی رجايي او لومړی وزير محمد جواد باهنر ووژل شول، ښاغلی خامنه يي د ايت الله خميني په ملاتړ، چې له دې مخکې د رحانيانو له لوري د ولسمشرۍ دندې نيولو مخالف و، د ولسمشرۍ درېیمې دورې نوماند شو، او د قم علمي حوزې مدرسانو (ښوونکو) په څېر جوړښتونو او د جمهوري اسلامي ګوند په ملاتړ (چې د باهنر له وژل کېدو وروسته یې په خپله مشر شوی و)، وتوانېد، په لوړو رايو د ايران درېیم ولسمشر او لومړی روحاني شو، چې دا دنده یې پر غاړه اخيسته. دی دوهم ځل بيا په ۱۳۶۴ لمريز کال کې نوماند شو، چې بيا هم په لوړو رايو ولسمشر وټاکل شو.

ولسمشري او لومړي وزير سره مخالفت

ښاغلي خامنه يي د شورا له غړو علي اکبر ولايتي، شورا ته د لومړي وزير په توګه وروپېژانده، خو پوره رایې ونه شوی ګټلی. دوهم کس چې ښاغلي خامنه يي شورا ته وړاندې کړ، د جمهوري اسلامي ګوند غړی، او د رجايي، باهنر او مهدوي کني حکومتونو د بهرنیو چارو وزير مير حسين موسوي و، چې په لوړو رايو لومړی وزير شو.

ښاغلي خامنه يي له زياتو توپيرونو سره چې له ښاغلي موسوي سره یې لرل، اړ شو، د خپلې ولسمشرۍ دوهمه دوره کې دوهم ځل دی شورا ته وروپېژني، او د خپلې ولسمشرۍ اتو کلونو کې له ده پرته بل لومړی وزير ونه لري. د ده او لومړي وزير ترمنځ يې توپیرونه په وار وار زيات شول، او چارې یې د ایت الله خميني منځګړتوب او د هاشمي رفسنجاني او موسوي ادربيلي په څېر د جمهوري اسلامي نورو څېرو له خوا مداخلې ته وکاږلې.

علی خامنه‌ای او میرحسین موسوی
د عکس تشریح، د کامرو پر وړاندې یې موسکاوې کولې، خو له مير حسين موسوی سره یې توپيرونه جدي وو

ښاغلي خامنه يي چې له ښاغلي موسوی سره کار شونی نه باله، شورا ته یې د ده ورپېژندلو لپاره د "ولی فقیه" د حکم خپرېدو غوښتنه کړې و، يو داسې حکم چې بيا هېڅ خپور نه شو، خو د ښاغلي خميني نظر بس و، چې شورا او ولسمشر یې پر خلاف عمل ونه کړي، او مير حسين موسوي يو ځل بيا د شورا په رايو لومړی وزير شي.

ايت الله خمیني ۱۳۵ استازو ته په ځواب کې، چې د ښاغلي موسوي مخالف وو، وليکل: "ښاغلی موسوي يو متدين او متعهد کس دی، او د هېواد خورا پېچلي وضعيت کې د ده حکومت بريالی ګڼم، او اوسني وخت کې یې بدلول سم نه بولم، خو، د ټاکنې حق له ولسمشر او د اسلامي شورا له مجلس سره دی."

هر څومره چې د ښاغلي خامنه يي د ولسمشرۍ عمر خپل پای ته نژدې کېده، د ده او د لومړي وزير ترمنځ یې توپيرونه په زياتېدو وو. ځينې سرچينې، چې د ښاغلي هاشمي رفسنجانی يادښتونه هم په کې دي، د ښاغلي موسوي د څو واره استعفاوو کيسې کوي، چې هر وار د ځينو دليلونو له مخې نه دي منل شوې.

له دې یې يوه پېښه کې، چې ښاغلي خامنه يي په ۱۳۶۷ لمريز کال کې، له مير حسين موسي سره د توپيرونو له روښانولو سره، د ده استعفا د نظام له ښېګڼې سره مخالفه وبلله، او د ده ليک ځواب کې یې لیکلي وو: "زه د څو نظرونو توپيرونو سره چې تاسو سره یې د هېواد ادارې بڼه کې لرم او ستاسو پر لاروچارو په تېره بيا اقتصادی چارو کې اعتراض لرم، او لکه چې پوهېږئ پرله پسې مې ټولو پړاوونو کې ستاسو سره مرسته کړې، او اوس هم ستاسو استعفا ګټوره نه ګڼم، او ټينګار پرې نظام ته ګوزار او ان په پوره معذرت سره يې خيانت، البته ناقصدي خيات، بولم او باوري يم، تاسې جناب عالي، نن اقتصاد چارو کې د حضرت امام نظرونه په بشپړه ومنئ. استعفا نه منم، او هيله کوم ټينګار ونه کړئ."

پنځوس کلني او د مشرۍ پيل

د ۱۳۶۸ لمريز کال وري کې د ایت الله منتظري عزل یا لرې کولو بيا د همغه کال غوايه پای کې د ايت الله خمینی د ناروغۍ او مړينې ترمنځ واټن يو داسې فرصت کم و، چې ترڅ کې يې د ایت الله خميني په ژوند کې د ده ځايناستی وټاکل شي.

د غبرګولي ۱۳ مې شپه کې د ایت الله خميني مرګ پايله کې بيا، د ورپسې مشر غواروی د اساسي قانون له مخې د خبرګانو جرګې پر غاړه شو. د همدغه قانون له مخې د مرجعیت شرط (چې څو میاشتې وروسته پر اساسي قانون د بيا غور پر مهال لرې شو) د ورپسې مشر لپاره لازم و.

د اساسي قانون له مخې د راتلونکي مشر لپاره درې غوراوي وو:

لومړی، د هغه وخت د تقليد له مراجعو د يو کس غواروی، چې ډېر يې د جمهوري اسلامي د جوړښت برخه نه وو، لکه ایت الله محمد رضا ګلپايګاني او شهاب الدین مرعشی نجفي.

دوهم، د اساسي قانون د ۱۰۷ اصل له مخې د مشرتابه شورا غوراوی هغه وخت کې بايد داسې حال کې شوی وی، چې د خبرګانو جرګه کې هېڅ فقیه اکثريت رایې نه لرلی. (دا برخه بيا د ۱۳۶۸ زمري کې پر اساسي قانون بيا غور کې لرې شوه)

درېیم، د خبرګانو جرګې له منځه د يو کس غوراوی.

آیت‌الله علی خامنه‌ يي
د عکس تشریح، خامنه يي د مشر ټاکلو لپاره د خبرګانو غونډه کې ويل: د اسلامي ټولنې پر حال بايد د وينو ژړا وشي، چې زما په څېر يوه کس مشرۍ شونتيا په کې وړاندې کېږي

لومړيو دوو غوراويو پوره رايې وانه خيستې. ويل کېږي چې د ايت الله ګلپايګاني مشرۍ (د ۷۴ استازو له منځه) يواې ۱۳ موافقې رايې لرلې، او د مشرتابه شورا جوړولو (د ۶۵ استازه له منځه) ۲۰ رايې. کله چې وار درېيم غوراوي ته ورسېد، د علي خامنه يي نوم هم وړاندې شو، چې په خپله د ده په ګډون يې يو شمېر کسانو ورسره مخالفت هم کاوه. دغه حالت سره، د رايې اخيستو پر مهال، د خبرګانو جرګې له ۷۴ استازو له منځه ۶۸ (د ښاغلي هاشمي رفسنجاني د روايت له مخې بيا ۶۰) کسان مشرۍ ته د ده غوراوي لپاره له خپلو ځايونو پاڅېدل.

ويل کېږي، ايت الله خميني سره د تړلو خبرو يادونه چې ښاغلي رفسنجاني غونډه کې وړاندې کړې، د ښاغلي خامنه يي غوراوي کې اغېزناکه وه.

ښاغلي هاشمي رفسنجاني خپلو خبرو کې ويل چې د ایت خمیني له زوی احمد خمیني یې اورېدلي، چې د جمهوري اسلامي بنسټګره وروسته د مشر لپاره د هغه نظر، ښاغلی خامنه يي وو.

ښاغلی خامنه يي پر اساسي قانون د بيا غور ټولپوښتنې پورې په اکثريت رايو، د لنډمهالي مشر په توګه غوره شو، او بيا وروسته د ټولپوښتنې او د مرجعيت شرط لرې کولو پايله کې د هماغه کال زمري کې د ايران جمهوري اسلامي دايمي مشر شو.

د جمهوري اسلامي ټينګښت او د کيڼ اړخو څېرو لرې کول

ښاغلي خامنه يي داسې وخت کې د ايران مشري پر غاړه واخیسته، چې حکومت د جمهوري اسلامي لومړۍ لسيزې ډېر خنډونه تر شا پرې ايښي وو. له عراق سره د جګړې له پایه يو کال تېرېده، او همداسې زندانونو کې د سياسی بندیانو له ګڼو اعدامونو هم چې د مجاهدين خلق سازمان او کيڼ اړخه ډلو غړي وو، يو کال.

خو بيا هم د ښاغلي خامنه يي مشرۍ پر وړاندې نور خنډونه وو. له دې ډلې، هغه ځواکمن اړخونه وو چې د ښاغلي خامنه يي ولسمشرۍ پر مهال له ده سره همغاړي نه وو.

لومړی بنسټ، قضايه جوړښت و، چې سر کې یې عبد الکريم موسوي اردبيلی و، او له کيڼ اړخه نور روحانيان لکه محمد موسوي خوئيني ها او محمد موسوي بجنوردي چې له لوړپوړو چارواکو یې وو.

د مشرۍ هماغه لومړي کال کې او د اساسي قانون د بيا غور له تصويب او منلو وروسته، لوړې قضايي شورا، چې د سترې محکمې مشر په مشرۍ پنځه کسيزه شورا وه، په قضايه ځواک بدله شوه، او ښاغلي خامنه يي، یې مشري، د ښي اړخه روحانيانو له ډلې محمد يزدي ته وسپارله، يو داسې کس چې وروسته یې د ښاغلي خامنه يي مرجعیت ټينګښت کې مهم رول ولوباوه.

په ۱۳۶۹ کال کې د خبرګانو جرګې دوهمې دورې ټاکنو لپاره، شورای نګهبان، يا ساتندويې شورا د يو شمېر نوماندۍ غوښتونکو صلاحيت او وړتيا رد کړه، چې له کيڼ اړخ سره یې تړاو لاره يا هم د مبارزو روحانيانو د مجمع يا ټولنې غړي وو، او هغه شمېر چې وړتيا يې منل شوې وه، وګرځول شول. په دې ډول د خبرګانو دوهمه جرګه د کيڼ اړخ روحانيانو له شتون پرته، چې د جمهوري اسلامي لومړۍ لسيزه کې یې مهمې دندې لرلې، جوړه شوه.

د اسلامي شورا درېيمې دورې استازي

د عکس سرچینه، H.Mirzaei

د عکس تشریح، د جرګې درېيمې دورې استازي تر ډېره له کيڼ اړخه وو، او د ډېرو یې بيا څلورمې دورې لپاره صلاحيت يا وړتيا رد شوه

يو کال وروسته د هغه وخت نګهبان يا ساتندويې شورا مشر محمد محمدي ګيلاني، اساسي قانون کې د دغې شورا په اړه د مادې تفسیرولو کې ويل: "ياد شوی څار د اساسي قانون په ۹۹ اصل کې سمون دی، او د کانديدانو د صلاحيت يا وړتيا منلو او ردولو په ګډون د ټاکنو ټول پړاونه پوښي."

ښاغلي خامنه يي، د نګهبان شورا کړنو تاييد کې ويل: "نګهبان شورا د خبرګانو جرګې پرېکړې پر بنسټ په خپل مسئوليت عمل کړی، او په دغو مسئلو کې هېڅ ستونزې نه شته. دا شورا يوه داسې اداره ده، چې اساسي قانون د نظام د حقانيت او اسلاميت يوه وسيله کړې ده."

خو لا هم د اسلامي شورا جرګه تر ډېره د جمهوري اسلامي کيڼ اړخه څېرو نه جوړه وه.

وروسته له هغه چې اکبر هاشمي رفسنجاني، د درېيم مجلس مشرۍ څوکۍ د خپلې ولسمشرۍ لومړي پېر پيل لپاره پرېښوده، د مبارزو روحانيانو ټولنې سرمنشي مهدي کروبي د مجلس مشر وټاکل شو. د مبارزو روحانيانو ټولنه د کيڼ اړخه روحانيانو تر ټولو ځانګړی جوړښت و، چې په (خط امامي يا لومړۍ کرښې) يادېده.

خو د خط امامي يوه روحاني کس مشري د درېيم مجلس ډېرو کيڼ اړخه استازو د صلاحيت له ردولو سره په څلورم مجلس کې دوام ونه کړ، او دغه مجلس د اکثريت ښي اړخه استازو په ملاتړ، د مبارز روحانيت ټولنې له ځانګړو څېرو علي اکبر ناطق نوري د مجلس مشرۍ ته ورساوه.

اکبر هاشمي رفسنجاني په ۱۳۷۰ کال کې خپلو يادښتونو کې د دغو صلاحيتونو ردولو سره په تړاو د احمد خميني له ګيلې ليکي: "له ماسپښين مخکې ښاغلی احمد راغی. د نګهبان شورا له لوري یې ټاکنو کې د توندلارې ليکې د ځينو څېرو (صلاحيت) ردولو شونتيا په اړه اندېښنه وښوده، او ويل یې مناسبه ده له رهبرۍ سره په دې اړه خبرې وکړي."

له دې حالت سره، د کيڼ اړخ تر ټولو مهم کس چې څنډې ته شو، د ۱۳۶۰ تر ۱۳۶۸ کاله لومړی وزير مير حسين موسوي و، چې د مشرتابه پر څوکۍ د ښاغلي خامنه يي له ناستې سره يې ټول اجرايي مسئوليتونه پای ته ورسېدل.

ښاغلي خامنه يي په ۷۱ کال کې د نګهبان شورا دوهمې دورې له پای سره احمد جنتي د دغې شورا مشر وټاکه.

يو کال وروسته نژدې هېڅ بله مهمه دنده د جمهوري اسلامي کيڼ اړخه څېرو (يا هم د هماغه خط امامي) واک کې نه وه. ان د ښاغلي رفسنجاني لومړي حکومت دوه درې وزارتونه هم د خط اماميانو له لاسه وتلي او د محافظه کارانو واک کې وو.

علي خامنه يي له عراق سره د جنګ پر مهال د سپاه قوماندانانو يوې ډلې سره ناست دی

د عکس سرچینه، shomalnews

د عکس تشریح، ښاغلی خامنه يي له عراق سره د جنګ له وخته د سپاه له قوماندانانو سره نژدې اړيکې لرلې

نظامي او انتظامي ځواکونه

د ځواکونو ټوله مشري د ايت الله خميني له مرګ سره، ايت الله خامنه يي ته ولېږدېده. خو يو توپير یې دا و، چې د خميني دوره کې، د جنګ پېر کې د نظامي او انتظامي ځواکونو ډېرې پرېکړې اکبر هاشمي رفسنجاني کولې، چې د ايت الله خميني ژوند پای کې په رسمي ډول د ځواکونو عمومي قوماندان وټاکل شو. خو ښاغلي خامنه يي بيا د مهمو نظامي پرېکړو مسئوليت پر خپله غاړه واخيست.

لومړۍ پرېکړه يې، د ټولو ځواکونو لوی درستيز پر دندې د حسن فيروزابادي ټاکل وو، چې له دې مخکې دا دنده له مير حسين موسوي سره وه. ښاغلی فيروزابادي له دې وړاندې د لومړي وزير دفاعي چارو مرستيال و، او د خاتم الانبيا قرارګاه يا اډه کې هم و، خو جنګي مخينه یې نه لرله.

بله مهمه مسئله دا وه، چې د جنګ پای ته رسېدو ته په پام، او له جبهو د ځواکونو له ستنېدو سره بايد پوځيانو، په تېره بيا د سپاه کادر او بسيجيانو ته کار موندل شوی وی.

که څه هم جنګ پای ته رسېدلی و، او ځپونکي لګښتونه يې بايد د حکومت له اوږې لرې شوي وی. خو له همدې حالت سره، د ايت الله خامنه يي د مشرۍ کلونو کې د دغه هېواد د عايداتو مهمه برخه د پوځي ځواکونو پر سمبالولو او د وسلو او جنګي توکو ډيزاينولو او توليد کې ولګول شوه.

ښاغلي خامنه يي په ۱۳۶۹ کال کې سپاهيانو ته د پوځيانو په څېر پوځي درجې ورکړې، او حسن فيروزابادي او د سپاه عمومي قوماندان محسن رضايي ته یې د سرلښکرۍ يا تورن جنرال رتبه ورکړه.

د سپاه درې ګونو ځواکونو د پوځ ځواکونو پرتله لا مهم ځای وموند. په داسې ډول چې د جنګ پېر کې د سپاه له مخکښو قوماندانانو او د سپاه پخوانی وزير علي شمخاني د سپاه او پوځ سمندري ځواکونو ګډې قوماندانۍ ته ورسېد.

د مستضعفينو بسيج د ښاغلي خامنه يي د مشرۍ لومړيو کې د ولسي ځواک په توګه لا منظم شو، او "د بسيج مقاومت ځواک" په توګه (وروسته بيا د مستضعفينو سازمان) د سپاه په يو بل ځواک بدل شو، او د قدس ځواک د سپاه بهرنۍ څانګې په توګه د هغه څه پر تله لا ډېر او لا منظم ځواک وموند، چې د جنګ پر مهال يې لاره.

د پوځ خلاف، چې له جنګ وروسته هم يوازې نظامي ځواک پاتې شو، د سپاه اقتصادي فعاليت د دوی له نظامي فعاليتونه سره ورته پر مخ لاړل.

د جنګ زمانه کې د سپاه لوجسټيکي بنسټونه، لکه د تعاون بنسټ، خودکفايي جهاد او د خاتم الانبيا قرارګاه يا اډه، د ښاغلي خامنه يي د مشرۍ پر مهال د ايران په غټو اقتصادي جوړښتونو بدل شول، او سپاه د ايران ډېرو اقتصادي پروژو کې له نفتي صنعتونو نيولې، تر لارو جوړولو او مخابراتو پورې د کار پر ساحې ولکه وکړه.

د ښاغلي خامنه يي يو بل ګام د ژاندارمرۍ، شهربانۍ او د اسلامي انقلاب کمېټو سره ګډول وو، چې "انتظامي ځواک" (وروسته انتظامي قومنداني) يې وباله، چې د جوړښت لومړيو کلونو کې يې له لنډې مودې پرته قوماندانان پرله پسې د سپاه له منځه غوره کېدل.

د سپاه قدس ځواک، چې د جنګ لومړيو کې د يوه واړه ټولي چوکاټ کې له هېواده بهر عراق او لبنان کې د سپاه د فعاليت لارښونې لپاره د سپاه د نړيوالو اړيکو تر ټولي لاندې جوړ شوی و، او بيا د رمضان په بهرنۍ اډې بدل شو، د قاسم سليماني ۲۲ کلنې قومندانۍ دورې کې د جمهوري اسلامي تر ټولو مهم پوځي جوړښت په توګه پېژندل کېده، په دومره کچه چې بيا په "سپاه قدس" مشهور شو.

آیت الله حسینعلی منتظري

د عکس سرچینه، iichs

د عکس تشریح، ایت الله منتظري د رجب ۱۳ مې مشهورې وينا ې ويل: دوی (ښاغلی خامنه يي) د فتوا او مرجعیت په کچه نه دی... شیعه مرجعیت يې بې ارزښته کړی دی

مرجعیت او مخالفان

سره له دې چې د مشرۍ لپاره د مرجعیت شرط له اساسي قانونه لرې شوی و او اجتتهاد بسنه کوله، د ايران نوی مشر د يو شمېر لوړپوړو روحانيانو له نظره د ځينو ګامونو لپاره مرجعیت ته اړتيا لرله. له دې حالت سره، تر ۱۳۷۳ کال او د ايت الله اراکي تر مړينې پورې د ښاغلي خامنه يي د مرجعیت بحث نه و راپورته شوی.

له همدې وروسته وو، چې د علميې حوزې ښوونکو ټولنې د ښاغلي خامنه يي د "اعلميت" يا بشپړې پوهنې په تائید او منلو، دی د شیعه ګانو د تقلید يوې مرجع په توګه وپېژانده. وروسته بيا د ايت الله منتظري او احمد اذري قمي په څېر ځينو روحانيانو د ښاغلی خامنه يي پر مرجعیت نيوکې وکړې.

ښاغلي منتظري په ۱۳۷۶ کال کې خپله وينا کې، چې پر ده د پنځه کلن بنديز لامل شوه، د ښاغلي خامنه يي مرجعیت تر پوښتنې لاندې راوست، او ويل يې: "اوس د مشرۍ مسئلې ته له کتو پرته، مرجعیت ولې بل؟ تاسو خو د مرجعیت په شان او کچه کې نه يئ". او ده ته يې وړانديز وکړ، چې شرعي پوښتنې ته دې ځواب د تقلید مراجعو ته پرېږدي.

څو ورځې مخکې ترې، احمد اذري قمي هم چې پيل کې د ښاغلي خامنه يي د مشرۍ له پلويانو و، د وخت ولسمشر محمد خاتمي ته په يوه ليک کې د ښاغلي خامنه يي مرجعيت تر پوښتنې لاندې راوست او ليکلي يې وو: "د مرجعيت شرط دوه شيان دي، چې هېڅ يو يې دغه درانه سره نه شته، لومړی يې اعلميت دی، دوهم شرط د شرعي مسئلو استنباط دی". د ده خبرې هم پر کور د ده د بندېدو لامل شوې، چې ۱۳۷۷ کال کې يې د عمر تر پايه دوام وکړ.

د اصلاحاتو پېر

د ۱۳۷۶ کال غبرګولی کې ټاکنو کې په لوړو رايو د محمد خاتمي په راتلو، نژدې يوه لسيزه کې له ايت الله خامنه يي سره نژدې اړخ لومړۍ ماته وخوړه.

يو کال وروسته د څو ايرانيو ليکوالانو او روڼ اندانو په وژنې، چې په ځنځيري وژنو مشهورې شوې، روښانه شوه، چې د سياسي پراخوالي پر وړاندې مقاومت څومره جدي دی.

ويل کېدل چې، دا د استخباراتو وزارت "خپلسرو ځواکونو" کار و او ښاغلي خامنه يي بیا دا وژنې بهرنيو غليمانو سره وتړلې. قربان علی دري نجف ابادي چې د خامنه يي په ملاتړ د اصلاحاتو حکومت د استخباراتو وزير شوی و، استعفا وکړه او ځای يې علي يونسي ته پرېښود، چې له فکري پلوه سمونپالو ته نژدې و.

محمد خاتمي، علی خامنه‌ يي او هاشمی رفسنجاني

د عکس سرچینه، khamenei.ir

د عکس تشریح، د سياسي پراخوالي شعار سره د ۱۳۷۶ کال ټاکنو کې د خاتمي بري ښاغلی خامنه يي او محافظه کاران حيران کړل

استخباراتو وزارت کې بدلونونه د دې لامل شول، چې د سپاه استخباراتي بنسټونه، انتظامي ځواکونه او قضايه ځواک د رهبرۍ کور په ملاتړ لا نور ځواک او اغېز ومومي، او د "موازي استخباراتي بنسټونو" نوم خپل کړي.

د ۱۳۷۸ کال چنګاښ کې د زده کوونکو احتجاجونه په نښتو او تاوتريخوالي واوښتل، او کار د سپاه مداخلې ته ورسېد. ښاغلي خامنه يي د تهران پوهنتون پر انګړ بريد تېروتنه وبلله، او ويل يې دا له سياسي ليدلورو د "دښمنانو ناوړه کټه" وه. ده ويل بهرنيو غليمانو چې په ځنځيري وژنو استخباراتي جوړښت ته ګوزار ورکړی، دا وار یې پر انتظامي ځواکونو ګوزار کړی دی.

دا د پوهنتو انګړ کې د پېښو پايله کې وو چې سپاه ښاغلي خامنه يي ته د وفادار او پلوال ځواک په توګه، د يوه ليک چوکاټ کې چې د ۱۸ لوړپوړو قومندانانو په لاسليک رسېدلی و، محمد خاتمي ته خبرداری ورکړ. لاسليکوونکو دغه ليک ليکلي وو: "د انقلاب د لوی مشر څېره مو وليده خپل مرګ مو له خدايه وغوښت، ځکه چې اوږې مو تړلې دي او اغزی په سترګه او هډوکی په ستوني کې بايد د هغه نيال مړاوېدو ليدونکي وو، چې د ۱۴ پېړيو څپېړې او د شيعه ګانو او اسلام کړاو حاصل دی."

حکومتي حکم

د "حکومتي حکم" اصطلاح د ايران سياسي ادبياتو کې لومړی ځل د ۱۳۷۹ کال زمري کې رابرسېره شوه.

په پراخه کچه د سمونپالو خپرونو درول، چې د محمد خاتمي ولسمشرۍ له پيل لږ څه وروسته پيل شوي وو، په ۱۳۷۹ کال کې يې زور واخيست.

شپږم مجلس يا جرګه، چې اکثريت يې له سمونپالو سره وه، خپل يوه لومړي ګام کې یې د خپرنيزو رسنيو د قانون سمونه وړاندې کړه. خو ښاغلي خامنه يي د هغه وخت پارلمان مشر مهدي کروبي ته په يوه ليک کې د دغه قانون د نه بدلولو غوښتنه وکړه. د ده امر چې په "حکومتي حکم" مشهور شو، د سمونپالو استازو غبرګون سره مخامخ شو. ده خپل ليک کې د دغه قانون بدلون "مشروع او د نظام په ګټه" ونه باله.

ايت الله خامنه يي ډېرې دغه ورځپاڼې د "غليم اډه" ونومولې چې "هماغه کار کوي، چې د بي بي سي او امريکا او صهیونستي رژيم راډيو ګانې او ټلويزيونونه يې غواړي وکړي".

شپږمه جرګه (پارلمان) چې په دې جنجال پيل شوه، په يوه بل جنجال پای ته ورسېده. نګهبان (ساتندويې) شورا د شپږمې جرګې څه د پاسه ۸۰ استازو صلاحیت او وړتيا ونه منله او شاوخوا ۱۳۰ ګوتنيوونکو استازو بیا په پرلت او ډله ييزې استعفا خپل احتجاج وښود.

ښاغلي خامنه يي بيا د دغو استازو پرلت سرچينه "غفلت" او بې پروايي وبلله او ويې ويل: "ځينو دورو کې داسې وه، چې که به چا د جرګې راډيو پرانيسته، داسې وه لکه له سپيکره یې چې داوې راوځي. همداسې پرله پسې راوتې، ټولنه کې داوه، ترينګلتيا او د اعصابو جنګ خپرېده."

ښاغلی خامنه يي څو ځله له قانونه له دغه لوړ واک ګټه واخيسته. د هغه څه د بهیر پر خلاف مخامخ مداخله، چې اساسي قانون او د دريو ځواکونو او نورو برخو کې يې وړاندوينه شوې، په "حکومتي حکم" يا لکه هسې چې د ښاغلي خامنه يي پلويانو "برنی امر" باله، مشهور شوی و.

په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د دوو سمونپالو نوماندانو(محسن مهرعليزاده او مصطفی معين) د وړتيا پر ارزونې بيا غور، د محمود احمدي نژاد ولسمشرۍ دوهمه دوره کې د ولسمشر لومړي مرستيال اسفندیار رحيم مشايي د حکم لغوه کول او د نفتو له عايداتو د ملي پراختيا صندوق برخې کمول له هغو نورو پېښو وو، چې د ښاغلي خامنه يي په حکومتي حکم عملي شول.

محمود احمدي نژاد او علی خامنه‌ يي

د عکس سرچینه، khamenei.ir

د عکس تشریح، داسې انګېرل کېده، چې ښاغلی احمدي نژاد ښايي هماغه خبره منونکی ولسمشر وي چې ښاغلي خامنه یي غوښت. خو چارې بيا بل ډول شوې.

د محمود احمدي نژاد پېر

په ۱۳۸۴ کال کې محمود احمدي نژاد چې د ولسمشرۍ نورو اوو نوماندانو ترمنځ تر ټولو کم پېژندل کېده، په ډېر توپير ولسمشرۍ ته ورسېد.

لومړی ځل مهدي کروبي، چې د همدې دورې له نوماندانو و، په يوه احتجاج ډوله ليکنه کې د ښاغلي خامنه يي زوی ټاکنو کې د محمود احمدي نژاد په ملاتړ تورن کړ.

ده په يوه پرانيستي ليک کې د ايران مشر ته ليکلي وو: "اورېدلي مې دي چې له لويانو يو کس تاسې جناب عالي ته ويلي، چې د حضرت عالي اقازده د فلاني کس ملاتړ کوي، او تاسو ويلي وو، دی اقا دی، اقازاده نه دی. پر هر حال روښانه شوه، چې هغه ملاتړ، د ښاغلي مجتبی شخصي نظر و".

دغه احتجاجونه چېرې ونه رسېدل، او محمود احمدي نژاد چې د ښاغلي خامنه يي ډېرو پلويو څېرو او ډلو ملاتړ لاره، د ولسمشرۍ له جنجالونو ډک خپل پېر پيل کړ.

داسې انګېرل کېده، چې له ۱۶ کلنې مشرۍ وروسته، دا دی داسې څوک د اجرايه ځواک مشر شوی، چې د خپلو دوو مخکنيو ځايناستو پرتله له ښاغلی خامنه يي سره لا ډېر همغاړی و.

خو څومره چې د ښاغلي احمدي نژاد ولسمشرۍ پر مخ تله، روښانېده، چې دی هم د مشر فرمان او امر ته بشپړ غوږ نه ږدي.

ښاغلی احمدي نژاد د خپلې ولسمشرۍ له پای ته رسېدو وروسته د ښاغلي خامنه يي په حکم د نظام مصلحت ټاکلو ټولنې حقيقي غړی شو. له همدې سره د ښاغلي خامنه يي تر ټولګې لاندې بنسټونو او د ده له نژدې کسانو سره د ده توپيرونه داسې ځای ته ورسېدل، چې ۱۳۹۶ کال کې ښاغلي خامنه يي په ښکاره اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښاغلی احمدي نژاد نوماندي د خپل ځان او نظام په ګټه نه بولي، چې ورپسې يې هماغه کال او بیا په ورپسې دورو کې د ښاغلي احمدي نژاد صلاحيت او وړتيا پرله پسې رد شوه.

سخت کال

ښايي وويل شي، ۱۳۸۸ کال د ښاغلي خامنه يي د مشرۍ يو له سختو کلونو و. داسې کال چې د ولسمشرۍ ټاکنو پايلو پر سر احتجاجونه لارو کوڅو ته وغځېدل، او د انتظامي، بسيج او سپاه ځواکونو مداخله ورسره مله شوه.

ښاغلي خامنه يي ان د نګهبان شورا له تائيد مخکې د ټاکنو له سموالي پياوړې دفاع وکړه. پر احتجاجيانو ولګېد، او د غبرګولي ۲۹ مې مشهورې جمعې لمانځه کې یې په ښکاره، ځینو برخو کې د ښاغلي احمدي نژاد نظر د "پنځوسو کلونو خپل دوست" (هاشمي رفسنجاني) پرتله خپل نظر ته لا نژدې وباله.

د دوو ګوتنيوونکو نوماندانو ګڼ نژدې کسان ونيول شول. يو شمېر يې تر فشار او ګواښ لاندې داسې اعترافونه وکړل چې پر تلويزيون خپاره شول، او ډېر یې په اوږدمهاله بند محکوم شول. احتجاجيان لارو کوڅو کې ډله ډله ونيول شول، او لنډمهاله بندځايونو ته لېږدول کېدل.

ډېر یې مړه هم شول. دوی کې يې يو شمېر نيول شوي بندځايونو کې د ربړونو او بد چلن پايله کې د کهريزک بندځي کې مړه شول، داسې څه چې د ښاغلي خامنه يي په امر د دغه بندځي د تړلو لامل شو.

خو هېڅ دغو لارهواريو د حکومت پر وړاندې د احتجاجونو فشار کم نه کړ. دغه احتجاجونه ورپسې څو مياشتې روان وو.

تهران کې د ۱۳۸۸ کال ولسمشرۍ ټاکنو اعلان شوو پايلو پر وړاندې د احتجاجيانو لويه غونډه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ۱۳۸۸ کال ولسمشرۍ ټاکنو پايلو پر وړاندې، د غبرګولي پر ۲۵ مه تهران کې د احتجاجيانو لويه غنډه

ښاغلي خامنه يي د ۱۳۸۹ کال سلواغه کې پرېکړه وکړه، چې د احتجاجونو مشران، ميرحسين موسوي، مهدي کروبي او زهرا رهنورد خپلو کورونو کې بند کړي، چې څه د پاسه ۱۶ کاله یې دوام وکړ.

همدې وخت کې بنسټپالانو سره د ښاغلي احمدي نژاد توپيرونه هم په زياتېدو وو.

د ټاکنو له اعلان وروسته، د محمود احمدي نژاد لومړی ګام، چې ترڅ کې یې اسفنديار رحيم مشايي خپل لومړی مرستیال وټاکه، د بنسټپالانو له پراخو نيوکو سره مخامخ شو.يو شمېر وزيرانو یې د کابينې غونډه د احتجاج په توګه پرېښوده.

کار داسې ځای ته ورسېد، چې پای کې يې ښاغلي خامنه يي حکومتي حکم ته مخه کړه، او د ښاغلي مشايي ګومارنه يې په رسمي ډول د ولسمشر او حکومت "د ګټې پر خلاف" او د ده "د مينه والو ترمنځ یې د توپيرونو او نهيلۍ لامل" وباله او د لرې کولو غوښتنه يې وکړه.

ښاغلي رحيم مشايي استعفا وکړه، خو ولسمشر احمدي نژاد هم دوه وزيران چې د ده د مرستيالۍ مخالفت یې کاوه، لرې کړل، غلام حسين محسني اژه يي يې د استخباراتو له وزارته او حسين صفار هرندي یې له ارشاد وزارته ګوښه کړل.

د ولسمشر يوولس ورځې غوسه

د ۱۳۹۰ کال وري کې د استخباراتو ورپسې وزير حيدر مصلحي هم استعفا وکړه، چې ولسمشر احمدي نژاد ومنله. خو ښاغلی خامنه يي يوه لیک کې په ښکاره د هغه له استعفا سره، چې ويل کېدل د ولسمشر تر فشار لاندې یې کړې وه، مخالفت وکړ، او د هغه د کار د دوام غوښتنه يې وکړه.

له دې وروسته ښاغلی احمدي نژاد ۱۱ ورځې د خپل کار ځای ته ورنه غی. ويل کېدل، چې د نشتوالي لامل يې د ايت الله خامنه يي په امر پر دنده د استخباراتو وزير پاتې کېدل وو. خو پلويانو یې دا کورناستی "له لرې کار" باله. خبره چې هر څه وه، دا له ايت الله خامنه يي سره د يوه ولسمشر مهمه مخامختيا وه.

کار داسې ځای ته ورسېد، چې د بنسټپالو پېژندل شوو څېرو پر ښاغلي احمدي نژاد توندې نيوکې کولې. په دوی کې د خبرګانو جرګې اغېز لرونکی غړی محمد تقی مصباح يزدي و، چې ويل کېدل، د ښاغلي احمدي نژاد له اصلي پلويانو و، ويې ويل، ولسمشران که د مشر له لوري ونه ټاکل شي، "طاغوت" دي او اطاعت يې "حرام" دی.

د احمدي نژاد حکومت عمر خپل پای ته په نژدې کېدو و، او همدې وخت کې د ايران اتومي پروګرام سره په تړاو نړيوال فشارونه او د لوېدیځ بنديزونه په زیاتېدو وو. که څه هم ويل کېدل، چې بهرنۍ تګلارې ټولې د مذهبي مشر د واک ساحه کې دي، خو د اتومي پروګرام او بنديزونو په اړه د ښاغلي احمدي نژاد دريځونو ايران لپاره کار لا نور سختاوه.

حسن روحانی

د عکس سرچینه، President.ir

د عکس تشریح، حسن روحاني لوېديځ سره د چلن له شعار سره رامخکې شو

د ۱۳۹۲ کال ټاکنې او برجام يا د ګډ ګام جامع پروګرام

د ايران ولسمشرۍ لسمې ټاکنې داسې حال کې وشوې، چې انګېرل کېده ټولې ګوتنيوونکې څېرې لرې شوې او د ولسمشرۍ پر څوکۍ به ايت الله خامنه يي ته يوه نژدې څېره کېني.

نګهبان (ساتندويې) شورا ان د اکبر هاشمي رفسنجاني وړتيا هم رد کړې وه، چې لسيزې د حکومت يوه تر ټولو ځواکمنه څېره او د جمهوري اسلامي مشر ته يو تر ټولو نژدې کس شمېرل کېده.

د نوماندانو ترمنځ تر ټولو مهم بحث، اتومي پروګرام، د لوېديځ بنديزونه او له ۵+۱ ډلې سره خبرې وې.

حسن روحاني چې په ښکاره يې له لوېديځ سره د چلن او د خبرو له لارې د دغې مسئلې د حل دفاع کوله، ټاکنو کې بريالی شو. له ځنډ پرته یې د خپل حکومت له جوړښت وروسته د اتومي پروګرام دوسيه د امنيت له لوړې شورا بهرنيو چارو وزارت ته ولېږدوله، او د خبرو کچه يې د دواړو خواوو وزيرانو کچې ته لوړه کړه، او ان په خپله او د لومړي ځل لپاره یې د امريکا د هغه وخت ولسمشر باراک اوباما سره ټليفوني خبرې وکړې.

خو داسې فکر کېده، چې د اتومي پروګرام په اړه پرېکړه د ولسمشر د واک او اختيار ساحه کې نه ده، او داسې بدلون د ايرن د مشر له هوکړې پرته عملي کېدی نه شي.

همدغه پړاو و، چې ایت الله خامنه يي په کې د "قهرمانانه نرمښته" خبرې وکړې او له ۵+۱ هېوادونو سره يې د خبرو په اړه هوکړه وکړه، خو په وار وار یې ويل چې د امريکايانو او له هغوی سره د خبرو په اړه هيلمن نه دی.

د نړيوالو ځواکمنو او د ايران اتومي پروګرام خبرې پای کې په ۱۳۹۴ کال کې د ايران د مشر په هوکړې پایلې ته ورسېدې. خو ښاغلي خامنه يي هېڅکله په ښکاره ډول د خبرو د پايلو چې برجام نوم يې خپل کړی و، دفاع ونه کړه. دا داسې حال کې وه، چې برجام (برنامه جامع اقدام مشترک) يا د ګډ ګام جام پروګرام د ده دفتر په مثبت نظر او اشارې، د ايران پارلمان کې له ۲۰ دقيقو کم وخت کې ومنل شو.

له برجامه د امريکا وتل

درې کاله وروسته، کله چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په يو اړخيز ډول له برجامه ووت، پر دې خبرې د ایت الله خامنه يي ټينګار چې امريکايان "د باور وړ نه دي" لا ډېر شو. له برجامه د امريکا له وتلو څو میاشتې وروسته، ده ويل د برجام خبرو په اړه يې تېروتنه کړې وه.

د ابراهيم رئيسي د ولسمشرۍ لوړې مراسم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ابراهيم رئيسي د ولسمشرۍ لوړې مراسم

ده ويل: "د برجام خبرې تېروتنه وه. د دغو خبرو په اړه مې تېروتنه وکړه او د ښاغلو په ټينګار مې د تجربې اجازه ورکړه، چې البته له ټاکلو سرو کرښو هم په کې تېر شول."

له دې مخکې ايت الله خامنه يي د "قهرمانانه نرمښت" په اړه خبرې کړې وې، د حسن روحاني پيلني حکومت لومړيو ۱۳۹۲ کال کې، وروسته له هغه چې د ايران او امريکا ولسمشرانو ترمنځ ليکونه تبادله شول، ايت الله خامنه يي، د شيعه ګانو دوهم امام سولې ته په اشارې د "قهرمانانه نرمښت" سرليک د ايران سياسي ادبياتو کې راوست، يو داسې سرليک چې د امام حسن او معاويه ترمنځ د سولې په اړه يې د خپل ليکلي کتاب له نامه اخيستل شوی و.

ده ویلي وو، له ډيپلوماسۍ سره مخالفت نه لري، خو د امريکايانو په اړه "هيلمن" نه دی.

ښايي د برجام تجربه وه، چې يو وخت يو ځل بيا له امريکا سره د مخامخ خبرو موضوع راپورته شوه، ښاغلي خامنه يي خبرې "وژونکي زهر" وبلل، او بيا یې ټينګار وکړ، چې د امريکا فشارونو پر وړاندې د جمهوري اسلامي تګلاره مقاومت دی.

ایت الله خامنه يي د حسن روحاني حکومت له پای ته رسېدو وروسته په وار وار د هغوی د فعالیت په اړه نيوکې کولې

د عکس سرچینه، leader.ir

د عکس تشریح، ایت الله خامنه يي د حسن روحاني حکومت له پای ته رسېدو وروسته په وار وار د هغوی د فعالیت په اړه نيوکې کولې

د ۱۳۹۶ کال ټاکنې

د ۱۳۹۶ کال ټاکنې د جمهوري اسلامي او په شخصي ډول ایت الله خامنه يي لپاره يوه بله ننګونه وه. محمود احمدي نژاد چې ايت الله خامنه په رسمي دول ورته په ټاکنو کې د نوماندۍ نه کولو سپارښتنه کړې وه، داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندۍ ثبتولو کم وخت پاتې و، ځان يې ټاکنو لپاره نوماند کړ.

د وړتيا ردېدا يې، چې د ايران د مشر سپارښتنه ته په پام، له تمې ډېره لرې نه وه، د مشر او د ايران مخکينيو ولسمشرانو ترمنځ د واټن يوه بله نښه وه.

ښاغلي احمدي نژاد ته د ایت الله خامنه يي د سپارښتنې دليل دا ډول په ګوته شو، چې د ده شتون ښايي ټاکنيز چاپېريال دوه قطبيز کړي، يو داسې څه چې د بنسټپالو له خوا د ابراهيم رئيسي د لوی ملاتړ اجماع له مخې وشول.

د ۱۳۹۵ مرغومي کې د اکبر هاشمي رفسنجاني مړينې د ايت الله خامنه يي پر وړاندې يوه بله ننګونه راپورته کړه. که څه هم د ۱۳۸۸ کال پېښو پايله کې د دغو دواړو پخوانيو دوستانو ترمنځ اړيکې کمرنګه شوې وې، او ښاغلي رفسنجاني نور د ايران سياست کې خپل اغېزناک رول نه لوباوه، خو په عملي ډول ده بيا هم د يوې مهمې دندې واک لاره، چې د ځای ناستي موندل يې ورته دومره اسانه نه وو.

د ایت الله خامنه يي د مشرۍ له پيله د نظام د مصلحت ټاکنې ټولنې مشري د ښاغلي هاشمي رفسنجاني پر غاړه وه. د ښاغلی رفسنجاني بله انتصابي دنده، چې د ازاد پوهنتون مشرتابه پلاوي مشري وه، چې سملاسي پرې علي اکبر ولايتي وټکال شو، د نظام مصلحت يا ښېګڼې ټاکلو ټولنې دوره ييزې مشرۍ څوکۍ، د ۱۳۹۶ کال تر زمري پورې تشه پاتې شوه، او يوازې څو مياشتې محمد علي موحدي کرماني د لنډمهالي مشر په توګه ناستې اداره کولې.

د اکبر هاشمي رفسنجاني ځايناستي کس ټاکنه، چې د مجمع يا ټولنې په څېرې پېژندل کېده، د مشرتابه لپاره يو سخت کار و. د جمهوري اسلامي سر کسانو کې د داسې څېرو شمېر چې کولی يې شوی، پر دې څوکۍ کېني، ډېر نه و. خو دې دندې دومره ارزښت لاره، چې د هر کس ګومارنه يې ورته د ايران مشر سره د ځانګړي ځای خبره کوله.

پای کې د ۱۳۹۶ اوړي کې د قضايي ځواک پخوانی مشر محمد هاشمي شاهرودي چې د ښاغلي خامنه يي له باور وړ کسانو و، د نظام د مصلحت ټاکلو ټولنې مشر شو. خو ناروغي يې چې درملنه يې سخته وه، پرې نه ښود چې ډېره موده پر دې څوکۍ پاتې شي. ښاغلی شاهرودي د ښاغلي هاشمي رفسنجاني له مرګه پوره دوه کاله وروسته مړ شو، او د دغې ټولنې د مشرۍ بحث بيا راپورته شو.

دا ځل ښاغلي خامنه يي ډېر ژر د ټولنې مشر وروپېژانده او صادق لاريجاني چې د قضايه ځواک وروستيو مياشتو مشري یې کوله، د مصلحت ټاکلو ټولنې او هم نګهبان شورا کې د ښاغلي شاهرودی ځایناستی شو. ده بیا څو مياشتې وروسته، د قضايه ځواک مشري ابراهيم رئيسي ته وسپارله، چې مخکينی کال یې د ولسمشرۍ ټاکنو کې ماته خوړلې وه.

ډېرو صادق لاريجاني د مشرتابه له غوراويو ګاڼه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېرو صادق لاريجاني د مشرتابه له غوراويو ګاڼه
د ۱۴۰۰ کال ټاکنې او د يو شمېر نورو يارانو لرې کول

د حسن روحاني دوهم پېر د جمهوري اسلامي تاريخ کې پر يوه تر ټولو ننوونکو دورو بدل شو. د ۱۳۹۸ لړم کې د تېلو بيو لوړوالی د ايران ډېرو ښارونو کې د خلکو پراخو احتجاجونو لامل شو. دا وار د احتجاجونو بڼې له مخکینيو سره توپير لاره، او د ټولنې ټيټ او کارګر اړخ هم له احتجاجيانو سره ملګری شو. حکومت د تېر په څېر، په پراخې ځپنې لاس پورې کړ، او د ۱۳۹۸ کال احتجاجونو ځپل یې د اوسني تاريخ په خونړيو احتجاجونو واړول. لا د دغو احتجاجونو لمبه نه وه سړه شوې، چې د ايران يو تر ټولو مهم او مشهور پوځي قوماندان قاسم سليماني د خپل هېواد له پولو بهر د بغداد هوايي ډګر سره نژدې د امريکا ډرون بريد کې ووژل شو.

۱۳۹۸ کال ښايي تر هماغه وخته، ښاغلي خامنه يي لپاره د ده د ۳۰ کلنې مشرۍ اوږدو کې تر ټولو سخت کال و. عقرب/لړم کې د تېلو بيو زياتوالی د ايران له سلو زياتو ښارنو کې د ولسي احتجاجونو لامل شو، او د امنيتي ځواکونو له لوري په پراخو ځپونکو تدبيرونو د ايران اوسني تاريخ تر ټولو مرګوني احتجاجونه وبلل شول. د پخوانيو کلونو احتجاجونو خلاف چې تر ډېره زده کړه يزې او ټولنيزې غوښتنې وې، دا وار پر تهران سربېره ډېر احتجاجونه کارګري ښارونو کې وشول.

ايت اله خامنه يي دا احتجاجونه "يوه ژوره، پراخه او خطرناکه توطیه" وبلل، او ويې ويل دا احتجاجونه "د اشرارو، کينه کښو، او نابابه انسانانو کار" دی.

لا هم د لړم مياشتې احتجاجونو ساړه شوي نه وو، چې په يوه ناڅاپي ګام کې، سرلښکر قاسم سليماني، چې د جمهوري اسلامي تر ټولو مهمه پوځي څېره يادېده، د بغداد هوايي ډګر سره نژدې د امريکايي ډرون ګوزار کې ووژل شو.

د سليمانی وژنه، چې په عملي ډول سيمه کې د ښاغلي خامنه يي وزير مختار بلل کېده، او د سيمې له هېوادونو او نيمه پوځي ځواکونو سره يې د ايران ټول سياسي، اقتصادي او نظامي اړيکي همغږي کول، جمهوري اسلامي ته يو دروند ګوزار و.

جمهوري اسلامي چې د قاسم سليماني په مرسته يې منځني ختيځ، په تېره بيا لبنان، عراق او سوريه کې خپل اغېز خورا زيات کړی و، يوازې دا نه وو چې د دغه موقعيت پر ساتلو ونتوانېد، له هغه وروسته یې اغېز هم په کمېدو شو.

څو ورځې وروسته د ايت الله خامنه يي دا پرېکړه، چې له امريکا به "سخت غچ" اخلي، په عملي ډول یې معکوسه پايله لرله. په عراق کې پر عين اسد اډې توغنديز بريد، يوازې دا نه و، چې ويې نه شوی کړی د قدس ځواک قوماندن وژنې ته يو ځواب شي، د سپا هوا-فضا دوو توغنديو ویشتلو پايله کې د يوې اوکراينۍ سپرلۍ لېږدوونکې الوتکې لوېدو له امله ۱۶۷ تنه سپرلۍ او عمله ووژل شول، چې غشي یې بېرته د جمهوري اسلامي واک پر سر راوګورځول.

د اوکراينۍ الوتکې لوېدو واقعيت پټولو لپاره د جمهوري اسلامي هڅې له دوو-دريو ورځو ډېر دوام ونه کړ، او د بهرنيو رسنيو په سپړنې جمهوري اسلامي پای کې ومنله چې دا الوتکه د خپل توغندي ويشتلو پايله کې لوېدلې او دا يې "انساني تېروتنه وبلله"، سره له دې چې هغه بېلګې او سندونه چې د اوکرايين او کاناډا محکمو کې وړاندي شوي وو، د قصدي بڼې کيسه کوله.

څومره چې د حسن روحاني د حکومت عمر پای ته نژدې کېده، د پخواني ولسمشرانو په څېر، د جمهوري اسلامي له مشر سره د دولت مشر توپير هم په زياتېدو و. تر هغه ځايه چې ايت الله خامنه يي ان په ښکاره او ډاګه د حسن روحاني پر حکومت، په تېره بيا د بهرنيو اړيکو سره په تړاو نيوکې کولې.

په ۱۳۹۹ کال کې د جو بايډن حکومت په راتلو يو ځل بيا د برجام راژوندي کولو هيلې رنګینې شوې. د بايدن حکومت څو لومړۍ مياشتې د حسن روحاني ولسمشرۍ دورې وروستيو مياشتو سره هممهاله شوې.

ويېنا کې ځواکمنو هېوادونو سره د روحاني حکومت بهرنيو چارو وزارت لنډو خبرو سره سره، دا خبرې د روحاني حکومت شتون کې پايلې ته ونه رسېدې، او د کار دوام یې ورپسې حکومت ته وسپارل شو.

مرکچۍ ډله چې چارسمبالی يې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال علي باقري کني و، او د حسن روحاني پېر کې د برجام له سختو ګوتنيوونکو و، په عملي ډول ونه شوی کړی، کومې پايلې ته ورسي.

د ۱۳۹۸ کال سختۍ ښاغلي خامنه يي لپاره د کورونا ويروس په خپرېدو دوه برابره شوې. ايران لومړيو کې د دغې نړيوالې وبا پر وړاندې یو تر ټولو بدو ځپل شوو هېوادونو و.

سره له دې چې، په کورونا اخته کېدو له امله د مړينو لومړۍ پېښې د سلواغې لومړيو کې د ايران روغتونونو کې ثبت شوې وې، او له هغې وروسته قم کې هم د څو کسانو د مړينې راپورونه خپاره شول، ايت الله خامنه يي يې ورته خپلو عمومي خبرو کې دومره پام ونه کړ.

ده لومړی ځل، د کب پر ۴ مه، په عمومي ډول د کورونا خپرېدو په اړه خبرې وکړې، او پرته له دې چې نوم يې واخلي، ويل يې دا ويروس "يوه ښه پلمه" وه، چې د جمهوري اسلامي مخالفان د اسلامي شورا ټاکنو کې ګډون، چې په کب کې وشوې، تر پوښتنې لاندې راولي، داسې ټاکنې چې تر هغې ورځې د جمهوري اسلامي تاريخ کې تر ټولو کم ګډون رايه ورکونه وه.

څو ورځې وروسته، ښاغلي خامنه يي د کورونا خپرېدا داسې "بلا" وبلله، چې "دومره لويه نه ده" او بيا يې خپلو نوروزي خبرو کې امريکا د کورونا ويروس په توليدولو تورنه کړه، او د کوم دليل او سند له وړاندې کولو پرته یې ويل: "ويل کېږي، چې يوه برخه يې د ايران جين سره له اشنايۍ په ګټې، په ځانګړي ډول ايرانيانو لپاره جوړه شوې ده."

ايران او نړۍ کې د کورونو قربانيانو له زياتوالي سره، د درمل جوړولو مهم شرکتونه چې تر ډېره اروپايي او امريکايي وو، د کورونا واکسين ډله ييز توليد او وېش پيل کړ. خو په هماغه لومړيو کې ايت الله خامنه يي په يوه وينا کې په ښکاره ايران ته د امريکاييو او بريتانويو واکسينونو رسېدا ممنوع اعلان کړه. داسې راپور خپور شو، چې ده په خپله د ايران له څو توليدو کړو واکسينونو يو وکړ، داسې واکسينونه چې په عملي ډول یې يو هم د توليد او وېش ډله ييزې کچې ته ونه رسېد.

ډېرو کورنيو او بهرنيو ګوتنيوونکو، د ښاغلي خامنه يي امر او لارښونه چې په واقعيت کې فتوا ګڼل کېده، د کورونا قربانيانو د شمېر زیاتوالي لامل وبلله. خو وروسته بيا امريکايي او بريتانوي واکسين هم ايران ته ورسېدل.

د حسن روحاني ولسمشرۍ پای په رانژدې کېدو، او د ولسمشرۍ نوماندانو نومليکنې له پيل سره ډېرو منځلارو او سموپالو څېرو هم خپل چمتوالی وښود.

د ۱۴۰۰ کال ټاکنې

د ۱۳۹۲ کال په څېر د ايران ۱۴۰۰ کال ولسمشرۍ ټاکنې هم له اتومي خبرو او د خلکو له ژوند سره تړلې وې. لسګونه سمونپالو او بنسټپالو څېرو ټاکنو لپاره نومليکنه وکړه. خو دا ځل هم د تېرو دورو په څېر، نګهبان یا ساتندویې شورا د نظام هډورو څېرو د صلاحيت يا وړتيا په ردولو ټول هېښ کړل.

نژدې هېڅ مهمو څېرو، چې ځينې یې ان د ښاغلي خامنه يي له نژدې کسانو شمېرل کېدل، ونه شوی کړی د صلاحيت منلو له بهيره تېر شي، چې تر ټولو مهم یې د اسلامي شورا جرګې يا پارلمان ۱۲ کلنې اوږدې مودې مشر علي لاريجاني و. په دې سره په عملي ډول د اجرايه ځواک مشرۍ ته د قضايه ځواک مشر ابراهيم رئيسي رسېدو ته لار هوراه شوه.

پر دې سربېره د حسن روحاني حکومت څو څېرو صلاحيت يا وړتیا ونه منل شوه، چې د ده لومړی مرستیال اسحاق جهانګري هم و، او د ايران مرکزي بانک مشر عبد الناصر همتي د سمونپالو او منځلارو يوې ډلې نوماند شو.

ښاغلي خامنه يي چې د ۱۳۸۴ کال پر خلاف يې چې نګهبان شورا ته یې په حکومتي حکم د دوو سمونپالو نوماندانو پر صلاحیت يا وړتيا د بيا غور امر کړی و، دا ځل یې غوره ګڼلې وه، چې نګهبان شورا ته يوازې د يوه په ليکلو بسنه وکړي.

د علي لاريجاني په څېر، چې د نظام سر تر ټولو ډېر باور وړ کسانو و، د نوماندانو منلو کې د ښاغلي خامنه يي نه مداخله، د دې ښکارندويه وه، چې د نظام تکل د قضايه ځواک مشر ابراهيم رئيسي راوستل دي.

دې ته په کتو چې د سمونپالو او منځلارو ډېرو څېرو صلاحيت او وړتيا رد شوې وه، او هم له اقتصادي او ژوند وضعیته د خلکو عمومي ناخوښۍ ټاکنو کې د خلکو ګډون د جمهوري اسلامي تاريخ کې تر ټولو ټيتې کچې ته ورساوه، او لومړی ځل د خلکو ګډون له ۵۰٪ سلنې کم شو. د لارو کوڅو احتجاجونو ځپل او د سپاه په توغندي د اوکرايين سپرلۍ لېږدوونکې الوتکې غورځېدا له نورو لاملونو وو، چې رايو صندقونو ته یې مخې کولو کې د خلکو لېوالتيا لا نوره تته کړه.

د ټاکنو د پایلو له اعلان لږ څه وروسته، د علي لاریجاني کشر ورور صادق لاريجاني، هم په يوې بې مخينې ګام کې د شورا نورو غړو سره د توپيرونو له امله استعفا وکړه. دی چې د نوماندانو د صلاحيت منلو بهير مخالف و، ان نه یې غوښتل د ابراهيم رئيسي باور ليک هم لاسليک کړي.

په دې ډول هغه کس چې لنډو دورو کې یې د حکومت مهمې څوکۍ په واک کې وې (د قضايه ځواک مشري، د مصلحت ټاکنې ټولنې مشري، نګهبان شورا کې غړيتوب او د خبرګانو ټولنه کې غړيتوب)، او ان ډېرو دی د ايت الله خامنه يي شونی ځايناستی هم ګاڼه، په يوه شاتلنه یې ایت الله خامنه يي سره د نژدې کسانو له کړۍ واټن واخيست.

د مشرۍ شونی غوراوی چې ووژل شو

د رئيسي حکومت له پيل سره ټول منځلاري او سمونپالي ځواکونه په عملي ډول د اجرايه ځواک له کړۍ وايستل شول، او د پايښت جبهې سره نژدې څېرو او د امام صادق پوهنتون زده کړاليانو لپاره لار پرانيستل شوه.

ډېرو کارپوهانو ولسمشرۍ ته د ابراهيم رئيسي رسېدا، د ايران حکومت او "سوچه کولو" ترمنځ د يووالي پيل ګاڼه. خو څومره چې د رئيسي حکومت د لنډ عمر وخت تېرېده، روښانه شوه، د بنسټپالو ترمنځ دننه توپيرونه دومره ژور دي، چې د محافظه کارانو ترمنځ لوی درز جوړوي، او د محمود احمدي نژاد د پېر په څېر د دغه اړخ ډېرو پېژندل شوو څېرو په ښکاره پر ابراهيم رئيسي نيوکې کولې.

د خلکو د ژوند ستونزې هسکې ته رسېدلې وې، چې د يوې ځوانې نجلۍ وژنې، چې د "بدحجابۍ" په دليل نیول شوې وه، د ايران اسلامي جمهوريت تاريخ کې تر ټولو لويو ولسي احتجاجونو اور بل کړ.

مهسا (ژينا) امیني چې ۲۱ کلنه وه، د "ګشت ارشاد" پوليسو له لوري له نیول کېدو وروسته، د نيولو پر مهال د ګوزارونو پايله کې چې پر سر يې خوړلي وو، کوما ته لاړه، او څو ورځې وروسته روغتون کې مړه شوه. د ايرانيو ښځو سخت احتجاج چې تر ډېره د حجاب لرې کولو پلويانې وې، په يوه نړيواله موضوع واوښت او د "مهسا غورځنګ" يا د "ښځه، ژوند، ازادي" غورځنګ نوم يې خپل کړ.

د خلکو ډېرې برخې ملګرتيا، چې تر منځ يې پېژندل شوې هنري او ورزشي څېرې هم وې، د ايران حکومت دې ته اړ کړ چې په پراخې ځپنې يې د احتجاجیانو پر وړاندې مقابله وکړي.

ښاغلي خامنه يي خپلو بېلابېلو ویناوو کې د تېر په څېر دا احتجاجونه له "بهرنيو غليمانو" سره تړلي وبلل، او داوه يې کوله، چې دا غورځنګ د "امريکا، اسرائيلو او بهرنیو عاملانو" له لوري پلان شوی او لارښوونه يې شوې ده. ده د احتجاجونو ځپلو کې د امنیتي او نظامي ځواکونو د چلن ملاتړ وکړ، او احتجاجيان يې "بلواګر" وبلل.

ده د دغو احتجاجونو پر وړاندې خپلو لومړيو غبرګونونو کې ويل: "که خبره د دغې ځوانې نجلۍ هم نه وی، يوه بله پلمه يې جوړوله، چې سږنی کال د تلې پر لومړۍ، هېواد کې ناامني او بلوا رامنځته کړي."

د دغو احتجاجونو ترڅ کې لسګونه نجونې او هلکان د لارو کوڅو نښتو کې د امنيتي ځواکونو په لاسونو وژل شول او زرګونه کسان ونيول شول، او يو شمېر په چټکۍ په اعدام محکوم شول، او د ډېرو يې حکم پلی شو.

د ۲۰۲۳ کال اوکتوبر پر ۷ مې پر اسرائيلو د حماس له بريد او د اسرائيلو او فلسطینيانو ترمنځ د اوږده جنګ پيل سره د ايران حکومت، که څه هم دې بريد کې يې له خپل مخامخ روله انکار کاوه، خو په بشپړ ډول يې د حماس ملاتړ ته مخه کړه. د دغه جنګ له اوږدېدو سره، حزب الله چې د جمهوري اسلامي له ملاتړه برخمن و، دې جنګ کې ورښکېل شو. دمشق کې د ايران پر کونسلۍ برید، او سوريه کې د سپاه قوماندان محمد رضا زاهد وژل کېدو ايران اسرائیلو سره په مخامخ شخړه کې ورښکېل کړ، او د ۱۴۰۳ لمريز کال پيل سره ايت الله خامنه يي پر اسرائيلو د ډرون او توغنديز بريد په امر، چې "وعده صادق" يې باله، د دواړو هېوادونو ترمنځ مخامخ ټکر پيل کړ، چې پایله کې يې د اسرائيلو غبرګون هم و.

د ۱۴۰۳ لمريز کال غبرګولي کې د ايران او اسرائيلو ترمنځ د ترينګلتيا هسکه کې، ابراهيم رئیسي چې په عملي ډول يې د جمهوري اسلامي مشر بشپړ ملاتړ لاره، او داسې انګېرل کېده چې د ښاغلي خامنه يي ځايناستۍ تر ټولو مهم غوراوی ګڼل کېده، د ايران شمال لوېديځ کې د يوې چورلکې لوېدو پېښه کې ووژل شو، يوه داسې پېښه چې د جمهوري اسلامي تګلوری يې بدل کړ.

د ولسمشرۍ وختي ټاکنو ترسره کولو سره، هغه هم د پارلمان له ټاکنو ۴ میاشتې وروسته، چې په ۴۰ سلنه ګډون (د کورنیو چارو وزارت رسمي شمېرنو) سره د جمهوري اسلامي ۴۵ کلن تاريخ کې یې تر ټولو کم ګډون ریکارډ مات کړ، واکمن يې د رئيسي حکومت دوام يا هم د تګلوري بدلون دوو لارو پیلامه کې ودرول.

دا ځل هم ګڼ شمېر شته څېرو نومليکنه وکړه، خو بيا يې د علي لاريجاني په ګډون د ډېرو صلاحيت يا وړتيا ونه منل شوه. سمونپالو ته نژدې، يوازينی نوماند مسعود پزشکیان و، چې يوه کمه پېژندل شوې څېره بلل کېده، خو ويې کړی شوی، د سعید جليلي پر وړاندې چې د پايښت جبهې له ملاتړه برخمن نوماند و، په يوه نژدې سيالۍ کې بريالی شي.

د پزشکيان ولسمشرۍ پيل د ایران او اسرائيلو ترمنځ د مخامختيا لوړېدو سره هممهاله شو. د حماس جګپوړی مشر اسماعيل هنیه، چې د مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو مېلمه و، د تهران شمال کې خپل استوګنځي کې ووژل شو. ايران يې په مخامخ ډول د وژنې مسئول اسرائيل وګڼل.

څه موده وروسته د حزب الله مشر حسن نصر الله، چې ډله يې سيمه کې د ایران اسلامي جمهوريت تر ټولو مهم ملګری ګڼل کېږي، پر استوګنځي یې د اسرائيلو توغنديز برید کې ووژل شو. ویل کېدل چې لبنان کې د سپاه قوماندان عباس نيلفروشان هم ورسره دې بريد کې وژل شوی دی.

ایت الله خامنه يي د حسن نصر الله وژل کېدو پايله کې چې په عملي ډول يې لبنان کې استازی بلل کېده، يو ځل بيا پر اسرائيلو د بريد امر ورکړ. د "وعده صادق ۲" سره چې له مخکيني بريده ډېر پراخ و، بيا د اسرائيلو غبرګون و، چې ويل کېدل، دا ځل يې ایران کې ځينې حساس پوځي او اتومي مرکزونه په نښه کړي دي.

جمهوري اسلامي کې د اداري عمر لوړېدا او د جمهوري اسلامي ډېر پخوانيو چارواکو په اړه د ایت الله خامنه يي د ډاډ نشتوالی، چې درې پخواني ولسمشران هم په کې وو، د ډېرو داسې دندو لپاره د چاوراکو غوراوي کې چې د جمهوري اسلامي مشر بايد ګومارلی وی، لاس بند کړ.

ده د خپل حکومت وروستيو کلونو کې د مسئوليت دورې پای ته رسېدو يا يې د چارواکي د مړینې له امله سملاسي نه شوی کولی، مناسب او وړ ځایناستی ومومي.

د مخکينيو دورو مديرانو يوه مهمه برخه او همدارنګه سياسي څېرې چې د جمهوري اسلامي پښو ټينګېدو او ثبات کې يې مهم رول لاره، د ده د دغه څو لسيزو حکومت اوږدو کې له دې امله چې د ایت الله خامنه يې اړخ سره يې اړینه همغږي نه لرله، يا يې د باور وړ نه وو، د جمهوري اسلامي له اداري کړۍ وايستل شول.

د خبرګانو شورا چې د ایت الله خامنه يې نژدې څلورو لسيزو مشرۍ اوږدو کې ان یو ځل هم دی د دغه بنسټ غونډو ته ورونه باله، او په عملي ډول یې د خپلو قانوني دندو يوه برخه، چې د مشر پر کړنلار څار دی، يو اړخ ته کړې وه، اوس بايد داسې يو څوک ځایناستی کړي، چې حکومت کې د واک پر لوبې ولکه وکړي، او د داسې حکومت مشري وکړي، چې د واک له پېچلو پوړونو ډک دی، داسې څه چې د ایت الله خامنه يي د ۴۰ کلنې مشرۍ ميراث دی.

داسې انګېرنه چې ځايناستی يې هم وکړی شي د ده په څېر خپل واک پراخ او ټينګ کړي -لږترلږه په لنډمهالي ډول- سخته ښکاري، او لرې برېښي درېيم مشر وکړی شي، لږترلږه د مشرۍ پېر اوږدوالي له مخې د دوهم مشر کچې ته ورسېږي.