د طالبانو حکومت مشرتابه کې اختلاف؛ بي بي سي د انټرنېټ پرې کېدو تر شا د نظرونو له ټکره پرده پورته کوي

- Author, د بي بي سي افغانستان حقیقت موندنې څانګه
بي بي سي د طالبانو د حکومت د مشر هبت الله اخوندزاده یو غږیز کلیپ ترلاسه کړ، چې په ډاګه یې کړه، د ده تر ټولو لویه اندېښنه څه ده، دا کوم بهرنی ګواښ نه دی، بلکې د افغانستان له دننه یو خطر دی.
دی د "خپلمنځي تقابل" په تړاو خبرداری ورکوي چې د "اسلامي امارت" په اډانه کې به'ځینې' کسان یو د بل پر وړاندې ودروي.
په دې ثبت شوي غږ کې چې بي بي سي ته رسېدلی، د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده خبرې اورېدل کېږي چې وايي، خپلمنځي اختلافونه په پای کې دوی ټول له پرځېدو (سقوط) سره مخامخ کولای شي.
هغه خبرداری ورکړ: "د دغو اختلافونو پایله کې امارت له منځه ځي او پای ته به ورسېږي."
د هبت الله اخوندزاده دا غږیز پیغام چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د کندهار یوې دیني مدرسه کې د طالبانو غړو ته پکې غږیږي، هغه اوازې یې نورې هم تودې کړې، چې له هغه څو میاشتې مخکې د طالبانو په مشرتابه کې د اختلافاتو په هکله خپرې شوې وې.
تېر ژمی همدې اوازو او د طالبانو مشر د اندېښنې څرګندونې د بي بي سي افغانستان څانګې لپاره یو لامل شو چې د دې ډلې په اړه، چې معمولا خپلې چارې محرمې ساتي، یو کلن تحقیق پیل کړي.
دې څېړنه کې د طالبانو له اوسنیو او پخوانیو غړو، سیمه ییزو سرچینو، کارپوهانو او پخوانیو ډیپلوماتانو سره له ۱۰۰ ډېرې مرکې شوې دي. دې رپوټ کې د خوندیتوب لپاره، بي بي سي منلې چې د خپلو سرچینو نومونه خپاره نه کړي.
اوس، لومړی ځل موږ وتوانېدو چې د طالبانو په مشرتابه کې دوې جلا ډلې وپېژنو او په تړاو یې وغږېږو، دغه ډلې چې هر یوه یې د افغانستان د راتلونکي لپاره جلا او متضاد لیدلوري لري.
یوه ډله چې په بشپړ ډول د هبتالله اخوندزاده پلویان دي، هغه چې د طالبانو د قدرت له مرکز کندهاره، هېواد د یو "سختدریځه اسلامي امارت" پر لور بیايي او له عصري نړۍ یې ګوښی ساتي، داسې یو حکومت کوي چې 'ملایان' د حکومت هرې برخې چارې پکې سمبالوي.
دویمه ډله، چې د طالبانو له ځواکمنو غړو جوړه ده او تر ډېره په کابل کې مېشته ده، د داسې افغانستان غوښتونکې ده چې لا هم د اسلام له سختدریځه تفسیر سره تړلی وي، خو له بهرنۍ نړۍ سره تعامل ولري، اقتصادي پراختیا ولري او ان نجونو او ښځو ته د زدکړو اجازه ورکړي.
خو پوښتنه تل دا وه "د کابل ډله" چې د طالبانو د حکومت د کابینې له کلیدي وزیرانو، ځواکمنو وسله والو، ځینو روحانیونو جوړه ده او زرګونه ژمن کسان لري، و به توانېږي په ریښتینې توګه هبت الله اخندزاده وننګوي، لکه چې هغه د تېر ژمي په وینا کې ترې اندېښنه ښوولې؟
د طالبانو په عقیدوي نظام کې ښاغلی اخندزاده مطلق واکمن دی، داسې مشر چې یوازې خدای ته ځواب ویونکی دی او داسې څوک چې ننګول کېدای نه شي.
خو د سږ کال په تله یا میزان میاشت کې بیا د هبت الله اخوندزاده له لوري یوه داسې پرېکړه راغله، چې د هېواد تر ټولو ځواکمنو چارواکو تر منځ پټ کشمکش یې په یوه برالا تقابل بدل کړ. دا د نظرونو تر منځ داسې یو څرګند ټکر و، چې هېچا یې تمه نه درلوده.
د روان لمریز کال د تلې میاشتې په پیل کې، هبتالله اخندزاده امر وکړ چې انټرنېټ او ټلیفوني لیکې دې پرې شي، یو داسې اقدام چې افغانستان یې په بشپړ ډول له بهرنۍ نړۍ جلا کړ.
درې ورځې وروسته، انټرنیټ پرته له دې چې د پرې کېدو لامل یې روښانه شي، بېرته وصل شو.
د طالبانو د حکومت له منځه یوې سرچینې دې تحقیق ته هغه څه پر ډاګه کړل، چې د پردې تر شا پېښ شول، هغه دا و چې د کابل ډلې د هبتالله اخندزاده له امر سره په مخالفت کې انټرنېټ بېرته وصل کړ.
د افغانستان د چارو یو کارپوه چې د طالبانو له راپورته کېدو راهیسې هغوی څاري،د بي بي سي دې تحقیقي رپوټ ته ویلي: "طالبان، د هر بل افغان ګوند یا ډلې برعکس، د خپل کورني انسجام له امله د پاموړ دي، هیڅ درز په کې نه دی لیدل شوی، او ان ډېر خپلمنځي اختلاف هم پکې نه دی ترسترګو شوی. "
د دغه کس په وینا: "له مشرانو او په پای کې له امیر (هبتالله اخندزاده) د اطاعت اصل د دې غورځنګ په ډيایناې (DNA) کې ځای لري. له همدې امله د مشر له صریح حکم سربېره د انټرنېټ بېرته فعالول ډېر غیرمنتظره او د پاموړ و."
د طالبانو له منځه یوې باخبره سرچینې رپوټ کې ان ویلي: "دا چاره له یوه بغاوته کمه نه وه."
د پیاوړې مذهبي عقیدې سړی

هبتالله اخندزاده خپله مشري په دې ډول نه وه پیل کړې. سرچینې وايي، د ۱۳۹۵ کال په غبرګولي (جوزا) میاشت کې د طالبانو د مشر په توګه د هغه د ټاکل کېدو یو دلیل دا و، چې د اجماع رامنځته کولو وړتیا یې درلوده.
ده چې خپله یې د جګړې د ډګر تجربه نه درلوده، سراج الدین حقاني یې خپل مرستیال وټاکه، چې هغه وخت یو مشهور او هېبتناک وسله وال مشر و.
ښاغلی حقاني د امریکا د متحدو ایالتونو د مطلوبو کسانو په ډله کې و، چې پر سر یې ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې وه.
دویم مرستیال یې، محمد یعقوب مجاهد و، چې د طالبانو د غورځنګ د بنسټ اېښودونکي زوی دی. دی ځوان و، خو د ملا عمر وینه یې په رګونو کې وه او د دې ډلې د راټولولو او یو موټي کولو بالقوه وړتیا یې لرله.
دې جوړښت له واشنګټن سره په دوحه کې د طالبانو او امریکايي ځواکونو ترمنځ د شل کلنې جګړې پای ته رسونکو خبرو تر وخته دوام وکړ.
وروستۍ هوکړه په ۱۳۹۸ کال کې د طالبانو له خوا پر هېواد د ناڅاپي ولکې او د ۱۴۰۰ کال په زمري (اسد) میاشت کې د امریکايي ځواکونو له ګډوډیو ډکو وتلو لامل شوه.

د عکس سرچینه، Los Angeles Times via Getty Images
هغه وخت بهرنۍ نړۍ ته طالبان یو موټې جبهه وه، خو د بي بي سي د سرچینو په وینا، د طالبانو د مشر دواړه مرستیالان واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم په پټه خوله وزارتي بستونو ته راټیټ کړل شول او هبتالله اخوندزاده اوس د ځواک یوازینۍ سرچینه ګڼل کېږي.
د طالبانو په حکومت کې سرچینو بي بي سي ته ویلي، ان عبدالغني برادر چې د طالبانو یو له پیاوړو او نفوذ لرونکو بنسټ اېښودونکو دی او له امریکا سره د خبرو رهبري یې کوله، د ډېرو د تمې خلاف د طالبانو د حکومت لومړی وزیر ونه ټاکل شو. ده ته د طالبانو په نوي سرپرست حکومت کې یوازې د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیالۍ دنده ور وسپارل شوه.
په بدل کې یې، هبتالله اخندزاده د کابل پر ځای چې د افغانستان د حکومتونو دودیزه پلازمېنه ده، کندهار چې د طالبانو د قدرت اصلي مرکز دی، د مشرتابه مقام په توګه غوره کړ او خپله شاوخوا یې له باوري، همفکرو او سختدریځو کسانو ډکه کړه.
نورو نږدې کسانو ته یې د امنیتي ځواکونو، مذهبي تګلارو او د هېواد د اقتصاد پر ځینو برخو کنټرول ورکړ.
د طالبانو د ډلې یو پخواني غړي، بي بي سي ته وویل: "مولوي اخوندزاده له هماغه پیله هڅه کوله خپله پیاوړې ډله جوړه کړي. که څه هم په پیل کې یې د دې کار فرصت نه درلود، خو کله یې چې واک ترلاسه کړ، په مهارت سره یې خپله کړۍ پراخه کړه او له خپل دریځ او واک یې د دې کار لپاره ګټه پورته کړه."

د ملګرو ملتونو یوې څارونکې ډلې په تېره دسمبر میاشت کې د دې سازمان امنیت شورا ته په یوه لیک کې هم د طالبانو مشرتابه تر منځ اختلافونو ته اشاره شوې او ویل شوي و، چې په کابل کې د طالبانو د حکومت له وزیرانو سره له مشورې پرته فرمانونه صادرېږي او په دوحه کې له امریکا سره پخوانۍ هوکړې له پامه غورځول کېږي، لکه د نجونو پر زدکړو بندیز، په عامه ځایونو کې د ښځو غږ او د قابلهګۍ د زدکړو پای ته رسولو موضوع.
په دې لیک کې د ښځو پر زدکړو او کار بندیز لا هم د دواړو ډلو ترمنځ له "اصلي جنجالي ټکو" یو بلل شوی.
د دوی له منځ یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي، هبتالله اخوندزاده، چې په ۱۳۷۰ لسیزه کې یې خپله دنده د طالبانو په شرعي محکمو کې د قاضي په توګه پیل کړې وه، اوس په خپلو مذهبي عقیدو کې "نور هم سختدریځی" شوی دی. د طالبانو د دوو چارواکو په وینا چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د هغه د زوی له مړینې وروسته له نیویارک ټایمز سره خبرې کړې وې، د اخوندزاده ایډیالوژي داسې وه چې هغه نه یوازې د ځانمرګي بریدګر په توګه د خپل زوی له پرېکړې نه یوازې خبر و، بلکې ورسره تائید کړې یې هم وه.
د طالبانو یوه اوسني چارواکي بي بي سي ته وویل: "هغه چې هره پرېکړه کوي، وايي: زه د خدای پر وړاندې مسوول یم او د قیامت په ورځ به له ما وپوښتل شي چې ولې مې اقدام ونه کړ."
دوو کسانو چې ښاغلی اخوندزاده یې په دوو جلا ناستو کې لیدلی وايي، چې ده لږ خبرې کولې، کله به یې د لاس یا سر په اشاره خپل مطلب بیان کړ، چې په ورته وخت کې په هماغه خونه کې به د مسوولو سپین ږیرو شېخانو لخوا ګډونوالو ته نور توضیحات یا لارښوونې ورکول کېدل.
د نورو شاهدانو په وینا، هغه په عامه ځایونو کې خپله څېره نږدې پټه ساتي، داسې چې هغه څادر/پټو چې پر لونګۍ یې اچولی وي، سترګې یې هم نه ترې ښکاري او کله چې خلکو ته وینا کوي، ډېر وخت په څنګ (یو اړخ) درېږي یا کیني. له ښاغلي اخوندزاده عکس یا فلم اخیستل منع دي او تر اوسه یې یوازې دوه تائید شوي عکسونه شته.
په دې تحقیق کې چارواکو ته نژدې کسانو ویلي، له هغه سره لیدل هم سخت شوي دي. د طالبانو د حکومت یوه غړي وویل چې هبتالله اخوندزاده پخوا "منظمې مشورې" لرلې، خو اوس "د طالبانو ډېر وزیران ورځي او لیدنې ته ان تر یوې اونۍ په تمه پاتې کېږي."
یوې بلې سرچینې هم بي بي سي ته ویلي، په کابل کې مېشتو وزیرانو ته ویل شوي، "یوازې په هغه صورت کې کندهار ته سفر وکړي چې رسمي بلنه یې ترلاسه کړې وي."
هممهاله ښاغلي اخندزاده د وسلو د وېش په ګډون چې پخوا د ښاغلي حقاني او ښاغلي یعقوب (کورنیو او دفاع) وزارتونو تر کنټرول لاندې و، د حکومت کلیدي برخې کندهار ته لېږدولې دي.
راپورونه ښيي چې د طالبانو د حکومت مشر د ولسوالیو تر کچې پورې خپل مستقیم حکمونه صادروي او په دې لاره کې په کابل کې مېشت وزیران له پامه غورځوي.
د یوه څېړونکي په وینا، د دې بهیر پایله دا ده چې "اصلي واک کندهار ته لېږدول شوی دی."
هغه کسان چې "نړۍ یې لیدلې ده"

د عکس سرچینه، AP
په دې څېړنه کې معلومه شوه، چې په کابل کې د مېشتې ډلې ترمنځ ناخوښي په ډېرېدو وه او ځینې نور چارواکي هم له دوی سره همغږي شول.
یوه څېړونکي بي بي سي ته وویل: "دوی [د کابل ډله] داسې کسان دي چې نړۍ یې لیدلې ده. له همدې امله باور لري چې حکومت به یې په اوسنۍ بڼه دوام ونه کړي."
د کابل ډله د داسې افغانستان غوښتونکې ده چې د خلیج هېوادونو په څېر بڼې ته ورته شي. دوی په کندهار کې د واک پر تمرکز، د امر بالمعروف د قوانینو پر بڼه او د پلي کېدو پر څرنګوالي، له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو پر تعامل او همدارنګه د ښځو د زدکړو او کار ممنوعیت پر مسله اندېښمن دي.

سربېره پر دې چې "د کابل ډله" د افغان ښځو د لا ډېرو حقونو غوښتونکې ده، بیا هم په سختۍ سره کېدلی شي هغوی د منځلارو څېرو په توګه وپېژندل شي. برعکس، د بي بي سي سرچینو هغوی "حقیقتپال" بللي دي. هغه ډله چې په نا رسمي ډول د طالبانو د یوه بنسټ اېښودونکي عبدالغني برادر تر مشرۍ لاندې ده. دوی د طالبانو په لیکو کې پراخ ملاتړ لري. همدارنګه ویل کېږي چې برادر هماغه "عبدل" دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، له خپلې سیالې کامالا هریس سره د ۱۴۰۳ لمریز کال په ټاکنیزه مناظره کې هغه د "طالبانو مشر" وباله. په حقیقت کې عبدالغني برادر په قطر کې له امریکا سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر و.
د کابل د ډلې د دریځونو بدلون له سترګو پټ نه دی پاتې شوی. یوه شنونکي بي بي سي ته وویل: "زموږ په یاد دي چې هغوی پخوا ټلوېزیونونه ماتول، خو اوس په خپله پر ټلوېزیون راڅرګندېږي."
هغوی همدارنګه د خواله رسنیو پر ځواک هم پوه شوي دي.
د طالبانو د مشر پخوانی مرستیال محمد یعقوب مجاهد چې پلار یې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال د دې ډلې مشري کوله او هغه وخت موسیقي او ټلوېزیون منع وو، اوس یې د طالبانو د ځوانو غړو او ځینو عادي افغانانو ترمنځ زیاتېدونکی شهرت موندلی. هغه موضوع چې په ټېکټاک کې په شور ماشور لرونکو ویډیوګانو او د هغه له انځور سره په پلورل کېدونکو توکو کې په ښکاره لیدل کېږي.
خو هیڅوک د طالبانو د مشر د بل پخواني مرستیال سراج الدین حقاني په کچه د خپل انځور په بیا رغولو کې بریالی نه و. له نیول کېدو د ځان ساتلو وړتیا یې، په داسې حال کې چې د ده په قومانده شبکې د امریکا په مشرۍ ځواکونو پر وړاندې د افغانستان د جګړې ځینې تر ټولو وژونکي او پېچلي بریدونه تنظیمول، لکه په ۲۰۱۷ کال کې په کابل کې د موټر بم چاودنه چې د جرمني سفارت ته نږدې یې له ۹۰ ډېر ولسي کسان ووژل، هغه ته د خپلو پلویانو په منځ کې یوه افسانوي ځایځایګی ورکړی و.
په هغه وخت کې د هغه یوازې یو پېژندل شوی انځور موجود و چې هغه هم د بي بي سي افغان څانګې یوه خبریال اخیستی و.

د عکس سرچینه، FBI
خو د امریکايي ځواکونو له وتلو شپږ میاشتې وروسته، حقاني په کابل کې د پولیسو د افسرانو د فراغت په مراسمو کې د کامرو پر وړاندې راڅرګند شو.
دا د یوه نوي انځور د جوړولو په لور لومړی ګام و: نور نو یو وسله وال نه و، یو سیاستوال هغه څوک چې نیویارک ټایمز په ۲۰۲۴ کال کې ورسره مرکه وکړه او دا پوښتنه یې راپورته کړه چې حقاني "د بدلون لپاره د افغانستان غوره هیله" کېدلی شي؟
یوازې څو میاشتې وروسته، اېف بي ای (FBI) په پټه د هغه د نیولو لپاره ټاکل شوې ۱۰ میلیونه ډالره جایزه لغو کړه.
له دې سربېره شنونکو او د دوی له منځه سرچینو بي بي سي ته ویلي، د طالبانو د حکومت د مشر، هبتالله اخوندزاده پر وړاندې ښکاره اقدام ناشونی دی.
ویل کېدای شي چې ان د هغه د فرمانونو پر وړاندې تر ټولو ستر مخالفتونه هم خورا واړه او محدود وو، لکه په هغو سیمو کې چې د "کابل ډلې" پورې تړلو چارواکو تر کنټرول لاندې دي، د ږیرې نه خریلو په څېر مقرراتو نه پلي کول دي، خو ویل کېږي چې لوی او سرکښه خوځښتونه په هیڅ ډول د اټکل وړ نه دي.
د طالبانو یوه پخواني غړي بي بي سي ته وویل: "د دې دلیل چې هیڅوک له [اخوندزاده] سره د مخالفت جرات نه کوي، دا دی چې هغه په امارت کې مطلق واک لري او د هغه اطاعت واجب ګڼل کېږي."
پخپله حقاني هم له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې د هر ډول ښکاره درز احتمال کماهمیته وباله. هغه وویل: "په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره یووالی مهم دی چې وکولای شو یو ارام هېواد ولرو."
د یوه شنونکي په وینا، د کابل ډلې غوره ګڼلې چې "نړیوالې ټولنې او افغانانو دواړو ته یو پیغام واستوي"، یو داسې پیغام چې مفهوم یې دا دی: "موږ ستاسو له شکایتونو او اندېښنو خبر یو، خو زموږ له وسه څه پوره دي؟"
لږ تر لږه تر هغه وخته چې د انټرنېټ د پرې کولو امر وشو، وضعیت همداسې و.
د بېلتون ټکی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د طالبانو د حکومت مشر داسې یو سړی دی چې پر انټرنېټ خورا بې باوره دی؛ هغه باور لري چې د انټرنېټ منځپانګه د اسلامي لارښوونو خلاف ده او پر دې باور دومره ټینګار کوي چې د هغه د یوه ویاند په وینا، هر سهار یې یو مرستیال تازه خبرونه یا د خواله رسنیو مطالب هغه ته له چاپ شوې پاڼې لولي.
په مقابل کې یې، "د کابل ډله" پر دې باور ده چې یو عصري هېواد له انټرنېټ پرته دوام نه شي کولی.
د انټرنېټ د پرې کولو په اړه د طالبانو د مشر امر لومړی په هغو ولایتونو کې پلي شو چې د ښاغلي اخوندزاده د نژدې ملاتړو تر واک لاندې وو او بیا ټول هېواد ته وغځېد.
د "کابل ډلې" ته نږدې سرچینو او د طالبانو د حکومت کسانو هغه څه چې له دې وروسته پېښ شول، بیان کړي؛ هغه شېبه چې د طالبانو په تاریخ کې نږدې بېساري بلل کېدای شي.
یوې سرچینې وویل: "دې پېښې د غورځنګ ډېر غړي حیران کړل."
په لنډه توګه، د "کابل ډلې" تر ټولو ځواکمن وزیران سره راټول شول او په کابل کې مېشت لومړی وزیر، حسن اخوند یې قانع کړ چې د انټرنېټ د بېرته وصلولو امر صادر کړي.
په حقیقت کې، دې ډلې ان مخکې له دې چې انټرنیټ په ټول هېواد کې پرې شي، له دې پرېکړې خپله ناخوښي څرګنده کړې وه: ملا برادر، چې د دې ډلې نا رسمي مشر دی، کندهار ته سفر وکړ او د هبتالله اخندزاده یوه خورا وفادار والي ته یې خبرداری ورکړی و چې اړینه ده "هغه ویښ کړي" او زیاته کړې یې وه چې باید د مشر هرې خبرې ته له "هو، قربان، ویلو" تېر شي.
'کندهار ډلې' ته د یوه نژدې کس په وینا، ښاغلي برادر د کندهار والي او د طالبانو مشر ته نږدې کس ملا شیرین اخوند ته وویل: "تاسو ورته په ډاګه حقیقت نه وایئ؛ هغه چې هر څه وايي، تاسو یې هماغسې پلي کوئ."
دې سرچینې وویل، دا خبرې له پامه وغورځول شوې. د دوشنبې پر ورځ، د تلې (میزان) پر اوومه، مخامخ د طالبانو د مشر له خوا د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ته امر وشو چې ټولې مخابراتي شبکې دې قطع شي. په دغه وزارت کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، ورته ویل شوي وو "هیڅ پلمه" نه منل کېږي.
د چهارشنبې پر سهار، د ملا برادر، حقاني او یعقوب په ګډون د "کابل ډلې" ځینې وزیران د لومړي وزیر په دفتر کې سره را ټول شول او د مخابراتو وزیر هم ورسره یو ځای شو. په دې ناسته کې، هغوی پر لومړي وزیر چې له کندهار سره همغږی و، فشار راوړ چې پر خپل صلاحیت امر لغو کړي.
د یوې سرچینې په وینا، هغوی ورته وویل چې د دې پرېکړې بشپړ مسوولیت دوی په خپله پر غاړه اخلي.
دې هڅې پایله ورکړه، انټرنېټ بېرته فعال شو.
خو ښايي له دې هم مهم دا و چې هماغو څو ورځو کې، داسې ښکارېده څه چې هبتالله اخوندزاده میاشتې وړاندې په خپله وینا کې ورته اشاره کړې وه، پر حقیقت بدل شول، یعنی د د دوی د خپلو غړو لخوا د طالبانو حکومت دننه د انسجام ګواښل کېدل.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
خو ولې داسې یو فرمان؟
یو کارپوه وايي، د طالبانو ډېر لوړپوړي غړي که څه هم د نجونو د زدکړو د بندیز په څېر فرمانونو سره جوړ نه دي، خو بیا یې هم له هبتالله اخندزاده یې اطاعت کوي. .
په ورته وخت کې، ډېرو هغو کسانو چې پخوا یې ورسره په ښکاره مخالفت کړی و، د خپل مخالفت بیه پرې کړې ده.
د تېر کال سلواغې (دلوې) میاشت کې، د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال، شېرمحمد عباس ستانکزي، په ډاګه خبرداری ورکړ چې مشرتابه د ښځو او نجونو د زدکړو په منع کولو سره پر "۲۰ میلیونه کسانو ظلم" او بېعدالتي کوي.
په پای کې، هغه چې د "کابل ډلې" له ملګرو و، د نیولو د حکم له صادرېدو وروسته یې اړ شو له هېواده "وتښتي".
د ملګرو ملتونو څارونکو همدارنګه لږ تر لږه دوو نورو پېښو ته اشاره کړې چې په کې ځینې کسان د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ (سرطان) او تله (میزان) میاشتو کې د نجونو د زدکړو په اړه د هبتالله اخندزاده د فرمانونو تر پوښتنې لاندې راوستلو وروسته نیول شوي دي.
سره له دې، داسې شواهد هم شته چې ښيي ښاغلي اخوندزاده او ملګرو یې هڅه کړې چې سراج الدین حقاني ته ورته کسان، د واک د تمرکز په اړه د هغه پر نسبتاً بربنډو نیوکو سربېره، له ځان سره وساتي.
خو بیا هم له لفظي نیوکو عملي چارې ته اوښتل او په پرېکنده توګه د یوه فرمان له پامه غورځول، یو بل ډول ګام و، لکه چې یو کارپوه وايي، دا ځل ښايي د دې کار خطر د منلو ارزښت درلود.
د هغه په وینا، د هغوی څوکۍ او بستونه د واک درلودلو او د پیسو ګټلو له چارې سره تړلي دي او دواړه پر انټرنېټ تکیه لري چې اوس د حکومتولۍ او سوداګرۍ لپاره حیاتي دی.
دی وايي: "د انټرنېټ پرې کولو د هغوی امتیازات په داسې ډول وګواښل چې د نجونو پر زدکړو بندیز هیڅکله نه وو ګواښلي."
هغه زیاتوي: "ښايي له همدې امله و چې دا ځل یې د اقدام جراات وکړ."

د عکس سرچینه، AP
د انټرنیټ له بېرته وصلېدو وروسته، په دې اړه چې څه به پېښ شي، ډېرې ګنګوسې راپورته شوې.
د "کابل ډلې" نږدې سرچینې وړاندوینه کړې وه چې ښايي ځینې وزیران به په تدریجي ډول له دندو ګوښه یا به یې رتبې راټیټې شي. خو د کندهار د علماوو شورا یوه غړي بي بي سي ته وویل چې کېدای شي په پای کې خپله "د امارت مشر" شاتګ وکړي، "ځکه له داسې مخالفته وېره لري."
کال پای ته په نږدې کېدو شو، خو په څرګنده هیڅ بدل نه شول.
هغه لیک چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته استول شوی، دې ته اشاره کوي چې د ملګرو ملتونو ځینې غړي هېوادونه "د کندهار او کابل د مشرانو ترمنځ درز کماهمیته بولي او هغه د خپلمنځي اختلافونو په څېر ګڼي چې اوسنی وضعیت به بدل نه کړي؛ ټول لوړپوړي مشران د طالبانو د پروژې په بریا کې ګټه لري."
د طالبانو د حکومت لوړپوړي ویاند ذبیحالله مجاهد، په طالبانو کې هر ډول درز په کلکه رد کړی دی.
هغه د ۱۴۰۴ کال د مرغومي (جدي) په لومړیو کې بي بي سي ته وویل:" اختلاف الحمدلله نه شته، اسلامي امارت د اختلاف د اختلافاتو پر ضد راپورته شوی حرکت دی، موږ به هیڅکله د اختلافاتو قرباني نه کېږو، ټول چارواکي او مشران پوهېږي چې اختلاف د ټولو په ضرر تمامېږي، د افغانستان په ضرر تمامېږي، ناجایز دی، الله تعالی اختلافات او نزاع منع کړي دي."
پر دې سربېره، هغه تایید کړه چې د طالبانو د حکومت د غړو ترمنځ د نظر اختلاف شته، خو هغه یې "په یوه کورنۍ کې د نظر اختلاف" ته ورته وباله.
داسې برېښي چې د تېر زیږدیز کال د ډیسمبر په نیمایي کې دا "اختلافونه" بیا راڅرګند شول. سراج الدین حقاني په خوست کې د جمعې لمانځه پر مهال وینا وکړه او خبرداری یې ورکړ، هر څوک چې "د ملت د باور، مینې او ایمان له لارې واک ته ورسېږي او بیا هماغه ملت پرېږدي یا یې هېر کړي... هغه حکومت نه دی."
په هماغه ورځ، ندا محمد ندیم، د لوړو زدکړو وزیر او هبتالله اخوندزاده ته نږدې کس، په ګاونډي ولایت کې د یوې مدرسې د زدکوونکو د فراغت په مراسمو کې وینا وکړه.
هغه وویل: "یوازې یو کس مشري کوي او پاتې نور امرونه پلي کوي. دا یو ریښتینی اسلامي حکومت دی. که مشران ډېر وي، ستونزې پیدا کېږي او دا حکومت چې موږ ترلاسه کړی، خراب به شي."
د انټرنیټ پر سر له اختلاف وروسته، دا وروستۍ څرګندونې د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د اخوندزاده د راوتلي غږ پرتله په خورا متفاوت شالید کې واقع کېږي.
خو بیا هم، دا چې ۲۰۲۶ کال به هغه کال وي چې "د کابل ډله" به په کې د افغانستان د ښځو او نارینه وو لپاره د مانا لرونکي بدلون رامنځته کولو لپاره عملي ګام پورته کړي که نه، تر اوسه لا پرې ډېر بحث ته ځای پاتې دی.
یو کارپوه وايي: "د تل په څېر... د امارت په لوړو پوړونو کې له بربنډ اختلاف وروسته دا پوښتنه لا هم پر ځای ده، دا چې خبرې به کله هم په عمل بدلې شي؟ تر اوسه خو نه دي شوې."











