سراج الدین حقاني: د واک انحصار کرکه ډېروي، د زغملو نه دی
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خوست کې یوې غونډې ته د انحصار او پر نورو د خپلې رایې په تپلو نیوکه کړې ده، خو هغه د چا نوم نه دی یاد کړی.
نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ په خوست ولایت کې د جامعه منبع الجهاد مدرسې یوې فراغت غونډې ته کړې دي.
ښاغلي حقاني ټينګار کړی چې طالبانو له نړۍ سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي او د دوی د حکومت رسمیت پیژندلو لپاره دې پلمې نه لټول کیږي. خو نړیواله ټولنه بیا وايي طالبانو کړې ژمنې نه دي عملي کړي او بشري حقونو په تېره د ښځو او نجونو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.
حقاني وويل: "نن ځانونه دومره حقداره بولو چې خپله رایه، خپل فکر دومره راباندې حاکم شوی دی د ټول نظام چلنج کول، هدف کول، بدنام کول، منحصر کول، دا مو په مزاج کې بس یو ابتکار، یوه رایه او یو اساس جوړ شوی دی حالات د برداشت نه دي."
ده وویل، حکومت او واکمنان د ولس پر وړاندې په هر حالت کې مسؤل دی. حکومت سره د ولس د نژدېوالي مسؤلیت لري نه د لیرې والي او کرکې ډېرېدو.
سراج الدین حقاني چې په خلیفه مشهور دی، وویل "زموږ مسئوليتونه د ولس پر زخمونو د ملهم کېښودل دي په کوچني فکر او متشددو نظرياتو سره ولس له ځان څخه باید لیرې نه کړ"و.

د عکس سرچینه، ُTaliban
حقاني پر طالبانو غږ وکړ چې د خپلو خلکو پر وړاندې له داسې اخلاقو او چلن ډډه وکړي چې ولس کې لا منفور او بالاخره له دین نه یې کرکه پیدا شي.
ده وویل، "داسې دېکتاتوري باید نه وي چې خلک په نظام پسې ښېراوې وکړي او ووايي چې له دې خو تېر نظام ښه و او په لوی لاس باید خلک کفر، الحاد او جهل ته مجبور نه کړل شي".
"له ما نه یې چې کرکه وشي، دومره خبره نه ده، خو له کوم ادرس نه چې زه نمایندګي کوم، ددغه ادرس عزت او قدر پکار دی".
سراج الدین حقاني، چې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو راهیسې د کورنیو چارو چارسمبالی دی، په ځینو حساسو مسلو کې نرمښت ښودلی. نوموړي د نجونو د ښوونځیو او تعلیمي ادارو بندېدل هم معقوله چاره نه وه بللې.
اوس څه باندې پنځه سوه ورځې کېږي چې د افغان نجونو منځني ښوونځي او لېسې تړل شوې دي او په تېره ډیسمبر میاشت کې هم د پوهنتونو ته د نجونو د تللو چاره تر دویم امر پورې وځنډول شوه.
د ښاغلي حقاني دې د وینا پرمهال د طالبانو حکومت ځینې مشران او مسؤلین هم ناست وو.












