سراج الدین حقاني دنده پیل کړه خو امریکا یې لا هم پر سر نغدي جایزه لګولې

د عکس سرچینه، @MJALAL700
د طالبانو حکومت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني رسماً دنده پیل کړي. ښاغلی حقاني په هغو کسانو کې شامل دی، چې د امریکا فدارلي پولیس یې 'په لوړ کچ تعقیب ' کوي.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کريمي له بي سي سره خبرو کې تایید کړه چې د پنجشنبې پر ورځ د ښاغلي حقاني د لوړې مراسم تر سره شول.
د طالبانو حکومت یو شمېر غړي د هغو کسانو په نوملړ کې شامل دي، چې د امریکا فدارلي پولیس یې لټون کوي.
سراج الدین حقاني له همدې کسانو یو دی چې دا وروستیو کې د امریکا ایف بي ای ادارې په وېبپاڼه کې یې 'د هغو اطلاعاتو بدل کې چې پایله کې یې نوموړی ونیول شي، ' د جایزې کچه له پنځو میلیونو ډالرو لسو میلیونو ډالرو ته زیاته شوې وه.
بل لور په افغانستان کې یو شمېر ځايي خبریالانو په رپوټونو کې ویل شوي چې ښاغلي حقاني د افغانستان کورنیو چارو سرپرست وزیر په توګه رسماً دنده پیل کړې ده.
دې رپوټونو کې ویل شوي د سرپرست وزیر په توګه د سراج الدین حقاني د معرفي مراسمو کې قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي مشر شیخ عبدالحکیم حقاني او خپله سراج الدین حقاني ویناوې کړې.
طالبان وايي، له امریکا سره د دوی د تړون له مخې باید د دوی د مشرانو نومونه د امریکا متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو له تورو لیستونو وایستل شي.
د ملا محمد حسن اخوند نوم هم دې لیستونو کې شامل دی، چې د طالبانو لخوا د سرپرستې کابینې له لپاره د 'رئیس الوزرا ' په توګه ګومارل شوی دی.
د پنجشنبې پر ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې وویل، ''د تور لیست په هکله د امریکا دریځ د قطر له هوکړې سر غړوونه ده. ''
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ګومارنه

د عکس سرچینه، .
د طالبانو بیانیه کې ویل شوي، د سرپرستې کابینې یو شمېر غړو نومونه د امریکا په تورو لیستونو کې هم شته او ''اوس '' هم تر تعقیب لاندې دي.
د طالبانو اعلامیه زیاتوي:
''امارت اسلامي دا ډول دریځ د دوحې هوکړې څرګند نقض بولي چې نه هم د افغانستان او نه هم د امریکا متحدو ایالتونو په ګټه دی. ''
بل لور د کابینې له اعلانه څو ورځې وروسته نن شنبه د طالبانو د ادارې د بهر نیو چارو سر پرست وزیر امیر خان متقي هم کار پیل کړ.
ښاغلي متقي د بهر نیو چارو وزارت کارکونکو ته د وینا پر مهال وویل چې دوی او د سفارتونه کار کوونکي او نور دیپلوماتان دې په ډاډه زړه سره کارونو ته دوام ورکړي.
ښاغلي متقي د بهر نیو چارو وزات مامورینو ته وینا کې وویل، ''د خلکو درملنه ډاکتر کار دی، نړۍ سره د اړیکو ټینګول د یوه ښه دیپلومات کار دی، اقتصاد او د سوداګرۍ، راکړه ورکړه د یوه ښه اقتصاد پوه او د ملي سوداګرو دنده ده. ''
نوموړی وايي، ''دا د ملا او طالب کار نه دی. ''
امیر خان متقي یو جګپوړي طالب مشر دی چې تر دی وړاندې په دوحه کې د طالبانو د مذاکرتي ډلې غړی، د طالبانو د د عوت او ارشاد د کمېسیون غړی او د طالبانو په مخکني حکومت کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر و.









