تود هر کلی، دفاعي تړون او درنه پانګونه: عرب اماراتو ته د نرېندرا مودي سفر ولې مهم دی؟

د عکس سرچینه، @narendramodi
د هند او متحده عرب اماراتو تر منځ د دفاعي همکاریو په داسې قانوني چوکاټ هوکړه شوې چې له مخې به یې دواړه هېوادونه له یوه بل سره نوې دفاعي ټېکنالوژي او استخباراتي معلومات شریکوي او د ترهګرۍ خلاف همکاريو باندې به خپل تمرکز لا ډېروي.
دا هوکړه د جمعې پر ورځ متحده عرب اماراتو ته د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي له رسېدو وروسته لاسلیک شوې ده.
په پلان کې ده چې هندی لومړی وزیر له دغه ځایه د څلورو اروپايي هېوادونو په سفر هم روان شي.
ښاغلي مودي د جمعې پر ورځ د متحده عرب اماراتو له مشر شېخ محمد بن زاید النهیان سره د خبرو پر مهال وویل " هند په لویدیځه اسیا کې د امن راوستلو لپاره د اړتیا وړ هرې مرستې ته چمتو دی." هغه د خبرو پر مهال پر متحده عرب اماراتو د ایران حملې هم وغندلې.
په متحده عرب امارتو کې د امریکا یوه مهمه پوځي هډه ده او د ا مریکا او ایران جګړې پر مهال ایران څو ځلې متحده عرب امارات په نښه کړل. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي دغو بریدونو ته په اشارې وویل " څرنګه چې متحده عرب امارات نښه ګرځول شوې دا هند ته د منلو نه ده، خو دا چې اماراتو څومره حوصله کړې دا ډېره د ستایلو ده."
د دفاعي همکاریو تړون

د عکس سرچینه، @MohamedBinZayed
متحده عرب اماراتو ته له رسېدو سره په هوايي ډګر کې زاید النهیان د نرېندرا مودي هر کلي ته ولاړ و او رسمي هر کلی یې وکړ. له دې مخکې د ډېر ځانګړي میلمه په حیث د هغه الوتکه د اماراتو ځانګړو پوځي الوتکو په بدرګه هوايي ډګر کې ښکته شوه. ښاغلي مودي پر خپلو ټولنیزو پاڼو له دغې ګرم هر کلي مننه او ستاینه هم کړې ده.
اماراتو ته د سفر پر مهال د لاسلیک شوي دفاعي تړون له مخې په پلان کې ده چې دواړه هېوادونه به له یوه بل سره په دفاعي صنعت کې همکاري کوي. په دې کې نوې ټېکنالوژي، پوځي زدکړې، ګډ پوځي تمرینات، سمندري ګزمې، د سایبري بریدونو په وړاندې دفاع او نورې همکارۍ شاملې دي.
د منځني ختیځ یوه څیړونکي کبیر تنجا هندي رسنیو ته ویلي " موږ په څو تړونونو لاسلیکونه ولېدل په دې کې د پنځه میلیارده ډالرو پانګونه او دفاعي همکاري هم ده. زما په اند دا به له هند سره د اماراتو ښې اړیکې لا ژوورې کړي."
دی وايي دا سفر په ټوله کې د متحده عرب اماراتو څخه د ملاتړ په موخه پلان شوی چې پر ایران د امریکا او اسرئیلو جګړې پر مال د ایران له خوا پرې ډېر توغندي توغول شوي دي. نوموړی زیاتوي د هند او اماراتو تر منځ د ۱۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګري کېږي او په خلیجي هېوادونو کې امارات د هند تر ټولو نږدې سوداګریز ملګری دی.

د عکس سرچینه، @narendramodi
د تېلو او ګازو تړونونه
د دغې سفر پر مهال د هند او اماراتو تر منځ د پېترولو زېرمو په اړه هم په یوه ستراتژیک یاداښت لاسلیک وشو. د دغې هوکړې موخه د خامو تېلو په ګډ وډ مارکېټ کې د هند انرژي ثابت ساتلو سره مرسته بلل شوې.
د یادونې ده چې د ابوظبۍ د تېلو ملي شرکت ( ADNOC) په هند کې د تېلو زیرمه کولو یواځېنۍ بهرنۍ کمپنۍ ده. د نوې تړون له مخې اټکل کېږي چې هند ته به د تېلو رسول حتمي شي په داسې حال کې چې متحده عرب امارات به د هند غوندې ستر بازار کې د خامو تېلو له کبله ګټه وکړي.
د تېلو او ګازو د همکاریو دا هوکړه د هند د تېلو شرکت (IOCL) او د ابوظبۍ د تېلو شرکت (ADNOC) تر منځ لاسلیک شوه.
په متحده عرب امارتو کې د هند سفیر ډیپک مېتل ویلي د نوې هوکړې موخه په "هند کې د تېلو د ستراتژیکو زېرمو ډېرول دي" چې له مخې یې ټاکل شوې له پنځه نیم میلیونو بېرلو ( بېلرو) څخه دېرشو میلیونو بېلرو ته ورسېږي.
د ده په حواله دا تړون یوازې په تېلو پورې نه دی محدود بلکې په لومړي ځل د مایع ګازو ستراژیکو زېرمو زمینې هم برابروي.
د پنځو میلیارده ډالرو پانګونه

د عکس سرچینه، @narendramodi
د هند بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د متحده عرب اماراتو له لوري د پنځه میلیارده ډالرو نوې پانګونې هر کلی کړی دی. د نوې هوکړې له مخې به د متحده عرب اماراتو اېن بي ډي له لوري د هند آر بي اېل بانک کې د درې میلیارده ډالرو پانګونه وشي.
د دې تر څنګ د ابوظبۍ پانګونې خونې له خوا د هند د ملي پانګونې او بنسټونو جوړونکي ادارې سره د بنسټیزو پروژو عملي کولو په موخه د یو میلیارډ ډالرو پانګونه هم شامله ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي " د متحده عرب اماراتو له خوا دا نوې پانګونه د هند د پرمختګ په سفر کې د اماراتو لېوالتیا او ملاتړ ښيي چې زموږ ستراتژیکه همکاري لا پیاوړې کوي."
د دې ټولو دوه اړخیزو همکاریو تر څنګ دغې نوې شراکت ته له دې درکه هم له نږدې کتل کېږي چې په دې وروستیو کې د متحده عرب اماراتو او پاکستان اړیکې سړې شوې او د ځینو دلایلو له مخې همدا تېره میاشت اماراتو پر پاکستان فشار راوړ تر څو د دوی ورکړې څه دپاسه درې نیم میلیارده ډالره پور زر ور وګرځوي.
پاکستان له سعودي عربستان څخه د دغې پور پرې کولو لپاره نور پور واخېست او نږدې درې اونۍ وړاندې یې اعلان وکړ چې د اماراتو پور یې پرې کړ.
د دې تر څنګ پاکستان چې له هند سره د دوښمنۍ او سیالۍ اوږده مخینه لري روان کال له سعودي عربستان سره د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ، هند بیا دا همکارۍ له متحده عرب امارتو سره پیلوي.
دا دواړه عربي هېوادونه پر ایران د اسرائیلو او امریکا بریدونو له کبله مخامخ زیانمن او د ایران د توغندیزونو بریدونو څخه د دفاع په لټه دي.





















