طالب سرچینې: انس حقاني او دوه نور طالب بندیان خوشي شول

طالبان

د عکس سرچینه، TALIBAN SOURCES

د عکس تشریح، دې طالب بندیانو کې انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید شامل دي

په وسله والو طالبانو کې یوې سرچینې بي بي سي ته منلې ده چې د انس حقاني په ګډون د دوی دوه نور بندیان نن سه شنبه له بګرام زندانه خوشي شول او اوس قطر هېواد ته پر لار دي. سرچینه زیاتوي، تمه ده چې دا کسان سه شنبه ماسخوتن قطر ته ورسېږي. وسله والو طالبانو او یا هم افغان حکومت تر دې دمه په رسمي توګه د دې کسانو د خوشي کېدو خبره نه ده تائيد کړې.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دې کسانو د خوشي کېدو، او په دې برخه کې د راتلونکو ګامونو په اړه څه ویل نه غواړي.

له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سه شنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته له بګرام زندانه په مشروط ډول د طالبانو د درېیو غړو، حاجي مالي خان، عبد الرشید او انس حقاني د خوشي کولو اعلان وکړ.

ولسمشر غني وویل، دا کسان کابل کې د امریکایي پوهنتون د استادانو د خلاصون، او همدار راز د افغان سولې بهیر کې د پرمختګ په شرط خوشي کوي.

ولسمشر غني وویل، د دې کسانو پرېښودل سخت ګام دی، خو د امریکا په ګډون له خپلو نړیوالو همکارانو سره په سلا مشوره یې دا پرېکړه کړې ده.

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني وایي، د دې طالب بندیانو خوشي کول سخت ګام دی

نوموړي په داسې حال کې چې په ارګ کې یې یو شمېر مهم افغان امنیتي چارواکي او پارلماني مشران هم شاوخوا ولاړ وو، په خپله وینا کې وویل:

"د افغانستان له نړیوالو شریکانو، په تېره له امریکا سره له نژدې او هر اړخیزې مشورې وروسته، له طالبانو سره مخامخ خبرو ته د زمینې برابرولو لپاره په مشروط ډول د طالبانو د درېیو کسانو د خوشي کولو پرېکړه وشوه."

ولسمشر دا هم وویل، چې په ۲۰۱۶ کال له کابله د افغانستان امریکايي پوهنتون د تښتول شویو استادانو په موندلو کې یې هڅې بې پایلې شوې دي:

"د افغانستان د منتخب ولسمشر او وسله والو ځواکونو د سر اعلی قومندان په توګه نن زه تاسو له یوه ضروري او سخت تصمیم څخه خبروم، په ۲۰۱۶ کال د اګسټ پر اتمه د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه تنه استادان، چې یو د استرالیا و، بل د امریکا و، له کابل ښاره وتښتول شول. ددغو استادانو د څرک لګلولو لپاره زموږ ګډو هڅو کار ورنه کړ، خو د اسارت پرمهال د دوی روغتیا مخ پر ځوړ وه."

د افغان امریکايي پوهنتون استادان

د عکس سرچینه، TLIBAN SORCE

د عکس تشریح، امریکايي سرچینې په دې باور دي چې اسټرالیايی استاد کوین کینګ او امریکايی همکار یې ټیموتي ویکس د حقاني شبکې له لوري برمته شوي دي.

ولسمشر غني وویل، د دغو دوو بهرنیو استادانو خوشي کېدل له طالبانو سره په نا مستقیمو خبرو کې زموږ د اساسي غوښتنو یوه برخه وه.

په تېره اکتوبر میاشت کې طالب سرچینو بي بي سي ته منلې وه چې په افغانستان کې یې ۱۱ بندیان له هغو دریو هندي انجنیرانو سره تبادله شوي چې په افغانستان کې د کار پر مهال تښتول شوي وو. سرچینې ویلي وو، په خوشي شویو طالبانو کې د کونړ او نیمروز لپاره د طالبانو پخواني والیان او یو شمېر نور قوماندانان راځي.

امریکايي سرچینې په دې باور دي چې اسټرالیايی استاد کوین کینګ او امریکايی همکار یې ټیموتي ویکس د حقاني شبکې له لوري برمته شوي دي. دغه دواړه استادان په ۲۰۱۶ کال کې نامعلومو وسله والو پلازمېنه کابل کې وتښتول.

افغان او امریکايي استخباراتي سرچینې حقاني شبکه په کابل کې تر ټولو د خونړیو بریدونو مسووله بولي.

وړاندې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي وو، د انس حقانی خوشي کول د افغان حکومت او خلکو لپاره سره کرښه ده. د افغانستان اصلاعاتو او رسنیو مرکز په رسمي ټویټر پاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي:

''موږ د زندانیانو خوشي کولو لپاره خپل سیاست لرو او دا د افغانانو اختیار دی، چې له زندانیانو سره څه ډول چلند باید وشي.''

انس حقاني څوک دی؟

حقاني

د عکس سرچینه، OTHER

د عکس تشریح، انس حقاني (کیڼ) د حقاني شبکې جګپوړی غړی و او حافظ رشید (ښی) لوړپوړی پوځي قومندان و، چې دواړه په ۲۰۱۴ کال نیول شوي وو

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د ۲۰۱۴ کال اکتوبر کې وویل، د حقانی شبکې دویم مهم مشر انس حقاني یې نیولی دی. انس حقاني د جلال الدین حقانی زوی دی چې د حقاني شبکې بنسټګر و او د دغې شبکې د اوسني مشر سراج الدین حقاني ناسکه ورور دی.

د ۲۰۱۳ کال په نومبر کې د حقاني شبکې یو مشر او د جلال الدین حقاني ۳۰ کلن زوی ډاکټر نصیر الدین حقاني اسلام اباد کې په ډزو ووژل شو.

هغه مهال حقاني شبکې ویلي وو، چې نصیرالدین د دې شبکې د مالي، لوژستیکي او سیاسي چارو مسؤول و. د حقاني یو بل ورور بدرالدین، چې د حقاني شبکې د عملیاتي ډلې مشر و، د ۲۰۱۲ په اګست کې د امریکا څارګرو الوتکو وواژه.