څنګه پوه شو چې یوه ویدیو په مصنوعي ځیرکتیا یا اې ای جوړه شوې؟

درې موبایلونه، چې په کې د رنګینو بالونونو شطرنج شوي انځورونه ښودل کېږي.

د عکس سرچینه، Serenity Strull/ Getty Images

    • Author, توماس جرمین
    • دنده, خبریال

خواله رسنۍ خو کاروئ او پام شوی به مو وي چې هلته د اې ای (AI) یا مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړې شوې ټیټ کیفیته ویډیوګانې ډېرې دي.

که غواړئ پوه شئ چې یوه ویډیو په مصنوعي ځیرکتیا یا اې ای جوړه شوې یا نه نو دلته ځینې ساده لارې شته.

لومړی د ویډیو کیفیت ته پام وکړئ.

په اې ای باندې جوړې شوې ویډیوګانې ډېرې بې کیفیته دي، داسې ښکاري لکه ویډیو چې پر پخوانۍ کمرې اخیستل شوی وي.

په اې ای باندې ډېرې داسې ویډیوګانې جوړې شوې چې ښايي تاسې وغولوي او داسې فکر وکړئ چې دا به ګواکې اصلي ویډیو وي.

دې ټکي ته هم پام وکړئ چې اوس اې ای برخه کې پرمختګ راغلی او هڅه شوې چې ان د ویډیو کیفیت هم ښه کړي

یعنې په اې ای باندې جوړې شوې داسې ویډیوګانې هم شته چې ښه کیفیت به لري.

نو د دې امکان شته چې تاسې یوه ویډیو وګورئ او فکر وکړئ چې دا به رښتیا وي ځکه د ویډیو کیفیت به ښه وي خو په اصل کې به هغه ویډیو په اې ای جوړه شوې وي.

دا چاره شاید تاسې بیا بیا وغولوي او زړه مو ورته په تنګ شي نو هله به تاسې مجبور شئ چې په دې اړه پوښتنې وکړئ او کنجکاو شئ.

نورې لارې هم شته چې تاسو ته دا روښانه کېدای شي چې یوه ویډیو په اې ای یا مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ده یا نه.

که کومه ویډیو ګورئ نو ښه ورته دقت وکړئ چې کیفیت یې څنګه دی، ویډیو خو به داسې لکه دانې دانې ( پیکسل) تیاره او مبهمه نه ښکاري، که داسې وي نو تاسې باید په ویډیو شک وکړئ او د دې امکان ډېر دی چې ویډیو په اې ای (AI) جوړه شوې ده.

د کالیفورنیا د برکلي پوهنتون د کمپیوټر ساینس استاد، د ډیجیټلي جرم‌ پېژندنې مخکښ او د «ګېټ ریل سکیورېټي» په نوم د ډیپ‌ فېک پېژندنې شرکت بنسټ‌ اېښودونکی هاني فرید وايي: "په اې ای جوړې شوې ویډیوګانو په اړه دا ساده ټکي‌ دي چې موږ یې وینوو. "

تریخ حقیقت دا دی، چې د مصنوعي ځیرکتیا ویډیو جوړولو وسایل به ډېر ژر لا ښه شي او یاد شوي ټکي به دومره کارنده نه وي.

دا بدلون ښايي په څو میاشتو کې راشي، یا کېدای شي څو کاله وخت ونیسي.

راځئ روښانه خبرې وکړو.

د مصنوعي ځیرکتیا ویدیوګانې ضرور نه ده، چې تل دې ټیټ کیفیت ولري.

تر ټولو غوره اې ای (AI) وسایل کولی شي ښکلي او پاک کلیپونه جوړ کړي او له بلې خوا ټیټ کیفیت ویډیوګانې هم حتمي نه دي، چې د مصنوعي ځیرکتیا لخوا جوړې شوې وي.

د ډریکسل پوهنتون د معلوماتي او رسنیز امنیت د لابراتوار استاد او مشر متیو سټم وايي:

"که تاسې داسې څه ووینئ، چې رښتیا هم کیفیت یې خراب وي، دا په دې معنی نه ده چې ویډیو به جعلي وي. "

اصلي خبره دا ده، چې اوس دا بې کیفیته او پیکسل‌ پیکسل لرونکي ویډیوګانې د مصنوعي ځیرکتیا دي، چې دا مهال تر ټولو زیات امکان لري تاسې وغولوي.

دا یوه نښه ده، چې کولی شئ هغه څه چې ورته ګورئ لا یې ښه وپېژنئ.

یو سړی او یوه ښځه پر واښو ستونې ستغ پراته دي، ښځه اسمان ته اشاره کوي، اسمان شطرنجي شوی دی.

د عکس سرچینه، Serenity Strull/ Getty Images

د عکس تشریح، مصنوعي ځیرکتیا لا هم انځورونه یو څه ګډوډوي، خو د دې بدلونونو پېژندل ورځ تر بلې سختېږي.

ویډیوګانو ته په دقت وګورئ، که یو کس پکې وي نو مصنوعي ویډیوګانو کې کله نا کله د پوټکي رنګ ډېر نرم او یو ډول غیر طبیعي ښکاره کوي. ویښتو او جامو ته پام وکړئ شاید داسې بدلونونه وګورئ چې عادي نه ښکاري. په ویډیو کې حرکتونو ته وګورئ که یو څه غیر عادي وي نو تاسې پرې شک کولای شئ.

دا ټولې نښې کېدای شي په اسانه ونه لیدل شي، خو هر څومره چې انځور روښانه وي، هغومره احتمال زیات وي، چې تاسې د مصنوعي ځیرکتیا د تولید دا نښې ووینئ.

د بېلګې په توګه، کله چې تاسې له مصنوعي ځیرکتیا وغواړئ، داسې څه جوړ کړي، چې د زاړه موبایل په وسیله د فلم‌ بردارۍ په څېر ښکاره شي، نو دا کولی شي هغه بصري نښې پټې کړي، چې کېدای شي نورو ته د خبرداري سبب شوی وي.

په وروستیو میاشتو کې د مصنوعي ځیرکتیا څو مشهورو ویدیوګانو ډېر خلک وغولول. ټولو یې یو ګډ ټکی درلود.

د وحشي خرگوشانو یوه جعلي خو خندوونکې ویډیو، چې پر ټرامپولین ټوپونه وهي، په ټیک‌ ټاک کې څه باندې ۲۴۰ میلیون ځله کتل شوې ده.

خو وروسته روښانه شوه چې هغه ویډیو په اې ای جوړه شوې وه.

بله ویډیو هم په میلیونه ځله کتل شوې وه او پکې ښکاره شوي وه چې د نیویارک په مېټرو کې یوه جوړه مینان دي‌، خو وروسته روښانه شوه چې هغه ویډیو هم جعلي وه.

زه پخپله شخصاً د یوې داسې ویډیو قرباني شوم، چې پکې یو امریکايي کشیش په یوې محافظه ‌کاره کلیسا کې وینا کوله. هغه په یوه ځانګړې لهجې سره چیغې وهلې:

"میلیاردران یوازینی اقلیت دي، چې باید ترې وډار شو! هغوی د دې هېواد د له‌ منځه وړلو ځواک لري! "

زه هک پک شوم. ایا زموږ سیاسي پولې رښتیا هم دومره کمزورې شوې دي؟

نه.

دا بیا هم یوازې مصنوعي ځیرکتیا وه.

دا ټولې ویدیوګانې داسې ښکاره کېدې لکه د یوې زړې او ټیټ‌ کیفیت لرونکې کمرې په وسیله ثبت شوې وي.

ښاغلی فرېید وايي:

"درې شیان دي چې باید ورته پام وشي: وضوح، کیفیت او د ویډیو اوږدوالی. "

د ویډیو اوږدوالی تر ټولو اسانه نښه ده. هغه وايي:

"په ډېرو برخو کې، د مصنوعي ځیرکتیا ویدیوګانې ډېرې لنډې وي، ان تر هغو عادي ټیک‌ټاک یا انسټاګرام ویدیوګانو هم لنډې چې شاوخوا ۳۰ تر ۶۰ ثانیې وي. د هغو ویدیوګانو ډېری برخې، چې د ارزونې لپاره راته لېږل کېږي، شپږ، اته یا لس ثانیې اوږدوالی لري. "

د دې علت دا دی، چې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د ویډیو تولید ډېر لګښت لري، نو ځکه ډېری وسایل یوازې په لنډو کلیپونو محدود وي.

او هر څومره چې ویدیو اوږده وي، هغومره د دې امکان زیاتېږي، چې مصنوعي ځیرکتیا پکې تېروتنه وکړي.

ښاغلی فرېید وايي:

"کېدای شي چې د مصنوعي ځیرکتیا ویدیوګانې سره ونښلول شي، خو هر اته ثانیې یا تر هغې وروسته، تاسې به حتماً یو جمپ یا لرزه یا تکان احساس کړئ.

نور دوه عوامل، یعنې وضوح او کیفیت، که څه هم سره تړاو لري، خو یو شان نه دي.

وضوح د انځور د پیکسلونو شمېر یا اندازه ته ویل کېږي، په داسې حال کې چې غونجول یا سره نښلول هغه بهیر دی چې د ویډیو د فایل د حجم د کمولو لپاره جزیات ترې لېرې کېږي او ډېری وخت یې پر ځای د بلاکي بڼو او تیارو څنډو نښې پاتې کېږي.

په حقیقت کې، ښاغلی فرېید وايي، چې ټیټ‌ کیفیت لرونکي جعلي ویدیوګانې دومره قانع کوونکې وي، چې جوړونکي یې قصداً کیفیت راټیټوي.

هغه وايي:

"که زه وغواړم څوک وغولوم، څه کوم؟ لومړی جعلي ویډیو جوړوم، بیا یې وضوح راکموم، داسې چې لا هم لیدل کېږي، خو ټول جزئیات پکې نه شي لیدل کېدای. وروسته یې حجم کموم چې ویډیو کې خینې نښې تیاره پاتې شي. "

ښاغلی فرېید زیاتوي: "دا یوعام تخنیک دی."

د رنګین بالون دوه ټیټ‌کیفیت انځورونه، چې یو یې شطرنجي شوی دی.

د عکس سرچینه، Serenity Strull/ Getty Images

ستونزه دا ده، چې همدا اوس تاسې دا لیکنه لولئ، د ټکنالوژۍ لوی شرکتونه میلیاردونه ډالر لګوي چې مصنوعي ځیرکتیا لا نوره ښه شي او په اې ای جوړې شوې ویډیوګانې داسې ښکاره شي لکه رښتیني ویډیوګانې

ښاغلی سټم وايي:

"زه بد خبر لرم. که دا بصري نښې اوس شته، ډېر ژر به ورکې شي. زما اټکل دا دی، چې دا نښې به په دوو کلونو کې له ویدیوګانو ووځي، لږ تر لږه هغه ښکاره نښې یې له انځورونو څخه تر ډېره کمې شوې دي. نور پر سترګو باور نه شي کېدای. "

خو دا د درواغو پر وړاندې د تسلیمېدو معنا نه لري.

کله چې څېړونکي لکه فرېید او سټم غواړي یوه محتوا تایید کړي، هغوی لا پرمختللې لارې لري.

ښاغلی سټم وايي:

"کله چې تاسې ویدیو تولید کړئ یا سمون ورکوئ، وړې نښې پرېږدئ چې د انسان سترګې یې نه شي لیدلای؛ لکه د جرم په صحنه کې د ګوتې نښه. موږ اوس د داسې تخنیکونو د راڅرګندېدو شاهدان یوو چې کولی شي دا نښې ومومي او ښکاره یې کړي. "

د بېلګې په توګه، په یوه جعلي ویدیو کې د پیکسلونو وېش ښايي له یوې ریښتینې ویډیو سره توپیر ولري، خو دا ډول عوامل تل دقیق او له خطا پاک نه وي.

د ټکنالوژۍ شرکتونه همدارنګه پر نويو معیارونو کار کوي چې د ډیجیټلي معلوماتو اصالت تایید کړي.

په اصل کې کمرې کولی شي د انځور د جوړېدو پر مهال په فایل کې داسې معلومات ثبت کړي، چې ښکاره کړي ویډیو سمه ده او جعلي‌ نه ده.

په همدې ډول د مصنوعي ځیرکتیا وسایل هم کولی شي خپلو تولیدي انځورونو او ویډیوګانو ته ورته جزئیات ور زیات کړي چې د هغوی جوړجاړی والی څرګند کړي.

سټم او نور وايي چې دا هڅې ګټورې کېدای شي.

د ټکنالوژۍ په برخه کې کارپوه مایک کالفیلډ وایي، اصلي حل دا دی، چې موږ ټول باید د هغه څه په اړه چې آنلاین یې وینو، خپل لید بدل کړو.

هغه وايي، د مصنوعي ځیرکتیا د نښو لټون "دوامدار " حل نه دی، ځکه دا نښې تل بدلېږي. پر ځای یې، باید دا فکر پرېږدو، چې انځورونه او ویډیوګانې بې له متن او زمینه خپلواک معنا لري.

کالفیلډ وايي:

"زما په اند، په اوږدمهال کې به ویډیو نږدې د متن په څېر شي؛ داسې چې اصلي خبره به د ویډیو سرچینه وي، نه یې بڼه او غوره ده چې له همدا اوس څخه د دې بدلون لپاره ځان چمتو کړو. "

تاسې هېڅکله یوازې د دې لپاره چې چا څه لیکلي دي، هغه سم نه ګڼئ. که شک لرئ، سرچینه یې ګورئ. پخوا انځورونه او ویدیوګانې توپیر لرل، ځکه جعل او لاس‌وهنه پکې سخته وه.

خو هغه وخت تېر شوی دی. اوس یوازینی مهم شی دا دی چې محتوا له کومه راغلې، چا خپره کړې، په کوم چوکاټ کې وړاندې شوې، او ایا باوري سرچینې یې تایید کړی که نه.

پوښتنه دا ده چې موږ به څه وخت دا واقعیت درک کوو؟

ښاغلی سټم وايي:

"که لږ مبالغه وکړم، زما په فکر دا د یوویشتمې پېړۍ د معلوماتي امنیت تر ټولو لویه ننګونه ده.

خو دا ستونزه یوازې څو کلنه ده. هغه کسان چې د حل لپاره یې کار کوي، شمېر یې نسبتاً کم دی، خو په چټکۍ سره زیاتېږي. موږ د حل‌ لارو، زده‌کړې، هوښیار سیاست‌ جوړونې او ټکنالوژیکي لارو ګډ ترکیب ته اړتیا لرو چې ټول یو ځای کار وکړي. زه لا هم هیله لرم. "