ایا ټېکنالوژي دماغ بېرته فعالولی شي؟

A generated image of a brain suspended against a light background with colourful electrodes attached to it.

د عکس سرچینه، Jonathan Kitchen via Getty Images

ایا د پېرلو یا سودا کوم اوږد لېست مو په یاد دی؟ یا د یوې مهمې ناستې د مېلمنو نومونه؟

خلک د حافظې د پیاوړتیا لپاره بېلابېل تخنیکونه کاروي چې دماغ ښه وروزي. دا د ذهني وړتیا د لوړولو یو ډول "سافټوېري یا ساوتریزه" تګلاره ده.

خو ایا موږ ‍له "هارډوېره یا هاوتري" هم کار اخیستی شو؟

یعنې داسې وسایل چې دماغ له برېښنايي اړخه لا فعال کړي؟

تر اوسه دا ټېکنالوژي د ځینو عصبي ناروغیو په صورت کې د دماغ د فعالیت د بېرته راګرځولو لپاره رامنځته شوې ده.

د دماغ ژور تحریک یا (Deep Brain Stimulation – DBS) یې یوه بېلګه ده. یو پېچلی تخنیک چې له کلونو راهیسې د پارکینسن په څېر د حرکتي اختلالاتو د درملنې لپاره کارول کېږي.

د ویډیو تشریح، ایا ټېکنالوژي دماغ بیا فعالولو کې مرسته کولی شي؟

د دماغ چټکوونکی

د لندن سېنټ جورج ښار پوهنتون پروفېسورې فرانچېسکا مورګانته پر خپلو ناروغانو د DBS اغېزې له نژدې لیدلې دي.

هغې د بي‌بي‌سي نړیوال سرویس د کروډ ساینس پروګرام ته وویل:

"DBS هغو کسانو ته په پام کې نیول کېږي چې درمل یې نور د نښو په کنټرول کې اغېزناک نه وي."

A health worker leans over a patient lying on a hospital trolley with a frame around his head, preparing for brain surgery.

د عکس سرچینه، BSIP/Universal Images Group via Getty Images

د عکس تشریح، ژور دماغي تحريک (Deep Brain Stimulation) یو جراحي عملیات دي چې پکې تارونه د دماغ دننه لګول کېږي، او دا تارونه له یوه نبض تولیدوونکي (Pulse Generator) سره نښلول کېږي چې عموماً د سینې په پورتنۍ برخه کې ځای پر ځای کېږي.

په پارکینسن ناروغۍ کې هغه ژوڼکې (حجرې) له منځه ځي چې د ډوپامین په نوم کیمیاوي پېغام رسوونکی تولیدوي.

ډوپامین د دماغ په هغو برخو کې د نښو د لېږد لپاره اړین دی چې د بدن حرکتونه کنټرولوي.

د کافي ډوپامین له نشتوالي سره، د پارکینسن ناروغان له لړزې، سختوالي او د خوځښت له سستوالي سره مخ کېږي.

دا ناروغي د وخت په تېرېدو لا پسې ډېرېږي او تر اوسه یې درملنه نه شته.

DBS کې د نبض یوه تولیدوونکې اله په جراحي ډول د پوستکي لاندې، ډېری وخت د غاړې تر هډوکي لاندې ځای پر ځای کېږي.

دا اله د تارونو یا الکترودونو له لارې د دماغ له اغېزمنو برخو سره نښلول کېږي او هغوی ته ډېر کم برېښنايي جریان لېږي.

پروفيسوره مورګانته وایي، دا د دماغ د چټکتیا په څېر عمل کوي او د دماغ عادي سیګنالونه بېرته را ژوندي کوي.

د ټولو لپاره یو ډول حل نه دی

که څه هم DBS د پارکینسن ځینې نښې کمولی شي، خو تل اغېزناک نه وي.

هغه لاره چې د دماغ پراخې شبکه‌ يي حجرې یو بل ته برېښنايي نښې لېږي، ډېره پېچلې ده او لا تر اوسه په بشپړه توګه نه ده درک شوې.

د همدغه پوهنتون ډاکټره لوشیا ریچیارډ وایي:

"نښې یوازې لړزه او د حرکت ستونزې نه دي؛ نورې نښې هم شته، لکه خپګان، اضطراب، د هڅونې نشتوالی، د حافظې ستونزې او د خوب ګډوډي."

هغې وویل، څېړنې ښيي چې DBS ښايي د خپګان او اضطراب په څېر ځینې نورې نښې هم کمې کړي، خو لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.

Illustration of two brains, each with two substantia nigrae located within the midbrain region. On the left, the substantia nigrae are larger. On the right, they are smaller.

د عکس سرچینه، Kateryna Kon/Science Photo Library via Getty Images

د عکس تشریح، په پارکینسن اخته خلکو کې، د دماغ په هغه سیمه کې چې سبسټانشیا نیګرا نومیږي عصبي حجرات مړه کیږي. کېڼ: روغ سبسټانشیا نیګرا (نارنجي). ښی: خراب شوی سبسټانشیا نیګرا (ژېړ)

بیا فردي توپیرونه هم شته. هر دماغ ډېر پېچلی او ځانګړی دی، نو د ټولو لپاره یو شان حل نه شته.

په DBS کې کارېدونکي الکترودونه له څو خپلواکو برخو جوړ وي چې بېلابېلو عصبي حجرو سره نښلي.

کارپوهان باید وټاکي کومې برخې فعالې شي چې د ناروغ پر نښو تر ټولو ډېر اغېز ولري.

ډاکټرې ریچیارډ وایي: "دا پرېکړه چې کومه برخه فعاله شي او د فریکونسۍ، شدت، نبض او د څپې د پلنوالي کوم پارامترونه وکارول شي، ډېر فکتورونه لري."

دا شخصي تنظیمي بهیر، چې پخوا د ازموینې او تېروتنې له لارې کېده، اوس ورځ تر بلې ښه کېږي، په ځانګړي ډول ځکه چې مصنوعي ځیرکتیا (AI) وړاندیز وکړای شي چې د کوم دماغ لپاره کوم ترکیب غوره دی.

ایا حافظه هم پیاوړې کېدای شي؟

د حافظې د پیاوړتیا لپاره د دماغ تحریک لا تر اوسه دومره تثبیت شوی نه دی، خو فعاله څېړنې پرې روانې دي.

د انسان حافظه تر ډېره د دماغ له یوې برخې چې هیپوکمپس نومېږي، سره تړاو لري.

د امریکا د وېک فاریسټ پوهنتون د حافظې کارپوه ډاکټر رابرت همپسون وایي، هیپوکمپس له نورو برخو لکه بوی، غږ او لید څخه معلومات اخلي او هغه په داسې کوډ بدلوي چې یا لنډمهاله او یا اوږدمهاله حافظه کې زېرمه شي.

څو کاله وړاندې، د هغه ټیم پر وړو ژویو ازموینې وکړې او ویې لیدل چې د پرېکړې تر کولو مخکې ځانګړي برېښنايي بڼې راڅرګندېږي.

هغه وویل: "که د لابراتوار موږک کېڼ لوري ته روان وي، یو ځانګړی بڼه ښکاري او که ښي لوري ته روان وي، بله بڼه."

ده زیاته کړه: "موږ وموندله چې ځینې بڼې له دې سره تړاو لري چې حافظه سم کار کوي او ځینې هغه وخت راڅرګندېږي چې حافظه د ناکامېدو په حال کې وي."

له دې ځایه دا پوښتنه راپورته شوه چې ایا دا بڼې اغېزناکې کېدای شي او "ماته شوې حافظه" بېرته ورغول شي.

A white lab rat stands up against a glass container.

د عکس سرچینه، fotografixx via Getty Images

د عکس تشریح، د دماغ د حافظې سرکټونه په لابراتواري موږکانو کې څېړل شوي دي.

د هغه ټیم د "هیپوکمپس عصبي مصنوعي الې" د لومړنیو انساني ازموینو مخکښ و، که څه هم همپسون وایي دا تر مصنوعي الې ډېر "د لکړې یا ګچ" په څېر ده.

لکه DBS، دا هم جراحي الکترودونه کاروي، خو دا ځل د هیپوکمپس پر نښه کولو سره.

دا ټېکنالوژي لا بشپړه نه ده.

نو د ځای پر ځای شوي چټکوونکي پر ځای، الکترودونه دا مهال له یوه لوی بهرني کمپیوټر سره نښلول شوي چې دماغ ته نښې لېږدولی شي او نښې ترې واخلي.

همپسون وایي: "موږ هڅه کوو هغه فعالیت بېرته ورغوو چې کمزوری شوی یا له منځه تللی وي."

لومړنۍ نښې هیله‌بښونکې دي، په ځانګړي ډول د مرګي ناروغانو کې.

هغه وویل: "موږ وکولای شول د معلوماتو د ساتلو وړتیا کې ۲۵ تر ۳۵ سلنه ښه والی ووینو- له شاوخوا یو ساعته تر ۲۴ ساعتونو پورې- او دا په هغو کسانو کې و چې د حافظې تر ټولو ډېرې ستونزې یې لرلې."

A neurologist stands with her back to the camera, looking at brain scans on a large screen in front of her.

د عکس سرچینه، gorodenkoff via Getty Images

د عکس تشریح، د دماغ د هڅونې مختلف تخنیکونه اوس مهال د عصبي ناروغیو لکه خپګان او مرګي په برخه کې کارول کېږي یا ازمویل کېږي.

په راتلونکي کې امکانات

د همپسون په وینا، دا ټېکنالوژي ښايي یوه ورځ د الزایمر په څېر د حافظې ستونزو کې هم مرسته وکړي.

خو ایا دا به یوازې ناروغانو ته وي، که د هر چا دماغ پیاوړی کولی شي؟

همپسون وایي، موږ لا هم ډېر څه باید زدکړو چې ولې د ځینو خلکو حافظه تر نورو ښه کار کوي.

هغه وویل: "موږ لا دومره معلومات نه لرو چې ووایو: ایا دا له عادي حالته هم ښه کولی شو؟"

او البته - د جراحۍ له خطرونو هاخوا- اخلاقي ستونزې هم شته.

هغه وویل: "حافظه هغه جوهر دی چې موږ جوړوي موږ څوک یو او هغه څه چې موږ نه غواړو بدله یې کړو."

دا راپور د بي‌بي‌سي نړیوال سرویس د CrowdScience پروګرام د یوې برخې پر بنسټ چمتو شوی دی.