پنځه خبرې چې حافظه مو ور سره ښه کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېری کسان د حافظې یا یاد له کمزورۍ شکایت کوي، کله چې بازار ته د سودا اخیستلو لپاره لاړ شي، هلته یې هېر وي چې څه باید واخلي.
ازموینې ته ښه تیاری ونیسي، خو ځواب لیکلو ته چې کېني، څه یې یاد نه وي، کله یو ملګری له ډېر وخت وروسته وویني، خو نوم یې ترې هېر وي.
له یوې کوټې د کوم کار لپاره بلې کوټې ته لاړ شي، خو هلته ترې هېر وي چې څه پسې تللی دی.
ساینسپوهان له څو لسیزو راهیسې د یاد یا حافظې د بهترولو لپاره د لارو چارو د موندلو هڅه کوي.
اوس یوه څېړنه کې داسې څه موندل شوي چې که پلي یې کړو، یاد مو ور سره ښه کېږي.
تېر هېر یاد کړئ

د عکس سرچینه، Getty Images
تر ډېره دا خبره کېږي چې پخوانۍ خبرې هېرې کړئ، خو ساینسپوهان وايي، د تېرو هېرو خبرو یادولو سره یاد ښه کېږي.
کله چې موږ پخوانۍ تجربې په زړه کوو، نو یاد مو پیاوړی کېږي، زموږ ذهن کې هغه تجربې پاتېږي او ښه دا ده چې د راتلونکي له فکر سره سره کله کله تېر هم یاد کړو.
انځورونه وکاږئ

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې د خرید لپاره بازار ته ځو، تر ډېره د توکو نوملړ جوړوو، خو که د یاد ښه کېدل غواړئ، د توکو د نوم لیکلو په ځای یې انځور جوړ کړی.
څوک چې دا کار کوي، یاد یې پیاوړی کېږي، ان دا داسې لار ده چې د ډیمینشیا ناروغان هم ترې ګټه اخیستلی شي.
ساینسپوهان وايي، کله چې موږ انځور جوړوو نو د همدغه شي د څرنګوالي په هکله ژور سوچ کوو، ځکه یې زموږ دماغ په ښه ډول یاد کې ساتي.
که تاسو دا طریه وازمویئ یاد به مو ور سره ښه شي.
په مناسب وخت ورزش وکړئ

د عکس سرچینه، Getty Images
بیا بیا ثابته شوې چې پرلپسې ورزش یاد بهتروي.
د بېلګې په ډول پرلپسې یا منظمه منډه یاد ښه کوي.
خو اوس څېړونکي وايي، چې د دې منډې لپاره هم سم وخت پکار دی.
خو ساینسپوهان اوس په دې څېړنه کوي چې دا مناسب وخت کوم دی.
دماغ ارام ته پرېږدئ
د هیریټ واټ پوهنتون مایکیلا ډیور په دې هکله څېړنه کړې ده.
هغه وايي، که روغ یا صحتمن کسان د کوم شي له یادولو وروسته وقفه یا ځنډ کوي، نو هغه شی یې ډېر په یاد کې پاتېږي.
ځکه هڅه وکړئ چې له څه لیکلو او لوستلو وروسته ذهن د څه وخت لپاره خاموش کړئ. څه مه کوئ، دا کار در سره د یاد ښه کولو کې مرسته کوي.
د لږ وخت لپاره ویده شئ

د عکس سرچینه، Getty Images
که د یاد ښه کولو لپاره دا څلور خبرې درباندې درنې پرېوځي، نو دا خبره وازمویئ، هغه دا چې لږ خوب وکړئ.
ډېرو څېړنو ثابته کړې چې کم خوب یا سترګې پټولو سره زموږ یاد ښه کېږي، خو په دې شرط چې چې منظم یا پرلپسې دا کار وکړو.
مطلب دا چې که تاسو د دې خوب عادت جوړ کړئ، نو یاد مو ور سره ښه کېږي.








