سګرټ د انسان په حافظه اغېز کوي

سګرټ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، يوې مخکنۍ څېړنې ښودلې چې هغه ښځې چې سګرټ څکوي، څو ځلې یې ددې خطر ډېر وي چې د نارینه وو پرتله ژر د زړه په ناروغۍ اخته شي.

سګرټ څکول نه یوازې پر روغتیا او د عمر د لنډېدو سبب ګرځي او د وژونکو او مزمنو ناروغیو لامل هم ګرځي، بلکې د انسان پر حافظې ناوړه اغېز او د هېرېدو لامل کېږي.

په برتانیا کې یوې نوې څېړنې ښودلې چې په سګرټو اخسته کسان د خپلې ورځنۍ حافظرې نژدې درېیمه برخه له لاسه ورکوي، خو که له دې کاره لاس واخلي، کېدای شي حافظه یې د عادي انسانانو د حافظې حالت ته راوګرځي.

د برتانیا ډېلي مایل ورځپاڼې ویلي، څېړونکو دا څېړنه د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ په ۷۰ کسانو ترسره کړې ده، او له دوی یې غوښتي چې په بېلابېلو وختونو کې د خپلو کړنو کیسه ورته وکړي.

څېړونکي وايي چې پوښتل شوو په سګرټ اخته کسانو سم او دقیق ځواب ورنه کړای شو، او د خپلو کړنو یاد یې په حافظه کې یوازې ۵۹ سلنه پاتې و.

د څېړونکو په وینا، هغه کسان چې له سګرټو یې لاس اخیستی، خپلې کړنې یې په سلو کې ۷۴ په زړه وې، خو هغه چې هېڅ سګرټ نه څکوي، دا کچه پکې ۸۱٪ وه.

ددې څېړنې مسؤول او مشر ټام هیفیر وايي، دا څېړنه له سګرټو سره د مبارزې په برخه کې ډېره ګټوره ده.

نوموړی زیاتوي، دا چې په برتانیا کې نژدې ۱۰ میلیونه کسان په سګرټو اخته دي، د امریکا په متحده ایالتونو کې ۴۵ میلیون کسان سګرټ څکوي، باید پر ورځني رسمي کار د سګرټو ناوړه اغېز خلکو ته په ډاګه شي.

هیفیر دا هم ویلي، دا لومړۍ څېړنه ده، چې پر حافظې د سګرټو ناوړه اغېز په ډاګه کوي، چې په وینا یې راتلونکې څېړنه به یې پر حافظې ''د سګرټو د ناوړه اغېز'' په اړه وي.