لارۍ چلوونکي: د پاکستان حکومت دې افغانستان کې بندو باروړونکو ګاډو ته د ستنېدو اجازه ورکړي

د ویډیو تشریح، پاکستاني ټرانسپورټرانو حکومت ته په افغانستان کې د بند پاتې موټرچلوونکو د ستونزې د حل لپاره درې ورځنی ضرب‌الاجل ورکړی
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله په تېرو اتو مياشتو کې افغانستان کې بندو پاکستاني باروړونکو لاریوو چلوونکو د ستونزو له منځه وړلو لپاره د خيبر ولسوالۍ لنډي کوتل په تکیه سيمه کې د پاکستان - افغانستان ترمنځ پر لويې لارې احتجاج روان دی.

د باروړونکو لاریو چلوونکو او نورو ټرانسپورټرانو استازو په لنډي کوتل کې غونډه کړې.

دې غونډې ته د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام الله وزير او د لنډي کوتل تاڼې مشر عشرت شينواری هم ورغلی و.

د ترانسپورت برخه کې احتجاج کوونکو او د سياسي ګوندونو مشرانو مرستیال کمشنر ته درې ورځې وخت ورکړی او ويلي يې دي، که په دې موده کې افغانستان کې بند پاتې پاکستاني ټرانسپورټران، ډرېوران او د هغوی ګاډو ته پاکستان ته د راتګ اجازه ور نه کړل شوه، نو دوی به د احتجاج په توګه پاک ـ افغان لويه لاره وتړي او افغانستان ته ستنېدونکو افغان کډوالو ګاډي به هم بند کړي.

انعام الله وزير ټرانسپورټرانو ته ډاډ ورکړی چې د يادې ستونزې د حل لپاره به جیګپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

د خېبر سياسي اتحاد مشر مراد حسين اپريدی او د عوامي نېشنل ګوند مشر حاجي شاه حسين شينواري ټرانسپورټرانو او ډرېورانو ته ويلي چې د ټولو سياسي ګوندونو مشران به د دوی د ستونزو د حل لپار دوی سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

دوی له حکومتي چارواکو غوښتنه کړې چې په تېرو اتو مياشتو کې افغانستان کې بند پاتې پاکستاني ټرانسپورټران، ډرېوران او د هغوی ګاډو ته دې ژر تر ژره پاکستان ته د راتګ اجازه ورکړل شي، چې په دې توګه اختر له خپلو کورنيو سره ولمانځلی شي.

احتجاج

۲۰۲۶ کال کې تورخم

د ویډیو تشریح، د تورخم تړلې دروازه او د افغان کډوالو اوږد انتظار

د روان ۲۰۲۶ کال مې میاشت کې د سوداګریزو توکو لېږدوونکو ګاډو چلوونکو ویلي وو چې ګاډي یې له اتو میاشتو راهیسې افغانستان کې بند پاتې دي. دا وضعیت وروسته له هغه رامنځ ته شو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ پر کرښه نښتې پیل شوې چې بیا وروسته وضعیت لا خراب او د سپین بولدک او تورخم لارې هم وتړل شوې.

ګاډي چلوونکو څو ځله لاریونونه وکړل چې د مالي زیانونو او د حکومت د نه پاملرنې پرضد خپل غږ پورته کړي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو مالونو د لېږد لپاره لاره ‌پرانیستل شي.

د پولې د تړل کېدو یو لامل په تېر ۲۰۲۵ او روان ۲۰۲۶ کلونو کې پاکستان کې د پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) بریدونه هم دي؛ هغه ډله چې پاکستان ادعا کوي افغانستان کې پناځایونه ورکړل شوي او له هغه ځایه پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي.

خو افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار-وار ویلي چې د پاکستان ناامني د دغه هېواد خپلمنځي ستونزه ده او کله یې چې چارواکي د ناامنیو مخنیوي کې پاتې راشي، پړه یې پر افغانستان اچوي.

د طالبانو حکومت وايي، دوی هېچا ته په خپله خاوره کې د بل چا یا هېواد پرضد د فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه مهمه او ارزانه سوداګریزه لاره ده چې هر کال له ۱۱۰ زرو تر ۱۲۷ زرو پورې لارۍ له دې لارې تګ- راتګ کوي.

تر ډ‌ېره له دې لارې ټرانزیټي مالونه افغانستان ته واردېږي او خوراکي توکي لېږدول کېږي.