ټرمپ وايي له ایران سره اوربند غځوي خو کلابندي به همغسې پر ځای وي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي د پاکستان په غوښتنه به امریکا له ایران سره اوربند وغځوي خو د ایراني بندرونو کلابندي به دوام ولري. وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطا الله تارړ پر اېکس یوه پيغام کې ويلی وو، پاکستان د منځګړي په توګه د خبرو اترو د دوام لپاره له ایرانیانو سره په دوامداره اړیکه کې دی.

لنډیز

  • ټرمپ وايي له ایران سره اوربند غځوي خو کلابندي به همغسې پر ځای وي
  • په اسلام اباد کې د امریکا او ایران تر منځ خبرې اترې؛ لا هم ایران د ګډون پخلی نه دی کړی
  • د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ایران اسلام اباد ته د خبرو لپاره د پلاوي له استولو پرته ''بل غوراوی نه لري''
  • پاکستاني رسنۍ وايي ټرمپ "ژمنه کړې چې د ایران د سمندري کلابندۍ د لرې کولو په اړه به غور وکړي"
  • ټرمپ وايي د امریکا پوځ پر ایرانۍ بار وړونکې کښتۍ ډزې کړې او نیولې یې ده
  • د سپینې ماڼۍ چارواکي بي بي سي ته ویلي 'د ولسشمر ټرمپ مرستیال هم د خبرو دویم پړاو لپاره اسلام اباد ته ځي'

ژوندی پوښښ

  1. ټرمپ وايي څلور ورځې وړاندې ورته ویل شوي ووچې ایران غواړي د هرمز تنګی پرانیزي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کړې چې څلور ورځې وړاندې ورسره اړیکه نيول شوې وه او ورته ویل شوي وو چې ایران غواړي د هرمز تنګی سملاسي پرانیزي.

    پرټولنیزو رسنیو يوه پوسټ کې، ولسمشر ټرمپ ويلي، "ایران نه غواړي د هرمز تنګی بند وساتي، غواړي چې پرانيستی وي، ترڅو هره ورځ ۵۰۰ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي.".

    ټرمپ زياته کړې، "دوی يوازې وايي چې غواړي دا وتړل شي، ځکه چې ما دا په بشپړه توګه کلابند او تړلی دی."

    د امریکا ولسمشر دا ادعا هم کړې چې څلور ورځې وړاندې ورته ویل شوي وو، ایران غواړي د هرمز تنګی سملاسي پرانیزي، خو وايي که دا کار وکړي، له ایران سره به هېڅ هوکړه ونشي.

  2. د ملګرو ملتونو مشر د ایران او امریکا تر منځ د اوربند غځېدو هرکلی وکړ

    انتونيو ګوتېرېش

    د عکس سرچینه، get

    د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرېش ویاند ويلي، چې هغه له ایران سره د امریکا د اوربند غځېدو د اعلان هرکلی کوي.

    د ګوتېرېش ویاند سټېفن ډوجارېک ويلي، "دا د کړکېچونو کمولو، د ایران او امریکا ترمنځ د ډیپلوماسۍ او باور جوړونې لپاره د فضا رامنځته کولو پر لور یو مهم ګام دی."

    د یادولو وړ ده، وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې د پاکستان په غوښتنه به امریکا له ایران سره اوربند وغځوي خو د ایراني بندرونو کلابندي به دوام ولري.

    د ډوجارېک په وینا، د ملګرو ملتونو د مشر دفتر ټولې خواوې هڅوي چې د اوربند د نه ماتولو او په خبرو اترو کې د رغنده ښکېلتیا له لارې دا پروسه لا مخته بوځي.

    نوموړي زياته کړې، "ښاغلی ګوتېرېش د خبرو اترو د اسانتیا لپاره د پاکستان د رول ملاتړ کوي او هیله لري چې دا هڅې به د "جامع او دوامداره حل" لپاره د شرایطو رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

  3. تسنیم: ایران د چارشنبې په ورځ خبرو اترو کې ګډون نه کوي - اسوشېټېډ پرېس وايي، ونس پاکستان ته خپل سفر لغوه کړ

    جې ډي ونس

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د تسنیم خبري اژانس، چې د ایران له انقلابي ګارډ ځواکونو سره تړاو لري، وايي، ایران په خبرو اترو کې د نه ګډون پرېکړې کړې ده.

    د یاد خبري اژانس په وینا، د ایران مذاکره کوونکی ټیم اوسني وضعیت ته په پام سره په مذاکراتو کې ګډون "د وخت ضایع کول" ګڼي.

    راپور زياتوي، ایران هم د پاکستاني منځګړي له لارې خپله پرېکړه په ډاګه کړې ده.

    له بلې خوا، لږ وړاندې، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه امریکایی چارواکي په حواله راپور ورکړ چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس، پاکستان ته خپل سفر لغوه کړی دی.

    ټاکل شوې وه، د امریکا د مذاکره کوونکې ډلې مشري به جې ډي ونس پر غاړه ولري.

  4. وروستی, ټرمپ وايي له ایران سره اوربند غځوي خو کلابندي به همغسې پر ځای وي

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي د پاکستان په غوښتنه به امریکا له ایران سره اوربند وغځوي خو د ایراني بندرونو کلابندي به دوام ولري.

    نوموړي پر ټولنيزو رسنيو يوه پوسټ کې ويلي، "د پاکستان فيلډ مارشال عاصم منير او لومړي وزير شهباز شريف له موږ غوښتي چې تر هغه پر ایران بریدونه وځنډوو چې تر څو د هغوی مشران او استازي يو ګډ وړانديز وړاندې کړي."

    ایران لا تراوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي ويلي وو، کله چې کلابندي لرې کړل شي، د خبرو اترو بل پړاو به په اسلام اباد کې پیل شي.

  5. په ملګرو ملتونو کې د ایران سفير: تهران داسې اشارې ترلاسه کړې چې امریکا د هرمز تنګي د کلابندۍ لرې کولو ته چمتو ده

    په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایراواني په دې وروستیو د بي بي سي په ګډون څو خبریالانو ته ويلي چې تهران داسې نښې نښانې ترلاسه کړې دي چې امریکا د کلابندۍ لرې کولو لپاره چمتو ده.

    نوموړي ويلي، کله چې کلابندي لرې کړل شي، د خبرو اترو بل پړاو به په اسلام اباد کې پیل شي.

    د بي بي سي خبريال ندا توفيق ته یې د جې ډي ونس د سفر 'ځنډېدو' په اړه ویلي، هغه په ​​دې اړه هېڅ معلومات نلري او بيا يې ټینګار کړی چې د ایران شرط دا دی چې امریکا د خبرو اترو له بیا پیل کېدو وړاندې د هرمز تنګي کلابندي لرې کړي.

    ده ويلي، که امریکا سیاسي حل غواړي، ایران د دې لپاره چمتو دی، او که جګړه غواړي، ایران هم ورته اماده دی.

  6. ټرمپ: ایران د خبرو لپاره د پلاوي 'له استولو پرته بل غوراوی نه لري'

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ایران اسلام اباد ته د خبرو لپاره د پلاوي له استولو پرته ''بل غوراوی نه لري.''

    له سي این بي سي خبري شبکې سره مرکه کې ولسمشر ټرمپ وویل باوري دی، چې امریکا به یو ''ستر جوړ جاړی'' ته ورسېږي.

    نوموړی وايي امریکا ''له ډېرو ښو خلکو سره تعامل نه کوي'' خو د امریکا سمندري محاصرې "ډېر عالي" بللو وړاندې یې زیاته کړه امریکا په ''بریالیتوب سره'' دغه تعامل پرمخ وړي .

    د امریکا له ولسمشر پوښتنه وشوه چې که خبرو کې پرمختګ وشي ایا دی به اوربند وغځوي، هغه وویل: "زه نه غواړم داسې وکړم".

    نوموړي زیاته کړه: ''تمه به دا وي چې بمبارۍ وکړم، ځکه چې دا به غوره چلند وي."

    ولسمشر ټرمپ وايي، یوې موافقې ته د رسېدو لپاره "ډېر وخت" نه شته، او که ایران له امریکا سره یوې موافقې ته ورسېږي نو دوی کولی شي "ډېر ښه دریځ" ولري

  7. وروستی, ایران وايي که خبرې کېږي هم "ګوته به یې پر ماشه" وي

    د ایران یوې حکومتي ویاندې د ارنا دولتي خبري اژانس ته ویلي، د احتمالي خبرو پرمهال تهران "ګوته په ماشه دی" او دفاعي ځواکونه "بشبړچمتووالی" لري.

    فاطمې مهاجرانی په څرګند ډول ونه ویل چې ایران به اسلام اباد کې د خبرو راتلونکي پړاو کې برخه اخلي او که نه.

    هغې وویل موږ دوه ستراتېژۍ پر وړاندې لرو، لومړنۍ د جګړې او دویمه د ديپلوماسۍ ستراتېژي دي.

    مېرمن مهاجراني وویل، دخبرو ډله به " له ملي ګټوهیڅ نه تېرېږي".

  8. د امریکا دفاع وزارت وايي، ځواکونه یې تېره شپه هغې تېل لېږدونکې بېړۍ ته ننوتلي، چې بندیزونه پرې لګېدلي

    د امریکا دفاع وزارت وايي، ځواکونه یې تېره شپه ''له هېڅ کومې پېښې پرته'' هغې تېل لېږدونکې بېړۍ (ټانکر) ته ننوتلي، چې بندیزونه پرې لګېدلي دي.

    پینټاګون وايي، ځواکونه یې په هند-ارام سمندري سیمه کې د ایران ملاتړ شبکو ''له منځه وړلو هڅو لړ کې'' دې بېړۍ ته ننوتلي دي.

    پر خواله رسنۍ اېکس دپنټاګون یوه پیغام کې په دې هکله ویل شوي د دوی ځواکونه، ''بې هېواده ایم-ټي پیفاني (بېړۍ) ته د بندیزونو او سمندري پلټنو حق له کارولو وروسته له کومې پېښې پرته ننوتلي دي.''

    د امریکا دفاع وزارت دا معلومات د پېښې په هکله له تصویرونو او ویډیويي کلیپونو سره یو ځای خپاره کړي دي.

    د امریکا دفاع وزارت په پیغام کې زیاته شوی، د دوی ځواکونه به "د غیرقانوني شبکو د ګډوډولو لپاره نړیوالې سمندري هڅې کړي او هغه بندیز شوي بېړۍ چې ایران ته مادي ملاتړ چمتو کوي، هرچېرې چې وي، مخنیوی به یې وکړي."

    په پیغام کې دغه راز راغلي: ''نړیوالې اوبه د هغو بېړیو لپاره پناه ځای نه دی، چې بندیزونه پرې لګېدلي.''

    ټانکر

    د عکس سرچینه، US Department of War

  9. ټرمپ تور پورې کړی، چې ایران 'څو ځله' له اوربنده سرغړوونه کړې

    د امریک امتحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران تور پورې کړی، چې ''څو ځله'' یې له اوربنده هوکړې سرغړوونه کړې ده.

    ټرمپ دغه تورونه پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل یوه پيغام کې څو شېبې مخکې لګولي، خو نوموړي تفصیلات نه دي بیان کړي، چې کومې یا کومو پېښو ته اشاره کوي.

  10. چین د امریکا او ایران تر منځ د مذاکراتو په تړاو له پاکستان سره 'بشپړ ملاتړ' څرګند کړ

    پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې تصویر خپور کړی دی.

    د عکس سرچینه، Pakistan Ministry of Foreign Affairs via X

    د عکس تشریح، پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې تصویر خپور کړی دی.

    پاکستان کې د چین سفیر د ایران او امریکا تر منځ د خبرو په تړاو د پاکستان له هڅو سره د بیجینګ ''بشپړ ملاتړ'' څرګند کړی دی.

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار چې د بهرنیو چارو وزیر دنده هم لري، د چین له سفیر جیانګ زایدونګ سره خبرو کې د سیمې پر وضعیت غږېدلی دی.

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي،"په دې لیدنه کې زایدونګ د سیمې د سولې او ثبات لپاره د ایران او امریکا تر منځ د مذاکراتو په لړ کې د پاکستان هڅې وستایلې."

  11. په اسلام اباد کې چمتوالی روان دی، خو ناڅرګندتیا هم شته، چې خبرې به وشي او که نه, ازاده مشیري، د سویلي اسیا لپاره د بي بي سي خبریاله-اسلام اباد

    پاکستان

    د عکس سرچینه، Reuters

    نن سهار په اسلام اباد کې، د ممکنه خبرو لپاره چمتووالی لا هم روان دی. پلازمېنه کې امنیتي پوستې او د "اسلام اباد خبرې" لوحې او بینرونه د لارو په اوږدو کې لیدل کېږي، خو لا هم وضعیت ناڅرګند دی.

    سپینې ماڼۍ ویلي، د مرستیال ولسمشر جې ډي وینس په مشرۍ به یو امریکایی پلاوی پاکستان ته سفر وکړي، خو وخت یې روښانه نه دی.

    داسې انګېرل کېده چې هغه به تر دې مهاله رسېدلی وي، خوفکر کېږي چې هغه د دوشنبې شپه په واشنګټن کې تېره کړه.

    لامل یې ښايي د ایران له لوري په خبرو کې د ګډون په تړاو په عام محضر کې د اعلان په هکله ناڅرګند وضعیت وي، چې په اعلامیو کې یې لا هم غم او غوسه ښکاري.

    د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په هکله، چې تمه کیږي د ایران د پلاوي مشري به وکړيوروستی خبر دا دی چې وايي، ایران به "د ګواښونو تر سیوري لاندې" خبرې ونه مني. هغه ډونلډ ټرمپ ''اوربند سرغړونې" تورن کړ.

    نوموړي د هرمز تنګي پیښو ته اشاره کوله، چې امریکا د ایران بیرغ لرونکې بار وړونکې بېړۍ یې نیولې.

    خوپه ایران کې نورڅه هم روان دي. سخت دریځي قالیباف په څېر شخصیتونه تر فشار لاندې راولي، چې د دیپلوماسۍ پر ځای شخړه غوره کړي.

    په داسې یوه هېواد کې د واک پر سر داخلي شخړې، چې په جګړه کې یې لوړپوړي مشران وژل شوي، هغه څه دي چې د پردې تر شا روان دي.

    ښايي داسې ډېر څه چې موږ یې په عام محضر کې اورو، سیاسي غوغا وي، او پرته له دې چې مشران یې څه ووايي، ښايي ایرانیان د سفر چمتوالی کوي.

    خو د دې هر څه معنی دا ده، چې د اوربند له پای ته رسېدو ایله یوه ورځ مخکې لا هم نه پوهېږو، چې ایا د سولې دا خبرې به وشي او که نه.

  12. امریکايي رسنۍ وايي، مرستيال ولسمشر جې ډي ونس پاکستان ته ځي

    مرستيا ولسمشر

    د عکس سرچینه، Reuters

    امریکاييرسنيو راپور ورکوي چې د دغه هېواد مرستیال ولسمشرجې ډي ونس به د سې شنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي.

    اکسیوس رسنۍ د دریو سرچینو په حواله ويلي چې ونس به د سې شنبې په سهار له امریکا څخه روان شي.

    سرچینو سي اېن اېن ته ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو دوهم پړاو به د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې ترسره شي.

    لکه څنګه چې موږ وړاندې هم یادونه کړې، ایران لا تر اوسه په دې خبرو اترو کې د خپل ګډون پخلی نه دی کړی.

  13. باقر قاليباف: د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې اترې د منلو وړ نه دي

    باقر قاليباب

    د عکس سرچینه، IRNA

    د ایران د پارلمان رئیس باقر قالیباف وايي، هېواد یې د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې اترې نه مني.

    نوموړي پر اېکس خپاره کړي یوه پوسټ کې ويلي چې "ټرمپ غواړي د خبرو اترو مېز د تسلیمۍ پر میز بدل کړي او یا د اوربند او بندیز سرغړونې سره خپلې پارونې توجیه کړي."

    هغه زیاته کړې، "موږ د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې اترې نه منو او په تېرو دوو اونیو کې موږ د جګړې ډګر ته د نويو کارډونو راوړلو لپاره چمتووالی نیولی دی."

  14. راپور: په لبنان کې د اوسنۍ جګړې له پيل راهيسې ۲۳۸۷ تنه وژل شوي

    لبنان

    د عکس سرچینه، Reuters

    په لبنان کې د مارچ د دویمې نېټې د جګړې له پیل راهیسې ټولټال ۲۳۸۷ تنه د اسرائیلو په بریدونو او نښتو کې مړه شوي او ۷۶۰۲ تنه نور ټپیان دي.

    د لبنان رسمي خبري اژانس د پېښو سره د مبارزې د ادارې له خوا وړاندې شوې دا شمېرې او معلومات خپاره کړي دي.

    د لبنان د روغتيا وزارت له خوا د تېرې جمعې په ورځ د خپرو شويو شمېرو پرتله په دې کې ۹۳ تنه زيات ښودل شوي.

    بل پلو د دوشنبې په ورځ، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ ځواکونو (IRGC) سره تړلې مهر خبري اژانس په ایران کې د مړو شمېره ۳۳۷۵ ښودلی چې دا شمېره د ایران د عدلي طب د سازمان د مشر لخوا هم یاده شوې ده.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د خبرو اترو دوهم پړاو به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

  15. پاکستاني رسنۍ وايي ټرمپ "ژمنه کړې چې د ایران د سمندري کلابندۍ د لرې کولو په اړه به غور وکړي", ژيار ګل اسلام اباد ته د بي بي سي استول شوی خبریال

    یو شمېر پاکستاني رسنۍ او رویټرز خبري اژانس وايي، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر نن دوشنبې (۲۰ اپرېل) د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

    د راپورونو له مخې، ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې چې په هرمز تنګي کې د ایران د سمندري کلابندۍ د لرې کولو لپاره د عاصم منیر وړاندیز به په پام کې ونیسي. د دې رسنیو په وینا، ښاغلی منیر هیله څرګنده کړې چې د ایراني پلاوي د راتلو لپاره به شرايط برابر کړل شي.

    عاصم منیر ته د هغه کس په سترګه کتل کېږي چې د پاکستان په ډېری کورنیو او بهرنیو پالیسیو کې د لومړۍ او وروستۍ خبرې واک لري. د هغه رول ډېری وختونه د دودیزو پوځي پولو هاخوا او د ستراتیژیکې حکومتدارۍ په چوکاټ کې تشریح کېږي.

    د ایران او امریکا په وروستیو خبرو اترو کې، هغه د پردې تر شا د مرکزي شخصیت په توګه معرفي شوی دی.

    نوموړی د ایران د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف او ښاغلي ټرمپ په مشرۍ د ایراني چارواکو ترمنځ اصلي منځګړی و. هغه د تاوتریخوالي کمولو او خبرو اترو ته په شکل ورکولو کې مهم رول لوبولی دی.

    شنونکي وايي، د واشنګټن سره دې شخصي چېنل د پاکستان جیوپولیتیک دریځ لوړ کړی دی، د اسامه بن لادن له وژنې راهیسې له امریکا سره یې اړیکې سړې شوې وې.

    خو په پاکستان کې منتقدین وايي دا ښیي چې عاصم منیر تر کومې کچې په کورني سیاست او بهرنۍ ډیپلوماسۍ کې لاسوهنه کوي.

  16. ټرمپ: که هوکړه ونشي، د اوربند د غځولو امکان ډېر کم دی

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له بلومبرګ رسنۍ سره په یوه مرکه کې، ويلي،که چېرې د اپرېل د ۲۲ نېټې څخه مخکې کومه موافقه ونشي، د دې "ډېره شونتيا نشته" چې له ایران سره دې اوربند وغځول شي.

    د بلومبرګ د راپور له مخې، ټرمپ په مرکه کې دا هم ويلي چې د مرستیال ولسمشر جې ډي ونس په ګډون به يو پلاوی، پاکستان ته سفر وکړي او سبا به بیا خبرې اترې پیل کړي.

    ایران تر اوسه په خبرو اترو کې د ګډون په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو، د فارس او تسنیم، په ګډون ځینو ایراني رسنیو په اسلام اباد کې د ایران د مذاکراتي ټیم د ګډون په اړه شکونه څرګند کړي دي.

  17. وروستی, د لبنان ولسمشر: له اسرائيل سره زموږ مذاکرات د امریکا او ایران له خبرو‌اترو "جلا" دي

    عون

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د لبنان ولسمشر جوزف عون ویلي چې له اسرائیلو سره یې راتلونکي مذاکرات د امریکا او ایران د سولې خبرو اترو او یا "هر ډول نورو مذاکراتو جلا" دي.

    ښاغلي عون پرخپله‌ اېکس‌پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د راتلونکي پړاو خبرو کې به د لبنان استازیتوب د امریکا لپاره د لبنان د پخواني سفیر سایمن کرم په مشرۍ پلاوی وکړي او په وینا یې، "له لبنانه به هېڅ بل څوک په دې ماموریت کې نه برخه واخلي او نه به یې هم ځای‌ناستي شي".

    د لبنان ولسمشر همداراز ویلي چې له اسرائيل سره د دغو مذاکراتو موخه "پر دوښمنۍ د ولاړو کړونو بس کول"، د لبنان د جنوبي سيمو "د اشغال پای‌ته رسول" او پر هغو "جنوبي پولو" د لبنان پوځ ګمارل دي چې "په نړیواله کچه د سرحد په نوم په رسمیت" پېژندل شوې دي.

    ښاغلی عون وايي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لبنان غوښتنې "په بشپړ ډول درک کړې دي" او د راتلونکو مذاکراتو په تنظیمولو کې یې همکاري کړې ده.

    ده زیاته کړې، "زه هیله‌من یم چې لبنان به وژغورلی شو".

    د لبنان او اسرائیل ترمنځ د اوربند له اعلان سره سره د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې ځواکونه به یې د لبنان په جنوبي سیمه کې شاوخوا ۱۰ کیلومتره دننه ځای‌پرځای شي.

  18. وروستی, د ایران او امریکا پر خبرو د شک ورېځې، خو اسلام اباد کې تیارۍ بشپړې شوې

    پولیس

    د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو دویم پړاو په اړه د ایراني چارواکو تازه څرګندونو له امله د شک وریځې خورې دي، خو د دې خبرو تجویز شوي ځای د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې په چمتووالي کې کمی نه لیدل کېږي.

    یو خوا د امریکايی پلاوي له رسېدو وړاندې نورخان هوايی ډګر ته د امریکايی الوتکو د ورتګ لړۍ روانه ده، بلخوا د اسلام اباد په "رېډ زون" کې امنیتي چارې سختې کړی شوې دي.

    ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنې په ورځ اعلان کړی و چې د دوشنبې په ورځ به د هغه استازي اسلام اباد ته رسېږي. خو اوس ایران ویلي دي، تر اوسه یې له امریکا سره خبرو لپاره د پلاوي د استولو په تړاو پرېکړه نه ده کړې.

    په دې اړه بشپړ رپوټ د همدغه لېنک په کېکاږلو سره پر بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼه لوستلی شئ:

  19. وروستی, نتنیاهو دعیسویانو پر یوه مذهبي مجسمه برید کوونکی اسرائیلی سرتېری غندلی

    نتنیاهو

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په سویلي لبنان کې د یوه اسرائیلي سرتېري لخوا د "کاتولیک مذهبي سمبول" د زیانمنولو عمل په کلکه غندلی دی.

    دا غبرګون تر هغې وروسته مخې ته راغی چې پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شويو تصویرونو کې ولیدل شول چې یو اسرائیلی سرتېری پر هغې مجسمې د جبل یا مارتول ګوزارونه کوي چې عیسویان یې حضرت عیسیٰ علیه سلام ته منسوبوي.

    نتنیاهو پر خپله اېکس‌پاڼه په خپاره کړي بیان کې ویلي چې دی او "د اسرائیلیانو لوی اکثریت" د دې پېښې په اورېدو "حیران او خواشیني" شوي دي.

    هغه ویلي، پوځي چارواکي یې د پېښې په اړه جنایي پلټنه کوي او د سرغړونکي خلاف به "په مناسب ډول سخت انضباطي" ګام واخیستل شي.

    نوموړي زیاته کړې، "اسرائیل په منځني ختیځ کې یوازینی ځای دی چې د ټولو لپاره د عبادت ازادۍ ته ژمن دی. موږ د دې پېښې او هغه درد له کبله خواشیني څرګندوو چې له دې کبله رامنځ ته شوی."

    تر دې ورمخکې په اسرائیل کې د امریکا سفیر مایک هکه‌بي د دې پېښې په تړاو د "چټکو، سختو او علني" اقداماتو غوښتنه کړې وه.

    مجسمه
  20. وروستی, بقایي: له اوربند د پرله‌پسې سرغړونو له کبله وضعیت لا هم جګړه‌ییز دی

    ایران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    تهران د امریکا متحد ایالتونه له اوربنده په پرله‌پسې سرغړونو تورن کړي او خبرداری یې ورکړی چې دمګړۍ په هرمز تنګي کې د تګ‌راتګ عادي کېدل ناشوني دي.

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي: "د امریکا لخوا له اوربنده پرله‌پسې سرغړونو او د ایراني بندرونو او بېړیو کواښلو ته په کتو، وضعیت لا هم جګړه‌ییز بلل کېږي او په یو اړخیز ډول د تګ‌راتګ عادي کول امکان نه لري."

    هغه د امریکا او اسرائیلو "تېری" په "هرمز تنګي کې د کړکېچ اصلي لامل" بللی دی.

    ښاغلي بقايي زیاته کړې: «د ایران اسلامي جمهوریت د یوه مسوولانه دریځ له مخې، په راتلونکې کې د دوامدار امنیت د ډاډمنېدو او د تېریو د تکرار مخنیوي لپاره د نوو امنیتي پروتوکولونو د برابرولو چاره په خپله اجنډا کې شامل کړې ده."