افغانستان کې بزګران: د غنمو پر فصلونو د ملخانو اپت اندېښمن کړي یوو

ملخان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت کې د کرنې وزارت ویلي چې په ځینو ولایتونو کې اوس د ملخانو او ځینو کې د کفشک پرضد کمپاینونه پیل شوي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د وچکالۍ او نورو طبیعي ستونزو ترڅنګ دا مهال د کفشک او ملخانو اپت په افغانستان کې د کرني او کروندګرو لپاره یوه بله ستونزه ګرځېدلې.

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کرنې وزارت مني چې په ځینو ولایتونو کې پر فصلونو او په ځانګړې توګه پر غنمو د کفشک نامه حشرې ترڅنګ ملخانو هم حملې کړې دي.

دا وزارت وايي اوس مهال په دریو ولایتونو فاریاب، هرات او بادغیس کې د کفشک اپت شته خو وايي چې ډېر زیان یې نه دی اړولی. د طالبانو حکومت کې د کرنې وزارت ویاند شیر محمد حاتمي بي بي سي ته وویل چې په ځینو ولایتونو کې اوس د ملخانو او ځینو کې د کفشک پرضد کمپاینونه روان دي.

نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، "په روان کال کې د ملخانو او کفشک پرضد کمپاین په ګڼو ولایتونو کې بشپړ شوی، د غنمو فصلونو ته د دې اپت له امله د زیان اوښتو مخنیوی شوی، اوس مهال په بدخشان، فاریاب، غور او بادغیس کې د ملخانو د له منځه وړولو کمپاین دوام لري. دغه راز په فاریاب، هرات او بادغیس کې د کفشک اپت پرضد کمپاین دوام لري. تراوسه پورې هېڅ ولایت کې چې د کفشک او ملخانو حمله پرې شوې جدي زیان نه دی رپوټ شوی."

د کفشک له اپت مخکې په هرات او غور ولایت کې د ملخانو حملې رپوټ شوې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کفشک له اپت مخکې په هرات او غور ولایت کې د ملخانو حملې رپوټ شوې وې.

بزګران وايي کفشک نومې حشره د غنمو د وږو شیره خوري او حاصل یې سخت زیانموي. دوی له حکومته د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړي ده. په هرات ولایت کې د قوریه لرونکو یا نيالګيو ځایونو د ټولنې مشر عبدالناصر حیدري بي بي سي ته ویل چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې کفشک د غنمو پر فصلونو حمله کړې او که مخنیوي یې ونشي سږکال به بزګران حاصل ټول نه کړي.

ښاغلي حیدري له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، "د هرات په څلورو ولسوالیو کې دا اپت راغلی دی، چې ربات سنګي، کشکی کهنه، ګلران او کرُخ ولسوالۍ په کې شامله ده. دا داسې یو اپت دی چې کله پر هر ډول فصل راشي، هغه په بشپړه توګه له مینځه وړوي."

دی وايي که د دې اپت مخنیوی ونشي نو بزګران دې د دې ولسوالیو له اوبویزو او للمي حاصلاتو نه په بشپړه توګه لاس پرېمنځي، د هغه په ټکو دا حشرې ان د پنځوس کلنو ونو پاڼې په بشپړه توګه خوري.

د کفشک له اپت مخکې په هرات او غور ولایتونو کې د ملخانو حملې رپوټ شوې وې. ځینو کسانو د خلکو پر باغونو د ملخانو د حملې ویډیوګانې پر خواله رسنۍ خپرې کړې دي.