د فوټبال نړیوال جام: انګلنډ د مکسیکو په ماتولو سره منځلوبو ته لار وموده

جود لېلنګمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جود بلېنګام (ښي اړخ) دوه ګولونه او کپتان هرې کېن یو ګول وواهه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

انګلنډ د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ۱۶ لوبدلو پړاو کې مکسیکو ته په خپل کور کې د دوو پر وړاندې په دریېو ګولونو ماته ورکړه او منځلوبو ته یې لار ومونده.

د دوی ترمنځ دا په زړه پورې او له هیجان ډکه سیالي چې د خرابې هوا له کبله په ځنډ پیل شوه، (دوشنبه) سهار وختي په مکسیکو سیټې (ازېتیکا) لوبغالي کې کېده.

انګلنډ لپاره دوه ګولونه منځ‌ډګړي جود بلېنګام وکړل او درېیم ګول چې د پېنلتۍ شوټ وو کپتان هري کېن وواهه.

بلېنګام دواړه ګولونه د لومړۍ نیمايي په ۳۶مه او ۳۸مه دقېقه کې ډېر ژر یو بل پسې ووهل.

په توګه مکیسکو د فوټبال د روان نړیوال جام دویم شریک کوربه شو، چې د سیالیو له دوام وځي.

دا د انګلنډ له اړخه د نړیوال جام تاریخ کې یوه غوره سیالي بلل شوې.

جود بلېنګام

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جود بلېنګام د ګولو له وهلو وروسته خوښي کوي

یو دلیل یې ښايي دا هم وي، چې د دویمې نیمايي له ۵۴مې دقیقې یې، چې جارل کوانسا سور کارت واخیست، د سیالې لوبډلې پرتله یو لوبغاړی کم و.

د یادونې ده چې مکسیکو تر دې مخکې په ازېتیکا لوبغالي‌ کې له خپلو ۹۸ سیالیو یوازې دوه بایللې وې.

مکسیکو لپاره لومړی ګول د لومړۍ نیمايي له پای ته رسېدو لږ مخکې (۴۲مه دقیقه) کې خولیان کینیونز وواهه او دویم ګول چې د پېلنۍ شوټ و، په ۶۹مه دقیقه کې رایول رودریګز وکړ.‌

انګلنډ به اوس د جولای ۱۱مه منځلوبه کې له ناروې سره مخامخ شي،‌ چې تر دې ورمخکې تېره شپه یې په نیویارک نیوجرسي سټډیوم کې د فوټبال د پنځلو نړیوالو جامونو ګټونکي برازیل ته ماته ورکړه.

د اېرلېنګ هالانډ دوو ګولونه او د ناروې لخوا د برازیل ماته

ناروې

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د شپاړسو لوبډلو پړاو په یوه جالبه او په زړه پورې سیالۍ کې ناروې برازیل دوه – یو ماتې ورکړه او منځلوبو یا کوارټرفاینل ته یې لار ومونده.

برازیل تر بلې هرې لوبډلې ډېر - پنځه ځله د فوټبال نړیواله اتلولي ګټلې او دا له ۱۹۹۰م کال راهیسې لومړی ځل شو چې له منځلوبو مخکې د نړیوال جام له سیالیو وځي.

د ناروې بیا دا لومړی ځل دی چې د نړیوال جام منځلوبو ته لار موموي. دغه هېواد پخوا په کوم نړیوال جام کې د ۱۶ لوبډلو له پړاو مخکې نه و تللی.

ناروې لپاره دواړه ګولونو په دویمه نیمايي کې د مانچستر سټي سټرایکر اېرلېنګ هالانډ ووهل.

په دې توګه په روان نړیوال جام کې د هالانډ د ګولونو شمېر هم ۷ ته ورسېد.

د ارجنټاین لېونل مېسي او د فرانسې کېلیان اېمباپې نور یوازني لوبغاړي دي، چې تر دې دمه یې د سږني نړیوال جام په سیالیو کې اووه – اووه ګولونه کړي.

هالانډ له مېسي او اېمباپې سره د سږني نړیوال جام د زرین بوټ (ګولډن بوټ) د جایزې مخکښ سیال دی.

"ګولډن بوټ" په یو ډول د ډېرو ګولونو د وهولو سیالۍ ده، ځکه داسې لوبغاړي ته ورکول کېږي چې یوه ټورنمنټ کې له ټولو لوبېدونکو لوبغاړو ډېر ګولونه وکړي.

(له ښي خوا چپ ته) هالانډ، مېسي او اېمباپې د زرین بوټ جایزې مخکښ سیالان دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، (له ښي خوا چپ ته) هالانډ، مېسي او اېمباپې د زرین بوټ جایزې مخکښ سیالان دي

برازیل لپاره یوازنی ګول د لوبې د اصلي وخت له پای ته رسېدو وروسته په اضافي وخت کې د پېنلتۍ په شوټ نیمار جونیر وواهه.

هغه له پیله سیالۍ کې نه و او وروسته د بدیل په توګه راوستل شو.

د یادونې ده چې برازیل لومړۍ نیمايي کې هم د پېلنتۍ یو شوټ ترلاسه کړی و، خو برونو ګمارایش ونه شول کړای ګول ووهي.

تر ناروې ورمخکې مراکش او فرانسې منځلوبو ته لار موندلې.

د ۱۶ لوبډلو بله سیالي څو ساعته وروسته د کابل پر مهال دوشنبه سهار ۴:۳۰ بجې د نړیوال جام د شریک کوربه مکسیکو او انګلنډ ترمنځ کېږي.

د هغې سیالۍ ګټونکی به په منځلوبو کې له ناروې سره مخامخ شي.

د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ۱۶ لوبډلو بله سیالي دوشنبه (د جولای ۶مه) د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې د اسپانیا او پرتګال ترمنځ کېږي.