د طالبانو حکومت: د سوداګرو او پانګه‌والو وسله‌وال ساتونکي دې د دندې پر وخت پوځي جامې نه اغوندي

افغانستان کې د پولیسو یونیفورم

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    • Author, ببرک احساس
    • دنده, بي‌بي‌سي، کابل
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له سوداګرو او پانګه‌والو له وسله‌والو ساتونکو غوښتي چې د دندې د ترسره کولو پر مهال پوځي یونیفورم وانه غوندی.

دغه وزارت وایي، د دې پرېکړې موخه د امنیت ښه ټینګښت او د پوځي یونیفورم د ناوړه استفادې مخنیوی دی.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرتیا کې ویلي، چې شخصي ساتونکي باید د پوځي یونیفورم پر ځای عادي او مناسب ملکي لباس واغوندي.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي بي سي ته ویلي: "هغه کسان چې له دې لارښوونې سرغړونه وکړي، له قانوني چلن سره به مخامخ شي"

د ښاغلي قانع په وینا: "د دغو کسانو ساتونکي مکلف دي چې د دندې د ترسره کولو او وسلې د لېږد پر مهال د هر ډول پوځي یونیفورم یا د اسلامي امارت اړوند تجهیزاتو له کارولو څخه جدي ډډه وکړي."

هغه خبرداری ورکړی چې: "د دې پرېکړې سرغړوونکي به د اړوندو ادارو له خوا تر قانوني تعقیب او چلند لاندې ونیول شي."

د ویډیو تشریح، د پولیسو د یونیفورم په اړه مرکه (دا مرکه پخوا شوې وه)

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت همداراز له افغانانو غوښتي، چې د امنیت او عامه نظم د لا ښه ټینګښت لپاره د دې پرېکړې په پلي کولو کې له امنیتي ځواکونو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

دا پرېکړه داسې مهال اعلانېږي، چې په وروستیو اونیو او میاشتو کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د هدفمنو وژنو، وسله‌والو غلاوو او د پوځي جامو په اغوستو د ناپېژاندو وسله‌والو کسانو د فعالیتونو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

ځینې اوسېدونکي وایي، د اصلي امنیتي ځواکونو او ناپېژاندو وسله‌والو کسانو ترمنځ توپیر کول ستونزمن شوي او همدې مسئلې د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

یوازې په تېره یوه میاشت کې څو پېژندل شوې سیمه‌ییزې څېرې په جلا بریدونو کې وژل شوې دي.

د روانې اونۍ په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې حاجي الله نظر، چې یو قومي مشر، بانفوذه شخصیت او د دغه ولایت له نوموتو سوداګرو و، د خپل کور مخې ته په ډزو ووژل شو.

تر دې مخکې، د افغانستان د سنوکر فدراسیون پخوانی مشر وحیدالله اصغري په کابل کې خپل کور ته نژدې وتښتول شو او وروسته یې جسد کورنۍ ته وسپارل شو. په هرات ولایت کې هم د فلزکارانو اتحادیې مشر ارباب محمد داود عرب ناپېژاندو کسانو وژلی و.

د لسګونو مشکوکو کسانو نیول

arrested man

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

هم‌مهاله، د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو په تړاو د لسګونو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

د دې وزارت د خپرو شویو معلوماتو له مخې، یوازې په یوه ورځ کې ۲۶ کسان په اوو ولایتونو کې د وژنې، غلا، د موادو د قاچاق او نورو بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي. دغه نیونې په هلمند، بدخشان، غور، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت همداراز وایي، چې په پروان، فراه او نیمروز ولایتونو کې د وسله‌والو غلو څو ډلې هم نیول شوې دي.

د دې وزارت په وینا، د دغو کسانو ځینو به د امنیتي ځواکونو په نوم او جامو کې د خلکو کورونو ته ننوتل او غلاوې به یې کولې.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، په بېلابېلو جلا عملیاتو کې یې ۱۴ کسان د غلاوو په تړاو په ارزګان، نیمروز، هرات، وردګو او فراه ولایتونو کې نیولي دي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت د امنیت پر ټینګښت ټینګار کوي، خو د جنايي پېښو دوام او د ناپېژاندو وسله‌والو کسانو د فعالیتونو د زیاتېدو راپورونو لا هم د افغانستان د خلکو او سوداګرو اندېښنې زیاتې کړې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت یو شمېر پولیس او امنیتي ځواکونه خپله هم پوځي یونیفورم نه اغوندي.