باجوړ کې چاودنه؛ د وژل شویو شمېر ۴۵ ته رسېدلی، ۱۵۰ ټپیان دي

باجوړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ژغورنې (رېسکیو) ۱۱۲۲ ویاند وايي، د باجوړ په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ تنو ته رسېدلی دی.

چاودنه د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په مرکز 'ښار' سیمه کې د مولانا فضل الرحمن د جمعیت علمای اسلام ګوند په یوه غونډه کې شوې ده.

چارواکو ویلي د قربانیانو شمېر ښايي تر دې نور هم لوړ شي، ځکه په ټپیانو کې د ۱۵ کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.

بلخوا پولیسو بي‌بي‌سي ته ویلي، داسې شواهد یې موندلي چې دا چاودنه ښايي د ځانمرګي برید وي.

ځينې ځايي رسنۍ د وژل شويو شمېر ۵۰ تنه او د ټپیانو شمېر تر ۱۱۱ تنو يادوي.

د خيبرپښتونخوا د پوليسو يو چارواکی نذير خان وايي، له لومړنيو پلټنو داسې ښکاري چې دا يو "ځانمرګی بريد" و.

لومړي وزیر شهباز شریف پر وژل شویو خواشیني ښودلې ده او له کورنیو چارو وزارت او د خیبر پښتونخوا له موقت حکومت یې د رپوټ ورکول غوښتي دي.

ښاغلي شریف په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "ترهګر د پاکستان دوښمنان دي، موږ به د هغوی شتون له منځه یوسو".

د ویډیو تشریح، د باجوړ چاودنه

باجوړ کې د ناامنیو پېښې

تېر یوه نیم کال کې باجوړو کې د ناامنیو پې‍ښې په ډېرېدو دي، په تېره د جمعیت علمای اسلام ډلې پر مشرانو ګڼ بریدونه شوي.

په تېرو دوو کلونو کې، یو شمېر مذهبي مشران په نښه شوي چې ډېری یې د جمعیت علمای اسلام غړي وو.

  • د ۲۰۲۳ اپرېل ۱۰مه: د باجوړو ماموند سیمه کې ناپېژاندو وسله والو مولانا ګل نصیب ډزې وکړې، هغه ووژل شو او ورسره مفتي شفیع الله سخت ټپي شو.
  • د ۲۰۲۲ نومبر کې: نا پېژاندو وسله والو د جمعیت علمای اسلام ډلې یو مشر قاري الیاس هم په 'ډمه ډوله' سیمه کې وواژه.
  • د ۲۰۲۲ اپرېل کې: د ناامنیو دوې پې‍ښې وشوې چې یوه کې یې مفتي بشیر ووژل شو او بله کې مفتي شفیع الله په نښه کړل شو، چې نوموړی د جمعیت علمای اسلام مهم غړی او په یوه سیمه ییزه مدرسره کې د عربي ژبې ښوونکی و.

دی د سړک غاړې ماین چاودنه کې ووژل شو.

باجوړ

د عکس سرچینه، SAMIULLAH

د ځايي پولیسو په وینا، د چاودنې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي او هغه کسان چې روغتيايي حالت يې نازک او يا سخت ټپيان شوي پېښور لېږدول شوي دي.

د ژغورنې ادارې ویلي، ښايي د مړو شمېر ډېر شي.‌

د ۱۱۲۲ ژغورنې او مرستې ادارې ویاند ویلي، چاودنه د ګوند د غړو د یوې غونډې پرمهال د باجوړ ښار سیمې دوبۍ موړ ته څېرمه شوې ده.

د راپورونو له مخې په غونډه کې د جمعيت علمای اسلام شاوخوا ۴۰۰ تنو غړو ګډون درلود. ويل کېږي چاودنه له سټېج سره څېرمه شوې ده.

د جمعیت علمای اسلام مرکزي منشي مولانا عبدالغفور حیدري ویلي، د دوی ګوند دا چاودنه په سختو ټکو غندلې ده.

د ویډیو تشریح، باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام یوه غونډه کې چاودنه

نوموړی وايي، د هېواد وضعیت ورځ تر بلې ناوړه کېدونکی دی او دده په ټکو "جمعیت علمای اسلام یو سوله‌ییز ګووند دی. موږ تل د سیاسي مبارزې سوله‌ییزه لاره غوره کړې ده".

په ورته وخت کې، امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي.

تر اوسه کومې ډلې یا چا د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی. خو پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او دغه چاودنه يې غندلې ده.

خو د (اسلامي دولت) نومې "داعش" ډلې سیمه ییزې څانګې روان کال کې باجوړ کې د ورته بریدونو مسؤلیت منلی و او مخکې یې ادعا کړې وه چې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند یې په نښه کړی.

په وروستیو کې خیبر پښتونخوا کې ترهګریز فعالیتونه ډېر شوي دي.

وړاندې د خیبر په جمروډ سیمه کې یوه جومات کې ځانمرګي برید یو پوځي وژلی و.