پښتونخوا کې هدفي وژنې؛ د مولانا فضل الرحمن د ګوند مشران پکې وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستاني طالبانو تحریک "ټي ټي پي" او د دغه هېواد د حکومت ترمنځ پر اوربند له هوکړې سره سره خیبر پښتونخوا کې د هدفي وژنو پېښې ډېرې شوې.
دغو هدفي بریدونو کې پر امنیتي کسانو او سولې لپاره د غږ پر پورته کوونکو سربېره اوس تر ډېره د مولانا فضل الرحمن د جمعیت علمای اسلام ګوند ځايي مشران په نښه کېږي.
تېرو څو میاشتو کې یوازې په باجوړ او شمالي وزیرستان کې د دغه ګوند نهه مشران وژل شوي.
باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) پر پنځو وژل شویو مشرانو د بریدونو مسوولیت داعش منلی خو شمالي وزیرستان کې پر څلورو وژل شویو مشرانو (قاري سمیع الدین، مولانا نعمان، ملک مرتضی او عبدالرحمن) د برید مسولیت چا نه دی اخیستی.
دوی ټول یوه اوونۍ کې دننه ووژل شول.
د جمعیت علمای اسلام د قبایلي سیمو مشر خالد دوړ بي بي سي ته ویلي چې د دغو کسانو تر وژل کېدو وروسته یې اعتراضونه کړي او عیدک سیمه کې یې اوس هم احتجاجي خیمه درېدلې ده.
دی وايي په دغو هدفي وژنو کې ښکېل کسان باید ونیول شي.
ولې جمعیت علمای اسلام؟

د عکس سرچینه، Getty Images
خالد دوړ وايي باجوړ او اورکزیو لپاره یې د خپل ګوند له استازو سره یوه کمېټه جوړه کړې چې د ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره وګوري.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت علمای اسلام مرکزي مشرانو تر اوسه دغو هدفي بریدونو ته هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مرکزي مشران باجوړ کې د وژل شویو ځايي مسوولانو مفتي سلطان محمد، مولانا عبدالسلام، قاري الیاس، مولانا شفیع الله او مفتي بشر پر وژل کېدو هم یوازې پر غندنې بسنه کړې.
پښتونخوا کې دا هدفي بریدونه او وژنې تېر کال پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېر شوي.
په دې موده کې پښتونخوا پر یو سیک حیکم او د شعیه ګانو پر جومات هم مرګونی برید شوی.
د دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی. باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام یو مشر مولانا عبدالرشید وايي دی نه پوهېږي چې ولې د دوی ملګري هدف ګرځي.
خالد دوړ هم وايي ظاهرآ داسې ښکاري چې مخالفان امن نه غواړي.
بلخوا د ټي ټي پي یوه ویاند ویلي دوی شمالي وزیرسات کې د جمعیت علمای اسلام پر مشرانو د برید مسوولانو پسې ګرځي او ژر به خپله سزا وګوري.
حالات پر کومه خوا روان دي؟

د عکس سرچینه، AFP
پښتونخوا کې د تاوتریخوالي دا ډېرېدونکې پېښې د اندېښنې وړ دي. د قانون پلې کوونکې ادارې یوازې پر دې بسنه کوي چې د دغه پېښو په عاملانو پسې دي او وبه نیول شي.
خبریال او د ډان تلویزیون د بیرو مشر علي اکبر بي بي سي ته ویلي د توندلارۍ سره مبارزه کې د حکومت پالیسې یو څه نرمه شوې چې دا ښايي د جګړې پر ځای سولې او خبرو ته د لومړیتوب ورکولو له کبله وي.
هغه وايي دا پالیسې اصلآ د ټي ټي پي خلاف خپله کړې، خو نورې وسله وال ډلې ترې ګټه اخلي او بریدونه یې ډېر کړي.
پاکستان کې پخوا هم د سیاسي ګوندونو ځینې مشران د ترهګریزو بریدونو ښکار شوي.
د پښتنو ملتپاله ملي عوامي ګوند، پیپلز پارټۍ او تحریک انصاف په خپل وار سره دا ډول بریدونو کې ډېره قرباني ورکړې.
شمالي وزیرستان

د عکس سرچینه، BBC Urdu
شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ کال د ضرب عضب عملیاتو وروسته چې د پاکستان پوځ پکې د زرګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي، وضعیت یوه څه ارام شوی و.
هلته په ۲۰۱۸ کال د هدفي وژنو لړۍ پیل شوه.
دغلته له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په ترتیب ۱۸، ۵۱، ۴۶، ۶۳ او روان ۲۰۲۲ کال کې تر اوسه ۳۱ کسان وژل شوي دي.
شمالي وزیرستان کې د پولیسو افسر فرحان خان بي بي سي ته ویلي چې هلته د هدفي وژنو پېښې ځکه لوړې ښودل کېږي چې د شخصي دښمنۍ او تربګنۍ په ټس کې وژل شوي کسان هم پکې حسابېږي.










