'افغانستان کې د شرکتونو پر بانکي ضمانتونو لګول شوي محدودیتونه لېرې شوي'

د عکس سرچینه، DAB
- Author, سمیع الله موسی زی
- رپوټ له:, کابل
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د افغانستان بانک په یوه تازه اقدام کې او له نږدې پنځه کلونو انتظار وروسته هغو کمپنیو او شرکتونو ته د خپلو ضمانتونو د ورکولو پرېکړه کړې چې د پروژو د پلي کولو لپاره یې خپلې پیسې امانتې اېښې وې.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي " هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه بانکونو کې ایښودل شوي وو او د 'افغانستان اسلامي امارت' له بیا واکمنېدو وروسته پرې د مرکزي بانک له لوري ځینې محدودیتونه لګول شوي وو له دې وروسته دا محدودیتونه نشته."
په عادي ډول حکومتونه د لویو پروژو د پلي کولو په تړاو له کمپنیو د ضمانت په توګه امانتې پیسې اخلي او پروژو کې د کومو ستونزو رامنځته کېدو پرمهال بیا ترې ګرځول کېږي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي دا ګام د پانګونې د هڅولو په موخه شوی دی او په ټکو یې ' د افغانستان بانک له لوري دا اقدام د سوداګرۍ د اسانتیا ، د خصوصي سکتور څخه د ملاتړ، د پانګونې د هڅونې او هېواد کې د اقتصادي فعالتیونو د پیاوړتیا په موخه ترسه شوی دی."
دا نده معلومه چې د افغانستان بانک سره دا ډول څومره پیسې په امانت ایښي دي خو د کنګل پیسو خلاصولو اعلان ،ګڼو سوداګرو او پانګه والو ته چې له کلونو یې پیسې بندې وې ښایې ښه خبر وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جمهوریت له پرزېدو وروسته په ټولو بانکونو کې له شخصي حسابونو د پیسو پر ویستلو هم محدودیتونه لګول شوي وو خو د وخت په تېریدو د افغانستان بانک د خپلو حسابونو د پیسو ویستلو اندازه وخت په وخت ډېره کړه او په دې برخه کې لګېدلي محدودیتونه کم شول.
له بي بي سي سره خبرو کې د یو شمېر شرکتونو مسولینو او پانګه والو دا یو ښه ګام بللی او ویلي یې دي دا پانګه په هېواد کې د لا نورې پانګونې سبب کیدی شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزي په وینا دا د هغو پروژو پیسې دي چې له وړاندې بشپړې شوي دي. نوموړی وايي په کار ده چې د هغو شرکتونو حق هم پانګوالو ته وسپارل شي چې د تېر حکومت پرمهال یې بهرنیو بنسټونو او مؤسسو ته پروژې پلي کړي دي.
ښاغلي الکوزي په دې اړه بي بي سي ته وویل " دا د سوداګرو، پانګه والو او د شرکتونو د مسولینو لویه سرمایه ده چې دا باید ازاده شي تر څو بېرته په دوران کې واچول شي. د دې تر څنګ ځینې پروژې چې ملاتړ یې بهرنیانو کاوه او داخلي شرکتونو تر یوې کچې کار کړی تر اوسه یې پیسې نه دي ورکړل شوي. موږ د مالیې وزارت سره دا موضوع هم تعقیبوو چې که له بهرنیو ملاتړ او اړوندو بهرنیو کمپنیو سره په دې اړه هم یوې پرېکړې ته ورسېږي."
نوموړی وايي په دې دواړو برخو کې د افغان پانګوالو د بندې پانګې اندازه میلیاردونه افغانیو ته رسیږي چې په تر لاسه کېدو یې د پام وړ اقتصادي فعالیتونه پیلېدی شي.


















