افغانستان کې د بانکوالۍ مخینه؛ یوازې لس سلنه افغانان بانک ته ځي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د بانکي فعالیتونو نژدې نهه لسیزې تېرېږي، خو نوې موندنې ښيي چې د هېواد د ټول نفوس یوازې لس سلنه وګړي بانکي حسابونه لري.
د افغانستان د بانکي نظام په تاریخ کې بانکونو له ۲۰۰۳ کال وروسته ښه وده وکړه، خو ښکاري چې په وروستیو څو کلونو کې د بانکونو شمېر له ۱۸ څخه ۱۲ ته ټیټ شوی دی.
د افغانستان بانک چې په دې هېواد کې د ټولو بانکونو څارنه کوي وايي د لومړني بانک له پیل راهیسې بانکونو ډېرې ستونزې لیدلې، خو کله هم بانکي جوپړونه په بشپړ ډول نه دي درېدلي.
عادله ترین په افغانستان کې د لومړني بانک یوه پخوانۍ کارکونکي ده. نوموړي بي بي سي ته وویل هغه مهال چې يې کار پیل کړ د بانک شاوخوا ۴۰ سلنه کارکوونکي نجونې او مېرمنې وې.
اغلي ترین په افغان ملي بانک کې پنځه دېرش کاله تېر کړي، دې دلته د لاس په لاس او عصري بانکوالي چارې تجربه کړي او د کار د خوږو ترڅنګ پر بانک د کورنیو جګړو پر مهال د توغندیو لګېدو شاهده هم وه.
په افغانستان کې د بانکوالۍ فکر د یوه سهامي شرکت له جوړېدو وروسته رامنځته شوی.
دا شرکت د عبدالمجید خان زابلي لخوا رامنځته شوی وو چې وروسته بیا د ده په مشرۍ په افغان ملي بانک بدل شو.

په دې اساس په افغانستان کې لومړنی بانک په ۱۳۱۲ هـ ل کال د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال جوړ او له هغه مهال راهیسې بانکي جوپړونه فعال دي.
ښاغلي زابلي او د هغه د سهامي شرکت ملګرو د یاد بانک بنسټ د کابل ښار په زړه پښتونستان څلورلاري تر څنګ ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې کېښود چې هغه مهال کوچنۍ و خو اوس په همدې ځای افغان ملي بانک او د افغانستان بانک عصري څو پوړیزه ودانۍ ودانې شوې دي.
خان افضل هډه وال چې له تېرو دوه لسیزو راهیسې يي د بانکوالۍ په نظام کې مهم رول درلود وايي په افغانستان کې د ملي بانک له جوړېدو سره د سوداګرۍ نوی باب پرانيستل شو:
"په دې کې شک نشته چې د افغانستان د بانکوالۍ نظام بنسټګر عبدالمجید زابلي دی ځکه دا فکر هغه راوړی و د ده لخوا پیل شوي بانکوالۍ ډېر خدمتونه وړاندې کول، خو کله چې کورنۍ جګړې پیل او د افغانستان سیاسي ثبات ګډوډ شو، د افغانستان د بانکي نظام اعتبار ورو- ورو ولوېد او فعالیت يې هم کم رنګه شو."

د دې بانک له جوړېدو شپږ کاله وروسته او له نن څخه اتیا کاله پخوا په ۱۳۱۸ کال کې د افغانستان مرکزي بانک د افغانستان بانک په نوم فعالیت پیل کړ.
کابلۍ روپۍ
د افغانستان بانک او افغان ملي بانک اوس څنګ په څنګ دوه ودانیو کې خپل فعالیتونه پر مخ وړي خو یو یي بانک او د افغانستان بانک بیا د ټولو بانکونو د چتر په حیث فعالیت کوي.
که څه هم په افغانستان کې د کابلۍ روپۍ په نوم لومړني بانک نوټونه د بانک له جوړېدو مخکې د امیر امان الله خان په وخت کې چاپ شول خو وروسته د افغانیو بانک نوټونو چاپ په دې هېواد کې د ټولو فعالو بانکونو څخه څار، د پیسو سیاست ټاکل او د دولتي عوایدو ټولول د افغانستان بانک په واکونو کې راغلل.
د افغان ملي بانک رییس عبدالعزیز بابکرخېل وايي د کورنیو جګړو له پیل مخکې په افغانستان کې بانکوالي د غوړیدو او ځانګړو سکتورو ته د پاملرنې په حال کې وه:

"د بانکوالۍ کوم بهیر چې پیل شوی وخت نا وخت يي صدمه لیدلې، خو نه د طالبانو په وخت کې او نه هم د کورنیو جګړو پر مهال بانکي جوپړونه درېدلي دي د بانکوالۍ فعالیت د جګړو له پیله مخکې ډېر ګړندي وو د ملي بانک نه وروسته د افغانستان بانک جوړ شو بیا په ۱۳۳۳ کې پښتني بانک جوړ شو بیا د کرنې پراختیا بانک جوړ شو ورپسې د لاسي صنایعو بانک بنسټ کېښودل شو له دې وروسته د داود خان په وخت کې د صادرانو بانک جوړ شو په همدې ډول د کرني بانک جوړ شو چې دولتي مامورینو ته يي پورونه ورکول خو له کورنیو جګړو وروسته له درېیو دولتي بانکونو وروسته نورو يې دوام ونشو کولای".
افغان ملي بانک هغه مهال په ۹ اعشاریه ۶ میلیونه افغانیو خپل فعالیت پیل کړ دا بانک اوس ۴۰ میلیارده افغانۍ پانګې تر څنګ په پاکستان، برتانیا، امریکا، جرمني او د هېواد د ننه په څو ولایتونو کې جایدادونه لري.
اوس د افغان لومړني او لرغوني بانک تر څنګ په دې هېواد کې ۱۱ نور بانکونه هم فعال دي چې د پېرېدونکو شمېر يې ۳ اعشاریه اته میلیونه وګړو او پانګه يې نژدې ۳۰۰ میلیارده افغانیو ته رسېږي.












