افغانستان بانک زړې شوې افغانۍ ناچله کوي

ر
د عکس تشریح، پخوا به زړې شوې افغانۍ سوځل کېدې، خو لومړی ځل دی چې ناچله کېږی
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

افغانستان بانک وايي د افغانیو هغه بانکنوټونه چې د نه پاملرنې له کبله زیانمن شوي وي د ۱۳۹۶ لمریز کال له پیله له چلنده باسي او نور به د راکړې ورکړې وړ نه وي.

د دغه بانک ویاند له افغانانو وغوښتل چې زړې افغانۍ د ۱۳۹۶ کال تر لومړۍ نېټې پورې په نویو نوټونو بدلې کړي.

ایمل هاشور بي بي سي ته وویل، چې دا پیسې د بې غورۍ له امله خرابې شوي او افغانستان بانک غواړي چې د بیا پېښېدلو مخنیوی یې وکړي.

کوم بانکنوټونه ناچله کېږي

ر
د عکس تشریح، هغه افغانۍ چې لیکل یا رسمونه پر شوي وي ناچله کېږي.

په دې ډله کې هغه بانکنوټونه راځي چې لیکنې پرې شوې وي، یا هم غوړ، رنګ پرې تویې شوی او ځو ځایه سوري شوي وي.

د افغانستان بانک چارواکي وايي په وروستیو کې افغانۍ بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه کمه شوې نو ځکه دوی داسې یوه پرېکړه کړې ده.

د زړو افغانیو سوځول

د افغانستان بانک له ۱۳۸۴ لمریز کال راهیسې څلوېښت میلیارده زړې افغانۍ سوځولې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د نه پاملرنې له کبله زیانمن شوي بانکنوټونه له چلنده غورځول کېږي.

ر
د عکس تشریح، افغانستان بانک وایي، ټولې نمایندګۍ یې زړې افغانۍ پر نویو بدلوي.

افغانستان بانک د یوې بیانیې په خپرولو سره وایي، چې زړې افغانۍ له کوم لګښټ پرته د دغه بانک په ټولو استازیو کې په نویو نوټونو بدلېږي.

کومې افغانۍ په نویو نوټونو بدلېږي؟

هغه نوټونه چې لیکل یا رسمونه پر شوي وي.

هغه نوټونه چې ټاپې پر وهل شوې وي یا سوري سوري وي.

هغه نوټونه چې سرېښناک مواد لري، خو له سریښ یا ربل ټیپ پرته.

هغه نوټونه چې بڼه یې بدله شوې وي.

دغه بانک په خپله بیانیه کې زیاتوي، چې که دغه ځانتیاوې لرونکې افغانۍ د روان لمریز کال تر وروستۍ ورځې په نویو هغو بدلې نه کړي، نو له هغه وروسته به ترې له نوي نوټ ور کولو پرته ضبطې شي.

ر
د عکس تشریح، رنګ شوې افغانۍ هم ناچله کېږی.