"د افغانستان تقاعد ریاست پوځي برخه به هم ډېر ژر کمپیوټري شي"

ګل محمد منتظر
د عکس تشریح، د تقاعد خزانې رییس وایي د بودیجې کموالي له امله یې ونشوای کولی ۱۹ زره متقاعدو مامورینو ته د هغوی تنخواوې ورکړي
    • Author, اريا احمدزی
    • دنده, بي بي سي کابل

افغانستان کې د تقاعد سیسټم له کندهار پرته په ۳۳ ولایتونو کې کمپیوټري شوی. د تقاعد خزانې ریاست چارواکي وایي؛ راتلونکي درېیو میاشتو کې به کندهار کې هم دا داره په نوي ټکنالوژۍ سمباله شي.

د سېسټم تر کمپیوټري کېدو وړاندې به خلک افغانستان کې د خپل تقاعد ترلاسه کولو اړ و، په ورځو، ورځو سرګردانه وګرځي، خو اوس دا ستونزه هوارېږي او د دولت مامورین به هر کال په ټاکلي وخت له بانک نه خپلې تنخواوې ترلاسه کوي.

که څه هم د دې ادارې د چارو کمپیوټري کېدو سره د ملکي برخې ستونزې هواري شوي خو پوځي برخه لاهم د پخوا په څېر ده او شاوخوا ۴۰ زره مراجعین یې له ستونزو سره مخ دي.

بي بي سیما چې له ۲۵ کالو راهیسې کونډه ده او د خپل مېړه تقاعد اخلي وایي؛ هرکال تر فورمې اخستو وروسته د سیمې د وکیل، د جومات امام او ښاروالۍ د لاسلیکونو راټولولو پسې په ورځو، ورځو ستړې ګرځي.

مېرمن سیما چې د مېړه د دوو کلونو تقاعد یې یوځای اخستی وايي: "۲۵ زره افغانۍ یې راکړې یو ځل مې عریضه ورکه شوه، ټول کارونه یې بیا راباندې له سره ترسره کړل. "

سیما د تقاعد ریاست د پوځي برخې له مراجعه کوونکو یوه ده چې له ورته ستونزو سر ټکوي.

د تقاعد خزانې رییس ښاغلی ګل محمد منتظر وايي؛ هڅه روانه ده چې پوځي برخه هم ډېر ژر د ملکي مامورینو په څېر په اسانۍ خپل تقاعد ترلاسه کړي.

د تقاعد خزانې ریاست د معلوماتو له مخې افغانستان کې هر کال په اټکلیز ډول تر ۱۰ زرو ملکیان او پوځیان تقاعد کیږي، خو کره شمیره تر اوسه دوی نه لري.

کمپیوتر

د عکس سرچینه، Reuters

د تقاعد ریاست د ملکي برخې سیسټم کمپیوټري کېدو سره اوس کابل کې ددغې ادارې مخې ته پخوانۍ ګڼه ګوڼه نشته او خلک له رامنځته شویو بدلونو خوښ دي.

د تقاعد خزانې ریاست کې نور هغه انبار کتابچې نشته چې د متقاعدینو سوانح به پکې لیکل کېدې، سېسټم کمپیوټري شوی او کارکوونکي اړ نه دي د چا د پېژندلو لپاره پخواني یادداشتونو پسې د کتابچو پاڼه پاڼه ولټوي.

د افغانستان د تقاعد خزانې ریاست چې د سږکال (۱۳۹۵) لپاره یې ټول ټال پنځه میلیارده افغانۍ بودیجه درلوده، د پیسو د کموالی له امله یې ونشوای کولی د ۱۳۰ زرو متقاعدو مامورینو له ډلې ۱۹ زرو ته تنخواوې ورکړي.

شپیته کلن قدرت الله چې د تقاعد خزانې ریاست په دهیلیزونو کې خپل تقاعد پسې ګرځېده بي بي سي ته وویل؛ د سږکال له حمل/وري میاشتې راهیسې په دې هیله دې ادارې ته راځي چې ګوندې پیسې ترلاسه کړي، خو لا هم ناهیلی کور ته ستنېږي.

هغه چې څلوېښت کاله یې په دولتي ادارو کې د مامور په توګه کار کړی وویل؛ "ریاست وايي چې بودیجه نه لرو، هره ورځ زه او نور کسان دلته راځو خو زموږ معاش ځکه معلوم نه دی چې بودیجه نشته."

د تقاعد خزانې ریاست چارواکي وایي؛ د راتلونکي مالي کال لپاره اته میلیارده افغانۍ بودیجې غوښتنه کړې او هیله من دي چې ددې پیسو په زیاتوالی سره به ټولو متقاعدینو ته د هغوی حقوق ورسېږي.

د افغانستان د قوانیو له مخې د دولتي مامورینو د تنخواوو یوه مشخصه برخه د دولت لخوا ذخیره کېږي او کله چې یې عمر ډېروالي، د کاري دورې بشپړېدو، ناروغۍ، معلولیت یا نورو عواملو له امله تقاعد کوي نو دا پیسې ورته په میاشتني ډول ورکول کېږي.

خو دا پیسې ډېرې کمې دي او څوک چې تقاعد اخلي وایي؛ دا پیسې داوسني وضعیت په پرتله چې بیې لوړې دي، ډېرې کمې دي.