پر ایران د امریکا او اسرائیل له برید وروسته لومړی ځل د غزې لار پرانیستل شوې, د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي خبریاله، یولاندي نیل- بیت المقدس
اسرائیل وايي له غزې تړانګې سره یې خپله لاره بیا پرانیستې ده. دا غزې ته د بشري مرستو لپاره یوه مهمه لاره بلل کېږي چې له ایران سره د اسرائیل له جګړې وروسته لومړی ځل پرانیستل کېږي.
ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی و چې د لارو تړلو معنی دا ده چې غزه په چټکۍ سره د خوراکي توکو او سونګ توکو له کمښت سره مخ شي. د همدې ویرې له امله په سیمه ییزو بازارونو کې بیې له مخکې لوړې شوې.
د اسرائیلو دفاعي ادارې کوګات، چې د لارو کنټرول سمبالوي ویلي، د 'کیریم شالوم' تړل د "توغنديز ګواښ" له امله و چې اسرائیلي او فلسطیني کارګران له خطر سره مخ کوي. دوی مخکې ټینګار کاوه چې شته اکمالات به "د یو څه وخت لپاره کافي وي".
بل لور سیمه ییزو سرچینو بي بي سي ته وویل، د فلسطیني مرستو لارۍ نن سهار کیریم شالوم ته استول شوې، خو تر اوسه پورې نه دې ستنې شوې.
اوسمهال له مصر سره د رفح پوله تړلې پاتې ده. کوګات اداره وايي، هغسې چې امنیتي وضعیت اجازه ورکړي بېرته به پرانیستل شي".

د عکس سرچینه، Getty Images

