د افغانستان تقاعد سیستم لپاره مالي مرسته وشوه

- Author, فهیم عابد
- دنده, کابل
نړیوال بانک د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره څه د پاسه ۱۲ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د چارواکو په وینا دغه مرسته به د ټولنیز خوندیتوب پروګرامونو د دوام او د تقاعد سیستم د آسانه کولو لپاره په دریو کلونو کې ولګول شي.
اوس مهال متقاعدین د خپل تقاعد د اخیستو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او د ترلاسه کولو لپاره یې باید په ورځو ورځو انتظار وباسي.
د چارواکو په وینا د تقاعد سیستم د آسانه کولو او د بې وزلو کورنیو سره د ټولنیز خوندیتوب په موخه د مرستې پروګرام شاوخوا پنځه کاله وړاندې د نړیوالې ټولنې په مرسته پیل شوی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مهمند وايي، دغه مرسته به د ټولنیز خوندیتوب پروګرام او د تقاعد سیستم د عصري کولو د لړۍ د دوام لپاره ګټوره پریوځي.
ښاغلی مهمند وايي، د تقاعد سیستم په آسانه کولو سره به متقاعدین خپل تقاعد پر ټاکلي وخت د بانک له لارې تر لاسه کوي.
خو اوس مهال ډېری متقاعدین په ورځو ورځو د تقاعد خزانې مخې ته انتظار باسي چې خپل تقاعدي تنخوا ترلاسه کړي.
د ډېریو متقاعدینو مالي وضعیت ښه نه دی او د خپل ژوند ډېری اړتیاوې د تقاعدي تنخوا په مرسته پوره کوي.
یو شمېر متقاعدین چې کلونه وړاندې یې تقاعد کړی وايي، هر کال ورته دولت څو زره افغانۍ ورکوي چې یوازې د دوو یا درو میاشتو لپاره ورته بسنه کوي.
دوی دغه راز وايي هغو کسانو چې اوس تقاعد کړی د پخوانیو هغو په پرتله یې معاش ډېر لوړ دی او په دې برخه کې د اڼډول د راوستلو غوښته کوي.








